د افغانستان اصلي ستونزه څه ده؟

جاوید احمد غامدی

401

پوښتنه: له تېرو شلو کلونو څخه زموږ پر هيواد پاکستان او په ځانګړې توګه د اسلام په تړاو په نړيواله توګه چې کومې نيوکې کېږي، لامل يې افغانستان دی. موږ وليدل چې اوس امريکايان له هغه ځايه (افغانستان) څخه وتلي دي او يو ځل بيا ديني ډلې رامخته کېږي. په ديني کړيو کې يو تاثر دادی چې ګورئ هماغه خبره ثابته شوه چې (مومن بې تيغ بهی لړتاهی سپاهی) او شل کاله وروسته ټول نړيوال ځواکونه ماته خوړلي ستنېږي او بيرته هماغه شاته پاتې په اصطلاح مجاهدين دي چې په فتحو يې پيل کړی دی. زه غواړم پوه شم لکه تېره اونۍ چې مو د فلسطين په بحث کې هم زده کړي و چې احساسات يوخ اړخ ته کوو او نړيوال وضعيت، تاريخي او سياسي شاليد او د سياسي علم روح او دې ټولې روانې موضوع ته په پام سره چې داسي ښکاري چې ښايي نوره هم غټه شي، ستاسو نظر څه دی؟ د افغانستان اصلي ستونزه څه ده؟ او پاکستان د دې مسلې په بهترين حل وړاندي کولو کې څه رول ادا کولای شي؟

ځواب: دې ته له دوو اړخونو کتل په کار دي او زما په اند هره هغه مسله چې په نړۍ کې پېښېږي، له همدې دوو اړخونو ورته کتل ضروري دي.

يو يې واقعي اړخ دی، يعني ځمکني حقيقتونه څه دي؟ د هغو بايد په بې پرې ډول شننه وشي، د ځمکنيو حقيقتونو په اړه چې څومره ښه پوهه وي او څومره چې يې په ژور ډول درک کړې، همدومره به دي پرېکړي پر حقیقت ولاړې وي. په دې کې بايد کوم خيال ته ځای ورنه کړل شي. پر اصولو ولاړ بحثونه هم پر خپل ځای ډېر ارزښت لري مګر ځيني وختونه ځمکني حقيقتونه ورسره همږغي نه وي، نو د ځمکنيو واقعيتونو په برخه کې بايد شننه تل داسي وي چې تاسو يو څه په هغسي بڼه ووينئ لکه څرنګه چې دی. يو روايت دی، زه يې په اړه نه شم ويلای چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې نسبت کول څرنګه وي، خو ډېر ښه روايت دی. په دې روايت کې ويل شوي دي چې الله تعالی دي ماته حقايق هغسي راوښيي لکه څرنګه چې دي (ارنا الحقايق کما هی). نو بايد دا دعا وشي چې الله تعالی دي په هر حالت کې زموږ زړه او ذهن داسي پر ځای وساتي چې په تعصباتو، خيالاتو او تاريخي اشتباهاتو کې په اخته کېدلو له حقايقو مخ ونه ګرزوو. دا يو اړخ شو.

دويم اړخ دادی چې د حقيقتونو تر شننې وړاندي بايد دا وفهمول شي چې يو څو اصولي شيان د يوه مومن بنده بلکې د هر اخلاقي انسان لپاره ډېر ارزښت لري. د اصولي شيانو درک بايد وي او هغه بايد په بېل ډول زده کړل شي. تاسو ته به ياد وي چې تر رسالت مآب صلی الله عليه وسلم وروسته چې کوم حالت راغی او په ځانګړې توګه کله چې سيدنا عثمان شهيد کړل شو نو هغه وخت مو هم (په يوه بحث کې) ويلي وو چې د الله دين چې کوم اصول بيان کړي وو، هغه خو دا وو چې (وامرهم شوری بينهم) مګر ځمکني حقيقتونه څه وو؟ او د هغو حقايقو پر مهال بايد څه شوي وای؟ د دواړو شيانو درک اړين دی او دلته هم د دواړو شيانو فهمول ضروري دي. اوس مهال نړۍ يوه داسي دور ته ننوتلې چې پکې يو څو شيانو ته د سياسي ايمانياتو يا باورونو درجه ورکړل شوې ده او که تاسو فکر وکړئ نو هغه څلور سره شيان د نړۍ لپاره رحمت دي، يعني څلور بنسټيز نقاط دي او ما يې څو ځله يادونه هم کړې ده. يوه دا خبره چې پر دې بايد اعتراف وشي چې انسان ځيني بنسټيز حقوق لري چې نه يې کوم فرد او نه يې کوم حکومت تر پښو لاندي کولای شي. د انسان د دې بنسټيزو حقوقو ساتنه بايد په هر قانون، دستور او حکومتي نظم کې وشي. په دې کې د تعبير يو څه اختلاف کېدلای شي خو اصلي خبره داده چې همدا يو څو بنسټيز حقوق دي چې د ملګرو ملتونو د منشور برخه دي او دا حقوق د دې لپاره په دې منشور کې راوړل شوي دي چې په نړيواله توګه په رښتنې توګه ومنل شي. ما وويل چې په يوه، دوو او يا درو شيانو کې زموږ او ستاسو تر منځ اختلاف کېدلای شي خو د اصولو له مخې دا خبره ډېر ارزښت لري. دويم دا چې هر ځای بايد قانون حاکم وي يعني نه زما، نه ستا او نه د پاچا خبره بلکې نړۍ دا په تجربې سره زده کړې ده چې لومړی بايد يو قانون جوړ شي، د هغه قانون پر اساس بايد احکام ورکړل شي او پرېکړي وشي. درېيم شی دادی چې دا منل شوې ده چې ملتونه د خپلې ارادې خاوندان دي. تاسو پوهېږئ چې تر دويمې نړيوالې جګړې پوري حالت همدا وو چې خلګو به ويل موږ قبضه کړې ده. اوس هم که تاسو فکر وکړئ او وګورئ نو په کومه نړۍ کې چې موږ اوسو دا هم د دويمې نړيوالې جګړې د فاتحينو جوړه کړې نړۍ ده، نوره نړۍ يې په وړاندي د مفتوحينو حيثيت لري او اوس که هم کوم رقابت وي نو د همدوی تر منځ پيدا کېږي. په نړۍ کې همدا شيان وو خو ورو – ورو د اصولو په توګه دا خبره منل شوې ده چې ملتونه د خپلې ارادې حق لري. اخيري شی څه دی؟ هغه دادی چې پرېکنده مرحلې ته بايد سياسي شخړې د ولسوالۍ (جمهوريت) په وسېله ورسېږي. دا چې کوم اصول دي، ته هم پرې پوهېږې او په خپله په قرآن کې هم بيان شوي دي چې و (وامرهم شوری بينهم) نو له دې وجې هر چيرته چې حکومت جوړېږي، د اصولو له مخې بايد همدې ته پاملرنه وشي چې د خلګو په رايه سره راغلی وي، د خلګو د رايې پر اساس ولاړ پاتې شي او که د هغو له تاييد څخه بې برخې شي نو خپل وجود ختم کړي. دا بنسټيز اصول دي، که تاسو دې اصولو ته وګورئ نو په افغانستان کې هم بايد همدا وشي. موږ د ځان لپاره همدا خوښوو، نو د افغانستان لپاره هم بايد همدا انتخاب خوښ کړل شي بلکې نن ورځ چې په کومو مسلمانو هيوادونو کې له دې جمهوري اصولو سره سم حکومتونه نه شته نو د هغو لپاره هم بايد همدا هيله وشي. د مثال په ډول، د سعودي عرب په اړه چې هلته پاچاهي ده او يا ځيني خليجي هيوادونه چې هلته هم پاچاهي او امارتونه حاکم دي. همداسي کار په ځينو هيوادونو کې د ديني اميريت په بڼه شوي دي لکه ايران چې دی. د دې ټولو ځايونو په اړه بايد زموږ نظر دا وي چې هلته جمهوري حکومتونه وي. الله تعالی دي وکړي چې په افغانستان کې هم همداسي حالات راشي چې د خلګو په رايه سره حکومت راشي. دا د افغانستان د خلګو حق دی او د دې حق په تړاو بايد زموږ په زړه، دماغ او روح کې بايد کوم تردد نه وي.

که له دې اړخه دې موضوع ته وکتل شي نو تر دې وړاندي چې طالبانو د ټوپک په زور کوم حکومت جوړ کړ، هغه هم ناجايز وو او که اوس هم د ټوپک په زور کوم حکومت جوړ کړي نو دا به هم ناجايز وي. نو يو حکومت روا او جايز څه وخت وي؟ دلته د روا او ناروا پوښتنه ده، هغه وخت روا کېدلای شي چې خلګ يې انتخاب کړي. دا شل کلن جنګ ولې وشو؟ شل کاله ولې د خلګو وينه وبهول شوه؟ له دې وجې چې يوه ډله نه ده تياره چې دا اصول د خپلو ديني باورونو پر بنسټ ومني، يعني که دا اصول په لومړۍ ورځ ومنل شي، نو بيا خو غوښتنه ډېره ساده وه او هغه دا وه چې قانون جوړ او پر اساس يې ټولټاکنې وشي او په هغو ټولټاکنو کې چې هره پايله راوزي. کله چې امريکا دلته راغله نو څرګنده خبره ده چې د انتقام جذبه يې درلوده، هغوی يو اقدام وکړ او په هغه اقدام کې موږ وليدل چې په ځينو ځايونو کې ډېر ظلم هم وشو، مګر د طالبانو حکومت ختم شو. هغه يو ناجايز حکومت وو، په استبدادي طريقه سره قايم وو او يوه بل استبداد هغه ختم کړ. همدا راز هلته القاعدې خپل مرکزونه جوړ کړي وو، هغه له منځه يو وړل شول. تر دې چې د اسامه بن لادن تعقیب روان وو او موږ ته مالومه ده چې اخير څه وشول او له دې څخه موږ ټول خبر يو. نو دا يوه مرحله وه او له دې سره – سره چې تاسو کله يو حکومت له منځه وړئ نو خلا خو نه شي را منځ ته کېدای نو امريکا له نننۍ زمانې سره سم چې هلته د ناټو ځواکونه هم وو او نور هيوادونه هم ښکېل وو، ټولو هڅه وکړه چې هلته يو قانوني حکومت جوړ شي. دا چې په ښه توګه يې دا هڅه وکړه او په بده توګه او يا هم ښايي په لومړۍ مرحله کې دا کوشش بريالی شوی وای که ټولو ښکېلو اړخونو هغه اصول منلي وای. يعني اوس پرېکړه وشوه چې ټولټاکنې به کېږي، تر ډېره حده به دا شوي وي چې ټولټاکنې سمې نه دي شوي، اوس دي په ښه طريقه سره ټولټاکنې وشي که د ټولټاکنو د اغېزمنولو هڅه شوې وي، نو هغه شيان دي له منځه يو وړل شي. خو کله چې تاسو دا اصول نه منئ، نو د شخړې د فيصله کولو له دې پرته بله هيڅ لار نه شته، مګر دا چې جنګ وي.

هغه وخت هم ما دا ويلي وو چې کله خلفاء راشدينو House of Representatives او يا هم د استازو کور جوړ نه کړای شو چې پر بنسټ يې جمهوري پرېکړي وشي او ټول پرې باور ولري، (د دې په نه شتون کې) پايله دا شوه چې توره راووتله او په هغه زمانه کې توره راوتلای شوه. په دې زمانه کې الله تعالی داسي اسباب پيدا کړي دي چې په نړۍ کې ډېری ځايونه دا بېلګي شته چې د استازو کور به څرنګه جوړېږي، پارلمان به څرنګه را منځ ته کېږي، مشر به يې څرنګه انتخابېږي او که تاسو پارلماني نظام جوړوئ نو د هغه بڼه به څرنګه وي، ډېري زياتې بېلګې يې ستاسو په وړاندي په نړۍ کې موجودې دي. خپلو حالاتو ته په کتلو تاسو هره تګلاره انتخابولای شئ، په دې وخت کې په نړۍ کې يو ماډل نه دی، بېلابېل ماډلونه شته دي چې يو نه يو انتخابولای شئ. دې ته هغوئ د اصولو په توګه راضي نه شول، کله چې د اصولو په توګه ورته راضي نه شول نو جګړې دوام وکړ. يعني شل کاله ولې جنګ وشو؟ له دې وجې دا شل کاله جنګ وشو چې که پر قانون او جمهوريت هوکړه شوې وای او د پرېکړه کوونکو خلګو رايه ومنل شي، نو سولييزه لاره پيدا شوه او د جګړې هيڅ اړتيا نه شته. يعني کله چې په سولييزه توګه ټولټاکنې وشي او ټول خلګ يې ومني، نو يو بل ځواک به ولې پاتې شي؟ ځکه چې نورو ځواکونو دا پرېکړه کړې ده چې هغوی په حضوري ډول نه پاتېږي يعني اثر او رسوخ پر خپل ځای، پر نړۍ د هغوی يو داسي حکومت قايم دی چې د ملګرو ملتونو په وسېله سره خپل ځان ته تاييد اخلي خو په مستقيم ډول پر هيوادونو د ولکې کولو دور ختم شوی دی. نو د دې هيڅ شونتيا نه وه او دا ستاسو په وړاندي شوي چې هندوستان پر بنګلديش يا ختيځ پاکستان ولکه کړې ده او زموږ پوځ هلته ماتې خوړلې ده خو له دې سره – سره دا نه دي شوي چې هندوستان دي هغه د خپل حکومت يوه برخه ګرزولی وي. نېپال او بوټان ډېر واړه – واړه هيوادونه دي موجود دي، سرېلانکا يوه ډېره وړه جزيره ده خو موجوده ده. په اوسنۍ نړۍ کې دا شونتيا نه شته چې دلته دي يو سلطنت جوړ شي او بیرته دي پخوانۍ دنيا جوړه کړل شي.

اصل خبره داده چې په سولييزه توګه د واک د انتقال خبره بايد ومنل شي، دا ونه منل شوه او شل کاله جنګ وشو، نن هم نه دی ختم شوی. په بنسټيزه توګه دا جګړه د کومو اصولو تر منځ ده؟ د دې اصولو تر منځ ده چې ايا ديني اميريت قايم کړل شي او که په جمهوري توګه خلګو ته حق ورکړل شي چې خلګ خپل واکمن انتخاب کړي. جګړه د همدې دوو اصولو تر منځ ده او په دې اړه ما ويلي دي چې که تاسو هغه اصول ومنئ، نو جنګ تر نن شل کاله وړاندي ختمېدلای شوای او تر هغه لا هم وړاندي ختمېدلای شوای او اوس هم د سترګو په رپ کې ختمېدای شي ځکه نړۍ په ډېره ستونزمنه توګه دې اصولو ته د يوه ثابت دود بڼه ورکړې ده يعني د دې پر ځای چې د پاني پټ په ډګر کې پرېکړه وشي، اوس خلګ د مرميو پر ځای په رايو سره پرېکړه کوي خو يوه ډله د دې منلو ته تياره نه ده. دا چې د هغې ډلې نظر څه دی او دلايل يې څه دي، دا مهال پر هغو بحث نه کوو خو په هر حال دا اصول نه مني. کله چې يې منلو ته نه دي تيار نو ما وويل چې لازمي پايله به يې ټوپک وي او شل کاله دې ټوپک پرېکړه ونه شوای کولای او ښايي ټوپک دا وار پرېکړه وکړي خو دوې پايلې لرلای شي: ځمکني حقیقت ته راشئ او ځمکنی حقيقت دادی چې افغانستان يوه داسي سيمه ده چې په خلګو او منظمو ډلو کې ډېری خلګ داسي دي چې جمهوريت د اصولو په توګه نه مني، نو کله چې يې نه مني نو تاسو خو د جمهوريت په ورد کولو سره جمهوريت نه شئ حاکم کولای. يعني په خلګو کې دننه بايد خپل باور پيدا شي، دا د يوه ملت ټولنيزه پرېکړه ده چې هغوی بايد پوه شي چې دوی بايد ازادي ولري، جمهوريت بايد ولري او په هر حال سره بايد په جمهوري توګه خپلې پرېکړي وکړي. که يې نه مني نو ځمکنی واقعيت ستاسو د دې اصولو پر خلاف ولاړ دی. يوه بنسټيزه خبره همدا ده.

له طالبانو سره چې کوم اصولي اختلافات دي او د هغو د لومړني شي وضاحت ما وکړ او هغه دادی چې ايا د افغانستان ولس دا حق لري چې هغه خپل واکمن انتخاب کړي او که ټوپک دا حق لري چې دا پرېکړه وکړي؟ دا چې تاسو واياست موږ فتح تر لاسه کړې، څوک مو فتح کړي دي؟ خپل ولس؟ داسي فتوحات د مسلمانو هيوادونو ډېر پوځونه کوي. دا خو د ډېر افسوس وړ حالت دی. که تاسو په خپل هيواد، خپل ولس او په خپله سيمه کې هم د فتحې په وسيله سره حکومت کول غواړئ نو بيا پر دې د انتقاد کولو څه اړتيا ده چې د بېلابېلو پوځونو اختيار او د مختلفو جنرالانو واکمنۍ بدلېږي او همدغسي حالت را منځ ته کېږي؟ يوه خبره داده چې تاسو دا اصول ومنئ چې د جمهوريت پر بنسټ به پرېکړه کېږي، دا په سولييزه توګه د پرېکړي کولو اصولي اعلان دی. که تاسو دا اعلان نه منئ نو په حقيقت کې تاسو د يوه ناجايز کار لپاره ټينګار کوئ. همدا بنيادي خبره ده.

او دويم شی دادی چې طالبان وايي موږ خو په حقيقت کې د شريعت غلبه غواړو. په دې کې هم يوه لويه تېروتنه شته. الله تعالی چې موږ ته شريعت راکړی دی نو په هغه کې يې يوه ډېره واضحه کرښه هم راکښلې. هغه کوم شی دی چې د خدای او د فرد تر منځ په اړيکه پوري تړاو لري؟ يعني الله تعالی موږ ته ډېر احکام راکړي دي چې هغه زما او زما د پروردګار معامله ده. په هغو کې کوم حکومت او کوم ځواک د هيڅ ډول مداخلې حق نه لري. صرف يو څو احکام دي چې واکمنو ته ورکول شوي دي. په ايران کې هم همدا تېروتنه شوې او په سعودي کې هم، دا چې تاسو وينئ ځيني لارښوونې پلې کړای شوې دي چې ښځې موټر چلولای شي او که نه؟ په خپله دباندي تلای شي او که نه؟ د نارينه وو په اړه هم ځيني همداسي کارونه شوي دي. تاسو وليدل چې دا لارښوونې اوس بيرته اخيستل کېږي. دا په حقيقت کې له حدودو څخه تېری دی يعني دا خبره چې زه بايد روژه ونيسم او که نه؟ دا پرېکړه بايد زه وکړم. دا چې زه حج ته ولاړ شم، که عمرې ته ولاړ شم زه يې استطاعت لرم او که نه؟ او د ښځو او نارينه وو د اختلاط په اړه چې کوم اداب قرآن کريم بيان کړي دي چې نارينه به څه کوي، ښځې به څه کوي، د لوبو پر وخت به کومه جامه اغوندي، يا دا چې يو څوک پر دې ډاډمن نه دی چې ږيره د دين حکم دی او که نه، که د دين حکم وي نو ږيره به څومره او څرنګه پرېږدي؟ دا ټول هغه احکام دي چې له هيڅ حکومت سره تړاو نه لري او هيڅ حکومت په دې کې د مداخلې کولو حق هم نه لري. د حکومت دايره د الله تعالی په دين کې بيان شوې ده او هغه شيان دي چې موږ وايو د مسلمانانو حکومت يې بايد ولري. دا خلګ هيڅ دا ډول توپير نه کوي، هغوی دا فکر کوي چې هغوی يو خدايي پوځ دی او کله چې واک ته ورسېږي نو په تاسو به د دين يوه – يوه لارښوونه عملي کړي. دا هغه جبر دی چې د دې کايناتو خالق نه دی روا کړی، له همدې ازادۍ سره يې په نړۍ کې خپل دين وړاندي کړی دی چې خلګ له خپل پروردګار سره د مستقيمې اړيکې پر بنياد دين غوره کړي. په ايجابي احکامو کې يو يا دوه داسي احکام شته چې له دولت سره تړاو لري او يو څه د واکمنو لپاره اړينې لارښوونې دي. مثلن دا چې له زکات پرته به نوره ماليه نه اخلي، د جمعې د لمانځه پابندي به کوي، د جمعې او جماعت لپاره فضا جوړه کړي. همداسي ځيني شيان دي چې له واکمنو سره اړه لري. نور ټول شيان چې هر څومره دي، خلګو ته پرېښوول شوي دي. په سعودي عرب کې د دې مخالفت وشو نو د شخړې لامل شو او په ایران کې يې مخالفت وشو نو د خلګو لپاره په يو جبر بدل شو. دا ښاغلي بيا په دې کې تر اخيري حده تللي وو چې کله يې لومړی ځل فرصت تر لاسه کړ، نو له دې وجې په دې اړه د هغوی نظر له ديني اړخه بيخي ناسم دی. دا دويم شی شو.

درېيم مهم شی دادی چې تاسو ته کله په نړۍ کې کوم هيواد او يا ولس حکومت سپاري او تاسو يې چلول غواړئ، نو چلول يې دا نه دي چې تاسو په دم او درود سره دا مخته يوسئ. ځيني عيني واقعيتونه شته دي چې پکې تر ټولو لومړی شی د يوه هيواد اقتصاد دی. د يوه قوم بنسټونه همدې نظريې نړولي دي او ټول تاسيسات يې په کنډوالو بدل شوي، يعني د دې پر ځای چې يو څه وخت يې پيدا کړی وای، خلګ يې په دنيا کې مخکي تللي وای او ځان ته يې کوم ځای موندلی وای، د دې پر ځای د جنګ او جګړې فضا ده او د کورنۍ جګړې حالت چې هر چيرته پيدا شي، تر هغه وروسته تاسو د دې تصور نه شئ کولای چې په علم کې پرمختګ کېږي، په توليداتو کې به پرمختګ کېږي او يا د جايداد پر لور به کوم ګام اخيستل کېږي، هيڅ هم نه پاتې کېږي.

همدا درې شيان اصولي حيثيت لري. دا درې شيان جلا کښېږدئ، دا چې ځمکنی حقيقت څه دی؟ ځمکنی حقيقت دادی چې په افغانستان کې د همدې درو سرو شيانو په اړه ولسي شعور نه شته. داسي نه ده چې هلته په دې شيانو پوهېدونکي خلګ نه پيدا کېږي، پيدا کېږي، يو قانون جوړ شو، له هغه قانون سره سم ټولټاکنې وشوې، يوې ډلې نه بلکې څو ډلو هغه قانوني حکومت ومانه. ځيني مجاهدين هم وو لکه حکمتيار صيب، استاد سياف صيب او نور خلګ هم. دوی ومانه او دوی پر جمهوريت باور لري. يوه بله ډله هغه ده چې په دې شلو کلونو کې يې پوځي ځواک پيدا کړ، دا نه شي ويل کېدای چې هغوی څومره وخت جنګېږي. زما په نظر ځمکنی حقيقت دادی چې يو لوی شمېر خلګ په خاص ډول چې په کليو کې دي او د طالبانو منظمه ډله چې شمېر يې زرګونه دی، هغوی دا درې سره شيان نه مني. د هغوی په نظر دا هيڅ ارزښت نه لري چې په دې دور کې د نوي حکومت چلولو لپاره په اقتصادي برخه کې کوم اقدامات وشي، نه دا ورته ارزښت لري چې دين د فردي او حکومتي چارو تر منځ واضحه کرښه کښلې ده. او نه هم د دې شي منلو ته تيار دي چې د جمهوريت اصول دي چې د باحوصله خلګو تر منځ کوم اختلافات وي هغوی يې په سولييزه توګه حل کوي. د جمهوريت په اړه خلګ ډېر بحثونه کوي، جمهوريت د حق او د باطل پرېکړه نه کوي بلکې الله تعالی چې بېلابېلو خلګو او ډلو ته د حکومت کولو کومه حوصله ورکړې وي، هغه په ټکر کې سره راځي نو د دې پر ځای چې کوم ميدان ته په تللو د ټوپکونو په وسيله پرېکړه وشي، بايد په سولييزه توګه د خلګو په رايه سره پرېکړه وشي.

ما څو ځله ويلي دي چې د جايز حکومت دوې بڼې دي: يا يې الله تعالی وټاکي او يا هم خلګ. ټوپک د کوم حکومت د جواز لپاره هيڅ ارزښت نه لري خو دا چې راوتلی دی، دا يو ځمکنی حقيقت دی. را ايستونکي يې پر دې باور لري چې په وسيله سره يې حکومت کولای شي، دا هم يو ځمکنی حقيقت دی. د دې خلګو شمېر ډېر دی چې پر همدې اصولو سره را ټول شوي دي، دا هم يو ځمکنی حقيقت دی. د افغانستان په ولس کې هم يو لوی شمېر خلګ داسي شته دي چې همدا اصول سم بولي او دا هم يو ځمکنی حقیقت دی. اوس به تر دې وروسته څه کېږي؟ دا خبره چې يو قانوني حکومت ومنل شي، دا که شوني وای نو په دې شلو کلونو کې به منل شوی وای. اوس به نو يا کورنۍ جګړه وي او يا به ټوپک پرېکړه کوي. وبه ګورو چې هغه کومه پرېکړه کوي، کله چې ټوپک پرېکړه کوي نو هغه ځيني پايلې لري او هغه پايلې تر دې وړاندي نړۍ ډېر ځله ليدلې دی. زه خو همدا خبره کوم چې ای کاش خلګ په دې خبره پوه شي چې د فتحې د خوښيو لمانځلو پر ځای په دې کې په پټه ماتې ځان پوه کړي. د دې مطلب دادی چې د افغانستان ولس اوس په نړۍ کې پر هغه ځای ونه شوای درېدلای چيرته چې د يوې ښې پرمختللې جمهوري ټولنې خوب ليدل کېدلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.