زما قرباني (لنډه کیسه)

سیدادریس سادات

480

سپین ږیری بابا په باغ کی ناست وو چوکۍ ته یی تکیه کړې وه.

په ژور خفګان اخته وو.
د ژوند ټولی ترخې خاطرې یی ذهن ته راتللی .
او تر سترګو یی دردناک څاڅکي څڅیدل د خپلی میرمن تورپیکۍ جسد ورته مخی ته مخی ته کیده.
د ځوانیمرګ ځوي او مور یوځای تصویر یی مخی ته نیولی وو.
څو شیبی یی په خپل ګریوان کی سر ښکته کړ او د درد نه ډکی اوښکی یی توی کړلی.
داوخت په باغ کی دوه تنه تنکي ځوانان تیریدل.
په امپی تري کی یی موزیک لګولۍ وو.
مخی ته یی سپین نقابونه اچولي وو.
لنډ لنډ کمیسونه او د کفارو په رقم یی ږیرې خریلی وی.
پرتګونه یی نه پوهیږم د چا په رقم وو خو دومره پلن ول چی یو تنور پکی ځاییده.
خپل موزیک ته لکه د ډمانو نڅیدل او نڅا یی پوره د هغه چا په رقم وه کوم چا سره چی زموږ مشرانو ډغره وهلی وه.
او په بی شرمۍ یی د خپل وطن نه شړلي وو.
سپین ږیری بابا راپاسید مخکی یی د پوستی عسکر ته وویل: وروره موږ دا څلویښت کاله د همداسی ځوانانو لپاره قرباني ورکړه.
ما خپله تورپیکۍ او سیلاب د همدې بی حیا مخلوق لپاره قرباني کړل.
زما د سنګر ملګری چی به د درد په حالت کی وو او ماته به یی چی د درد زګیروي کول .
او ویل به یی چی که زه مړ هم شم پروا نکوي خو چی زموږ راتلونکی نسل د غلامۍ ژوند نه بچ شي.
ایا زما هغو یارانو د همدی بی غیرته ځوانانو لپاره قرباني ورکړه.
توف لعنت شه اوپه داسی ځوانانو شه.
عسکر ورته وویل: بابا جانه بس خدای دی ستاسی جهاد قبول کړي.
دا ځوانان د اصلاح کیدلو ندی .
دا وخت د بابا زړه ټکان وخوړ دوه دری قدمه شاته شو سینی ته یی لاس ونیو.
یو څو زګیروي یی وکړل .
او خپل روح یی حق ته وسپاره .
انا لله وانا الیه راجعون.

ای ځوانانو د خدای او د رسول رویی ومنۍ خپل مشران پخپل پخپلو کړو مه پښیمانوۍ د وطن ازادي تل په توره اخیستل کیږی او په قلم ساتل کیږی.
نور د دی فحشانه راووزۍ.
او د خپل وطن لپاره د زړه له تله کار وکړی مننه .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.