له زده کړو بغېر پرمختګ ناشونی دی 

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

379
د هرې ټولنې د پرمختګ او بقا لپاره یواځینی شی تعلیم دی. تعلیم خپل ارزښت هېڅکله له لاسه نه ورکوي، له تعلیم څخه بغېر پرمختګ فقط خوب او خیال دی. په دنیا او اخرت د فلاح او کامیابۍ لاره یواځې او یواځې تعلیم دی. د هر هېواد ترقي او پرمختګ د هغه هېواد تعلیمي نظام پورې تړلی دی.
د هرې ټولنې د روښانه مستقبل لپاره پر تعلیم خاصه توجو پکار ده. خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې له پخوا څخه د ژوند د نورو اړخونو سره سره د تعلیم برخې هم پوره صدمه لیدلې.  دغې ارزښتمندې شعبې ته اول خو هېڅ توجو نه ده شوې، او که شوې هم ده په نش کې ضرب ده. هر رژیم، چې واک ته رسېدلی دغه شعبه یې د سپر په څېر کارولې، د خپلې ایډیالوژۍ پر بنا یې ورته تعلیمي نصاب ټاکلی او د خپلو موخو لپاره یې پر تعلیمي او زده کړییز چاپېریال سیوری غوړولی دی، چې په سبب یې د یو بشپړ منظم تعلیمي نظام په حاېل کې کمی راغلی، او کلونه کلونه به نوموړی کمی محسوسېږي. دومره وخت په تېرېدو سره لاهم پدې نه یو توانېدلي چې موږ باید څه ډول تعلیمي نظام ولرو او زموږ د تعلیمي نصاب په کومو برخو کې تغیر ته ضرورت دی؟ خوېندې مو دوېم کال دی په خپلو کورونو کې ښوونځېو ته د تلو شېبې شمېرې. اکثره یې په رواني ستونزو اخته شوي. د نظام دغه ستړی کوونکی حالت زموږ تور راتلونکي ته ټاکلی ادرس ورښایي.
د تعلیم په نوم د شعارونو ورکوونکي تش د شعارونو پورې مختص شوي دي. هغه چې د اقتدار خاوندان دي هغوی هم مازې د خپل شهرت لپاره غږ پورته کوي. که کوم حکومت د تعلیم په برخه کې کوم بنیادي کار کړی هم وي، چې کله بل حکومت راشي تېر کار ناقص کړي او خپله طرحه وړاندې کړي. ښه بېلګه یې پدې وروستیو ورځو کې د پوهنې وزارت لخوا د دارالمعلمینو منحلېدل دي که دوی ته د معارف په بدنه کې بدیله لاره ولري او سمدواره یې په بدیلو دندو توظیف کړي خو ښه به وي، کنه نو څه کم څلور زره کادري غړي به له لاسه ورکړي. دوی واقعاً د معارف د ملا تیر دي. پدې په میلیاردونه افغانۍ مصرف شوی هر کادري غړی د لوړې علمي رتبې څښتن دی دوی د سلهاو کتابونو مؤلفان دي که له دوی څخه د معارف په یو بل چوکاټ کې کار وانخستل شي دا به د معارف او د هېواد د تعلیم سره نه هېرېدونکې جفا وي.
پداسې حال کې چې نړۍ په چټکۍ سره په پرمختګ کې ده، نو زموږ  زده کوونکي اړ دي، چې نوي مالومات تر لاسه کړي او د نړۍ له پرمختګونو  څخه آګاه وي خو زموږ په تعلیمي دستګاه کې هېڅ تغیر نه لیدل کېږي او دا خبره ډېره د اندېښنې وړ ده، چې زموږ  دولتي تعلیمي نظام د ترحم وړ دی.
  ځینې ښوونځي به وي، چې په نوي سهولتونو مزین دي چې پدې ښوونځیو کې د زده کوونکو ذهني او جسماني اړتیاو ته په کتو زده کړییز چاپېریال برابروي، خو دا قیمتي ښوونځي تر خاصو خلکو محدود دي.  هاخوا زموږ په ګاونډ هېوادونو کې خلکو د تعلیم په برخه کې ستر ستر انقلابونه راوړي هلته ټولې طبقې که هغه نر دی که ښځه که هغه غریب وي یا مالداره ټولو لپاره یوشان تعلیم او تعلیمي نظام برابر دی. ددې څخه دا پایله راغله، چې ددې هېوادونو ځوانان په نړۍ کې په نوموتو ادارو کې پر دندو ګمارل کېږي. خو برعکس زموږ په ګران هېواد کې د تعلیم سره علاقه نه ښودل او لوړې زده کړې یواځې هلکانو پورې تړل په لوی لاس د هېواد د شاتګ عمده سبب دی. هر باشعوره قوم د هرې زمانې او وخت لپاره خپل تعلیمي نظام کې مناسبې تبدیلیانې راولي خو دا زموږ بدقسمتي ده، چې زموږ مشران د اعلا تعلیم او تعلیمي نظام کې د بهترۍ راوستلو په پار کوټلي او د مشاهدې وړ خدمات نه دي کړي. داچې په یوشتمې پېړۍ کې ژوند کوو نو اړیو چې د پرمختللې نړۍ سره قدم واخلو او د تعلیم په ډګر کې ورسره ځانونه سیال کړو او شته تشې په خپلو کوښښونو ډکې کړو. د تعلیمي ادارو دا دنده او مسئولیت دی، چې زده کوونکو ته مناسب زده کړییز چاپېریال برابر کړي داسې، چې په هغې کې ټولې زده کړییزې اسانتیاوې موجودې وي. داخبره سمه ده، چې د وخت په تېرېدو سره د هېواد په تعلیمي نظام کې ځینې اصلاحات پکار دي. خو تر هغه چې په تعلیمي نظام کې برابری نه وي راغلی تر هغې به مو د تعلیمي اصلاحاتو چغې بې فایدې وي. تعلیم نه یواځې انسان له فنونو او تخنیکونو سره اشنا کوي بلکې انسان د انسانیت معراج ته په رسولو کې مهم رول لري. هرکله چې واحد تعلیمي نظام شتون ولري نو غربت او فقر هم د تعلیم مخه نه شي ډپ کولی. او دا د دولت مسئولیت دی تر څو خپلو خلکو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.