د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په هکله مهم ټکي

2,562

د ماشومانو د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول اوس هم په افغانستان او پاکستان کې شته او د دغې ناروغۍ له واکسين څخه رامنځته شوي ډولونه اوس هم په فاضله اوبو کې پیدا کیږي. په دې هکله څو مهمو ټکو ته اشاره کوو.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ، یوه ويروسي او شديده ساري ناروغي ده چې په ځانګړې توګه په هغو ماشومانو کې چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د دايمي جسمي ناتوانۍ او حتی د مرګ سبب ګرځيدلی شي.

نن سبا په نړۍ کې د پولیو دوه ډوله ويروسونه موجود دي؛ وحشي ويروس او د پولیو له واکسینه رامنځ ته کېدونکی ويروس. دوهم ډول ېې د ماشومانو له يو خوراکي واکسين چې اختصاري نوم ېې (OPV) دی، له کبله رامنځ ته کيږي.

د ماشومان د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول د افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له منځه تللی دی. د پولیو واکسين له کبله رامنځ ته کېدونکی ډول یې بیا په یمن او مرکزي افریقا کې موندل شوی دی.

د ويروس دا شکلونه دواړه یې درې ډوله ويروسونه دي: یو، دوه او درې ډوله.

له خوراکي واکسينه رامنځ ته شوي ويروس له یادو درې واړو ويروسونو څخه له هر يوه بڼه خپلوی شي خو د لومړۍ بڼې هغه ېې د پولیو له وحشي ډول څخه پاتې يوازنی ډول دی. د دغو وېروسونو ۲ او ۳ نوع ېې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې له منځه تللي اعلان شول.

سربېره پر دې چې د پولیو د وحشي ډوله ويروس ټول ډولونه کېدای شي ورته علايم ولري، خو په زیان رسولو کې ېې تفاوتونه موجود دي. بل دا چې له یو ډول ويروس څخه په امان کې پاتې کېدل، د ویروسونو د نورو ډولونو له خطر څخه د محفوظه پاتې کېدو په معنی نه ده.

د ماشومان د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول د افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له منځه تللی دی
د ماشومان د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول د افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له منځه تللی دیانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

علايم یې څه دي؟

د پولیو په ویروس اخته شوو اکثرو افرادو کې هېڅ علايم نه لېدل کيږي. د هرو څلورو کسانو له ډلې يو ېې د ګريپ یا انلوآنزوا ته ورته علایم ليدل کيږي لکه د تبه، د ستونی، سر او معده درد. دغه علايم په مجموع کې د دوو تر پنځو ورځو وروسته په خپله له منځه ځي.

په اخته شوو کسانو کې ډېر لږ، یعنې له ۱ سلنې څخه هم لږ ېې سخت او ډېر خطرناک علایم تجربه کوي، لکه دایمي فلج او یا هغه حالت چې ویروس پر اړتیا وړ تنفسي عضلاتو تاثیر اچوي چې حتی د ناروغ د مړينې سبب واقع کيږي. خو د دې باوجود، ځېنې ماشومان چې ظاهراً په بشپړه توګه روغ شوي وي، ښايي وروسته په لوی عمر کې د «پولیو وروسته سندروم» باندې اخته شي، چې نخښې ېې د عضلاتو درد، د ضعف احساس او حتی فلج کېدل دي.

پولیو څرنګه خپريږي؟

د پولیو ویروس د شخص ستونی او کولمې ککړوي او کولای شي د بدن په دغو برخو کې څو اوونۍ ژوندی پاتې شي. دغه وېروس کولی شي په وېروس د اخته شوي کس د تنفسي بخاراتو او یا د غایطه موادو له لارې بل انسان ته انتقال شي.

په هغو ځایونو کې چې ضعیف روغتيايي امکانات وي، د پولیو ويروس کولی شي غذا او د څښاک اوبه هم ککړې کړي.

په ويروس اخته شوي کسان کولی شي ویروس سمدلاسه، یعنې د علايمو له راڅرګندېدو څخه مخکې او له هغې تر دوو اونیو وروسته پورې نورو ته انتقال کړي.

دمګړۍ پولیو په کومو ځایونو کې شته؟

د ماشومانو پولیو یا ګوزن ويروس لا هم په ټوله نړۍ کې له منځه نه دی تللی. د هغه وحشي ډول اوس هم په افغانستان کې او پاکستان کې موجود دی. که څه هم افریقا له ۲۰۲۰م کال راپدېخوا له دغه وېروسه پاکه ګڼل کيږي، خو د هغې سربېره، مالاوې او موزمبيق هېوادونو ته ېې د «وارادو شويو» پېښو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

امریکا متحده ایالاتو، وروسته له ېوې لسیزې، د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د ابتلا له لومړۍ پېښې څخه خبر ورکړ. دا د پولیو واکسين له کبله د رامنځ ته شوي ويروس د ابتلا پېښه وه. د بریتانیا او اسرائيل هیوادونو په فاضله اوبو کې هم د دغه ډول ویروس موجودیت تائيد شول.

د روغتيا نړېوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم غيبريوسس، په هغه وخت کې ويلي وو: «دا موږ ته په وضاحت سره ښيي چې که په ټولو ځایونو کې د پولیو ویروس پر بشپړه محوه بریالی نه شو، ښايي دغه وېروس بېرته په ټوله دنیا کې خپور شي.»

د پولیو واکسينونو د کشف او د پراخو نړېوالو کمپاينونو په نتيجه کې، د نړۍ له سلو ډېر هېوادونه له دغه وېروسه پاک پېژندل شوي دي.

 د ماشومانو د ګوزن دوه ډوله واکسينونه کوم دي؟

د ماشومانو ګوزن هيڅ درملنه نه لري، خو د وقايع له پاره ېې واکسينونه شته چې په اختصاري نومونه پېژندل کيږي. یو ېې خوراکي واکسين (OPV) او بل ېې د پولیو غیر فعال واکسين (IPV) دی.

د ماشومان د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول د افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له منځه تللی دی
د ماشومان د ګوزڼ ويروسي ناروغۍ وحشي ډول د افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې له منځه تللی دیانځور: Alemnew Mekonnen/DW

خوراکي مایع واکسین چې ماشومانو ته ورکول کيږي، په ټوله نړۍ کې ېې د پولیو ويروس په لمنځه وړو کې کلیدي رول درلودلی دی، ځکه چې دغه واکسين له شخص څخه ساتنه او د ويروس له خپريدو مخنیوی کوي. دغه ډول واکسين له پاره له ژوندي، خو ضعیف شوي ويروس څخه استفاده کيږي. دغه واکسین داسې جوړ شوی چې ترلاسه کوونکی یې په پولیو یا ګوزن ناروغۍ نه اخته کیږي.

خو که چېرته په خوراکي (OPV) واکسين کې ضعیف شوی واکسين وشي کړی چې ژوندی پاته شي او د فاضله اوبو په څېر ککړو ځایونو یا داسې ځایونو کې چې هلته ډ ډيرو ناواکسين شوو خلکو ګڼه ګوڼه وي، کولی شي د یو ناروغۍ پيدا کونکي ویروس بڼه خپله کړي.

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) په تزریقي توګه جوړيږي چې له شديدو ناروغیو څخه په محافظت کې ډېر موثر دی. څرنګه چې دا یو غیرفعال واکسین دی، نشي کولی د پولیو واکسین څخه د رامنځ ته شوي پولیو ویروس سبب وګرځي. خو د خوراکي واکسین برخلاف، نه شي کولی له مخکې اخته شوي کس په وجود کې د ویروس وده ودروي.

د پولیو خوراکي واکسین د غیرفعال واکسين په پرتله ارزانه دی او تر څنګ د تطبیقولو له پاره ېې روغتيایي متخصص ته اړتیا نه شته. خو له دې سره سره، اکثره هېوادونه له غیرفعال واکسیونو څخه استفاده کوي.

هغه افراد چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ علايم پکې ليدل کيږي، د درد ضد درملو څخه استفاده او د تنفس کمکي وسایل او فیزيوتراپي ورسره مرسته کولای شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.