شنیځ د پښتو ژبې یو زوړ ویی

ودود بشریار

1,003

شنیځ د پښتو ژبې یو زوړ ویی دی او همدا راز شنیز ( شنیځ ) د وردک ولایت د سید آباد ولسوالی یوه لویه سیمه ده چی ټول په کې پښتانه میشت دی داسې ښکاری چی دا سیمه د غزنویانو په واکپیر کې هم آباده وه او پیاوړې عالم خواجه اسمعیل شنیزی چی د افغانی ستر شاعر حکیم سنایی استاد و هم په کې ژوند کړی
حکیم سنایی د خواجه اسمعیل شنیزی څخه علم او عمل دواړه زده کړی وو په بله ژبه د حکیم ظاهری او باطنی علومو استاد نوموړی خواجه وو
خواجه اسمعیل شنیزی د پنځمې پیړی په پای او د شپژمې پیړۍ په پیل کې د هیواد ستر عالم پاتې شوی وو چی علاقمندانو او شاګردانو يې ترې علمی او فلسفی استفادې او استقاضی کولې
حکیم سنایی به تل د نوموړی په شاګردی ویاړل او خپل هرڅه به یې د نوموړی د برکته بلل شنیزۍ د غزنی لوی حکیم په دیوان کې په یوه اوه بیتیز شعر کې په ډیر درنښت یاد شوی
علم او عمل خواجه اسمعیل شنیزی
ما راز نه چیزی برسانید به چیزی
ما کبک دری بوده گریزنده از کبکی
او کرده دل ما چو دل باز گریزی
در کارگه و بارگه حکم و فنا یافت
جان و دل از دو اسماعیل عزیزی
دین تازه شد از صدق دل پیمبر
جان تازه شد از دین اسمعیل شنیزی
چنان که سنایی را او قدر شناسد
ای بخت بدو گوی تو با بخت قوی زی
ښایی د غزنویانو په واکپیر کې د شنیځ سیمه ډیره پراخه وه او ډیر کلی چی اوس د شنیځ برخه نه ګڼل کیږی هم په دې سیمې پورې اړه درلوده
شنیز دره د خروار (ختیځ) سجاوند یا سګاوند (شمال ختیځ) وتسیا یا هفت آسیا (جنوب) انُخی (لویدیځ) جغتو ( جنوب لویدیځ ) او سیدآباد (شمال ) ترمنځ موقعیت لری
او دا لاندې کلی په کې حساب دی
اوتړی , ډونډوکی , سلطان خیل , خواجه ګان , چهاردهی , پټان خیل , باغک , حسن خیل , حیدر خیل , کج قلعه , لړم , ښادی خیل , تاج بیکی , یوسف خیل , اکا خیل , خواجه پاچاخیل , پتنک , سالار , سدوخیل , بهادرخیل , توده چینه , کمکی آبدره , ستره اودره , سیرک , سرکول , بلند کاش , برات خیل , او ځینې نور چی ټول د سید آباد په ولسوالی پورې تړلی دی
شنیځ د پښتو ژبې سوچه او ځانګړی نوم بریښی چی د پښتنو لخوا په سیمه ابښودل شوی ښکاری
ځینی کسان چی پښتانه د یو لوی ټبر په توګه نشی زغملای وایې چی د وردک , غزنی , او غرجستان سیمې له آره د پښتنو نه دی او پښتانه وروسته دلته تللی خو دوی دا خبره د سیمو ځینې نومونه چی له آره پښتو دی تر یوه بریده ردوی په دې نومونو کې یو هم شنیځ ده چی بی له اړنګه – پړنګه پښتو ده او سیمه کې یې پښتانه اوسیدلی او اوسیږې
دا نوم له دوه دووګړونو (مورفیمونو ) څخه جوړ شوی اول ګړیې (شین) د (سبز , تازه , سمسور ) په معنی او (یځ) روستاړی دی چی د (ځای) مانا ورکوی. ( شین ) یا اوړیدلې بڼه (شني) د پښتو په ډیرو تړنګونو (ترکیبونو)کې راغلی چی وروسته به یې بشپړه یادونه وشی او (-یځ) روسټاړی د پښتنو په پخوانیو شعرونو کې د وروستاړی په بڼه د ( ختیځ , لویدیځ, او دریځ ) وییو کې ترمونږ رارسیدلی او بلګړ (الومورفیم) یې په ( منځ , ږمنځ , ګهیځ…. ) کې هم شته د (-یځ) وروستاړی په اړه ځینې ژبڅیړندویان وایې چی دا له ځانه جوړ شوی او یا ټکر ویی ده خو دا خبره ځکه ردیدلای شی چی هان د کابل په هوتخیلو کې مې د یو ملګری له خولې د ځای نیږدې بلګړ او لنډون د /-ځ/ په وینګ اوریدلی
دی هوتخیلو ملګری له ماسره د خبرو محال وویل (زمونږ په مابینځ کې به دا خبرې نه وي ) مطلب یط دا وو چی زمونږ په منځ کې د دې خبرو اړتیا نشته مابینځ د منځ اصلی بڼه او له (مابین +ځای = ځی) څخه جوړ شوی ویی ښکاری
نو په همدې بنسټ ویلی شو چی (شنیځ) لغوی مانا (شین ځای) ده دا سیمه ‌ډیره تر او تازه او سمسوره ده شایی له همدې امله ورته شنیخ ویل شوی وي.
په پښتو د شین ویی ډیر کاریدلی چی یو څو یې دا دی د شین له ریښې رامنځ ته شور پښتو ځای او ټبر نومونه شینه کابل کې یوه سیمه , شینکی په کنړ او تګاب کې یو سیمه , شینوارې د ننګرهار ولایت ولسوالی چی پښتنو یو لوی ټبر په کې اوسیږې , شینکی د پکتیا ولایت پورې اړوند د سیدکرم ولسوالی یوه سیمه
شینوبی: , شړومبی
شینکۍ :شین سترګې نجلی
شینو :شین سترګې هلک
نچوړ
(۱ ). شنیخ د اوسنی وردک ولایت سیدآباد ولسوالی یوه حوزه ده چی د سیدآباد او غزنی ترمنځ موقعیت لری د شنیځ ایتمولوژیک جوړښت او سیمه چاپیریال ته په کتو د دې سیمې دا ویی په دې ډول ده (شین+ځای=شنی+ځی= شنی+ یځ) شنیځ کیږی چی ګړنۍ (مجازی) معنا یې سمسور او آباد ځای کیږی
( ۲) شنیځ د پښتو ژبې یو سوچه ویی ده چی د ځاینوم په بڼه د نن څخه زر کاله پخوا د غزنویانو په واکپیر کې هم دود او ددې سیمې یو لوی عالم او عارف خواجه اسمعیل شنیزی چی د حکیم سنایی استاد وو د دویم نوم په توګه کارولی دی
(۳) د شنیځ سره د پښتو هغه دری ویی ( لویدیځ , ختیځ , دریځ ) چی (- یځ) وروستاړی د ځای په معنا راغلی څلور کیږی ( البته .. د ګهیځ , ږمنځ …… نه پرته ) (?)
(۴) په پښتونخوا د ډیرو داسی ځایونو نومونه او ویې شته چی د شین ریښه لری
(۵) همدا شان شین (زرغون) په پښتو کې تازه او سمسور په مجازی معنا هم کاریږی
هیله ده چی نورې څیړنه هم وشی
په دې ورستیو کې د وردک ولایت استازو هڅه پیل کړی چی دا سیمه په یوه مستقل اداری واحد تبدیل کړی خو دې هڅو تراوسه هیڅ پايله نه درلوده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.