پاکستان د غير قانوني کډوالو د اخراج مرکزونه جوړوي

317
14 دقیقې مخکې

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې سر له راتلونکې چهار شنبې يعني د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به هر هغه مهاجر چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه ژوند کوي، نیول کيږي او د اخراج مرکزونه ته به استول کیږي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند جان اڅکزي، ويلي دي چې په دغه ایالت کې به د اخراج درې مرکزونه جوړ شي چې يو به یې د دغه ایالت په مرکز کویټه ښار کې وي.

د خيبر پښتونخوا ايالت سرپرست وزیر اعلی اعظم خان، هم ويلي دي چې په دغه ایالت کې به هم درې مرکزونه وي. هغه وويل چې د نومبر د لومړۍ نیټې د ضرب الاجل د ټاکل کيدو راهېسې تر ۶۰ زره ډېر افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اعظم خان وويل هغه مهاجر چې اسناد نه لري که چېرې غواړي چې ونه نيول شي، باید تر راتلونکې سه شنبې ورځې پورې له پاکستان څخه ووځي.

د پاکستان د کورنيو چارو موقت وزير سرفراز بګټي، ويلي دي چې د مهاجرو د اخراجولو په موخه د نومبر د لومړۍ نیټې ټاکل شوی وخت به تمديد نه شي.

پاکستان له لسیزو راهېسې د ميليونو افغان مهاجرو کوربتوب کوي. د دې مهاجرو دېر یې پر افغانستان د تېر شوروي اتحاد د اشغال په جريان کې له ۱۹۷۹م کال څخه نیولې تر ۱۰۸۹م کال پورې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمير زيات شوی دی.

پاکستان ويلي دي چې هغه  ۱،۴ میليونه افغانان چې د مهاجر په توګه په دغه هېواد کې ثبت دي، د اندېښمن کيدو دليل نه لري. د پاکستان حکومت پر مهاجرو د فشار راوړلو پېښې رد کړي دي او استدلال یې کړی دی چې د غير قانوني مهاجرو د بيرته ستنولو هدف لري، پرته له دې چې مليت یې په پام کې ونیسي.

په چمن کې ستره مظاهره

د بلوچستسان په سرحدي ښارګوټي چمن کې په زرګونو کسانو د حکومت د هغه پلان پر ضد مظاهره کړې ده چې ويلي دي، د دغه ښار اوسيدونکي به په راتلونکي کې له افغانستان څخه له سرحده د اوښتو له پاره ویزې ته اړتيا ولري.

تر دې دمخه د سيمې اوسيدونکو د تګ راتګ له پاره ځانګړي جوازونه لرل او کولای شول په شناخته کارډ او تذکره تګ راتګ وکړي. په مظاهره کې افغانانو هم برخه اخيستې وه.

د چمن يوه پنځوس کلن اوسيدونکي نور الله اڅکزي وويل: «موږ په افغانستان کې خپلوان لرو او هلته تجارت کوو. هلته مو دوکانونه دي.»

هغه وويل چې افغانان هره ورځ له پولې را اوړي او د دې لارې تر بندیدو دمخه بيرته خپلو کورونو ته ستنېږي او دا چې د دواړو هيوادونو وګړي له څو لسیزو راهېسې همداسې ژوند او کاروبار پر مخ وړي.

په پاکستان کې پر افغان مهاجرو فشارونه او د هغوی پر نیول کيدو ډېرې نیوکې وشوې. د بشري حقونو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي دي چې په ډله ایزه توګه د افغان مهاجرو له اخراجولو ډډه وکړي.

ملګرو ملتونو هم له پاکستان څخه غوښتي دي چې افغان مهاجر دې نه اخراجوي او ويلي یې دي چې د افغانانو ډله ایز اخراج له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د کورنيو د غړيو د جلا کولو باعث ګرځي.

تېره اوونۍ په پاکستان کې د امريکا يو شمیر پخوانيو دیپلوماتانو او په دغه هېواد کې د مهاجرو د مسئولو سازمانونو استازو له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه مهاجر دې نه اخراجوي چې امريکا ته د مهاجرت د ویزو پروسس کيدو ته انتظار باسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.