د پښتو موسیقۍ د غزل شاهنشاه، استاد خیال محمد

محمد داؤد مومند

1,104

په پښتو موسیقی کی د غزل شاهنشاه، استاد خیال محمد

د پښتو موسیقی او هنرپه برخه کی، استاد خیال محمد صاحب هغه ځلانده ستوری دی، چی ثانی یی نه لیدل کیږی.

استاد خیال محمد صاحب، په قام اپریدی او نیکونه یی د خیبر د تاریخی او لرغونی سیمی د یوه کلی اوسیدونکی وه. هغه خیبر، چی د خوشحال بابا او علامه سید جمال الدین افغانی د تفکراتو نه ملهم او متأثر شخصیت یعنی علامه ډاکټر  اقبال یی د (مثنوی مسافر) په کتاب کی داسی ستایی:

خیبر از مردان حق بیگانه نیست

در ضمیرش صد هزار افسانه ایست

سر زمینی کبک او شاهین مزاج

آهوی او ګیرد از شیران خراج

در فضایش جره بازان تیز چنګ

لرزه بر از نهیب شان پلنګ

لیک از بی مرکزی آشفته روز

بی نظام و نا تمام و نیم سوز

آه قومی بی تب و تاب حیات

روزګارش بی نصیب از واردات

آن یکی اندر سجود این در قیام

کار و بارش چون صلوة بی امام

ریز ریز از سنگ او مینای او

آه از امروز بی فردای او

دلته د یادولو وړ ده چی علامه ډاکټر اقبال د افغانستان د استقلال د لوی سپه سالار او بچه سقو د اغتشاش نه د وطن د نجات ستر قهرمان، غازی اعلیحضرت محمد نادر شاه لخوا، افغانستان ته ملمه شوی وه، اقبال د مسافرت نه وروسته د (مثنوی مسافر) کتاب ولیکه، چی پدی مهال غازی نادر خان د بلشویکی نظام د یوه اجنت چی د چرخی غلام نبی خان ( د ستالین نژدی ملګری) سره مزدور یعنی (عبدالخالق هزاره) لخوا د یوه پلان شوی دسیسی په نتیجه کی په شهادت رسیدلی وه.

 د استاد خیال محمد صاحب نیکونه د عزت خاوندان تیر شوی دی یعنی استاد خیال محمد د یوی درنی او معززی کورنۍ پوری تعلق لری.

د استاد خیال محمد صاحب مور او پلار تقریباْ اتیا کاله دمخه د خیبر د علاقی نه پيښور ته کډه وکړه او هلته میشته شو.

خیال محمد استاد، د ۱۹۴۶ کال د سپتمبر په میاشت، په پیشور کی زیږدلی دی.

پر دغه مهال یو لوی روحانی شخصیت د (ستارشاه پاچا) به نامه په پیښورکی ژوند کاوه. ستار شاه پاچا د ټولی پښتونخوا او ټولی سیمی د وګړو او ولسونو د احترام وړ شخصیت وه، د هغه مهال د سیمی معروف قوالی ویوونکی او د هنر خاوندان به د سید ستار شاه باچا، د عرس په مراسمو کی ګدون کاوه.

خیال محمد استاد چی پرهغه مهال کوچنی ماشوم وه، همیشه د خپلی کورنۍ د مشرانو سره د قوالی موسیقی د عرس په مراسمو کی ګډون کاوه.

دده د ماشومتوب په ذهن کی رډیو یوه عجیبه صنعت او خلقت معلومیده چی څنګه یو سړی کولالی د یوی وړی رادیو له لاری خبری وکړی یا سندری ووایی؟

د ماشوم خیال محمد مشر ورور، د پیښور د رډیو سره هنری همکاری درلوده، نو د خپل مشر ورور نه یی هیله کړی وه چی یوه  ورځ دی هم، د ځان سره د پیښور رادیو ستیشن ته بوځی.

په دغه مهال د پیښور د رډیو ستیشن، پرودیوسر، یو معروف هنری شخصیت مرحوم رشید علی خان دهقان وه چی مرحومی د پښتو هنری څیرو او استعدادونو  د میندلو او پیدا کولو او روزولو دپاره د قدر وړ خدمتونه تر سره کړی دی.

څه مهال چی د ماشوم خیال محمد مشر ورورخپل نوبت تیر کړ، نو رشید علی دهقان صاحب، ماشوم خیال محمد ته وویل چی هلکه ته خو هم څه زمزمه و کړه او څه ووایه.

ماشوم خیال محمد به یوه یا دوه سندری ویلی وی، نو رشید علی دهقان د ده آواز خوښ کړی دی او دده نه یی هیله کړی چی دا سندری یوځل بیا ووایی. خو دا ځل دهقان صاحب دده آواز ثبت کړی دی او په مکرفون کی یی ماشوم خیال محمد ته دده خپل آواز بیا اورولی دی. چی دا کارماشوم خیال محمد ته معجزه معلومه شویده، او ددی نه وروسته د رشید علی دهقان صاحب په تشویق، ده په منظمه توګه د رډیو او بیا وروسته تلویژین او فلمونو ته لیار پیدا او د پښتو د موسیقی د لویواستادانو لکه استاد رفیق شینواری، ماستر صاحب سبزعلی خان او نورو نه زدکړه وکړه.

استاد خیال محمد صاحب د منظوم کلام او شعر په هره برخه کی، د ټپی نه نیولی تر څلوریزی، نظم، لنډی ، بګتۍ او غزله پوری د داسی لیاقت او اهلیت او استعداد، متبارز هنری شخصیت دی چی زموږ په ټولنه کی څاری نلری. مخصوصاْ ده په خپل عالی هنری کمال کی یی، غزل داسی یو لوړمقام ته ورساوه چی په ټوله پشتونخوا کی، که لر ده او که بر، بل چا ځان دی پړاو ته نه وه رسولی.

په همدی لحاظ استاد خیال محمد صاحب ته په پښتونخوا او سیمه کی د غزل شاهنشاه وایی. ددی دلیل دا دی چی استاد خیال محمد صاحب د پښتو غزل لوی شاعران او استادان، زموږ د لوی او ستر ولس ۷۰ ملیونه وګړو ته په سیمه او ټوله نړۍ کی معرفی کړل.

د مثال په توګه د استاد امیرحمزه بابا چی د خوشحال بابا، رحمن بابا او غنی خان بابا په ردیف کی زموږ د ادب څلورم بابا بلل کیږی او د غزل د پادشاه خطاب ورته حاصل شوی دی، د غزلیاتو، ممکن دری زره کتابونه چاپ شوی وی او دری زره د ادب مینان او مینه وال به  په همدی وسیله حمزه بابا پیژنی او د هغه د کلام سره معرفت ولری.

خو اوس په موسیقی کی د غزل شاهنشاه استاد خیال محمد صاحب د هنری فعالت له برکته ملیونونه وطنوال د نړۍ په هر ګوت کی د حمزه بابا د نوم او غزل او کلام سره آشنا شوی دی.

پدی حساب زموږ د موسقی او هنرلوی استاد او بابا، خیال محمد صاحب له برکته دا شاعران او ادیبان په نړیواله سویه او کچه پیژندل شوی ستوری دی.

په بله وینا، په هماغه سویه چی دا شاعران په استاد خیال محمد بابا باندی معنوی حق لری، لس چنده خیال محمد استاد، زموږ د موسیقی بابا پردی شاعرانو او ادیبانو معنوی حق لری.

زموږ د موسیقی شاهنشاه استاد خیال محمد ته د ملی شعور او تفکر په رڼا کی د هنر له لیاری پښتو ژبی ته خدمت، دده دهنری خدمت د ملا د تیر او معنوی  اصل، محور تشکیلوی.

استاد خیال محمد صاحب فرمایی: چی پخوا د پښتو فلمونه، تش په نامه پښتو وه او دا فلمونه د نورو ژبو د خاوندانو په خدمت کی وه، ده د همداسی یوه شعور په رڼا کی وغوښتل چی دی حالت به تغیر ورکوی او دا هنرونه په هنری او رښتینی لحاظ پښتو کوی.

که د پشتو ژبی عالمانو او ستورو د علمی تحقیقاتو اوعلم له لیاری زموږ ژبی ته ستر خدمتونه تر سره کړی دی نو د زموږ د موسیقی بابا، استاد خیال محمد صاحب دا خدمت د هنر او موسیقی له لیاری تر سره کړی دی.

په کوزه پښتونخواکی د مطبوعاتی او هنری منابعو په حواله استاد خیال محمد د لس زرو ساعتونو معادل، سندری اټکل کړی چی پدی حساب لوی استاد خیال محمد صاحب د زرګونو سندرو خاوند دی چی په ټوله سیمه کی بی څاری بریښی او لکه د هندوستان مشهوری سندرغاړی (لتا) په څیر بی رقیبه اټکل کیږی.

دا زموږ د موسیقی بابا د شعر په انتخاب، کمپوز، د وقت د تقاضا سره د شعر مناسبت، په «ریتم»، «سر» «لۍ» او راګ کی، دا هنر آسمان ته جګ کړی او دده آواز دومره زړه راښکونکی دی چی ګوندی د هنر د اوریدو دپاره به یی د آسمان ملایکی هم زمکی ته راښکته کیږی.

استاد سردارعلی خان ټکر، چی په خپله د موسیقی او شعر دواړو لوی او ځانګړی متخصص دی، پدی عقیده دی چی شعر او نور هنری خلاقیتونه په لمړی  کی ځای لری او آواز وروستنی مهارت ګڼل کیږی.

زه د سردارعلی خان ټکر صاحب سره د آواز په برخه کی موافقت نلرم او زما په اند او نظر، آوازپه موسیقی کی محوری او لمړنی رول او مقام لری. ځکه د موسیقی سره پیوستون د آواز له برکته شروع کیږی او نورمهارتونه (ستپ بای سټپ) تر لاسه کیږی.

روایت دی چی د هندوستان مشهور سندرغاړی (سیګل) به په سیکل باندی اخبارونه تقسیمول او د ځان سره به یی زمزمه هم کوله، دده ښکلی آواز ته د هند کوم هنرمند پام شوی دی او د هغه په لارښونه سیګل د هندوستان یولوی سندر غاړی شو.

بل ښه مثال په افغانستان استاد سرآهنګ دی چی د هندی موسیقی د کلاسیک طرز، لوی استاد پاتی شوی دی. سرآهنګ د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د دربار سندرغاړی وه ، خو استاد سرآهنګ په کابل کښ د خواصو او درباری حلقو، سندرغاړی پاتی شوی دی، که څه هم سرآهنګ د میرزاعبدالقادر بیدل شعرونه او غزلیات او همدا راز ولسی او کلیوالی سندری هم ویلی دی، خو د سراهنګ په آواز کی نه د استاد اولمیر او نه د استاد ناشناس او نه د استاد هم آهنګ د طلایی حنجرو جذابیت لیدل کیده، نو ځکه د هیواد په سطح عام ولس د استاد سرآهنګ د سندور سره مینه ندرلوده او نه دده په کلاسیکه هندوستانی راګونو څوک پوهیدل، تر دی چی عوامو به دده راګ باندی ملنډی هم ویلی.

د استاد سرآهنګ په تناسب به خلکو، مخصوصاْ د کندهار په هنر دوسته حلقو کی د  استاد رحیم بخش آواز ډیر خوښاوه.

نو که په اردو ژبه کی استاد مهدی حسن د د ټولی سیمی په سویه او سطحه هم د هنری صلاحیت او هم د ښکلی آواز له اړخه بی څاری بلبل تیر شوی دی، د پشتو د موسیقی بابا استاد خیال محمد صاحب هم علی السویه په لر او بره پښتونخوا کی د یوه ستر او افتخار وړ،هنری مقام خاوند دی.

استاد خیال محمد صاحب ته خدای یوه قوی حافظه هم ورکړی ده چی د نورو هنر خاوندانو او سندر غاړو په څیر د اشعارو کوم کتاب ګرزولو ته ضرورت او احتیاج نلری او لکه د قرآن حافظ، ټول غزلیات او شعرورنه دده په زړه کی دی.

په موسیقی کی د غزل د شاهنشاه استاد خیال محمد صاحب ته د مربوطه مقاماتو لخوا، خورا بی شمیره جایزی او (ریواردونه) تر لاسه شوی دی، د مثال په توګه په ۱۹۸۰ کال کی ورته (صدارتی) ریوارد ترلاسه شو.

خو مهمه داده چی څوکاله دمخه د موسیقی د غزل بابا یعنی استاد خیال محمد ته د افغانستان د جمهور رئیس داکتر اشرف غنی لخوا په یوه شاندارو مراسموکی د افغانستان د قنسل لخوا د میر مسجدی خان مدال هم تقدیم شو. چی د ډاکټر اشرف غنی دا شرافت او ابتکار د ستایلو وړ بلل کیږی.

څرنګه چی میرمسجدی خان دهیواد په تاریخ کی، یو ملی مبارز تیر شوی دی، پدی حساب داکتراشرف غنی د خیال محمد استاد د ثقافتی او پشتو ژبی او هنری خدمت په لیارکی، مبارزی ته د قدردانی په سترګه کتلی دی.

لس کاله دمخه محترم یونس قیاسی صاحب چی د پښتونخوا یوه ادبی څیره ده د استاد خیال محمد صاحب د هنری اهلیت، لیاقت، خدمت، شخصیت او ټولینیزو نظریاتو په باب په اردو ژبه کی یو کتاب ولیکه.

استاد خیال محمد صاحب د هنری خلاقیت تر څنګ یو لوی اخلاقی شخصیت دی.

خیال محمد صاحب یو څپیحلی صادق مسلمان، بی کبره بی ریا پښتون، د مینی او محبت منادی او د نفرت او کینی په ضد لوی مبارز ګڼل کیږی.

دده لوی پیغام په ولس کی د مینی او محبت او ورورولۍ ټینګول او دکرکی، تربورولۍ او منافره یعنی یو د بله نفرت درلودل نه، فاصله نیول دی.

خیال محمد استاد صاحب پنځلس کاله د مخه د ویرجنیا د ایالت په یوه ستره غونډه او مجلس کی ګډون وکړ او پدی کلامونو یی د خلکو وطن دوستانه احساسات او جذبات راوپارول:

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پیشورکی افغان یو دی

د افغان په ننګ می وتړله توره

ننګیالی د زمانی خوشحال خټک یم

تر هغی وروسته یی هغه ملی ترانه چی ډیر کلونه پخوا، ملی او نبوغی شخصیت او ملی اتل، مرحوم ملنګ جان ویلی وه او د پښتو د موسیقی بابا، استاد اولمیر په بی څاری طلایی آواز کی انعکاس موندلی وه، واوروله، چی د حاضرینو په سترګو کی، د وطن د مینی او عشق اوښکی جاری شوی:

دا مو د بابا وطن

دا مو د دادا وطن

دا افغانستان دی

دا پرموږنګه ګران دی

همدا اوس یوه بله هنری څیره او د پښتو ژبی خدایی خدمتګار، حاجی محمد اسلم خان د (لالونود پروګام متصدی) هم د استاد خیال محمد صاحب او مرحومی ګلنار بیګمی په مورد کی د یوه کتاب په لیکلو مصروف دی. حاجی صاحب محمد اسلم د خپلو خدمتونو په لړ کی دوه کتابونه لیکلی دی چی یو یی (د تیر، هیر آوازونو) کتاب دی او دوهم کناب یی هم د پښتو ژبی د فلمونو او فنکارانو په حقله دی.

د استاد خیال محمد صاحب دری زامنو یعنی هریو انورخیال، وصال خیال او شیرزاد خیال د هنری خدمت په آسمان کی د مشالونو حیثیت لری.

انور خان خیال له دیرشو کلونو را پدیخوا او وصال خیال د ۲۵ کالو را پدیخوا د پښتو جنتی او ملی ژبی په خدمت کی دی.

د تاسف ځای چی دی د پښتو ژبی د موسیقی بابا، خیال محمد استاد د څه کلونو راپدیخوا خوا د فلج یا فالج د صحی تکلیف سره مخامخ دی. د وصال جان خیال د وینا په حواله حاجی صاحب خیال محمد د (ستروک) د خطرناک مرض نه خدای وږغوره.

د پښتو د موسیقی بابا او د غزل شاهنشاه ته د ښه صحت او اوږد عمرهیله کوم.

د یو موټی، خپلواک، واحد او لوی پښتون د جغرافیی او دولت په هیله.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.