!د فکر خبره

اجمل ستانکزی

442
د فکر خبره!
ځینې په ویاړ وايي چې د ښځې نفقه په پلار او بیا په میړه فرض ده. یعنې ښځه به اول پلار ته احتیاج وي بیا به ټول عمر میړه ته احتیاج وي.
خو ولې باید ښځې هم لکه نر خودمختاره ونه اوسي او پخپلو پښو ونه دریږي؟
مونږ باید پخپل دې فکر کې بنسټیز بدلون راولو. هماغسې چې کوښښ کوو چې یو هلک باید پخپلو پښو ودریږي، جینۍ سره هم باید مرسته وشي ترڅو پخپلو پښو ودریږي.
نرانو ته محتاج ښځه که لور وي، که خور او که ښځه هیڅکله هم کامیاب او خوشاله ژوند نشي تیرولای. دوی باندې هلته ژوند لا سخت شي، کله یې چې میړه یا پلار یا ورور مړ شي. بیا نو یا له خپلوانو مرسته غواړي یا په سرکو خیراتونه ټولوي او هر څوک یې له مجبوري ناوړه ګټه اخلي. خو پخپلو پښو ولاړه او خودمختاره ښځه باندې که هر ډول مشکل راشي نو کولای شي ځان ترینه وباسي او خپلې کورنۍ ته یو ښه ژوند جوړ کړي.
افغانان نژدې هر یو داسې ښځې پيژني چې د نرانو د مرګ په وجه یې د کور مسولیت ور له غاړې شوی وي. زه څو داسې کونډې پيژنم چې په جګړو کې یې میړونه مړه شول او دې ښځو په یوازې ځان خپل اولاد را لوی کړ او تعلیمونه یې پرې وکړل. نه یې چاته د خیرات لاس اوږد کړ او نه یې هم ځان چاته احتیاج کړ. برعکس له نورو سره یې لا مرستې کولې. ځکه دوی باندې یې مور او پلار کار کړی وو او داسې حالت ته تیارې وې.
خو هغه ښځې چې مور او پلار یې پرې کار نه وي کړی او اول پلار او بیا میړه ته محتاجې وې، له هغوی نه اوس لارې کوڅې ډکې دي او خیراتونه غواړي. ځکه دوی نه علم لري او نه یې کوم کسب زده دی چې کورنۍ پرې وچلوي. مجبورې دي خیراتونه وغواړي.
پخپلو پښو ولاړه ښځه نه یوازې د خپلې کورنۍ په ګټه ده بلکې د ټولنې په ګټه هم ده. یوازې هغه ټولنې مخکې ځي چې ښځې او نر دواړه پکې د کار کولو لپاره کافي تعلیم ولري یا یې کوم کسب زده وي. یعنې ښځه او نر باید اوږه په اوږه ودریږي نه دا چې ښځه دې ټول عمر نر ته محتاجه یا په نر یو بوج وي.
البته زما هدف دا نه دی چې هره ښځه دې بهر کار وکړي. د کور کارونه په ځانګړې توګه د ماشومانو لویول د بهر تر کاره ډیر کار دی. دا په هرې کورنۍ پورې ده چې خپله ګټه په څه کې ویني هماغسې دې وکړي. ځینې کورنیو کې د ماشومانو د ښوونځي تر وخته یوازې نارینه بهر کار کوي او ښځه له ماشومانو سره په کور کې وي. ځینې بیا چې ماشومان یې لوی وي یا یې نلري هم ښځه او هم میړه کار کوي.
بل په پښو دریدلو نه مطلب دا نه دی چې ښځه دې خامخا بهر کار وکړي. برعکس دا په ښځه او کورنۍ پورې ده چې څه کې یې ګته ده. زما مطلب دا دی چې لکه نر ښځه هم باید خودمختاره او پخپلو پښو ولاړه وروزل شي. تر څو که ضرورت یې شي یا وغواړي نو بهر کار وکړای شي او خپله کورنۍ حمایه کړای شي. لکه افغانستان غوندې شرایطو کې خو چې د هیچا د مرګ او ژوند معلومات نه کیږي دا بیخي لازمه ده چې ښځه هم د دې وړتیا ولري چې پرته له میړه یا پلاره خپل کور وچلوي.
هغه غیرتیان چې د دې خبرې مخالف دي لږ دې ځان سره فکر وکړي چې که دا نن دوی مړه شول، ښځه او اولاد یا خویندې او وروڼه به یې څوک ساتي؟ آیا دا ښه ده چې نور خپل یا پردي یې د ښځو له مجبوریته ګټه واخلي یا بهر سرکو باندې خیراتونه وغواړي او که دا ښه ده چې پخپلو پښو ودریږي او هیچا ته هم احتیاج نه وي؟
لنډه دا چې که پلار یې هلک او جینۍ دواړه اولادونه دې داسې وروزه چې خودمختاره واوسي. ستا په نه شتون کې چاته احتیاج نشي او پخپلو پښو ودریږي. که میړه یې نو ښځې سره دې مرسته وکړه چې تعلیم وکړي یا داسې کوم کسب زده کړي چې ستا په نه شتون کې چاته احتیاج نشي او داسې غیرتي ښځه ترینه جوړه شي چې پخپلو مټو خپله کورنۍ رالویه کړي او د کوم پردي یا خپل نر محتاجه نشي.
په هغو ټولنو کې چې ښځې یې په پښو ولاړې وي هلته بازارونه لکه افغاني ټولنه له ښځینه خیراتخورو ډک نه وي. د ښځو په تعلیم او کار کې شرم نشته، شرم دا دی چې سرکونه دې له خیرات غوښتونکو ښځو ډک وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.