نجلۍ که هر څومره ښايسته وي

بنفشه پوپلزۍ

645

د ټوپک ډزې شوې د ماشومانو شور ماشور شو منډې رامنډې يې شروع کړې هلې ناوې يې راوسته .ناستې ښځې ورجګې شوې له دايرې سره يې دا بدله ورته کوله ستړې مشې خور مبارک دې نوی کور
ستړی مشې شاه مبارک دې شاه ليلا
ناوې يې بر سر له زوم سره ودروله د ناوې له مخ نه يې شين بنارس شال لرې کړ ښځو ناوې په ستاينه شروع وکړه وای ماشاالله سيد اکبر اکا خپل زوی ته ډېره ښايسته ناوې راوستې زوم سترګې رډې کړې په سر ايښې غمي والا پريکړې خولې يې وړاندې وروسته کړه وريځې يې پورته او پوزه يې کش کړه ښه ده نو ناوې په خپلو غټو بڼورو سترګو ورخطا زوم ته وکتل. ولاړو ښځو وخندل د سيداکبر زويه سويه دې بيخي جګه ده تر دې زياته .ټولو ښځو د ناوې ستاينه کوله له ټونګورانو يوې غږ کړ شکر وباسئ له ښایست سره سره له درنې کورنۍ هم ده داسې ناوې مو درکړې چې په ټول ډنډ يې جوړه نشته .ديخوا دوې ښځې سره وبونګېدې يوې يې وويل بيچاره ښايست خدای ورکړی خو بخت يې نده ورکړی بلې ورغبرګه کړه هو د زوم نخرو ته بیا ګوره خورې هغه څنګه وايي چې ښه مڼه د شغال خوراک ده دا خوارکۍ به له ده بد اخلاقه عملي سره ټول ژوند څنګه تيروي.
کال وروسته د نجلۍ ماشوم پيدا شو د نجلۍ ټوله پلارګنۍ يې د ماشوم مبارکۍ ته ورغله د نجلۍ په ليدو يې ټول خپل ډېر خواشيني شول ترور يې ورغبرګه کړه لورې هيڅ مې ونه پيژاندې دا ولې داسې خرابه شوې يې ګنکسه ګوله شوې يې يوکال دې لا له واده نه کيږي د قرنو زړه ښکارې. نجلۍ مړه مړه ورته وکتل سترګې يې له اوښکو ډکې شوې :نجلۍ که هر څومره ښايسته وي
چې د بې ننګ په کور واده شي خاورې شينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.