اخر دې بوتلم ميکدې ته

بنفشه پوپلزۍ

344

د پوهنتون ښکلې او زړه راښکونکې فضا وه. هره خوا به غونچه غونچه محصلين ولاړ يا ناست و. کوم ځای کې به ملګري کوم ځای کې به مين سره ګرځېدل. په محصلينو کې د شهير په نوم يو ښکلی, هوښيار او مغروره ځوان و‌‌. لايقت کې يې هم په سر نر نه درلوده ډېرې نجونې پسې وې. ډېرو به ورته وړانديزونه کول خو د ده غرور تر هسکو غرونو هم هسک وو. د وړانديز منل خو را پريږده جواب به يې لا نه ورکاوه. په مينه يې باور نه درلوده. ملګرو ته به يې ويل له دې خبرو لرې ګرځئ شخصيت مو خرابوي…
خو له ورځو يوه ورځ يې په يوې ډېرې ښکلې, باعزته او ځان په شان مغرورې نجلۍ سترګې خوږې شوې. څو ورځې ورته تاويده په نوم يې ځان ورته پوه کړی و ځان سره به يې ورو,ورو ګلالۍ ګلالۍ ويلې خو له دومره غرور سره به دا غږ څنګه لوړ شوی و;ځکه شهير هغه څوک و چې مينه يې نه خوښوله او اوس يې ځان ډېر کم ګاڼه چې اوس څنګه…
اخر يې يوه ورځ خپل احساس ورته ښکاره کړ او ګلالۍ ته يې د مينې اظهار وکړ. دا چې ګلالۍ له مخکې پوه شوې وه نو شهير چې څنګه ځوان و ورته ښه معلومه وه هيڅکله يې نه غوښته چې له لاسه يې ورکړي د هو جواب يې ورکړ. د ورځو په تېرېدو سره يې مينه زياتېدله د شهير هغه لايقت هم نه و پاتې ټول فکر به يې له ګلالۍ سره و. يوه ورځ يې ګلالۍ ته د رويبارۍ خبره ياده کړه ورزياته يې کړه چې نور داسې راته ګرانه ده کورنۍ مې درځي خبرې مې ورسره کړي د کور ادرس دې راکړه چې په مرکه درسي. ته هم که امکان لري د کورنۍ سره دې خبرې وکړه. ګلالۍ له ډېرې خوشحالۍ په ځان نه پوهيده ورته وې ويل سمه ده د کور ادرس په مسيج کې درته ليږم. شهير ته يې د ښه ژوند ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به يې ډواړه په ګډه وکړي. دواړه ډېر خوشحاله و په خوشحالۍ يې خدای پاماني وکړه. ګلالۍ کورته لاړه … خو داسې لاړه چې بيرته رانغله. هيڅ يې بيا درک معلوم نشو لدې ورځې وروسته د ګلالۍ نمبر بند شو. شهير به هره ورځ د ګلالۍ د راتلو په هيله پوهنتون ته راتلو خو د ګلالۍ هيڅ څرک نه ليدل کيده. د شهير حالت ورځ تر بلې په خرابيدو و. ډېره پلټنه يې وکړه خو هيڅ يې هم لاسته ورنه غلل. نور يې نو نه هغه غرور پاتې و او نه يې هغه په ځان باور. د ډېرو نجونو زړه پرې يخېده. يوه ورځ يې يو ملګري ورته د يو نشه يي ټابليټ وړانديز وکړ.
۔درد او غوسه به دې بشپړه ختمه کړي يو ځل يې تجربه کړه.
تجربه نشوه بلا شوه له يو نشه
يي ټابليټ نه په رنګا رنګ نشو اخته شو. دا هغه شوه چې شهير به تل ويل: له مينې لرې ګرځئ چې په بلا مو اخته کوي نن ورځ شهير په بلا اخته شوی و. په حالت به دې زړه ورته بديده د ده په کتو سره به دې ويل اه… رتښتيا مينه ډېره کچه وي. نور نو شهير د پلونو د لاندې شو وختونه تېر شول خو د ګلالۍ لا درک نه و معلوم. يوه ورځ شهير په سرکونو لا لهانده ګرځيده د يو موټر له څنګه تېرېده د موټر په ښيښه کې يې ځان ته ورپام شو . مودې وروسته يې ځان ليدلی و څيرې او خيرنې جامې, ببر او ناولي ويښتان هغه ښکلا يې نه وه پاتې. شخصيت ته يې دومره ضربه رسېدلې وه چې د يادولو نه وه د يو روږدي شخصيت به تر کوم حده رسېدلی وي… هر څه يې تالا شوي و هغه څه پرې راغلي وه چې کله يې هم فکر نه و کړی. پر ځان يې ډېر زړه وسوځيده مړې اوښکې يې پر مخ راغلې ځان سره يې ورو وويل:
اخر دې بوتلم ميکدې ته
د جانان غمه په رښتيا کافر دې کړمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.