د افغانستان او سیمی د ترنم د مَلِکی، میرمن قمرګل په یاد

محمد داؤد مومند

886

زموږ د هنر او ادب، او موسیقی د بڼ بلبله او دبزم د انجمن ډیوه آغلی او پیاوړی سندرغاړی بی بی میرمن استاد قمرګل، دد ی نړۍ څخه سترګی پټی کړی.

د نړۍ پرمخ پادشاهانو او مَلِکو، پرولسونو، حکومتونه کړی دی. د مَلِکو په سر به مرصع تاجونه ځلیدل او په غاړو به یی د الماس، زمرد، یاقوت، لعل، سفایر، مرغرلو او د نړۍ د قیمتی او کم یابو منرالونو لرۍ، لرۍ هارونه ځړیدل.

خو دا مَلِکی ولاړی، تاجونه او هارونه یی نورو ته په میراٍث ورسیدل. هماغه پرګنو چی ددی مَلِکو د شان او شوکت د لیدو او یا هم د ددوی د فاخره تاجونو، هارونو او جامو د لیدو دپاره، په بی صبرۍ سره انتظار ویست، نور یی نوم هم نه یادوی. ځکه دی مَلِکو، شان او شوکت ظاهری وه او د خلکو په زړونو یی حکومت نه کاوه.

ولی برعکس وینو چی د کامی د خوار کلی، خوارانګړ، خواری کورنۍ، خواری نجلۍ یعنی قمرګلی، یاد، مینه او قدردانی د ملیونونو انسانانو په زړنو کی ژوندی پاتی ده او د هغی په فرقت کی نظمونه لیکل کیږی، ښکلی خاطری راژوندۍ کیږی او دمینه والو او د هنر د مینانو د سترګو نه اوښکی توئیږی.

د ترنم دغی مَلِکی، یعنی بی بی استاد قمرګولی د ولس د پرګنو په زړونو حکومت کاوه. د نړۍ د مخ مَلِکو به لعلونه غونډول خو د میرمن قمر ګل په څیر هنر پالونکو د خلکو د مینی او محبت او اخلاص ګلونه راټولول. د قمرګلی انسانی پیغام به ذهنونو ته امیدونه او زړونو ته خوشحالی وربخله.

ښاغلی پوهندی آصف بهاند (د افغانستان د موسیقی مَلِکی، میرمن قمرګل ابدی بیلتون ) د عنوان لاندی لیکی: «هیڅ مرګ نشی کولای داسی طلایی غږ ، نسکور کړی. زما لپاره قمر ګله هغه قهرمانه  ده چی ټول عمر یی له خپلی ښکلی طلایی  حنجری نه په دودیزو قیوداتو کی د بندی افغان میرمنو مظلومیت غږ وطنوالو او نړیوالو ته ورساوه.

بهاند صاحب لیکی چی میرمن قمرګل د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او سردار صاحب داوود خان له حضوره د سرو زرو مدالونه تر لاسه کړی وه. همدا راز د حامد کرزی، ببرک او نجیب لخوا یی هم مدالونه او خلعتونه نصیب شوی وه.»

خو ددی قلم په اند، دا چی د پاکستان صدراعظم او د معاصر تاریخ یو مهم سیاسی شخصیت یعنی ذوالفقارعلی بوتو هم استاد قمر ګلی ته د ( طلایی حنجری) لرونکی سندر غاړی، لقب ډالۍ کړی وه، ماته خورا په زړه پوری او د توجه وړ بریښی، ځکه نوموږی معروف شخصیت په پښتو ژبه نه پوهیده.

واقعیت دادی چی که په اردو ژبه کی نورجهان د (ترنم د مَلِکی) خطاب تر لاسه کړی وه، زموږ د ولس د موسیقی په نړۍ کی استاد قمرګله د (ترنم مَلِکه) وه.

داچی ولی د اطلاعات او کلتور وزارت میرمن قمرګلی ته د استادۍ خطاب ورنکړ، لویه بی عدالتی تر سترګو کیږی.

میرمن مهوش، پرمیرمن قمر ګل څه امتیاز درلود چی هغی ته د استادۍ خطاب تر لاسه شو ولی  میرمن قمر ګل دد ی استحقاق نه محرومه پاتی شوه؟

ګوندی کوم نژادی یا ژبنی تعصب به کوم رول لوبولی وی.

تقریبا څلویښت کاله دمخه یوه (چلوس) کابلی ماته داسی وویل:(ولا همی اولمیره، مردم کابل چندان خوش نداشت، خو حالا که همین ترانه «دا مو د بابا وطن» را میشنوم، ګریه میکنم.)

ما په زړه کی وویل چی ای د ټولوکابلیانو وکیله، په افغانستان کی هیڅ دری ژبی سندرغاړی، د استاد اولمیر د طلایی آواز، انډول، مثل او مانند ندرلود، او ته وایی چی کابلیانو استاد اولمیر نه خوښاوه، دا غیر د تعصب نه بل کوم دلیل نشی لرلای!!!!

دلته د یادونی وړه ده، پرهغه مهال چی استاد جهانی د اطلاعاتو او کلتور وزیر وه، ما د افغان جرمن انلاین په ویب سایت کی، جهانی نه هیله وکړه چی میرمن قمر ګل ته د استادۍ د خطاب اعزاز ورپه برخه شی. په خواشینۍ سره، یا جهانی زما پیغام ترلاسه نکړ او یا هم، د دومره صلاحیت نه هم بی برخی وه.

خو دا مهمه نده چی استاد قمرګلی ته دا خطاب په رسمی توګه په برخو شو یا نه، مهمه داده چی استاد قمرګلی په خپل هنری لیاقت اواهلیت او تخصص سره دا مقام تر لاسه کړی دی.

آفتاب آمد دلیل آفتاب

پاتی دی نه وی چی جهانی په خپله هم په شعر او ادب کی د استادۍ مقام ته رسیدلی دی او منکر پری اعتراض کولای نشی. او هم زما په اند جهانی نه ځانله په شعراو ادب، بلکه په څو بعدی تحقیقی مهارت کی هم تخصص او د استادۍ مقام ته رسیدلی دی.

ماته د ژوند په خاطراتو کی دا سعادت هم په برخه شو چی زما د واده په مراسمو کی د باغ بالا په رستوران کی، چی دا ماڼۍ د امیرعبدالرحمن خان د دربار ځای وه، استاد قمر ګلی، د استاد زاخیل په ملګرتوب، په خپل ملکوتی آواز زموږ محفل ته تاریخی خوند او رنګ ورکړ.

دلته د محترم، پیاوړی او غښتلی لیکوال پوهاند صاحب دودیال په تأیید، په زغرده ویلای شم چی کوم هنری لیاقت او خلافیت چی استاد محمد دین زاخیل د هارمونیی په غږولو کی درلود، استاد سرآهنګ هم د داسی خلاقیت نه بی برخی وه نور خو لا څه کوی.

استاد قمرګل په فزیکی لحاظ زموږ څخه جلا شوه، ولی د هغی هنری خلاقیت او بی رقیبه ښکلی آواز به، زموږ د موسیقی په تاریخ کی د تل دپاره خپل ځانګړی مقام اوځای ولری.

روح دی یی تل آزاد او ښاد وی

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.