په جنتي خاوره کې دوزخي سياستونه

عبدالوحيد وحيد

975

افغان ولس هم لکه د نړئ د نورو ملتونو په شان د ارام، سوله ييز او هوسا ژوند حق لري. د دغه ملت بچيان هم د نورو هيوادونو د ماشومانو غوندي د لوبو او له هر ډول فزيکي او اروايي ګواښ څخه په پاکه فضا کې د ساه اخيستلو او لوبو کولو مستحق دي. زموږ ځوانان هم د نورو هېوادونو د ځوانانو په شان په ساينسي علومو او د تيکنالوژي په برخه د لوړو زده کړو او پرمختګونو ظرفیت او استعداد لري، خو بيا هم ولې د تېرې سړې جګړې، سيمه ييزو دښمنيو او نړيوالو رقابتونو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم له تېرو څو لسیزو راهیسې ووژل شول وکړيدل او وځوريدل. افغانان د نړيوالې ټولنې د ټولنيز بدن د يوه غړي په توګه له نړيوالې ټولنې څخه د خپل محرومیت مظلوميت او محکوميت په تړاو د پوښتنې او ورته د اوښتو ويجاړيو د تلافي غوښتلو حق لري.

موږ پوهیږو چې د کوم  نړيوال مشروعیت  پربنسټ په افغانستان باندې بريد وشو او د کومې نړيوالې محکمې د پريکړې له مخې د دغه هېواد خلکو  ته په امریکا او اروپا کې د ترهګرو ډلو لخوا د ترسره شويو کړنو سزا ورکړل شوه.

که څه هم له پخوا زمانې راهيسې د خپلو ناکاميو او ستونځو په تړاو ځان ته برائت ورکول،  نور خلک او هيوادونه ملامت ګڼل انساني فطرت دى، خو زموږ په ټولنه کې په ځانګړي ډول د سياست په قاموس کې د خپلو ګناهونو پړه پر نورو اچول د د سياسي کلتور برخه او د خپلو عيبونو د پټولو وسيله ګرزېدلې ده.

د خلق او پرچم ډلو (كمونستانو) داود خان او د دريو اونيو ماشومانو په شمول د نوموړي ټول فاميل په يو ځاى ووژل خو همدغه وحشت يې توجیه کاوه. ټوله شاهي کورنۍ يې غداران او خائنان ګڼل. د خونړۍ کودتا په پايله کې د واک له ترلاسه کولو وروسته يې هم د يوې خپلواکې  محکمې له قانوني عدالتي پروسس څخه پرته  د افغانانو په وژنو، ځورونو، ربړونو، کړونو او  د بلدوزرونو په ذريعه د زرګونو بيګناه او لاس تړليو ژونديو افغانانو له خاورو څخه د لاندي کولو وحشتونو پړه هم د انقلاب د  دښمنانو په تور په وژل شويو خلکو باندي ور اچوله.

مجاهدين چې د اسلامي نظام قائمولو او عمري عدالت د پلى کولو شعارونه به يې ورکول کابل ته له رسيدو سره سم د واک په سر خپلمنځي جګړو سره ونښتل. کابل کنډواله شو په زرګونو ولسي وګړي د کورنئ جګړې په تنور کې لولپه شول، جهاد د واک ترلاسه کولو د حرص چور او چپاول د وحشي توپان په لمن کې بدنام او بالاخره د هغوى حکمراني هم د افغان ولس د کرکو او نفرتونو په څپو کې پاى ته ورسېده.

د ديموکراسي شعار پورته کوونکي په ديموکراسي کې افراطيت، د واک لېونۍ مينې او فساد وخوړل. د وارداتي ديموکراسي او مصنوعي جمهوريت د پلويانو په له منځه تللو کې د وسلوال اپوزيسيون نقش کم او د هغوى خپل واک محوره ذهنيت، هرډول فساد او پاشلي حکومتي جوړښت ستر رول درلوده. په اوس وخت کې زموږ د ګڼ کلتوره ټولنيزو جوړښتونو، عيني واقعيتونو  او د منل شويو نړيوالو معيارونو پراساس د نظام د جوړيدو د امکاناتو او فرصتونو له شتون سره سره د اوسني حکومت چورلټه ناکامي د هغوى د خپلو چلندونو او خيالي اټکلونو له امله د وړاندوینې وړ ده.

د علم اليقين او عين اليقين په کچه په افغانستان کې د حجاب، عفت،  تعليمي نصاب او بله داسې ستونځه نشته چې د انجونو په مخ د زده کړو د بنديدو پريکړه توجیه کړي او د اوسني مشرتابه امر ته مشروعیت وروبښي. په دغه تړاو کله ناکله د حاکمې ډلې لخوا کله نصاب، کله اقتصاد، کله عفت او کله هم نور موارد پلمه ګرزول يوازې بانه ده.

که د انجونو په زده کړو باندې بنديز ته هر څومره توجيهات ولټول شي, د قناعت وړ نه دي. لا هم وخت شته چې موجوده حاکمه ډله د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د احساس له مخې د اعتدال لاره خپله کړي. د يوه ملت د مشرتابه دنده د ديني عالمانو له نورو عنعنوي دندو سره خورا ستر توپیر لري.

زموږ په جنتي خاوره کې يو پر بل پسې د دوزخي سياستونو کره او انکار نه منونکى ثبوت داهم دى چې په تيرو څو لسيزو کې په افغانستان باندې هر حاکم راغلى او افغان ولس منلى او نازولى دى، خو هيڅ حاکم د ولس د سوکالي او د هېواد د ابادي په موخه له واک څخه د لاس په سر کيدو لپاره تيارى نه دى ښودلى. د تاريخ په پاڼه کې له وسلوال مخالف اړخ سره د هوکړې په صورت کې د سولې په موخه د ولسمشر د مستعفي کيدو او بې پرې ډلې ته د واک سپارلو د وړانديز ثبت نلرو. په مليونونو افغانانو د هيواد د ازادي استحکام او ابادي په موخه خپل سرونه قربان کړل، خو د حيرانتيا خبره ده چې د تيرو څو لسيزو راپدیخوا هيڅ مشر هم د سولې، د  هېواد ښيرازه کولو،  ولس ته د هوسا ژوند د برابرولو او  د روښانه راتلونکې لپاره د واک قرباني کولو بيلګه نه لرو.

عجیب او غریب سياسي دود رامنځته شوى دى. تر هغو چې امتیازات وي، حکمراني وي، فساد وي، غصب وي، مهم دولتي پوستونه په خپلوانو او انډيوالانو وېشل کېږي خو که بده ورځ راځي نو حکمرانان له خپلو نازولو، انډيوالانو او شريکانو سره يو ځاى تښتي او په بهرنیو هېوادونو کې د عيش او عشرت ژوند کوي، خو د پړې ګوته نورو خلکو او هېوادونو ته نيول کېږي.

هر عمل عکس العمل لري او زموږ په سياست کې د تېر وخت ټولنيزو محرومیتونو ظلمونو، د نورو د نفى کولو، حقونو د سلبولو او ورباندي د خيټې اچولو په پايله کې رامنځته شويو انتقامي غبرګونونو کې افراطيت په بربنډ ډول احساس کيږي؟ له اوسنیو چارواکو سره د ملت پرونۍ خواخوږى او عاطفي چلن د هغوى په وړاندې د تير رژيم په پيل کې له ناروا کړنو څخه سرچینه اخيستى وه  او هيڅ شک نشته چې د سبا غبرګونونه به د هغوى له نننيو مټکورو کړنو او له ډبرين ذهنيت څخه سرچینه واخلي.

وخت تيريږي او ضرور نه ده چې ننني فرصتونه به سبا ته هم شتون ولري. اوسنى امنیتي وضعیت او د مديريت لپاره د پريکړو يوازې يو مرکزيت د ستاينې وړ اړخونه او د سمون لپاره ښه فرصتونه دي، خو د دې ټولو فرصتونو د له منځه تللو امکانات هم خورا زیات دي. نړيوال تعامل په پرتله ايز ډول ښه دى. اړينه دا ده چې اوسني واکمن د انجونو په مخ د تعليمي بنسټونو دروازې پرانيزي، د واکمني اوسني انحصاري جوړښت باندي بيا فکر وکړي او حکومت ته د ملي حاکمیت د بڼې ورکولو په شمول په تدريجي ډول د لا نور سمون او بدلون لپاره د ريفورم لنډمهاله منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب او عملي کړي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.