پلار ته د لور لیک

ماریا نیازۍ

536

که وم وم که نه وم نه وم؛ خو دا لیک به مې یو وخت د یو چا لاس ته ولوېږي؛ یو څوک به یې ولولي؛ سترګې به یې خامخا نمجنې شي. د ځینو د خندا او بیا ځینو ته به تکراري خبرې وي. اوس ۲۴ کلنه یمه، ما ته مې ماشومتوب دوره ښه یاده ده. ځینې به راته حیران شي چې ایا زه ريښتیا وایم او که نه! یوازینۍ کس چې به زما دا خبرې ومني هغه زما مورجانه ده.
ما د ژوند درې مرحلې تېرې کړي دي، په دې کې مې خپل د پلار احساسات درک او حس کړ. وړه ومه وړکتون ته تلمه، د دغې دورې خوند مې تر اوسه په یاد دی. له پلار جان به مې ډول ډول پوۍتنې کولې؛ د مکرویان الفته وړکتون ته نږدې یو دوکان و؛ زما به تل دا خیال و چې زما له پلار جان هغه زما د خوښې بیسکیټ چې دوه افغانۍ یې قیمت و هېر نه شي؛ خو پلار جان به مې په خبرو خبرو کې ویل: واه دوکان ته ورسېدو صبر چې خپله نازولې ته یې د خوښې بیسکیټ واخلم. ما به داسې فکر کوله چې دا زما د پلار کمال دی هغه بیسکیټ هېڅوخت نه هېروی.
ورو ورو لویه شومه او څومره چې زما عمر زیاتېده زه مې له پلار جان څخه هم لرې کېدمه. د ژوند ستونزو پلار بوخت کړی و؛ خو زه نپوهېدم چې دا ستونزې مې د پلار حوصله کمه کړې او ما داسې فکر کول چې ګواکې زما پلار د پخوا په څېر نه دی. هغه د ژوند ستونزې دې ته اړ کړی و چې ډېرغوسه شي. ما به د پلار دا حالت په لېدو کتابچې په لیکلو ډکې کړې؛ تل به خفه ومه چې زه ولې څه نه شم کولی؟ زه څه لپاره یم؟ کاشکې ما هم پلار او مور سره مرسته کولی شوای. هره شپه به مخکې له ویده کېدو شین اسمان ته کتل او تل به مې دا ویل: خدایه! ته مې یوازې مه پرېږده، مه هم د خپل پلار او مور د ارامه کېدو جوګه کړه.
کلونه په تېرېدو شو ژمی خپل ځای نوي موسم یعنې پسرلي ته ورکړ؛ ورو ورو مې لیکنې زیاتې شوې؛ د ګیلې او شکوې ځای مې ژړا او اوښکې ونیوې. اخر ولې پلار جان ما نه تشویقوي! ولې راته نه وایي افرین تا ښه کار کړی! ته یې کولی شې. بس ټوله ورځ او شپه به زما همدا خبرې وې؛ کله به هر څه سم شي؟ کله به مې پلار نور نیمه شپه له خوبه نه راویښېږي؛ ویلۍ کې به ناست نه وي؛ فکر کې به ډوب نه وي او کله به مې پلار ته مسکا ډالۍ کولی شم؟
پوهنتون ته کامیابه شوم. پلار مې وویل افرین، ما ویل ښه ولې پلار مې سمه ونه هڅولمه؟ ولې دې ته خوشحاله نه شو چې زما لور پرته له دې چې کانکور امادګي کورسونه ووایي کابل پوهنتون ته بریالۍ شوې. پوهنتون کې مو استاد ویل هغه نجونې بختورې دي چې نن سهار پلار را رسولي دي؛ دوی ته کار، زیار او وخت ورکړی دی او دا د بختورتوب یوه بیلګه ده؛ ځکه دلته ډیرې نجونې ښوونځیو ته د تګ او د لوړې زده کړې اجازه نه لري. سترګې مې ډکې شوې؛ پلي تر کوره راغلمه؛ ځان سره به مې وویل: وه لېونۍ، لېونۍ کېږه مه ستا کور خو نږدې دی پلار څه کوې؟ بیا به مې وخندل ځانته به مې ډاډ ورکړ ته شکر وباسه له حملې او کرایې خو بیغمه یې، د میاشتې څلور او یا درې زره افغانۍ به دې له کومه کولې؟ زېړ مخ به دې پلار ته نیولی و ښه خوی هم لرې تر څو مو یا پلار په غوسې او زور پیسې درنکړي ته ترې نه غواړې. که دې پلار سره پیسې نه وې په هغه به څه تېرېدل چې خپلې لور دا وړه غوښتنه یې نه شوای پوره کولی.
وړه ومه زما کورتۍ ډېره خوښېده؛ په دهلیز کې بندې ایینې ته به ودریدمه ویل به مې پام وکړئ ددې مهال خبرونو ته؛ یا هم که کور کې ومه کتاب به مې د ایینې مخې ته لوسته دا راته یو ډول عادت شوی و. ځان راته نطاقه ښکارېده؛ خو له دې سره سره بې جراته، کمزورې او ډارنه ومه. د ژورنالیزم په مانا نه پوهېدمه؛ ځان راته بیله نړۍ کې ښکارېده او هېڅ مې دې ته فکر نه کول چې ولې دا خیال ګورم. پلار به راته ویل ته په ځان میینه یې؟ دومره وخت هم څوک د ايینې مخې ته تېروي؟
کله مې هم فکر نه کوله چې زه دې د ادبیاتو په محصلۍ دورې کې دومره همت وکړای شم، چې خپلو هیلو لاسته راوړلو لپاره لومړی ځان او بیا کورنۍ سره وجنګېږم. هر څه عجیبه تر سره کېده، ماتې او ژړاوې مې ګېرې وزغملې؛ ډېرې شپې به نا هیلې خپلې بسترې ته لاړمه. یو څه هم چې هېڅکله ناهیلې نه شومه؛ روښانه او ښه سبا ته به مې تمه وه. لومړی ځل مې پلار جان ته وویل چئ زه غواړم کار وکړم.
هغه راته وویل ولې؟ څه دې کم دي؟ وږې پاتې یې؟ درس او پوهنتون در پاتې، پر تا کوم فشار دی. درک مې کړ چې پلار مې څومره حساس دی. غوسه یې سړه شوه پوښتنه یې وکړه چیرته کار کول غواړې!؟
ما وویل: رسنیو کې کار کول غواړم.
بیا یې وویل دا بحث همدلته ختم شو، له دې کار لاس ومینځه.
زړه مې ډک شو له ځمکې غږ واته له ما نه. همداسې یوې رسنۍ ته لاړمه زه یې دننه پرې نه ښودم؛ سره غرمه وږې تږې همالته ودرېدمه؛ حیرانه ولاړه ومه چې د پلار خبره راته یاده شوه”لورې هر چېرته چې لاره درنه ورکه یوازې پلار ته دې زنګ وکړه ځان تر تا رسوی.” همداسې مې وکړه پلار ته مې زنګ وکړ. اول یې راته اوبه او جوس واخیست؛ ډېر ورخطا و؛ موسکا یې وکړه پلار دې شته. حس مې کړ چې د پلار درک کول سخت کار دی.
دنده مې پیدا کړه؛ ځای یې لرې خو بختوره په دې وم چې ډېر ښه ځای او ښه خلک و؛ ښه معاش و. دا مې هیله وه چې معاش ولرم؛ مور جانه او پلار جان ته ډالۍ او ورونو ته مې کلیزه ونمانځمه؛ بس هیلې ډیرې او زه لا د لارې پیل کې. کله بیکاره او کله به مې له کوره انلاین دنده کوله؛ د کار پیل و ګڼه ګوڼه او لوړې ژورې مې ډیرې ولېدې. څومره چې دندې کې راباندې سخته راتله هومره مې خپل پلار جان درک کول.
اوس نه یوازې دا چې پلار مې زما کار کولو سره ستونزه نه لري بلکې لا مې هڅوي او ملاتړ مې کوي. انسان هغه وخت خپله کورنۍ درک کوي، چې د هغوی پر ځای شي. تاسو به فکر کوئ چې ګواکې ما دا حس له واده وروسته پیدا کړی؛ خو نه لا مجرده یمه. کله چې دندې ته تلمه پلار راته اندېښمن و، کریډت لرې، کرمچ پښو کوه، موبایل چارچوه، اوبه او ډوډۍ دې پر وخت خوره او داسې ګڼې نورې سپارښتنې؛خو زه چې به له دفتر تر کور تلمه راتلمه هیڅ مې نه اخیستل هغه وخت مې معاش لا معلوم نه و. ویل به مې وړه وې پیغله شوې.
د پلار سختي موږ لپاره؛ دا چې ښه خواړه یې پرته له موږ نه خوړل؛ په خوشحالۍ او هر چېرته اولادونه په یاد لرل او په ټوله کې د پلار درک کول ډیر سخت کار دی. غواړم دا لیک تر هغو پیغلو او ځوانانو ورسوم، چې فکر کوي مور او پلار دوی ته څه نه دي کړي. هغه احساس درک کړي چې اولاد یې په دوو سترګو نه شي لیدلی. سختۍ، کړاوو د اولاد راتلونکي لپاره ګالي. د اولاد هیلې پوره کول لپاره شپه او ورځ یوه کوي. ولې ناوخته راغلې، چېرته وې، ناروغ نه شې دا ټول رېښتنې او سپېڅلې مینه نښه ده. هغه لاسونه چې دعا ته پورته کېږي باید ښکل شي. پلار او مور هېڅکله وعده نه کوي د وعدو پر ځای عملاً د ژوند هره برخه کې مو ملاتړي او لاروي پاتې کېږي.
او په پاې کې زه مې له خوږې کورنۍ (مور او پلار) څخه نړۍ نړۍ مننه کوم، چې ما ته یې تل پاکه او سپېڅلې مینه راکړې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.