پاکستان: د امنيتي ځواکونو پر مرکز په بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي

213
9 ساعتونه مخکې

په دېره اسماعيل خان کې ځايي چارواکو ويلي دي چې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز په ځانمرګي بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. ويل کيږي چې د پاکستان تحريک طالبان سره تړاو لرونکو وسله والو د دې بريد پړه منلې ده.

اسوشېتيد پريس خبري آژانس د يوه پاکستان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، له قوله خبر ورکړی دی چې دغه په دېره اسماعيل خان سيمه کې د سه شنبه په سهار (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۱۲) شوی دی.

په لومړي سر کې د سيمې د پوليسو يوه چارواکي کمال خان، ويلي ول چې ځانمرګي بريدګر خپل په چاوديدونکو توکو بار موټر ته د پوليسو د دغه ودانۍ په مرکزي دروازه کې چاودنه ورکړې ده چې ۶ پوليس افسران پکې وژل شوي او ۲۵ نور کسان پکې ټپيان شوي دي.

کمال خان وويل چې يو څو وسله والو ‌ډزې هم پېل کړې چې بيا د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ تر درې ساعته نښتې وروسته بريد کوونکي ووژل شول.

زياته شوې چې يو شمير افسران په ډېر ناوړه روغتيايي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس بيا د يوه رپوټ په ترڅ کې ويلي دي چې د پوځ پر يوه مرکز په دې بريد کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي او پړه يې د پاکستاني طالبانو سره وابسته وسله والو منلې ده.

يوه سيمه ایز چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ويلي: «ډېری افسران په داسې حال کې وژل شوي چې هغوی ويده ول او په ملکي لباس کې ول. له همدې کبله موږ لا نه پوهيږو چې آیا هغوی پوځي پرسونل دي او که نه.»

د «پاکستان تحريک جهاد»  په نوم ډلې چې د پاکستاني طالبانو سره وابسته ډله ده، ويلي دي چې تر هغه د مخه چې پر ودانۍ ډله ایز بريد وشي، د شپې دوې نیمې بجې د يوه جنګيالي په «اشتهادي بريد» سره حمله پېل شوه.

خيبر پښتونخوا له اوږدې مودې راهېسې د پاکستان تحريک طالبان ډلې يا «ټي ټي پي» قوي سنګر بلل کیږي. په دې ايالت کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي دي چې يو شمير خونړي بريدونه هم پکې شامل دي.

په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې هغه وخت لږ تر لږه ۱۰۱ کسان ووژل شول چې يوه ځانمرګي بريد ګر د پوليس لاينز يا پوليسو د مرکز په يوه مسجد کې چاودنه وکړه.

د ډيره اسماعيل خان سیمه چې نننۍ بريد پکې شوی دی، جنوبي وزيرستان ته چې د وسله والو يو پوخ سنګر وو، پرته ده. د پاکستان پوځ بيا په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي تر بريد وروسته چې تر ۱۵۰ ډېر کسان چې زياتره یې د ښوونځي زده کوونکي ول، ووژل شول، د وسله والو پر ضد پراخ عمليات وکړل.

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.