دلګیره شاعري

باري زهیر

643
دلګیره شاعري
ـــــــــــــــــــــــــــ
محمود دلګیر زموږ همزولی شاعر دی، کله وار ځان (دلګیر شراب) هم بولي؛ البته د شراب تخلص کارونه د ده په شعر کې زما په اند د کلاسیکې شاعرۍ په پلويتوب تصوفي سمبول او تمایل دی؛ که د “ځوان شاعر” اصطلاح د شاعر عمر ته په کتلو کارول کېږي نو دلګیر ځوان شاعر دی، خو که دغه اصطلاح د شاعر د هنر ارزونې ترازو وي نو په عمر زلمی دلګیر د ژور جمالیاتي دید لرونکی او د قابل غور شاعرانه استدلالونو په لرلو سره ځان د دغې ترازو په پله درندوي او د پاخه هنر سنګیني یې د تللو لپاره د یو بل کاڼي کارولو ته ضرورت پېښوي.
د ابوالمعاني بیدل (رح) شعر دی :
معنی بلند من فکر تند می خواهد
سیر فکرم اسان نیست، کوهم و کوتل دارم
یا لکه خوشحال بابا چې فرمایي :
په دې لار د شهسوارو ختل ګران دي
ګوډه څو به باندې خېژې ملاکنډ دی
نو نقادي او په شعر فني او علمي بحث د شعر پوهنې تېزې عینکې او د معنا پوهنې ژور لید غواړي؛ زه، نقاد څه چې لا په الفبا یې هم نه پوهېږم، خو دې لیکنه کې هغه تاثیر او برداشت لیکل او شریکول غواړم چې د ” دلګیر” شاعرۍ راباندې پرې ایستی دی، که په کوم ځای کې بې سوادي رانه وشوه نو له درانه لوستونکي د بښنې تمه لرم.
دلګیر منظوم او منثور یا ازاد شعر لیکي او دواړه ښه لیکي، ښه یې ځکه بولم چې شعر یې د مفکورې، خیال او جمالیاتو شکلاوې لري.
د نورالامین یوسفزي صیب استدلال دی چې په شرقي شاعرۍ کې مفاهیم محدود دي ځکه دلته د دین، کلچر او ټولنیزو مصلحتونو قیوداتو شاعران په احتیاط محکوم کړي دي او د غربي ادیبانو په څېر د فکر او قلم ازادي نه لري او یوسفزی صیب دا خبره هم کوي چې شرقي ادبیاتو کې به د (څه) ویلو په ځای د (څنګه) ویلو ته ارزښت ورکوو؛ ځکه مفاهیم چې محدود کړل شي نو د زړو مفکورو نوې ارایي ته مجبوریږي، نو (څه) ویل خو زماني قیوداتو محکوم کړل، خودبخود به خبره په (څنګه) ویلو کېږي.
همدا شان په شرقي شاعرۍ کې د انساني جمال ستاینه تر ډېره له ستوني بره کېږي او شاعرانه توصیفونه د مخ په حلقې او زلفو راڅرخي، ځکه ټولنیز اخلاقیات دا نه خوښوي چې د وجود د محرمو غړو توصیف دې وشي، نو په دې سلسله کې بیا د خوشحال بابا په څیر د خانۍ په ټولنیز منصب ولاړ زورور شاعر دغه ټولنیز اخلاقي حد ماتوي او وایي :
چې و ملا او کوناټیو ته یې ګورم
آوېزانې پاغوندې په نري تار دي
د جمال پرستۍ دا ډول جرئت نن سبا هم بې له زورورو بل څوک کولی او اظهارولی نه شي، خو دلګیر هم جمال پرستۍ کې له ټولنیزو قیوداتو د بې پروایي باغیانه رنګ لري.
کړې، انګور خلتو، د شوق مچۍ خمارې
بیا یې ځوړندې په ګرېوان ډکې سینې شوې
بیت ته که ژور سوچ وکړو نو د کاظم خان د نازکخیاله سبک شیدایي پیروي او نازکخیالي پکې شوې ده او د تشبیه مشترک وصف پکې ډېر قوي دی، کله چې بزګران انګور د ژمني موسم لپاره د خټو کنګینو ته اماده کوي نو لومړۍ ترې په ونه کې کڅوړې تاو کړي چې هماغه کڅوړو کې انګور پاخه شي او حشرات یې ونه خوري، دغه کڅوړې د انګور شکولو له موسم څخه وروسته هم څه وخت په ونو کې پاتې کېږي چې مچۍ په ونو کې د انګورو د قلت په وجه له دغو کڅوړو تاو راتاو کېږي او خوړلو ته یې په اصطلاح خمار کې وي، دلته ګورو چې شاعر ( سینې) له دغو خلتو سره تشبیه کوي او ورته پارېدلي خواهشات یې له مچیو سره ورته ګڼلي دي او دغه مشابهت ته د (شوق مچۍ) ترکیب کارونه جالبه نازکخیالي ده.
همدا شان د دلګیر په شاعرۍ کې ژورې جمالیاتي تجزیې هم لیدل کېږي.
بیا یې زه په زیبایۍ کې برخمن شومه
لکه رنګ د یو ګلاب ذات کې دېره شومه
زه ځکه دا ادعا کوم چې دلګیر جمالیاتي تجزیه نګار دی چې که دغه بیت ته پام وکړو نو د حسن معیار ته د رسېدلي ګلاب علتونه موږ ته واضح کوي.
د ګلاب د کمال وصف د هغه منفرد بوی دی خو جمال یې متنوع رنګونه دي؛ په دې بیت کې شاعر د زیبایي ټولنیز معیار ته د دغه ګل د رسیدلو علت د هغه د رنګ او بوی امتزاج بیانوي، که چیرې ګلاب په همدې بوی یواځې یو رنګ لرلی نو دومره به د ټولنیز جمالیاتي حس د خوښوونې وړ ګرځېدلی نه و. ځکه خو شاعر د بوی تر څنګ د هغه رنګونه د ده د زیبایي مهم عنصر ګڼي او ځان لکه د ګلاب رنګ د محبوب د ذات برخه کېدل د هغه د حسن په تکمیل کې راپاموي. شاعر د هغه انساني ګلاب د ذات برخه کېدلو کې خپله ونډه د رنګ هومره اهمه ګڼي او ځان یې د تکمیل سبب ګڼلی دی.
کاظم خان شیدا په یوه بیت کې د خپل خیال اونادره تشبیه کارونې قوت داسې ښکاره کوي:
چې همیش لکه مجنون په صحرا ګرځې
بـــوی د چــا د زلــــفو درغی شــــــماله
شیدا د باد همېشنی ګذر د مین له بې حالي او سرګرداني سره تشبیه کوي چې قرار نه لري او د داسې نااشنا مفاهیمو شعر کول د ده د سبک امتیاز دی. دلګیر هم یو بیت لري چې څه داسې نااشنا خبره پکې کوي:
تورې دښتې ته د څه په لټون وتی ؟
په وېښتو کې دې یو سپین مجنون ولاړ دی
دې بیت کې د نورو وېښتو توروالی د دښتې د یک تنها مزله او تیاره نامعلوم سرنوشت له مضطرب کیفیت سره تشبیه شوی دی او د اضطراب په مهال پرېشاني یا د وارخطایي په مهال د رنګ الوتنه او سپین والی له سپین ویښته سره مشابه شوی دی. شاعر په دې تشبیه کې د ډار او وارخطایي په مهال د انساني احساساتو غبرګون د رنګونو په مټ ښه واضح کړی دی.
په یوه بل بیت کې یې نېش داره خبرو، نامانوسه الفاظو او ازارونکو کنایو ته داسې جالبه استعاره کارولې:
تل یې په خبرو کې تڼاکې وي راوړې
دا دریا له پوچو حبابونو پاکه نشوه
ټناکه د پوستکي په مخ بدرنګي ده او دلته د خبرو د سیند په بهیر کې د بدې خبرې لپاره استعاره شوې ده، بیا د ټناکې پوچوالی د نامانوسو کلماناتو له پوچ مغزۍ سره حباب ته ورته ګڼل شوی دی. د شاعر د بیان قوت ته پام وکړئ. د خبرو د جریان روانوالی سیند (دریا) ګڼي او په دغه جریان کې بې معنا خبره پوچ مغزه حباب ګڼي، بیا د حباب له چاودېدو د دریا په مخ پیدا شوی خاپ د بدې خبرې له بدرنګه اغېز( ټناکې چاودلو له پرهر) سره مشابه کوي.
ما چې څومره دلګیر مخامخ لیدلی، موسکۍ څېره، ظریف رفتار او کمینه خوی لري او د شخصیت دغه خوشبویي يې ترې په لاندې بیت کې اظهار شوې ده:
اوس دې خپل بُخل ستایه بره درومه
زه له خاص ښکته شومه، عام ودرېدم
ځینې وخت زموږ په لنډو تنګو مازیګرنیو بنډارو کې له دلګیر صیب څخه تصوف ته علاقه مندي او تمایل ناخوداګاه څرګند شي، په څېره یې یو موسکانه کیفیت طاري شي، د زړه خبرې یې په خولې جاري شي:
دا دنیا د حسن ډکه پیمانه ده
پکې لاهم ستا د حسن مثال نشته
زما زړه خو کله داسې عرش ته رسي
راته وایي په دنیا کې جمال نشته
غني خان یو ځای وایي:
زه عاشق ځکه د رب یم
چې انسان له دوام نشته
د دلګیر بره دوه بیتونه هم که وګورو نو شاعر د حسن په حقیقي او مجازي وېشنه باورمند معلومېږي، دنیا د مجازي حسن پیمانه ګڼي خو دی چې د حقیقي حسن طلبګار دی نو زړه يې په مجاز نه ارامېږي او د عرش په طرف د لازواله حسن د نندارې مشتاق شي.
یا لکه وایي:
عشق چې کوم نظر بینا کاندي دلګیره
یو جهان حسن محسوس شي په ذره کې
الله (ج) په قران کې د نساء سورت په ۱۲۶ ایت کې فرمایي ” وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطًا”
ژباړه: څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، ټول د الله دي او هغه په هر شي احاطه کړې ده”
نو پورتني بیت کې شاعر د نظر بینایي د صوفي د بیدارۍ په استعاروي معنا راوړې ده او څرګندوي چې په دغې بیدارۍ کې بینا سترګې په ذره کې هم د حسن معلیٰ د جمال یو جهان ننداره کولی شي او دغه خبره د دغه ایت شریف په مصداق سره کوي چې په هر شي هغه لوی ذات احاطه کړې ده او بینا سترګې یې په ذره کې هم لیدلی شي.
په دې بیت کې د جمالیاتو جنجالي بحث ( حسن په اشیاوو کې دی که د انسان په اندرون کې؟) هم رانغښتل شوی دی. زما په اند دلګیر په دې نظر دی چې حسن د انسان دروني کیفیت دی ځکه خو دی وایي چې د عشق د بیدارۍ په رابطه و نظر کې ذرې ته هم ښکلا ملاویږي او دغه زما سترګې دي چې د حسن په نورانیت سره ذره هم ښکلې معلومولی شي. یا د جمالیاتو د پوهانو په نظر منشور ته ځلا او ښکلا د لمر وړانګې ور بښې، ګنې بې لمره بې پړقه تیاره ډبره شي.
شاعر باید د خپلې خبرې له مسوولیته فراري نه شي ځکه د بیتونو مفکورې د ده د ذهن زېږنده دي، دلګیر یو ځای وایي:
ټول رندان دې بدمستۍ پسې خندېږي!
نـن ساقي راته ویـلې چـې ســړی شــه
زما په اند دلته چې شاعر د کومې کیسې راوي جوړېږي نو د پېښې ځای، نوعیت او شاهدانو ته په کتلو دغه روایت عیني روایت نه دی، بل په میخانه کې د اخلاقو او حدودو قید نشته او ساقي ځکه رند سړیتوب ته نه رابولي چې بیا به میخانه کې پشکې بچي زېږوي.
همدا شان د مستۍ په مهال د رندانو خنداوې د مدهوشۍ په وجه وي، نه د هوش. په بله معنا داسې هم کېدای شي چې شاعر مبالغه کړې وي.
یا لکه لاندې بیت کې چې دلګیر ځان د کومې اورېدلې تجربې راوي جوړوي نو داسې ښکاري لکه د عوامو له کیسو چې ناخبره وي او په لوی لاس د لیونتوب تجربه په ځان عملي کول غواړي؛ عوامو کې حکایات دي چې چرسو کې نوکانو او وېښتو ډېر لیوني کړي دي.
ستا د زلفو تار مې چرسو کې میده که
بس خو سل جامه شراب ورته لوګی شه
البته لوستونکي باید له دې بیت او زما له تبصرې د دلګیر صیب په اړه منفي قضاوت ونه کړي، دلګیر له دې شیانو پاک او منزه سړی دی، دلته صرف خبره د روایت د حقانیت او امانتداري په اړه شوې ده.
هر انسان د خپل چاپېر چل بچی دی او له حالاتو او شرایطو یې اغېزمن کېږي، دلګیر هم د خپلې ټولنې له ځینو مروجو اصولو، عنعناتو او فرهنګونو ګیله کوي. نو دلګیر هم د فن د خرڅ په معامله کې په دې بیت عقیدتمند دی چې:
د فن د خرڅ هنر مو زده نکړو
د دغې ګټې کاروبار نه راځي
ارواښاد ګران صیب
دی هم وایي:
شاعري سیالي ته وړاندې شوه، پیسو له
څه خبرې وې! دلګیره د روپۍ شوې
بل ځای د فرهنګ له جبره داسې شکایت کړي:
ما په لوړه غونډۍ کېږدئ چې مې ګوري
شاه لیلا به څوک له کوره نه پرېږدینه
زما له خوا ده ته د ده خپل بیت ډالۍ دی:
دلګیره څوک به دې رڼا ته ناست وي
ته دې د سترګو څراغان مه وژنه
په پای کې شعر شناسو څخه د صایب تبریزي په دې بیت د خپلې ناپوهۍ د بښلو تمنا لرم:
صایب! دو چیز می شکند قدر شعر را
تحسین ناشناس و سکوت سخن شناس

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.