يوناما: د طالبانو د واکمنۍ راهیسي ۲۱۸ غيرقانوني قتلونه ثبت شوي

662
2 ساعتونه مخکې

په افغانستان کي د ملگرو ملتو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي دي چي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، د عمومي عفوی پر اعلانولو سربیره، د پخوانيو امنیتي ځواکونو او پخواني حکومت څه د پاسه ۲۰۰ کارکوونکي وژل سوي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتو مرستندویه هیئت د سه شنبه په ورځ د اندیښنې په څرگندولو سره ویلي دي چي د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي بیا د روان کال د جون تر میاشتي پوري یې، ۲۱۸ غیرقانوني وژني چی له طالبانو سره تړاو لري، ثبت کړي دي.

یوناما زیاتوي: «په ډېرو پیښو کي دغه کسان مخکي له دې چی ووژل سي، د حاکمې ادارې د امنیتي ځواکونو له خوا تر توقیف لاندي نیول سوي دي.»

په رپوټ کي راغلي دي: «ځیني یې توقیف خانو ته انتقال سوي او هلته وژل سوي دي، دا په داسي حال کي ده چي ځیني یې نامعلومو ځایونو ته وړل سوي، وژل سوي او جسدونه یې تر خاورو لاندي سوي او یا هم خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.»

دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو لوړپوړو چارواکو تل دا ویلي دي چي د ملا هيبت الله د امر له مخي، د حکومت پخواني غړي او امنیتي ځواکونه په (عمومي عفوه) کي شاملیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملگرو ملتو د مرستندویه هیئت په جواب کی ویلي دي چي د عمومي عفوي د نه مراعاتولو په هکله یې هیڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي او که د دغه امر د نه رعایتولو په اړه کوم مورد موجود وي، نو په هکله به یې پلټني وکړي.

یوناما ویلي دي چي شاوخوا نیمايي هغه وژني چي ثبت سوي دي، واک ته د طالبانو د رسیدو په لومړنیو څلورو میاشتو کي ترسره سوي دي. دغه سازمان په ۲۰۲۲م کال کي د غیرقانوني وژنو نورې ۷۰ پیښي ثبت کړي دي.

یوناما  ویلي دي: «د ډیریو سرغړونو په اړه چي په رپوټ کي ورڅخه یادونه سوې ده، محدود معلومات په لاس کي سته چي حاکمو چارواکو دي د دغو پیښو د څیړلو او عاملینو د حساب ورکولو له پاره دي ترسره کړي وي».

د پخواني حکومت د غړو پر وړاندي د طالبانو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړوني ۸۰۰ پیښې

د ملگرو ملتونو مرستندویه هیئت په مجموعي ډول د طالبانو په تړاو د پخواني حکومت د غړو او پوځیانو په وړاندي له بشري حقونو څخه د سرغړوني ۸۰۰ پیښي ثبت کړي دي چي په هغو کي خپلسري نیوني، د خلکو لادرکه کیدل او شکنجې شاملي دي.

یوناما څرگنده کړې ده چي زیاتره دغه سرغړوني دپخوانیو امنیتي ځواکونو او پولیسو په وړاندي ترسره سوي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو د شکنجې او بدچلند څه د پاسه ۱۴۴ پیښې ثبت سوي دي چي پکښي د کیبل او پیپ په واسطه وهل ټکول،   شفاهي تهدید او ځورونه شاملیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي د دغي ډلي روحاني مشر ملا هيبت الله آخندزاده د عمومي عفوي یو فرمان او د نیول سوو کسانو د شکنجې او بد چلند په وړاندي یو بل فرمان هم صادر کړی دی.

دغه وزارت د طالبانو د ادارې په امر غیر قانوني وژني او د هغو کسانو تر هدف لاندي راوستل رد کړي دي چي پخوا د دغي ډلې پر وړاندي جنگیدلي او یا یې هم د لویدیځ په ملاتړ حکومت سره کار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کي چي یوناما په خپل دغه رپوټ کي هم خپره کړې، ویلي دي: «د پخوانۍ ادارې هیڅ کوم نظامي کارکوونکی، په امنیتي ادارو کي د خپلو فعالیتونو په دلیل، نه نیول سوی، نه توقیف سوی او نه هم شکنجه سوی دی».

خو بیا هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: «د پخوانۍ ادارې هغه کارکوونکي چي د اسلامي امارت په مخالفو ډلو کي شامل سوي او یا هم نظام ته د زیان رسولو په هدف یې نظامي فعالیتونه کړي، نیول سوي او عدلي بڼسټونو ته معرفي سوي دي».

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.