یم د ځمکې ناسور زخم

ژباړه: حجرت الله اختیار شاعر: سلیمان دیدار شفیعي

522

د مارچ اتمه،‌ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت

په سره اور ناسته مېرمن یم
یم د ځمکې ناسور زخم
افرین مرګي راکړی
درد وخت راکړ، دستور زخم

بل څوک نه یم، زه همدا یم
د افغان خاورې لورکۍ یم
نازدانه یم، نازنینه!
په سره اور ناسته ستۍ یم

کله مور شمه نړۍ ته
کله بار د زوی د سر شم
شم کنیزه چې مېرمن شم
چې شم خور نو دردِ سر شم

په سره اور ناسته مېرمن یم
یم د ځمکې ناسور زخم
زما بخت یې بد لیکلی
راکوي چې دستور زخم

بل څوک نه یم، زه همدا یم
د افغان خاورې لورکۍ یم
نازدانه یم، نازنینه !
په سره اور ناسته ستۍ یم

زه چې وایم زړه مې تنګ دی
دنیا ټول کاڼي راولي
خپل، پردي مې په جنګ راشي
تول، بې تول کاڼي راولي

بل څوک نه یم، زه همدا یم
یم د ځمکې ناسور زخم
زه سوژه د هر سنګسار یم
د دین داغ، د دستور زخم

بل څوک نه یم، زه همدا یم
د افغان خاورې لورکۍ یم
نازدانه یم، نازنینه!
په سره اور ناسته ستۍ یم

ترهېدلې شان هوسۍ یم
د لېوانو، زمرو منځ کې
یو مې نیسي په پنجو کې
د بل یم د غاښو منځ کې

پر سره اور ناسته مېرمن یم
یم د ځمکې ناسور زخم
په هر ګام او هره لاره
درد وخت راکړ، دستور زخم

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.