دغو استازو د رايو په اتفاق سره د ګوند په تګلاره کې د شي له خوا وړانديز شوي تغييرات هم ومنل. په لومړي ځل پکې پيکنګ اوس د ټايوان خپلواکي په کلکه هم ردوي. د دولتي خبري آژانس شينهوا په حواله به دغه استازي د مرکزي کميټې تقريبا ۲۰۰ غړي هم تعيينوي چې د کمونيستي ګوند يو ډول پارلمان بلل کيږي. د نومونو ليست البته خپور شوی نه دی.
مرکزي کميټه ۲۵ کسيز سياسي دفتر او دايمي پلاوی يې هم تعيينوي چې تر ټولو لوړه د مشرتابه ډله ده او د دې تر څنګ هغه عمومي منشي هم غوره کوي. داسې ښکاري چې شي به د يکشنبې په ورځ د (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۳مه) د ګوند د مشر په توګه هم تائيد شي. له دې لارې به شي د دې امکان ولري چې د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې د ولسمشر په توګه خپله دريمه دوره پيل کړي.
دغه ۶۹ کلن سياستوال په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ د دوو دورو حد له منځه وړی و. په تيورۍ کې دی اوس خپل ټول ژوند د چين د ولسي جمهوريت ولسمشر پاتې کېدای شي. د يوراسيا د ډلې د چين د چارو کارپوه، نيل توماس، وايي چې »دغه دريمه کاري دوره به د درو لسيزو راهيسې کنترول شوي د قدرت بدلون ته د پای ټکی کښېږدي.
يوه حيرانونکې صحنه په دغه کنګره کې د پخواني ولسمشر هو جينتاو راڅرګندېدل وو. داسې ښکاري چې د هغه د ارادې خلاف نوموړی ۷۹ کلن پخوانی سياستوال دې ته اړ ويستل شو چې د شي جينپينګ تر څنګ له چوکۍ څخه پاڅيږي چې ساتونکو هغه تر دروازې پورې بدرګه کړ. دغه خبره د فرانسې د خبري آژانس خبريالانو کړې ده. د دغې پېښې تشريح ونه شوه او د چين دولتي رسنيو هم دغه صحنه په رپوټونو کې ياده کړې نه ده. د چين کمونيستي ګوند خپله کنګره يوازې په هرو پنځو کلونو کې راغواړي. هغه له عوامو څخه پټه او د کرونا په وړاندې د شديدو هلو ځلو له کبله د سختو امنيتي تدابيرو لاندې تر سره شوه.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.