عمري عدالت

ژباړن: شرر ساپی

466

عمر رضي الله عنه چې به کوم سړي په دنده وګوماره، نو د انصارو او نورو اصحابو يوه ډله به یې راوستله، څلور شرطونه به یې پرې کېښودل: په تاتاري اس دې نه سپریږي، نرۍ جامې دې نه اغوندي او ځانګړی خوراک دې نه کوي، د خلکو د اړتیاو په وړاندې دې دروازه نه تړي او محافظ دې نه نیسي. یو ځل د مدینې په کوڅو کې روان و چې یو سړي ورباندې غږ وکړ: ای عمره، ایا دا شرطونه به تا د الله تعالی نه خلاص کړي او په مصر کې ستا والي عیاض بن غنم نرۍ جامې اغوندي او ساتونکی يې هم نیولی دی؟
محمد بن سلمه یې راوغوښت، دايې د خبر استازی و، ويې لېږه او ورته يې وویل: په کوم شکل چې ورسره مخ شوې، هم هغه شان یې راوله. ورغی، په دروازه يې محافظ ولاړ و، ده نرۍ جامې اغوستې وې. ویې ویل: امیرالمومنین غوښتی يې، ویې ویل: لږ مې پرېږده چې دا چپن بدله کړم، ویې ویل: نه، په همدې شان یې غوښتی یې.
عمر ته یې راووست. کله چې عمر ولیده، ورته يې وویل: کمیس دې وباسه، وړینې جامې، یوه رمه او یوه لکړه يې راوغوښتله، ورته يې وویل: دا جامې واغونده، دا لکړه واخله، څوک چې درباندې تېريږي نو خړوبوه یې. وادې ورېدل؟ ویې ویل: بلې خو له دې نه مرګ ښه دی. عمر ورته خپله خبره تکراروله او ده به همدا ویل چې له دې نه مرګ ښه دی. عمر وویل: دا ولې بد ګڼۍ، ستا پلار په مېږ یادېده، ځکه چې مېږې يې پېولې. کومه ښېګڼه در په کې شته دی؟ بلې امیرالمومنینه. ویې ویل: ویې باسه. بېرته يې خپلې دندې ته ولېږه، د ده په څېر بیا بل کوم والي نه و.
عمربن الخطاب رضي الله عنه ته چې به خبر ورسېده چې والي يې د ناروغ پوښتنه نه کوي او دفتر ته یې کوم بيوزله کمزوری نه شي ننوتلای، نو سم له واره به يې له دندې لرې کړ. عمربن الخطاب رضي الله عنه ابوموسی الاشعري ته ولیکل، په خپل مجلس او مقام کې خلکو ته یو شان ځای ورکړه چې ضعیف دې له عدالت څخه نهیلی نه شي او مخور درته تمه پيدا نه شي.
عمربن الخطاب رضي الله عنه خلکو ته خطبه ورکړه، د الله ستاینه یې يې وکړه، بیا يې په رسول الله_ﷺ_باندې درود ووایه، ابوبکر يې یاد کړ، استغفار يې ورته وغوښت، بیا یې وویل: ای خلکو که د حق څښتن ته حق ونه رسيږي، نو د الله په معصیت اطاعت نه کوي، دا مال یوازې د درې لارو سمیږي: چې په حق واخیستل شي، په حق ورکړل شي، له باطل نه منعه شي، زه یوازې ستاسې په مالونو کې لکه د یتیم د ولي په څېر یم، که شتمن شي، نو لاس نه ورړي، که غریب شي، نو په سمه طریقه یې خوري. زه هیڅوک نه پريږدم چې په بل ظلم او زیاتی وکړئ، که چا داسې وکړل، نو یو مخ يې په زمکه ږدم او په بل مخ يې تر هغې پښه ږدم چې حق ته غاړه کيږدي، ای خلکو تاسې په ما باندې ځينې حقونه لرئ، زه یې درته وایم، له مانه يې واخلئ؛ ستاسې په ما حق دی چې ستاسې له خراج او د فئ له مال څخه هیڅ وانخلم، ستاسې په ما حق دی چې کله زما لاس ته راشي، زه یې له حق پرته په بل څه کې ونه لګوم او په ما حق لرئ چې ان شاء الله تاسې ته ورکړئ او ستاسې روزي زیاته کړم او ستاسې سرحدونه وساتم، تاسې په ما باندې حق لرئ چې د هلاکت ځای ته مو ټيل نه وهم او په سرحدونو ()کې مو ایسار نه کړم، داسې زمانه رانېږدې ده چې کم امانتکاراه او ډېر قاریان به وي، لږ فقهاء ډېرې ارزوګانې به وي، داسې خلک به وي چې اخرت به يې رامخکې کړی وي، خو دنیا به غواړي، د خپل څښتن دین به داسې خوري، لکه اور چې لرګي خوري. خبردارد که کوم یو دې وخت ته ورسېده، له الله دې وویريږي او صبر دې وکړي: ﱡ وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (80) ﱠ(ال عمران: ۸۰ ایت). «او نه ورته دا حق حاصل دی چې تاسې ته امر وکړي چې تاسې ملایکي او نبیان خدایان ونیسئ، ایا هغه به تاسې ته د کفر کولو حکم کوي، وروسته له دې چې تاسې مسلمان یاست».
خبردارد ما تاسې امیران او زورواکي نه یې لیږلي، بلکې تاسې مې د لارښونې امامان لیږلي یاست، چې خلک ستاسې په قدم قدم کیږدي، نو مسلمانانو ته خپل حقونه ورکړئ، مه یې وهئ چې ذلیله به یې کړئ، ستاینې یې مه کوئ چې په فتنه کې به یې واچوئ، پر مخ يې خپلې دروازې مه تړئ چې زورور به يې کمزروی وخوري، یو ته په بل ترجیح مه ورکوئ چې ظلم به پرې وکړئ، د کافرانو سره پرې جګړه وکړئ، که کوم يو يې یوزری و، بیا پرې کار مه لرئ، دا ستاسې له دښمن سره له جهاده لوړ دی.
ای خلکو. زه تاسې د ښارونو په امیرانو باندې ګواه نیسم، ما دوی یوازې د دې لپاره لیږلي چې خلکو ته دین وښايي، د فئ مال پرې وویشي، ترمنځ يې فیصلې وکړي، که کوم قضیه کې ورته اشکال پیدا شو، بیا دې ماته راولیږي.
عمربن الخطاب به ویل: دا چاره له ظلم پرته په سختۍاو له کمزورۍ پرته په نرمښت سمیږي.
علي بن ابې طالب رضي الله عنه خپل عامل کعب بن مالک ته ولیکل: « اما بعد، په خپل کار یو سرپرست پرېږده، د خپلو ملګرو سره لرو سیمو او کلیو ته لاړ شه، د هغوی د کارونو او د هغوی د ژوند پوښتنه وکړه، بیا په دجله او فرات تېر شه، بیا بهقبادات(بهقباد، په بغداد کې د درې کلیو نوم دی چې له فراته خړوبیږی دا سیمه د نوشروان پلار قباد فیروز ته منسوبیږي) ته راوګرځه، هغوی سره مرسته وکړه، په هغه څه کې د الله اطاعت وکړه چې ته یې پرې مقرر کړی یې. په دې پوهه شه چې دنیا تلونکې او اخرت راتلونکی دی او د ادم د بچي عمل محفوظ دی، تاته په هغه څه بدله درکول کیږي چې کړي دي دي، اوس ښېګڼو ته ور روان يې، نیکي وکړه چې نیکي ومومي».
علي بن ابي طالب رضي الله عنه چې به کله جنګي ګروپ لیږه، یو سړي ته به يې چارې وروسپارلې او سپارښتنه به یې ورته وکړه، وبه يې ویل: « د الله تعالی په تقوا درته سپارښتنه کوم، د هغه الله چې هرومرو به ورسره مخ کېږې، په تا باندې هغه څه لازم دي چې تا الله ته نېږدې کوي، له الله سره پاتې ټوله دنیا ده.
رباح بن عبیده، له عمربن العزیز سره و، ورته يې وویل: په عراق کې مې کرنیزه زمکه او زوی دی، نو امیرالمومننه ماته اجازه راکړه، وینم يې، ویې ویل: بچی دې روغ دی او زمکه دې نه ضایع کیږي. تر هغې ورپسې و چې اجازه یې ورکړه، کله چې د تلو وخت راغی، ویې ویل: ای امیرالمومنینه، که کومه اړتیا دې وي، سپارښتنه راته وکړه. ویې ویل: زما اړتیا دا ده چې له عراقیانو څخه د والیانو د سلوک او رضایت په اړه پوښتنه وکړه.
کله چې عراق ته ورغی، له خلکو یې پوښتنه وکړه، خلکو د والیانو له ښېګڼو څخه خبر کړ، کله چې عمر ته راغی، سلام يې پرې وکړ او د والیانو د ښه سلوک او د خلکو له خوا يې د ستاینې خبر ورکړ، نو عمر بن العزیز وویل: « الحمد لله، که د دې په خلاف دې خبر راکړی وای، نو له دندې به مې ګوښه کړي وو او بیا به مې هيڅکله له دوی مرسته نه وه غوښتې، راعي د خپل رعیت مسئول دی، باید خپل رعیت په هغه څه ژمن کړي چې الله ورته پرې ګټه ورسوي، ورنيږدې يې کړي، که څوک په رعیت وازمایل شي، نو په ډېرې لويې چارې ازمایل شوی دی.
د عمربن عبدالعزیز والي عدی بن ارطاه عمر ته ولیکل: « اما بعد، زموږ سره داسې خلک دي چې له شکنجو پرته خراج نه ورکوي» عمر ورته ولیکل: « اما بعد، له ما څخه د خلکو په شکنجه کولو کې د امر غوښتنه ډېر حېرانونکې ده، ګوندې زه ستا لپاره د الله له عذاب څخه جنت یم، ګوندې زما رضایت دې د الله له غضبه ژغوري. کله چې زما لیک درغی، که چا په خپله خوښه درکړل، ترې وايې اخله، که نه بیا سوګند ورکړه، په الله سوګند که دوی له خپلو جنایتونو سره له الله سره مخ شي. له دې نه راته غوره ده چې زه له الله سره د دوی په شکنجه کولو مخ شم، والسلام»
عمر ته یو سړی راغی، ویې ویل: ای امیرالمومنینه، ما کښت کړی و، د شام لښکر ورباندې تېر شو او خراب يې کړ، نو هغه لس زره درهمه عوض ورکړ.
محمد رسول الله او ملګري يې
حجه الوداع، ۱۹ ټوک
لیکوال عبدالحمید جوده السحار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.