یو ټېلر بنګړي

احمد شاه پاڅون

773

هلمند ته له بنګړیو بار ټېلر راورسید
تېره شپه تش سو، باروت؛ ماروت، بم مم او نور بلا و بتر پکي نه وه،
ځکه له هنده راغلی وو، له پاکستانه نه

یو ټېلر بیخي ډیر بنګړي دي
بنګړي خوږ نوم دی
شرنګا یې کشش لري
د هر چا خوښیږي، خو د شاعرانو بیا بیخي

يو ټېلر ډیر بنګړي دي
څه پر وا کوي، ددې خبري دلیل دی،
چي لا هم دلته مړوندونه سته، چي بنګړو ته انتظار دي
لا هم پېغلی سته، چي خوښیو او ودو ته انتظار دي
ډیري مېرمني سته، چي د خاوندانو تحفو ته انتظار دي
که دا بنګړي، زه، پردېس، خادم، ستوري، ابشار او قیس خپلو مېرمنو ته را نیسو هم نه کمیږي.

یو ټېلر بنګړي په خوله یا دیږي
که د ښځو او نجونو تر مړوندو اضافه بنګړي
چاپلوسانو، خاینانو، رشتوت خورانو او د وطن ناځوانانو ته ورپه لاس کړو هم نه خلاصیږي
مجبور یو، هغه ښاغلو ته هم برخه پکي ورکړو، چي فیسبوک کي ښځینه اکاونټونو چلوي.
یاره پاڅونه! ورک یې کړه
بنګړي راغلي، څه یخی خو نه دی، چی ویلي سي.
اوس درپوري اور دي، چي څنګه یې خلاص کړي؟
بده یې نیستي ده، پراته دي وي، چي ماتیږي، بیا به نور ور اخلي
اوووووووووووووو رښتیا
بنګړي خو لکه زړونه ماتیږي هم
خو زه بیریږم، هسي نه، ورغوي پرې سي او بنګړي روغ پر مځکه توی سي
بیریږم، هسي نه، د پېغلو په لاس دا بنګړي، د مړو د چپرکټ پر څنډو ریچې ریچې سي.
هسي نه، د یو چا د ناویتوب په انتظار په المارۍ کي رنګ بایلي
داسي نه وي، چي وږي نسونه مړوندونه له بنګړو خالي کړي او ګاونډیانو ته یې پلورولو ته ولیږي.
هسي نه داسي وخت راسي، چي د ډزو ږغونه د بنګړو شرنګا خپه کړي.
نه
نه
نه
دا څه وهمیات مي پسي را واخستل
الله دې نه کوي
بس دا بنګړي دي، د ودونو او د خوښۍ په محفلو کي مات سي
دا بنګړي دي پر ګودرونو او چېنو مات سي
چي پېغلي یې په لاسوي، څو دانې دي په لاس او ځیني دي مات سي
چي خاوند مېرمني ته بنګړي ور په لاسوي، مېرمنه اه کړي،
نو بنګړی دي پر ملا مات او لاندي را ایله سي.
دا بنګړي دي په پټپټاني، کي مات سي
په اجانتور کي دي ټوټه سي
په دریه وهلو کي دي میده میده سي
او په نڅا کي دي له شرمه په لاسونو کي خوله سي.

رښتیا هم یو ټېلر ډېر بنګړي دي
بنګړي دي مات سي
خو اندامونه دي روغ وي
بنګړې مات کړئ
خو
زړونه
مه ماتوئ.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.