بروکسل: ډیورنډ کرښه یوه تاریخي تېروتنه

لیکوال: سراج الحق ببرک ری ځدراڼ

573

د بروکسل کنفرانس ډیورنډ کرښه یوه تاریخي تېروتنه

DURAND LINE: A HISTORICAL ERROR AND THE NEED DOR SELF-

DETERMINATION

د بروکسل نړیوال کنفرانس کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پښتنو ټاکنې حق په اړه بحثونه وشول!

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بلې غاړې ته پښتانه د خپل برخلیک د ټاکنې حق په اړه څه نظر لري.؟

د افغانستان شاهي دولتونو، جمهوري حکومتونو او افغانانو هېڅکله د ډیورنډ لعنتي کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي.

د ډيورنډ کنفرانس ګډونوالو ډیورنډ کرښه د نړیوالو قوانینو په بنسټ یوه غېر قانوني کرښه وبلله. په دې کنفرانس کې د نړیوالو ستراتېجیکو مفکرینو، سیاسئ کارپوهانو او سیاسي پالیسي جوړونکو ترمنځ د ډیورنډ معضلې د حل په اړه او په افغانستان کې د ټلپاتې سولې بهیر په اړه، د دې لعنتي کرښې زیاتیدونکې ناوړه اغېزو، پایلو په اړه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پښتنو د خود ارادیت یا ټاکنې حق په اړه هر اړخېزې خبرې اترې او بحثونه ترسره شول. په دې کنفرانس کې د فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو افغانانو ګډون درلود.

د بروکسل نړیوال کنفرانس د اهمیت په اړه په معتبرو نړیوالو رسنیو کې لیکنې لیکلي هم شوي، لکه د بلژیک، جرمني هیوادونو په رسنیو کې او ان د اسلام اباد پولیت پرس ویبيانې کۍ هم لیکني شوي دي.

(German News Today, The Word Newswire, Islamabadpolitical Press )

دا نړیوال کنفرانس د یوې تاریخي تېروتنې په نامه د نړیوالې شورا د عامه ډیپلوماسۍ او ټولنېز ډیالوګ لخوا رابلل شوي و. د غونډې ګډونوالو د پښتنو د خپلواکۍ، خودمختاري، د ټاکنې حق په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې، کومې خبرې چې تراوسه پاکستان یې ردوي او نه غواړي واوري.

د 1893 کال راهیسې د ډیورنډ استعماري کرښه د ټولو پښتنو د بشري حقونو او غوښتنو خلاف د پښتنو په ستره تاریخي مورنې خاروه کې، د پښتنو په زړونو او ایمانونو کې د انګرېزي استعمارګرو لخوا د منافقتونو، خیانتونو، قربیکاریو او دوکه بازیو په پایله کې کښل شوي ده. د ډیورنډ لعنتي کرښې خپل خپلوان، کورنۍ، کلي، پلرونه له خپلو اولادونو، تره یې له وېرونو، خوېندې له خویندې پرته د هغوي له خبرولو څخه سره جلا کړي دي. د ډیورنډ کرښې د یوه توکم یا یوه قبیلې کرنېزه ځمکې دوه ځایه ویشلي دي. ان د یوه پلار د یوه ځوی ځمکه د کرښې یوې او د بل ځوی ځمکه د کرښې بلې غاړې ته پرته ده. لنډه دا چې د انګرېزي نړیوال ظالم ښکېلاک درست پښتانه، د یوه واحد ملت د کورنۍ غړي او د پښتنو ستره لرغوني دودېزه ټولنه یې د خپلو سیاسي، پوځي او اقتصادي ګټو خوندې کولو لپاره په ډیره سپین سترګوتوب سره ویشلي ده. د دې سرې کرښې له امله پښتانه د ټولنېزو ، کولتوري، سیاسي، روانې او زده کړې ودې له پلوه هم د خپلو بنسټېزو بشري حقونو څخه محرومه کړل شوي دي.

د افغانستان د برتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ د بفرسټیټ یا حایلي سېمې رول درلود. د تړون له مخې قبایلې سېمې نه د برتانوي هند او نه پاکستان پورې اړه لري او قبایلي سېمې یوازې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ یوه موقته بیلونکې نفوذي حایلي سېمه وه. د ازادو قبایلو اووه ایجنسي نه برتانوي هند او نه افغانستان شاهي دولت پورې تړلی شوي وې. له همدې امله دې سیمو ته ازاد قبایل ویل کیږي. د ډیورنډ کرښه اصلآ د نړیوالې پولې په مانا نه ده کښل شوي.

پاکستان د پښتنو د بیان ازادۍ او د بیرته یووالي حقونو څخه تر اوسه انکار کړي دی. همدغه پاکستان د هغو کسان لپاره د خود ارادیت خبرې کوي، کوم چې په پاکستان کې نه اوسیږي. خو په پښتونخوا او بلوچستان کې د مېشتو پښتنو د خپلواکۍ، خودمختاري او خپل اختیار د حقونو څخه انکار کوي.

د پاکستان د جوړیدو سره سم پاکستاني اشتبلیشمنټ پښتانه له شکنجو، ځورولو، ربوړولو، ظلم او جېر سره مخامخ کړي دي. د پخوانۍ فاټا په سېمه کې د پښتنو هدفي وژنې او غیر قانوني پرته له محکمې امره وژنې په پراخه توګه ترسره کیږي. پښتانه د پاکستانې پوځیانو د وحشتناکو، ظالمانه شکنجو او غیر بشري ناروا سزاګانو سره مخامخ دي.

پاکستانې محاکم د پاکستاني حکومتونو سره ګډ کار کوي. دوی د پښتنو له قضایې عدالت او بنسټېزو حقونو څخه ډډه کوي او د پښتنو بنسټېز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

پاکستاني رسنۍ د پاکستاني پوځ تر مطلق کنټرول او اغېز لاندې دي. کوم پښتانه مشران چې د پاکستاني حکومت ناروا غوښتنو، سیاستونو پر ضد د پاکستاني اسټیبلشمنټ، د پولیسو ظلمونو او د پوځ د جنایتونو پر ضد خبري کوي بندیانوي یا په درواغجنو تورونو تورنیږي او ان پټې وژني ترسره کوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو باندې هم خپلې سترګې پټې کړې دي.

د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې نړيواله ټولنه او لويديځ هیوادونه چې په ټوله نړۍ کې د بشر د حقوقو ملاتړ خبرې کوي، په دې اړه بیا غلي او چوپه خوله پاتې شوي دي. پاکستان کې د پښتنو په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا، کوم چې پښتانه تر ټولو په سختو شرایطو کې ژوند کوي، خپل غوږونه کاڼه اچولي دي.

په دې کنفرانس د پاکستان دوه موخې پالیسېو باندې سختې نیوکې وشوې، څنګه د پاکستان په څېر یو هیواد څنګه دوه ګوڼي متضاد معیارونه لرلي شي. دوی د کشمیریانو او د فلسطینیانو د خپلواکۍ حق غواړي، خو خپلو خلکو ته ورته هماغه حقونه نه ورکوي.؟

وسمهال په دې هر څوک پوهېږي، چې د پښتنو درد یو ریښتېني درد دی او د سلو کلونو راهېسې د پښتنو درد او پښتون پوښتنه د هر پښتون افغان په زړه کې دفن شوي.

وسمهال د دې تمه او انتظار کېږي، چې ایا دغه هڅې کومې پایلې ولري، که نړیوال بشري حقونو سازمانونه او فعالین  یو ځلې بیا دې مهمې مسئلې باندې خپلې سترګې پټې کوي. د نورو بدو پیلو په تمه دې هم واوسي.

په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د پښتنو غورځنګونه لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سخت فشار لاندې دي.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې دا ولسي غورځنګ د بشري حقونو د سرغړونو او د پوځیانو لخوا د پښتنو پر وړاندې د ظلمونو او تبعیضي چلند د پای ته رسیدلو غوښتنې او سوله ییزه مبارزه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه موخه د پخوانیو جګړو د پاتې شویو ځمکنیو ماینونو پاکول دي، چې ډیرۍ بې ګناه خلک په ځانګړې توګه ماشومان یې وژلي او ټپیان کړي دي. پښتانه په حکومت کې د لږ استازیتوب او په خپلو سیمو کې د پانګونې د نشتوالي، د بشري حقونو د سرغړونو او توپیري تبعیض سربیره له سیاسي او اقتصادي پلوه بې برخې شوي دي.

په 2018 کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد بنسټ ایښودل شوي دی. دغه غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې ډېر مخکښ دی. د پاکستان حکومت او استبلیشمنټ لخوا دغه غورځنګ چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ترسخت فشار لاندې راوستل شوي دی، مشران او فعالان یې په نښه کیږي او نیولي شوي دي. دې پښتون خوځښت له خنډونو سره سره د بدلون ملاتړ ته دوام ورکړي دی او په پاکستان کې د پښتنو وضعیت ته د نړیوالو پام اړولي دی. نړيواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې ښايي د دغه غورځنګ په ملاتړ کې او په پاکستان کې د پښتنو حقونو د تامينولو لپاره خپله مرسته او همکاري وکړي. په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ چې له زور زیاتي او بشري حقونو سرغړونو سره مخامخ دی. دوی د خپل پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

د ډیورنډ کرښه د برتانوي امپراتوري د پوځي، سیاسي او اقتصادي فشار په پایله کې پر افغانانو تحمیل شوي ده. د ‌ډیورنډ تړون کې هیڅ ډول نړیوال اصول او قوانین په پام کې نه دي نیولي شوي. له همدې امله د پښتون پښتون ترمنځ د ډیورنډ کرښه رسمې او قانوني پوله نه ګڼل کیږي. د ډیورنډ کرښې مسئلې یوه لار دا ده، چې دا مسئله باید د ولسونو د خو ارادیت حق په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې حل شي. تر څو د ‌ډیورنډ کرښې مسئله حل نه شي، په سیمه کې به ترهګري روانه وي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل شول، دې تاریخې تېروتنې ته او دې خونړې ستونزې ته د ولسونو د ټاکنې یا خود ارادیت حق په چوکاټ کې یوه مناسبه د حل لار ومومي. د دې تاریخې تېروتنې حل په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات تامینیدو په برخه کې مهم رول لوبوي.

د نړۍ تاریخ موږ ته رازده کوي، چې هېڅ نړیوال امپایر ښکېلاکګر ځواک له سلو کلونو نه ډیر په پښو نه دی ودریدلي. انګریزي استعمارګر پوهیدل، چې دوی د تل لپاره په نړۍ کې زبر ځواک نه شي پاتې کیدلي. له همدې امله انګریرانو د هانګ کانګ تړون د 99 کلونو لپاره لاسلیک کړ. د ډیورنډ کرښې تړون معیار هم د سلو کلونو لپاره ټاکل شوي، چې باید د اوسني پاکستان 42 سلنه خاروه د یوه منظم دولتي پلان له مخې بیرته له افغانستان سره یو ځاې شوي واې. څو دغه متنازعه موقتې کرښه په سمه توکه له منځه تللي واې. د ډیورنډ تړون په هماغه لومړی ورځ کله چې ومنل شو، مات کړل شو. افغانانو د تړون د اعتبار په مهال تر اوسه دغه تحمیلي کرښه په خپل وجود کې نه ده منلي.  افغانانو ته دغه کرښه هېڅ قانوني حېثیت او اهمیت نه لري. دې کرښې د پښتنو په سیاسي وده او ملي دولت جوړولو کې ډېر غټ ژور ګوزار کړي دی.

ولسواکي زموږ نن او راتلونکی ټاکې، که نن د اټکل 50 میلیونو ډیرو افغانانو څخه په یوه ټولپوښتنه کې پوښتنه وشي. د 51 سلنې ډیر پښتانه افغانان نن د یو ویشلي قبیلوي هویت، ناامنې او افتصادي بد حالت په ځای یوه ملي پیاوړي، باثباته خپلواک افغان دولت جوړولو ته خپله رائیه ورکوي.

افغان ولس او افغان حکومتونو ته کله هم د خپل پر له پسې ناورینونو او یرغلونو له امله دغه تاریخي فرصت په لاس نه دی ورغلي، څو د پاکستان یرغلګر حکومت سره خپله دغه متنازعه خونړۍ ستونزه په قانوني او سوله ییزه توګه حل کړي.

وسمهال ډیر نړیوال او سېمه ییز چارواکې، سیاستپوهان، د منځنۍ ختیځ څېړنیز انیسټیټونه او نړیوالې رسنې او استخباراتي څارونکی دې پایلې ته رسیدلي دي، چې په سیمه کې یو شمېر بنسټېزه برخلیک ټاکونکي پوښتنې مطرح شوي دي. یوه له دغو پښتنو څخه د پښتونستان نړیواله مسئله ده، چې د ټولو پښتنو افغانانو راتلونکی سیاسي برخلیک په سیمه کې ټاکې.

د نړیوال قانون په بنسټ که چېرې د تړون یوه خوا منصرفه او یا لمنځه ولاړه شي، تړون په خپله له منځه ځي او یا په خپل لومړنۍ حالت کې نه پاتې کیږي. د ډېورنډ تړون له انګرېزانو سره په هند کې نه په لندن کې لاسلیک یا په موقت ډول منلي شوی دی. انګرېزان په سېمه او نړۍ کې په خپل زبر ځواکې کې له منځه تللي دي. د ډیورنډ په تړون کې اصلآ د امیر عبړالرحمان خان لاسلیک نشته. د تړون د لاسلیک په مهال پاکستان اصلا شتون نه درلود. پاکستان هیڅکله په قانوني توګه د تړون یوه غاړه نه شي بلل کیدلي. که نړیوالې محکمې ته د ډیورنډ لانجه وړاندې شي، نو پاکستان به دغې دعوا بایلونکی وي.

په کنفرانس کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړه غاړو پښتنو په خپلو خبرو کې په ښکاره ډول وویل: دغه کرښه یوه تاریخي تیروتنه ده، چې له امله یې تر اوسه پښتانه افغانان په یو او بل نوم وژل کیږي، معدنې زېرمې لوټ کیږي، له اقتصادي ګواښ سره مخ دي، د پاکستاني پوځ ستراتیجکي پالیسو په چوکاټ کې ترهګري په لوی لاس دغو سیمو ته را وړل کیږي او د خپلو ګټو لپاره د جګړې اور بل ساتلي دی، له همدې امله د دې ستونزې ګواښ ټولې نړۍ ته متوجې دی او اوس د دۍ وخت رارسیدلی، څو په دې تړاو برخلیک ټاکونکي پریکړه وشي او هغه پرېکرې باید وشي کوم، چې دواړه غاړو افغانان یې غواړي، تر څو له دې امله راتوکیدلي ټولې ربړې او ستونزې حل کړل شي.

پاې

May be an image of 12 people and people standing

May be an image of 9 people and people standing

May be an image of 2 people and people standing

May be an image of 3 people and people standing

May be an image of 1 person and standing

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.