پوهاند رسول امین

فیصل ځلاند

853

له نن نه څوارلس کاله وړاندې د کابل پوهنتون پخواني استاد او د افغانستان پخواني د پوهنې وزیر اروښاد پوهاند رسول امین د اویا کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نن مې د نوموړي د شخصیت او ژوند په اړه د ځینو لیکوالانو او استادانو نظریات او مقالې ولوستلې، د هغوی له ډلې به د استاد غضنفر د هغه مقالې چې د مرحوم امین د مړینې په لومړي تلین یې لیکلې او خپره کړې وه، یوه برخه راواخلم:

د ر سول امین په مړینه کال تېر شو. وختونه ډېر چټک تیریږي او د زمانې په غبار کې هر شی تتېږي، پټېږي او هېریږي، خو ځینې کسام د هېرېدو نه وي، پروفیسر رسول امین په همدې کسانو کې دی. دی چې رایادوم نو د ده په اړه تر هر څه ړومبی د عالي استعداد کلمه ذهن ته راځي. اروښاد امین د جامع استعداد، خلاق فکر او ژور تحلیل څښتن و. په دې وطن کې دغسې خلک نور هم شته مګر ده ورسره اکاډیمیکې زده کړې لرلې. دی په اجتماعي او سیاسي علومو باندې په ریښتیا پوهېده او دا پوهه یی له پراګماتیزم سره ملګرې وه. مطلب دا چې ده به د خپل چاپېریال شرایطو ته کتل او خپله اکاډیمیکه پوهه به یې د دغو شرایطو په رڼا کې کاروله.
له بلې خوا موږ ځینې کسان لرو چې هم پوهه ورسره شته او هم پراګماتیک خلک دي مګر دا وس نه لري چې خپلې آیډیې په فصیح ژبه بیان کړي، یعنې دوی خولۀ ور کسان نه دي. استاد امین خولۀ ور سړی و. ده چې به خبرې کولې ما به یې په معنا سربیره د جملو له طرزه هم خوند اخیست.
د استاد امین بل کمال دا و چې متعصب نه و، پوهه او خرافات یې له یو بل سره نه ګډول. ملي احساس او لاپې شاپې یې له یو بله بېل ساتل. که به یې یوه نوې خبره واورېده او حقیقت به یې پکې ولید، نو که به دغه نوې خبره د ده له پخوانو تجربو او انګېرنو سره په ټکر کې وه، داسې یې نه کول چې خامخا په هغه پخوانۍ خبره ټینګ ودرېږي. په فکرونو او قضاوتونو کې یې نرمي وه، تعصب او تر وار مخکې قضاوتونه یې نه خوښول.
د خوی او روحیې په لحاظ اروښاد امین ډیر جانانه سړی و. زړۀ ور و، ده هغه خبرې هم کولې چې نور یې د خپلو ګټو په خاطر یا له ډاره نه کوي، او ګومان کوم همدا وجه وه چې صرف څو میاشتې وزیر و. په استثنایي شرایطو کې له څو میاشتیني وزارته پرته، دی هېڅوخت مقام ته ونه رسېد. دا ځکه چې د حقایقو په بیان کې زړه ور و. د مصلحت په نوم یې له ریښتیا خواره کۍ سره جفا نه کوله. ماته یو وخت سوال پیدا شو چې دومره صادق او د نویو فکرونو څښتن کس د دومره قسماقسم استبدادونو له منګولو څنګه روغ راوتلی دی. دې پوښتنې ته چې ما کوم ځوای موندلی، هغه دا دی چې اروښاد امین خاکساره، متواضع او د ټوکو شوقي بنیادم و. زموږ استبداد او جهل ځپلې ټولنه کې چې څوک د علم او فکر او لویو مقصدونو ادعا لري، د هغه په اړه دا تصور موجود دی چې خوی یې باید د بادارانو غوندې وي، همېشه غټې غټې خبرې وکړي او په راشه درشه، لباس او خبرو کې باید د معمولي خلکو غوندې ښکاره نه شي. اروښاد امین ته چې له عادي خلکو یې ځان لوړ نه باله او جدي خبره به یې هم ډير ځله د ټوکو او خندا په انداز کې کوله، د استبداد مامورینو چې معمولا یې د پوهې او تجربې سویه ټیټه وه، ډېر ژر نه ور پام کېدل.
…..
د اروښاد امین د یاد او ذکر يه وخت یو بله نکته هم د یادولو ده او هغه دا چې ده به همېشه دا ویل چې تر څو پورې د افغانستان په سویه فکر ونه کړو، د افغانستان مشکلات نه حل کېږي. افغانستان نه یو قام دی، نه یوه ژبه ده، نه څو ډلې دي، بلکې دا تول ملک دی. د ده په سیاسي نظریاتو کې یوه بله مهمه خبره دا وه چې د فکر په ازادۍ یې ډېر کلک باور و. دا به یې همېشه ویل چې څوک فکر وژني هغه انسان وژني، چې څوک انسان بندوي هغه انسان بندوي.

روح یې ښاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.