غواړم مطالعه وکړم خو څنګه؟

1,121

 يو اروپايي متل دی چې وايي! “که غواړې يو انسان نېکمرغه کړې، په لوستلو يې مين کړه.”

– د لوستلو رسۍ چې څوک دژامې په غاښونو ټينګه ونيسي، نو داسې توښه به ترلاسه کړي چې اټکل به يې هم نه وي کړی، او ژوند ته به يې داسې ارتوالی ور وبښي چې هېڅ پای به نلري.

په اوسنۍ ټولنه کې زيات شمېر وګړي يوازې هغه کتابونه لولي چې دی ورباندې اړ کړل شوی، لکه درسي ياهم د دندې اړوند کتابونه؛ له نورې مطالعې په پوره ډول ناخبره او په لرې واټن کې دی.

“که له بار بار لوستلو وروسته هم دهمدې کتاب لوستل خوند نه درکوي؛ نو پوه شه چې په مطلق ډول ددې کتاب لوستلو ته نه يې جوړ”
(اېرلنډي ليکوال او ناقد: اوسکار وايلد!)

▪️ چې له لوستلو يې خوند نشې اخيستلای هغه کتاب به څنګه لولې؟!
– ډيری خلک دا پوښتنه کوي چې څنګه کولای شم له دايمي لوستونکو څخه شم، سره له دې چې دکتاب لوستل هېڅ خوند نه راکوي؟!

ځواب دومره هم ساده نه دی لکه ځينې چې اټکل کوي؛ ځکه داسې جادوګره تڼۍ شتون نلري چې په کيکاږلو سره يې سم دستي انسان لوستونکی شي.

خو دومره ستونزمن کار هم نه دی؛ که يو څوک لاندې ټکي په نظر کې ونيسي زر ده چې يو دايمي لوستوونکی به شي.

لومړی:
“ځان د کتاب لوستلو ته مه اړ کوه.”
– دلته موخه آزاده او عامه لوستنه ده؛ د ښونځي يا دندې اړوند کتابونه مو هدف ندی!

دويم:
“د وړ او مناسب کتاب په غوره کولو کې ځيرک اوسه.”
– د غوره او زړه راښکوونکو کتابونو د پېژندلو په پار کولای شې د خپل شاوخوا لوستونکو وپوښتې، يا يې په انټرنټ او نورو شبکو کې ولټوې، او هغه لارښوونې ومومې چې د يوه غوره کتاب ځانګړتياوې در په ګوته کوي!

درېيم:
“هغه موخه څرګنده کړه چې غواړې له امله يې کتاب ولولې”
– هر انسان د يوې ځانګړې موخې لپاره څېړنه کوي، چې دده اړتياوو ته نيږدې او ورسره تړلې وي؛ نو دکتاب له غوره کولو وړاندې خپل هدف وټاکه بيايې له مطالعې وروسته تر فکر لاندې ونيسه چې تر کومه بريده د خپل هدف لاسته راوړی.

څلورم:
“په لوستلو کې ګړندی کېږه مه”
– لوستلو ته وخت ورکړه، او ځان له نورو سره مه پرتله کوه؛ ځکه د وخت په تېرېدو سره به دهغوی په څېر شې چې د خفګان له امله ځان ورسره نشې پرتله کولای، بلکې له هغوی به هم ښه او ګړندی شې.

پنځم:
“په کتاب کې له نښه کولو مه ډارېږه”
– کتاب د خوند اخيستلو، پېژندګلوۍ او معلوماتو اخيستلو وسيله ده؛ کومه د سرو او سپينو ټوټه نه ده چې له نيښاني کولو يا زخمي کولو يې په ډار کې يې.

نو هغه ورقې چې غواړې بيا ورته راوګرځې قات کړه يايې هم په پنسل سره په نښه کړه؛ دهغه څه په اړه چې لولې يې خپل نظرونه په پوره ډاډ سره وليکه، تر څو ستا او کتاب ترمنځ يوه اړيکه او ملګرتيا جوړه شي.

شپږم:
“داسې ښکاره کړه چې ګواکي له کتاب سره بې کچې مينه لرې”
– کتابونه له ځان سره وساته، له کتاب پلورنځيو ليدنه کوه، دې ته ورته عادت جوړ کړه تر څو تل د ترڅنګ يو کتاب اېښی وي، په لاسي کڅوړه يا هم موټر کې له ځان سره کتاب وساته چې دا کار د نور هم د کتاب لوستلو دنياګۍ ته ورنيږدې کوي.

اووم:
“په ياد ولره چې له کتاب لوستلو ستا موخه خوند اخيستل او په پای کې ګټه ترلاسه کول دي”

– اړينه خبر ده چې لوستل بايد ورځنی لازم کار فرض نکړل شي؛ که داسې وشي نو ستړی کوونکی به شي او له وخت ضايع کولو پرته به هېڅ په لاس درنشي.

• دا يو شمېر هغه کړنې او اړينې نقطې وې چې ستا او کتاب تر منځ واټن له منځه وړي؛ تمرين يې کړه او د لوستلو پروخت يې مه هېروه، لرې نه ده چې په نېږدې وخت کې به له غوره لوستوونکو څخه شې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.