که د سمون مخه نيسو، نو د وخت جبر به مو مات کړي 

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد 

1,432
زموږ په هیواد کې په نړيواله کچه د یوه متمدن او معاصر نظام د جوړولو لومړنۍ منظمه هڅه د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د غازي امان الله لخوا وشوه. نوموړى يو وطندوست زړور او شجاع مشر وو. غوښتل يې چې په افغانستان کې د لوديځې اروپا حکومتي موډل د روڼ اندو واکمنانو تر مشرتابه لاندې پلي شي، خو متأسفانه د خپل ولس  ديني او کلتوري اړخونو او علمي کچې ته له پام کولو پرته او له انګريزي استعمار سره د افغانانو عنعنوي دښمني له امله يې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې. البته احسان يې بايد ومنو چې نوموړي د افغانانو د وينې له تويولو څخه وړاندې  هېواد پريښود.
په ۱۳۵۷ کال کې د «ثور د اوومې له کودتا» په شکل د ختیځ ډول موډرنيزم بله نسخه چې  د خلق او پرچم ګوندونو په نوښت په افغانانو باندې د تجربه کولو او تپلو پړاو ته واچول شوه، خو د افغانانو له عقيدوي اړخونو او کلتوري ارزښتونو سره د ټکر په مهال له سختې ناکامي سره مخ شوه.  د دغې تيوري د پلي کولو هڅه ډېره خونړۍ، ظالمانه او له ډېرو وحشتونو سره مله وه. د روانې او فزيکي جبري اړخونو د کارولو له امله د خلق او پرچم ډلو په وړاندي ملي تړونونه او د خلکو مذهبي باورونه د دغې نظريې په وړاندې د تقابل تصادم او ملي پاڅون تر بريده ورسيده.
د خلق او پرچم لخوا د تورې ارتجاع، فيوډاليزم او اخوانیانو په نوم ديني علماو، ځمکه والو او روڼ اندو اسلامي مخالفینو بندي کولو، په پليګونونو کې د لسګونو زره افغانانو صحرایي وژنو او متعاقباً په افغانستان باندې د شوروي ځواکونو یرغل  د افغانستان ملت قيام ته اړ ايسته. زموږ  خاوره يې د کمونيزم او کاپيتاليزم تيوريو ترمنځ  د ایډیالوژیکي او جیوپولیټیک ټکرونو مرکز وګرزوله. د خلق او پرچم ډلو لخوا د ډنډې په زور د ټولنيزو بدلونونو نوښت او په افغانستان باندې د شوروي ځواکونو يرغل د افغانانو په ديني او کلتوري اړخ باندي پاروونکى بريد وو چې د لويديځوالو مالي او وسلو مرستو ورته د مقاومت لپاره انرژى ورکړه.
له تيرو نزدې پنځو لسيزو راهيسې مو ستره بدبختي مو داده چې د خپلې ټولنې ذهني لومړيتوبونو کلتوري ځانګړتیاو او عيني واقعيتونو ته له پام کولو پرته  بهرني دودونه او تيورئ  په خپله ټولنه باندې د منلو په موخه په ډنډه، کوتک او توپک هم صرفه نه کوو.
 په ١٩٩٢  کال کې د مجاهدینو د ځينو ډلو لخوا د واک په موخه د کورنيو خوسا جګړو له امله ولس تر سپږمو راورسيده او طالبان د يوه سوله خوښي جګړه ختموونکي او د فساد د له منځه وړونکي ځواک په توګه د ولس له منځه راپورته شول. ولس ورته د ژغورنې د پريښتو په سترګه کتل او  ورڅخه ملاتړ يې وکړ. . يوازې هغه جنګي ډلې يې هدف ګرزولې چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وې. واک ته ورسېدل. د پنجشير ولايت په استثنا يې ټول افغانستان په ولقه کې راوست. په تګلارو او چلن کې يې د سختي عنصر شتون درلوده خو ديرى خلکو يې ددې لپاره ملاتړ ته دوام ورکاوه چې له کورنۍ جګړې څخه يې نجات ورکړى وو. د يولسم سيپټمبر له پېښې وروسته د امریکا له مشري لاندې ستر ايتلاف ترتیب رامنځته شو. په افغانستان باندې يې د يرغل په نتیجه کې د طالبانو نظام نسکور کړ.
په بن کې د کورنئ جګړې مخکښو جنګسالارانو او ليبرال ديموکراتانو د ايتلاف د ناتو د جنګي ځواک تر سيوري لاندي او نړيوالې ټولنې د بشپړ ملاتړ په چوکاټ يوه نوې نسخه په افغانستان کې پلي کېدو ته وړاندې شوه. په افغانستان کې په نوى نوم او تر نوي شعار لاندې يوه نوې جګړه پيل شوه چې؛ “د ترهګرۍ په وړاندې جګړه” بلل کيده.
 د لوړې کچې فساد، په حکومتي چوکاټ کې د بشري حقونو د ناقضينو او د جنګسالارانو غوښنه برخه، ويشل شوى حکومتي جوړښت، د چارواکو دوه ګونى تابعیت، له سولې سره سليقوي چلن، د ناتو خپل سري جنګي تاکتيکونو، د لوړې کچې ملکي تلفاتو رامنځته کيدو، د افغانانو مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته د پام نه کولو، د ارګ مېشتو امرانه او جابرانه کړنلاره، په ټاکنو کې د چارواکو سيستماتيکې درغلئ  د بهرنیو لاسوهنو او د پورتنيو ټولو نيمګړتياو د يوځاى کيدو په پايله کې د ولس او حکومت ترمنځ ستر واټن د تير شل کلن جمهوريت د ناکامي محصول ګڼلاى شو.
 زموږ له هېواده بهرني ځواکونه ووتل، نظام ونړول شو او لسګونه زره افغانان له هيواد څخه ووتل. دلته د پاتې علمي څېرو او ځوانانو له ټولنيزو، سياسي، اقتصادي، روحي او جسمي ستونځو اوريدو وروسته انسان ناهيلى کيږي. دولتي بنسټونه  ودرېدل، مدنيت مخ په ښکته خوځيږي، له تمدن سره ډغره وهل پاليسي ګڼل کېږي. افغانستان د مټکورو تګلارو له امله يوه ناکام حکومت درلودونکى هيواد او د نړيوالې ټولنې لخوا په يوه ګوښه شوې خاوره د بدليدو په حال کې قرار لري.
د حکومتونو د نړولو په موخه په جګړه او د بيرته جوړولو په هڅو کې د امتيازاتو د ويشلو په مسئله باندي مو لسيزې تېرې شوې، خو هيڅ مو ترلاسه نه کړاى شول. لا هم نه نظام لرو، نه ثبات. نه مو اسلامي نظام جوړ کړاى شو او نه هم په ديموکراسي کې وځليدو. نه له نړيوالو سره د سيالي کولو په موډ کې يو او نه هم له ګاونډيانو د برابري خبره کولاى شو. پرون هم غلامان وو او نن هم متأسفانه د نړيوالو مرسته او خيراتونو ته محتاج هيواد لرو. ارګ ته رسيدلې هره ډله د امن سولې او ورورولى خبرې کوي، خو هر واکمن بيا هيواد او ملي شتمنۍ خپل شخصي ملکيت او هر ډول تصرف پکې د ځان حق ګڼي. ولس ته د غلامانو په سترګه ګوري. له واک څخه لرې شوې ډلې د ولس بچيان جګړو ته را باسي او خپل بچيان په بهرنیو هېوادونو کې د ارام ژوند تيرولو ته تشويق کوى.
متأسفانه زموږ د سياسيونو ديرى وختونه د ټول ګډونه حکومت په خبره تيريږي او هره ناسته مو د دولتي امتیازاتو په ويش او په نظام کې د ځان په ونډې باندې را څرخيږي. موږ تر هغو د پرمختګونو ملي او ډاډمن امنیت په لوري ګام نشو اخيستې تر څو چې په حکومت کې د ځان ځايولو پرځاى  د منل شوي ځواب ويونکي ميکانېزم د رامنځته کولو لپاره د اساسي قانون تر چتر لاندې په منل شوى نظام باندي هوکړه ونکړو. د جګړو او زور له لارې حکومت نيولو او حکمراني کولو قانوني او متفقه مخنیوي، د ولسي ارادو  پربنسټ ولاړ یوه افغان شموله، حساب ورکوونکي، متمرکز، شفافيت ته ژمن، ملي نظام جوړولو  لپاره د ميکانيزم رامنځته کول اړين دي.
اوس موږ کولاى شو روان وضعیت ته د علمي څیړنو، بحثونو،  بين الافغاني مذاکراتو څيړنو او ارزونو په پایله کې تغير ورکړو. دغه بدلون باید د سياسي معاملو کولو، پرديو تيوريو راوړلو د بهرنيو کلتوري ارزښتونو پلى کولو له لارې نه، بلکې د اسلام له مقدساتو سره سم د تمدن او ګلوبلايزيشن په منل شويو پرنسيپونو باندي ولاړ د افغانانو د عقيدوي کلتوري او ټولنيزو ځانګړتیاو له لارې راوړل شي. که مو دغه ډول نوښت ونکړاى شو نو کيداى د وخت جبر مو داسې بدلون ته مجبور کړي چې زموږ ملي ګټې خوندي نشي. د وخت جبر بيا له انسان څخه د نوښت او سازش وړتیا سلبوي، د منزل په لوري د مزل کولو مخه يې نيسي، د لارې د رڼا لپاره شمعه او ستوري ورڅخه اخلي او په تياره کې د تياره منزل په لوري يې حرکت ته مجبوروي.
د اوسني ترينګلي وضعیت تسلسل زموږ راتلونکې ننګوي. که اوس هم د سمون او بدلون مخه نيسو نو يقيناً به موږ زيان وينو او بالاخره به حتماٌ ماتيږو. د بين الافغاني اجماع له لارې داسې نظام ته په شدت سره اړتیا لرو  چې په کور کې سوله راوړو، له نړۍ او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړو. واک انحصاري شکل ونلري، کار اهل ته وسپارل شي، په حکومت کې ولسي ګډون يقيني وګرزي،  اساسي قانون ولرو، د ټولو خلکو د اساسي حقونو او آزادیو پر بنسټ ولاړ وي،  د هیواد قومي او کلتوري تنوع ته پکې پاملرنه شوې وي، په ملي یووالي باور شتون ولري او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمنتيا پکې شامله وي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.