د مرسلې پر سرستوري (ناول)/۲ برخه

لیکوال : ع. رشید

400

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سرستوري (ناول)

 (۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۳)

پـــلرونــه او زامـــــــــن

           څه باندې یوه میاشت شوې وه،چې د شوروي پوځیانودغه غونډ دغزني د لرغوني ښار له دنګو اوپرتمینو منارو لږ پرجنوب باندې ځای پرځای شو،تردغه وخته هم لا پریکړه نه وه شوې چې دا ځای به دیوې پیاوړې قرارګاه  بڼه غوره کړي که نه ؟ځکه چې دلته تراوسه هم دشاوخوا سیمو حالات  نورمال اوقابو نه ښکاریدل ، خو له دې سره سره  دغې سیمې بیایولړ ښیګړې هم درلودې: یوه یې داوه چې له دغه ځایه د غرني ښاراوهم د سردې بند چې د مرسلې په څنګ کې پروت و، په یوه واټن کې پراته ول، بله داچې د پکتیا – غزنی دلویي خامې لارې ساتنې لپاره هم په زړه پورې وه،همدالامل وچې بیا وروسته ورو ورو په یوې پیاوړې پوځي اډه باندې بدله شوه.دولتي ځواکونه هم له روسي هغوسره لاهم ملګري وو،دنادرجان او کرچکوف انډیوالي هم اوس کلکه خو لاڅه چې د زړه له کومي شوې وه ، په دې چې اوس د دوی ترمنځ هغه یولړتوپیرونه چې کله کله به رامنځ ته کیدل ګرد سره له منځه تللي وو،په عین حال کې کرچکوف ته څه دنادرخان اوڅه هم دخپلولیدوکتو له مخې اوس دامعما هم په ډاګه شوې وه چې( دوی د څه او چا لپاره دجنګ په لور روان دي ؟)،دی اوس په ډیرو شیانوپوهیده همداوه چې کله کله به ترخوله راوتل اوویل به یې :

–   شوروي ځواکونه افغانستان ته دشوروي دبدنامۍ اورسوایۍ په خاطرراغلي دي،ددغه کارراتلونکي به په هیڅ ډول د دوی لپاره د ډاډ وړنه وي، داد شوروي واکمنۍ هغه تاریخي تیروتنه وه چې د شوروي تا ریخ به تل دغه تورداغ دخپل تاریخ پرمخ دیوه شرم په توګه لري …

خودا ګردې خبرې اوس دنادرجان اوکرچګوف ترمنځ د دوی د زړونو له رازونو وې،کله به چې دوی دواړه سره یوځای شول،تل به په همدغه باره کې ږغیدل… په هغه ورځ چې دغونډ قوماندان اودنادر جان دکندک سیاسي آمربهادرخان کتنه درلوده ، نادرجان یې خبرې ژباړلې وې،دهغو ترمنځ خبره نژدي په مرګ باندې پای ته رسیدلې وه،د دوی دعوه پردې وه چې وړمه ورځ روسي او دولتي سرتیرو دعملیاتو لپاره یو ځای شلګراوځینونورخایوته تللي ول،کله چې کلي ته ورنژدي شول،له کلي پردوی پرله پسې ډزې کیدې، ددغو ډزو په مقابل کې روسي سرتیرو پرکلي باندې د درنو  درنو توپونو ګولۍ و اورولې،ډیرلوی کلي و،زیات خلک په هغه کلي کې اوسیدل ، د پراخو او شنو کروندو په لیدویې زړه روښانیده …خو د روسانو دګولیو په غوبل کې ددغه کلي خلکو خپل هرڅه ،کورونه،کروندې اوان ماشومان له لاسه ورکړل اود دوی له لاسه یې دهغوڅو ګولیوپه بدل کې قیامت په ژوند ولید.روسي سرتیرواود عملیاتو قوماندان دولتي سرتیروته پرکلي باندې دننوتواجازه نه ورکوله، کله یې چې کلی په درنودرنو ګولیه سوری سوری کړ،بیاهم کلي ته لومړی دوی ننوتل ، کورونه یې تلاشي کړل،په کلی کې خوپرهغه مهال له ماشومانواومیرمنواوسپین ږیرو پرته نورڅوک نه وو پاتې.دوی چې کله دکورونو په لټولو باندې پیل وکړباید په وسلو اونورو شیانو پسې څارو شوي وای،خودوی برعکس هڅه کوله چې نغدۍ روپۍ اوچرس ومومي اوله ځانو سره یې یوسي،همدغه خبره وه چې د کلي ددکاندارعجب ګل پردوکان باندې ورننوتل،خدای شته چې هغه خوارکي له دوی سره دکورونو په لټولو کې مرسته هم کړې وه،هغه په دي خاطرڅو دده له دکانه دده شیان تری چورنه کړي …کله چي روسي پوځیان دده دکان ته ورننوتل، دهغه په پلټلو یې پیل وکړ.دی پوه شوچې روسانو دده ډنګ ډیوال دکان ته هم سترګې نیولې اوغواړي چې اولجه اوغلا ترې وکړي،ده ته په هم شیبه کې وریاده شوه چې :

  – د ژمي په تودوخه اود دښمن پرخندا باید څوک تیرنه وزي …

دده له دخله یې پورپنځلس زره روپۍ راویستې،کله یې چې خپلې روپۍ د شوروي په لاس کې ولیدې،پرې ورټوپ یې که هغه که هرڅومره ورته وویل:

 – بخشش … بخشش … برای ما … برای ما …

خو ده یې له لاسه کش کړې،روسانو که هرڅومره هیله ترې وکړه،چې وریې کړي،خوده ورسره نه منله… خپله لاسونه یې کلک پرخپلو پیسو باندې نیولي وو،… مازدیګر لوړوچې دهغه لاسونه دهغه په خپله پګړۍ وروتړل اوله کلي یې د بسمچي په نامه له پنخلسو زروسره یوځای روان کړ،دماشومانواومیرمنې چغې یې یوازې له خدایه پرته بل چا نه اوریدې …

هغه یې له کلي ویوست ،ګردوکلیوالو وړو او زړو یې ننداره کوله،کوم کلیوال چې لږ دلاس اوپښو وو،هغوی ټول له کلي وتلي وو،هغوی چې دلته وو،هغوی زیاتره زاړه وو،په هغوی کې به هم یوه یوه لا داخبره هم کوله چې :

ـ خدای دحقې لارې مل دی،زموږ کورونه خویي ښه ګوته په ګوته ورښودل،دایې سزا،ده دلړم د یارانې نه وو اوریدلي،ښه شوه چې ویې لیده …

عجب ګل یې له کلي زیات لري لري نه وبیولی،چې له جیبه یې پیسې راویستې، په دې خاطر چې له هغو څوکسانو نورپرې خبرنه شي، نویې دبرچو څوکو ته واچاوه ، اوپرهغو یې سوری سوری کړ…هلته یې له کلي لږ لرې ترخاورولاندې واچاوه ځکه دوی فکرکاوه چې هغه نوره ساه ورکړې اومړدی،دوی ترې لاړل…کله چې دولتي سرتیروته اجازه ورکړه شوه، هغوی پرهمدغه لاره تیریدل، ویې لیده چې هغه ترسپیره خاورو لاندې د ځنګندن وروستۍ سلګۍ وهي،پرخاورو باندې یوې اوبلې خوا ته دردونه خوری اوراخوري …لایي په بدن کې ساه چلیده چې په دولتي سرتیرو یې سترګو ولګیدې،په سترګوکې داوښکو نامرادې غوټې کرارکرارمړاوې کیدې،خوله دي سره سره یې هم له په ماتو الفاظوکې ترخوله راووتل :

ـ  روسانو… غلو… پیسې … پنځلس ….

لومړی خودوی ته دومره زیاته پته نه لګیده خووروسته جګړن عبدالله خبره روښانه کړه،هغه اصله خبره کلیوالوهم کړې وه، بیا یې همدغه روسي ډله هم څارلې وه،له هغوی سره یې دعجب ګل ماما پیسې موندلې وې،خوهغه خوارکي هغه روپۍ چې ژوند یې پرې بایلود نورې هغه پیسې په لاس کې ونه نیولې،هغه روپۍ چې په یوعالم ستونزو یې درشیدانو په هغه لرې سیمه ییزدکان کې دچا په خبره په ګوړه او ګازره موندلې وې،همدغه خبره وه چې د نادرجان دکندک سیاسي آمراودکرچکوف دقوماندان خبرې نژدې د دوی دواړوترمنځ په وژنه پای ته رسیدلې وې …بهادرخان پرهمدغه خبره زوراچاوه اوویل یې :

ـ  سرتیري موغله دي،دخلکو پرشتواومالونوباندې وربلوسي، لوټي یې چې داکار زموږ خلک کله هم نه شي منلی اونه به یې وزغمي، تاسې باید موږ اوزموږ خلک وپیژنۍ …

خوروسی قوماندان بیا په خپله خبره ولاړ و :

ـ موږ خپله پوهیږو چې څه باید وکړو،تاسې ځان ډیرمه سرشکوئ، څه چې موږ وایو،څه چې موږکووهغه سم دي،هغه باید وشي …

نادرجان همدغه کیسه په همدغه شان کرچکوف ته وکړه، په عین حال کې یې دا پوښتنه هم ترې کړې وه چې د قوماندان ددغې خبرې مانا چې « موږ خپله پوهیږو چې څه باید وکړو » څه ده  …

هغه سپین زړی روسی و،بې له ځنډه یې داخبره په ځواب کې ورغبرګه کړه :

ـ پوهیدل،موهیدل نشته، دوی یوازې پردې پوهیږي چې څنګه بې ګناه افغانان ووژني اویاهم څنګه بی ګناه معصوم روسي پوځیان نیمه خوا شي …هو، د دوی ټوله پوهه همدغه ده اوبس،دی خو لاڅه کوې ،که زموږ واکمني پوهیدای نو بیا به یې خپل ځوانان افغانستان ته نه رالیږل اودلته به یې داورپه تبۍ نه کینول…ته پوهیږې چې یوازې په پرونۍ جګړه کې شل تنه روسي سرتیري اودوه تورنان وژل شوي دي ،دوی باید دغې پوښتې ته ځواب ورکړی وای چې زموږ دغه دګل په شان ځوانان دلته د څه او چا په خاطر وژل کیږي ؟

«««

له عملیاتو دوې ورځې وروسته په غونډ کې د یوې په زړه پورې خوښئ انګازې پورته شوې، دهرکندک او ټولي پرسرښکلي څراغونه اوپه ښکلو ټوکرانو باندې پسولل شوي شعارونه په روسي اوخال خال په پښتو او دري ژبو باندې ځوړند شول ،  دوې درې ډلې ډمان اوښکلې ښکلې سندرغاړې اونڅاګرې هم ان له شوروي راورسیدې،ا صله خبره چا ته نه وه معلومه،خو دوې ورځې دمخه دغونډ سرتیرو ته خدای ورکړې وه، د شپې او ورځې به دوی وو او د نڅاګرو نجوني نڅاوې او سندرې …دنادرجان لپاره هم په دغو ورځوکې ډیره اړتیا وه ، ځکه چې په روسي ژبه پوهیده، دنورو افغانانو په پرتله ده ته کله ناکلکه یوڅه زیات ترخه او تاوده رسیدل،نورو به یوازې د ساده قروانې په مستې سره هرماښام د سيینو لیچو،سرو اننګواوخرمایی زلفو،نیم لوڅونجونو دنازکواندامونوننداره کوله، داسې به په کې ډوب ول چې د نازکو اومستونڅاګرودهرنازک خوځون  سلسله به نه ترې خطاکیده … په دریم ماښام نادرجان اوکرچکوف سره یو ځای شوي ول،بیا یی یوه اوبل ته دخپلو تبصرواود زړه د دردونه کوڅې پرانستې وې،کرچکوف به هروخت اوهرځای کې هرڅه ته مخکې تردې چې خوند ترې واخلي،مثبت یې وارزوي دهغه انتقادي اړخ ته ګوري … همداوه چې د کرچکوف پر تروه ټنډه باندې دغوټولوروسي سندرواو نڅاوو بیاهم څه اغیزه نه وه کړې …هغه خپلو واکمناناتو ډیربدبین انسان و،په دغو ورځوکې خوهرچا له ده سره خبرې هم نه شوای کولای،ځکه دی دتیرې اوونۍ وژنو ډیر ځورولی و،په هغه مهال چې دوی دواړه سره یوځای شوي ول، نادرجان ته یې داخبره کړې وه …

ـ  فکر دې دی چې زموږ روسان غواړي،« ټر په پر » پټ کړي، غواړي دهغو شلوتنو سرتیرواودوو روسي تورنانو دمرګ غمیزه په دغو سازونو،نڅاوو او…سره  زموږ او نورو سرتیرو له یاده وباسي …دا زموږدمرګ سازونه دي، داهغه سازونه دي چې دهغورنګین محفلونه زموږدوینو بوي کوي، داهغه سازونه دي، چې ستاسې پر بی ګناه خلکوموږومستوي،څودهغوی بی ګناه وینې نورې هم په بې ګناهۍ سره تویې کړو،انسان څومره حریص دی،څومره تنګ نظره دي چې یوازې د ځاني پرتم او حرص په خاطردهرډول نظام ترسیوري لاندې بیاهم تیري کوي، بیاهم خپل هم نوع وژني اوهم هغه دهابیل اوقابیل دود له یاده نه باسي…اوداهغه سازونه دي چې په ویرژلوانګازوکې به یې زموږ جنازې دمسکود سره ډګرله پاسه په سرو نامرادو ډولیوکې تیریژې اوزموږ دکرملین روسي سرکوزي به سترګې پرې پټوي اوزموږ  دځوانیو بیه به یوازې دانترناسیونالیزم ترسیلي لاندې دیوې لویي غولوني پرتم وي …د تیرې اوونۍ وژنې او ددې اوونې سندرې او نڅاوې … ؟؟؟

ددغو خوښیواوخوشالیو په جوړیدو له کرچکوف او نادرجانه پرته ډیرلږ کسان پوه شول،دغونډ په شاوخوا چې دافغاني پوستوسرتیري دیره وو،هغوی به هم له یوه بل سره په ناخبرئ کې دا سره ویل :

ـ  دانیکمرغه خلک دي،د دوی ګرد ژوند همداسې له خوښیواوخوشالیو سره مل دي …

خود خوښیو په اړه اصلي خبره هم هغه د شلوتنو سرتیرواو دوو تنو تورنانومرګ و . د شوروي د پوځ لوړو چارواکو فکرکاوه چې دا ډول مرګونه د دوی د پوځیانو پر روحیه باندې بده اغیزه کوي،همداوه چې د دوی د مورال د پیاوړتیا په خاطر یې دا دومره ورځې اوشپې دانوي  جوړشوی غونډ دسندرو په انګازو پرسراخیستی و…  همدغه شپې وې چې کرچکوف نادرجان ته په هغوکې داخبره ور یاده کړې وه :

ـ  دا دریمه ورځ ده چې د شوروي دنامتو پوهاند سخاروف محاکمه په شوروي کې روانه ده …

دنادرجان لپاره د سخا روف څیره څه نا آشنا څیره نه وه،دغه ستر انسان د افغانستان ګردو خلکو په ښه توګه پیژانده، دی وچې څوڅو وارې یې په شوروي کې د بشری آزادۍ د پلوي په توګه ټکول شوی و، دی وچې په شوروي کې د سولې آزادې اورښتینې دموکراسئ تلپاتې مجسمه یادیده. په افغانستان یې دهغو شوروي سرتیروا فسرانود نارامو زړونو په تل کې ځای نیولی و، چې اوس دلته دافغانستان په غرو اورغواودغو تنګو تنګوخوسرلوړودرو کې له ا فغانانو سره جنګیدل او وژل کیدل،ده پرهغه مهال چې دغه پوځیان دغه هیواد ته را واستول شول،خپل آوازد دغو ځوانانو په اړه پورته کړاو ویې ویل :

ـ  په دغه شرموونکي عمل ډیرخواشینی شوم،شوروي واکمنۍ باید زموږدخلکو زامن افغانستان ته نه وای استولی، دوی حق نه درلود چې په هغه هیواد کې د امین پرقانوني حکومت یرغل وکړي… ځکه  چې شوروی عمل یویرغل دی اوپرافغانانو باندې تیری اوله هغوی سره تاریخي ظلم … هو، زموږ بچیان باید هلته نه وای استول شوي،ځکه دا زموږ هغه نسل دی، هغه نازولي بچیان دي چې پلرونه یې د دویمې نړیوالې جګړې تورتم نیمخوا له منځه یووړل اودغه زلمي زامن به یې د افغانستان دخونړۍ جګړې له لمبوڅخه بیرته ژوندي راستانه نه شي !

پاتې لري ….

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.