غزل

رخسار ساحلجو

625

ښایسته ګودر می ورانوي دا ځینی ځینې خلک

د سر منګی می ماتوی دا ځینی ځینې خلک
بهر می نه پریږدی له کوره ما په لښتو وهي
حجاب په نوم می زوروي دا ځینی ځینې خلک
زما په ښکلی وطن داسی یو افت راغلی
د افغان وینه تویوی دا ځینی ځینې خلک
بیا د پخوا پشانی خلکو کی دا زړونه سخت شول
ژوندی انجونی ښخوی دا ځینی ځینې خلک
زما د علم دروازی یی پر ما بندی کړلی
قلم می لاس نه غورزوی دا ځینی ځینې خلک
دغه ټړلو دروازو ته تویومه اوښکې
ګوره ما څومره ژړوي دا ځینی ځینې خلک
موږه په ډیرو ډیرو ستونزو ترینه ځان ویستلی
بیا مو تیارو ته کشوی دا ځینی ځینې خلک
داسی دردونه راکوي چی ځان کې ساه نلرم
رانجه له سترګو تویوی دا ځینی ځینې خلک
له ځانه هر څه هر څه وایی حکومت چلوی
نوم د اسلام خرابوی دا ځینی ځینې خلک
ساحلجو سپينه سپینه مه وایه تاوان به وکړی
تانه بیا لاس راغوڅوی دا ځینی ځینې خلک

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.