د [ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه]

استاد مجاور احمد زیار

315

زه وايم هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو(نو) ولاړه نه يي…

او زه يې په غبرگون کې وايم، دا څه بلا غروې، ايًا هغه څه چې دې له خولې او خېټې راوځي او د کاغذ يا سولگر )کمپيوټر) مخ پرې لړې، پخپله باندې پوهېږي يا دې  له خپل پير او يا له لويه سره د(جهل- جنگ- جنايت بانډ ) ))له بل کوم بې علم و بې منطقه انډيواله اورېدلي، که نه داهم په پټو سترگو،لکه هوايي غونډاري زما پرخوا را غوځاروې، او هسې مې ورسره گواښې او ډاروې:

(۱) ته تر اوسه په دې نه پوهېږې چې (منطق) او همداراز ژبپوهنه يوه پوهنه يا علم دی، نه نگېروړ (محسوس)،  او نه شمېروړ څيز يا توک چې يوگړی او ډېرگړی (مفرد او جمع)، په نورو ټکو، لکه نور نومونه درې اړخيز اوړون (گردان) ومومي؛

(۲) همداسې د منطق ياسولپوهنې بله  ټولۍ يا مقوله ((استدلال )) در واخله_  د عربي صرف د مزيدو افعالو په لړکې  داستفعال  له بابه_ ، بې له دې چې جاج و مانا( مفهوم ومانا) يې له کوم زدکړوال (تعليميافته) و پوښتې، که داهم ستاسې د ېې  علمه بې منطقه ځمکلاندې بانډ يو بل هوايي غونډاری دی، نه د منطق پوهنې (سولپوهنې) يوه ټولۍ، کتيگوري  يا مقوله، چې د دوو يا څو تنو تر منځ يوه بېلبره يا سکالو (موضوع  مطلب) د روښانونې او زبادونې  په موخه د دک و دليل رامخته کول مانا ښندي ؛

او(۳) همداسې.. د [ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه]

غونډ يافقره درواخله:

 چې همغه جاهل او مرتجع يپر دې  زما د معياري پښتو علمي او بيا ساينتېفيک ژبپوهنيز آرونه (اصول) ورسره، د (نقد) يا (کره کتنې)  په نامه نه ،  بلکې داسې  اوتې بوتې بلل کېږي چې تاسې دواړه او نوره ډله ټپله مو کټ مټ پرلپسې بيا بيا راغبرگوئ:

(تضادونه او تناقضونه )،  د منطق علم د مترادفو مقولو اوبيا مفردو بڼو (تضاد او تناقض يا (ضدونقيض) په ځانگړي ډول، د تثنيې يا پاخه ترکيب  (ضدين و نقيضين) په بڼه يې دغه وړاندې روستوالی (تقدم و تأخر) پريوه قاعده  اوښتي دي، ځکه لمړی ټوک(جزء) يې له مانا مفهوم پلوه د دويم هومره توند و تېز  يا نه پوخلا کېدونکی نه دی، خو پر وړاندې يې  د (نقيضينو) پوخلاينه محاله ده!

د ساري په توگه دکره پښتو ليکلارې په تړاو ستاسې  د نوي لنډ اندي نوي دوديز کندهاري پښت زړه تاريخي ( روځ ) چې ان  محمد هوتک خپله غلجايي (ورځ) کارولې[نصيرالدين اندړ له غزني راغی پټه خزانه۱۶۰ مخ يا۱۰۰  او داسې نور]؛

 او تاسې د زړو کندهاري استادانو او هممهاله د نويو اکادېميکو  استادانو پرخلاف بياهم له خپلو دغو [بې سروبوله اوتو بوتو ]  تېرېدونکي نه ياست!

 ايا د بېلگې په ډول،  په  بېلابېلو ټولنيزو… يا سياسي، چارو، په نوميرلي(مشخص) ډول ، لکه په  ټولټاکنو کې( ۵+ا =۵۱ ) د امريکا جمهور رييس انتخاب  لپاره څوک ردولای شي!؟

 په دې لړکې د پرتليزې آرپوهنې (مقايسي اېتېمولوژۍ) يا هم (برالبه)، اخښل او بخښل د پارسي انډول(باردار= حامله) پر وړاندې  له لويه سره له فونېتيکي پلوه  د تضاد په توگه له کره ارزښته غورځېدای شي،  او  ديو تقابل (کونتراست) [د پخواني دوديز هنري اړخ (تقابل) هومره، نه بلکې نن سبا يې کورټه فلسفي منځپانگه راخپله کړې، لکه چې وايو  دغه له  خاورو- اوبو رغېدلی انساني ټاټوبی د کونټرستونو زېږنده دی!]

په دې ډول کندهار يا منځنی (غلجايي) /س/ د \ش/ پروړاندې بيا، له  پرتليز (نسبي) ډېرښت سره(نقيض) ته لوړېدای شي؛ په بله وينا، داسې چې د  پخوانيو او اوسنيو پوهانو له خوا کره وارزېږي او د/ش/ځايناستی يې کاندې!

خو، هرگوره، تاريخ ځپلی سربل (و_ته) تر رحمان، خوشال، ان تر احمدشاه ابدالي راروسته بل کلاسيک ويناوال دومره  نه دی کارولی… چې پارسي تاريخي انډول[بیابریم ـ (به) مزار= ولاړسو: (و)مزارته] چې نوې (و)گړنۍ گفتاري  پارسۍ  ان له درېمې (هق) راهيسې(به_) له لاسه ورکړی دی [خانه میریم، مزار میریم …]، ان محمد هوتک، لکه چې وويل شول، کله دا او کله هغه کاروي؛ د د/و/ غورځونې بېلگه يې هم د خپل غزل په مقطع کې کتلای شې:

محمد (ته) د اور ډک يو هسې جام را (پق۲۰۲مخ

په تاريخي کندهاري يا (سوېل لوېديزه ) ډله کې، په سرچپه ډول،  پر /ل-/ د پخوانی /ن-/ اوښتنه دلرغونوالي او ډېر والي دواړو پلوه د کره والي چانس نه لري، بېلگې يې، لکه لمسی(نمسی)، لمونځ (نمونځ)، او  اړوندې زړې او نوې بېلگې يې رغاونې يې (نمنځ، نمنځنه، يايې نور بېلنگونه (مشتقات) ، لکه نمونځغاړی،يا هم نمر پر لمر اړونه)؛ چې اوېستايي(مزدا) يې، هرگوره يوه استثنأ، منل کېدای شي!

راځئ د خپل تاريخ ځپلي بانډ اويا اتيا کلنه زړه کيسه  د شهيد شفيق له خولې په گډه  واورو:

د شاهي نظام روستنی سروزير شهيد موسی شفيق چې د لمړي اکادېميک پښتني-افغاني پښت له ټولو ديني او مدني لوړو مسلکي زدکړو، ليکنو څېړنو سره سره ، زموږ  دا دبياتو او بشري علومومو پوهنځي د پښتو څانگې د صوري منطق پر استادۍ سربېره، د شعر وادب له سرلارو هم گڼل کېده،  هماغه مهال يې د رنگينو او رومانتيکو څلوريزو په سريزه کې په خورا نهيلۍ يادونه کړې وه:

[پښتانه د پوهې-فرهنگ له پلوه دومره روسته پاتې دي چې يو چېرې کوم يو پکې اسمان ته وخېژي او له هغو هسکو لوړو نارې کړي:

 يه پښتنو، دادی، وگورئ، زه اسمان ته وختم!

خو دوی به ورغبرگه کړي:

خير ، موږ  دې  ړانده کاڼه،

خو تا لېونی دې خدای راجوړکاندې!

*                      *                      *

[او دا هم کومه  هېښنده  پېښه  نه وه  چې زموږ تشياليونی يا فضانورد( مومند) دې نيمه پېړۍ راروسته د (گاگارين) پليونی شي ، خو له بده مرغه داسې مهال اسمان ته وخوت چې  هرومرو  به ورته د شهيد  شفيق سپېڅلې اروا هکه پکه پاتې شوې اوسي ، ځکه هېوادوال يې پرنړيوال کچ په جهل جنايت او جنگ]  کې  لاپسې  را ښکېل کړ شوي ول، داسې چې د امريکا د دفاع وزير(مېکنا مارا)  د  وسله سازۍ فابريکې ورته د توغنديو، بمونو او نورو ټولوژلو (قتل عامونو)، ځانوژلو (انتحارونو)، اوږدواتڼو او لرواټنو وسلو  درستو رغاوی څو برابره کړی او امريکا پلوي عرب او عجم يې، نه تش ور وپېري چې لايې  ورسره يوځای اوږه پر اوږه وکاروي هم!!؟

                        *                      *                      *

….. [ اخځ: د شفيق په اړه د پوهاند زيار پخوانۍ ليکنه]

او دادی، د رښتينو انقلابيانو په خبره د پښتني ټولنې تاريخ په يوه لا خندنۍ (مسخره) جوله کې يوځل بياراغبرگېږي…

 ستاسې ډله دسود و سرمايې بلاک د پټو سترگو پليونيان ښايي، وواياست:

د سياسي ناراميو افغانشتان له ۱۹۷۴م (۱۳۷۳ل) ، د ښيو او کيڼو  (کودتاوو) بنسټيز لامل يا (علت العلل) د ليوني سردار داودخان سپينه جمهوري کودتا وه چې د ډېري افغانانو، په تېره د لرو برو ملي مترقي پښتنو روښاندانو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه…

لنډه داچې  ترڅو داود خان ځان امريکاته  سپيناوه  او له برژنېف سره يې  رسمًاشلوله،(کارتر) يې بيا وارله مخه  خپل لاسجوړی پاکستان ، تر ننه له تولو پښتني- افغاني ناخوالو سره د شوروي ناپانگوالي زبرځواک د خپلو تاريخي-سياسي او فرهنگمينو پښتني- افغاني وياړونو پرمخالف سنگر ور اړولی وو ؛ لمړنۍ بېلگه يې د چترال _اشکاشم ترمنځ د څلور زري پوځي روزنې کېمپ(کوتل سليم سليم) وو چې (بوهټو ) سروزير) د ماوېستي اېکټ (پېښې) له مخې د جمهوري ضد ور تښتېدلي شعله يې(درغلي  او مجاهد) کودتاچي ( احمدشاه مسعود) لپاره  رغولی وو!

 دا ځکه چې لېونی سردار له تېرې سروزيرۍ (صدارت)  راهيسې د امريکا سيال شوروي زبرځواک د پلوۍ په تور د سپينې ماڼۍ په تور لست کې راغلی او ظاهرشاه يې تر فشار لاندې د  ترلسکلن واکپېر (صدارت )روسته کورناستۍ ته اړېستلی وو!!

 ورپسې هم د تش په نامه  (کمونېست تره کي له خونړۍ  (غويي کودتا ) سره چې پښتانه-افغانان- او بيايې  سيمه وال او نړيوال پر پلويانو او ناپلويانو  راووېشل، [دخدای بښلي تره کي په خبره، هغه هم د آر امريکايي کودتاچي حفيظ اله امين د اجباري دېکتې (املأ)  له مخې کړې وه: کارتر ورته وژړل او برژنېف وخندل]…  لکه څنگه يې چې له  هراته تر کونړه ډېری پښتني سيمې بمبارولې، که هېلمند و ارغنداب ، کندهار،ورزگان و زابل ول، که پکتيا،  ورگون، زرمله ، خوست، ننگرهار… ؛  همداسې يې د ځمکوېش ( اصلاحات ارضي) او ليک ولوست د کورسونو… فرمانونو او  د ټولو په پای- پای کې د شوروي پوځي مرستې غوښتنې اجباري لاسليکونه درواخله چې لمړنۍ موخه يې پخپله هماغه امريکايي اېجنټ وو!

او داده، نن سبا  ستاسې بېلارې، ناپوهي او بې فرهنگي تر دې بريده رسېدلي چې څنگه  يې درته په غوږو کې خپلو او پرديو درڅڅولي دي: [توکم مو آرياني پښتني نه،  بلکې بني اسراييل (يهود)  او ژبه  مو سکه آرياني- پښتو نه، بلکې عبري ده او داسې نور… که  نه، خپلې دغه خپرې کړې  اوتې بوتې ، لکه له خولې توکړې لاړې څنگه بيرته را نغرلای شې:

[هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو(نو) ولاړه نه يي]؟ .

ددغو او داسې نورو بې سروبوله نيوکو  پر وړاندې مې د  تکړه ليکوال، شاعر او رسنوال او ديجيتال همکار، گران سميېع سېلني  سملاسي غبرگون بس وباله…

خوسره له دې ستا ورته  اوتو بوتو، هغه هم په دايلوکي  بڼو زه پر خپل وار بل غبرگون ته هم  اړېستم؛  بياهم   په دې نه يم پښېمانه چې که تا او  د جنگ -جهل او چنايت گرد   بانډ ته نه، بلکې غواړم، د پوهې فرهنگ لرو برو  رښتينو استازيو او مينوالو ته ربړه مسأله له گردو پښتني ضد نا علمي او نا منطقي نيوکې لاښه ترا ډاگيزه کړم؟

ځکه زه پوره باور لرم چې هغوی ستاسې برخلاف، دومره لوسته  (مطالعه)  لرلې  او په دغه لړکې يې لږترلږه زما روستی چاپ ((ليکلار)) تر يوځغلنده کتنې تېره کړې چې  ما  دکابل پوهنتون د ژبپوهنې مرکز په چوکاټ کې  د (فغانستان ژبپوهنې اطلس) د نړيوالې پروژې ډېرکاري غړي په توگه وار له مخه  د نورو وزلو وسيلو(ټايپ، کمرې تر څنگه، د اړوندو سيمو تيار چاپ لارښودونه او نقشې له ځان سره گرځولې او وار له مخه راته جوتېده چې کومه سيمه يا گړدود څومره استوگن لري… او ته ماته  ورته اښتنې پوښتنې راغبرگوې:

[ د کوم سند يا کتيبې له مخې، ليکي چې څوک څومره دي او يا هغه او دغه گړدودي توکي لرغوني دي  او بيا ولې د ډېري پروړاندې کروالی  له لاسه ورکوي؟ ]

او تر ټولو ورانپوهاوی(سوء تفاهم)  یا ځانغولاوی دې  داچې ماد ژبني ساينس له گردو تيوريکي او پرکتيکي او گڼو ماورايي  څانگو خرانگو سره سره د[پښتو  ژبې او ادبياتو د خپرونو  او وږمې مهالنۍ] له ادرسه  هماغه دوديزو  استادانو  خپل پخواني پوهنځي ته زما د راتگ غوښتنه منله، راسره کېناستل يا کښېنستل او په گډه يې راسره د يوې يوازنۍکره پښتو ليکلارې آرونه (اصول) هوکې  کول…، لکه واخلې،د[ د استاد حبيبي په مشرۍ روستنۍ غونډه: د ۱۳۵۶ل د زيري اونيزې په لمړۍ گڼه کې…]

داتورتومت و تورا دې هم بېځايه دي چې گوندې ما پر استادۍ او هغې نشراتي دندې سر بېره کوم سرکاري واک و ځواک  درلود، بلکې هاغه شپې ورځې استاد حبيبي د داودخان جمهوريت د اطلاتو او فرهنگ وزارت  سلاکار (مشاور) وو، او  دځينو ورته ناستو غونډو لپاره همهغلته ورټولېدلو؛ همدا راز استاد بېنوا، تر مولانا خادم او … يوهم پرکور ناست نه وو!

ته مې وژنه، د قصاص اندېښنه مه کړه ،

په بدل کې به دې ونيسم يو بل څوک! (ستر خوشال)

*                      *                      *

گرانو پوهيالو او  فرهنگيالو  دوستانو،

هو، بيا هم درته په ترڅ کې د گران سېلنې په گره بره غبرگون پسې څه ناڅه خپلې وېړې (مفصلې) شننې سپړنې وړاندې کړم او هممهاله در سره د دغه  وفادار زدکړيال داروسته    يادښتونه هم شريک کړم) چې ليکي:

[ زه استادزيار د اړوند پوهنځي  له شاگردۍ راهيسې پېژنم، يو څواړخيز ژبپوهاند د هېواد اوچم گاونډ پر کچ (سطحه) د لوېديزې اروپا له ارت و بيرت او لوړترين تحصيلي سېستمه په گټه اخستنه د ساينتېفيکې ژبپوهنې اوآريانپوهنې د لمړني او يوازني استازي په توگه خپل پوهنځي ته راستون شوی او دا څه له پاسه شپېته کاله، تر ټولو  وړاندې  دخپلې مورنۍ -پلرنۍ اود  هېواد په اساسي قانون کې د ((لمړنۍ ملي- رسمي)) پښتو د ودې وش او سرڅڼې په موخه له نوي څېړندود سره پر زرگونو رسنيزو ليکنو، ژباړنو سربېره  تر اتيا سلو لوستليکي (درسي کتابونه) کښلي او چاپ کړي؛… هن که سردې په نه خلاصېږي او يا  گړسره نه غواړې پوه شې، [ علم [وڅه ته وایی، يا ژبه په دې ارزي چې  له نورو لرې نژدې خپلوانو ژبو سره د سيالۍ برابرۍ  جوگه شي،  يوکره اساسي قانون(گرامر ) او کره يا ستاندرد ليکنۍ-ادبي او علمی- فرهنگي)  سبک و ستايل راخپل کاندې!! ؟]

لکه څنگه چې گران سميع سېلني  مې د شپېته کلنو معياري هلو ځلو په ملاتړکې مې په زغرده دا گواهي لي :

استاد زيار د نړۍ پر کچ دهندواروپايي کورنۍ او بيا لږترلږه پر افغاني کچ له لاس پر لستوڼي نژدې آرياني، دويمې ملي، خو لاسبرې ، (دري پارسۍ) سره د  مثبتې ملي سيالۍ  په موخه له بېشمېره  سيمييزو او ټبريزو گړدودونو څخه د[ يوې- يوازنۍکره  او ادبي پښتو ليکلارې او اړوند څلورگوني وييپانگيز (لغوي) غورځنگ] چې تراوسه يې د يوه-يوازني (پښوييز- رغاونيزيووالي) او څلورگونې -وييپانگيز پراخوالي  له پلوه ي  بېسارې برياوې ( لاسته راوړنې!) د پوهې- فرهنگ رښتيني استازي پرکار اچوي او د سيده او ناسيده لارښودونو له مخې يې پخپله هم په رغاونه کې برخه اخلي، يايې لږوډېر راوړانديزوي، تازه بېلگې يې لکه د اونۍ ورځو نومونه( پيلنۍ يونۍ، دونۍ…)، د افغان بي سيم کمپيو ټر ساينس له څه ناڅه يو ميليوني نومَونو (اصطلاگانو) څخه ما او استاد آصَف صميم په يومياشتني مهالپېرکې مټې درې زره ور ورغولې او پر دې سربېره هم د پښتو لوسکتابونو لړۍ د کابل پوهنتون پر کچ چې د شهيد دوکتور نجيب اله په واکپېرکې يې رسمي بڼه ورکړ شوه، د اقتصاد پوهنځي له استاد پوهندوی رؤف خپلواک او د ننگرهار.طب پوهنځي  استاد پوهاند شېرزاد رسمي ژباړلو پښتو لوستکتايونو لمړۍ بېلگه در پر گوته کولای شو…

 هسې خو د لمړني اکادميک پښتني پښت ژبپوهاند استاد الهام او هم تاريخپوهاند  استادحسن کاکړ لا وار له مخه  په خپلو کره کوټلو سريزو کې   څه ناڅه ورته زړه اغټاوی را را بښلی وو:

 [له زيار پرته  پښتنې يا پارسيوانې ابۍ بل څوک گړسره زېږولی نه دی، چې د پښتو او پښتنو تېرمهال يې د خپلو پرديو له تاويلو ماويلو  او بيا  کورټ نږه اساطيرالاولين څخه ساينتېفيک ډگرته راوکښلای شي!!؟ [ د تاريخ د تېرو دوو خپرونو اړوندې سريزې]

پر اوسني بېنومه ((لاروي  او راوي)) دسېکولرېستۍ  پر ادعا تېروتم  او ځان مې ورسره په جوال کې واچاوه ، هغه هم د  ژبني ساينس د داسې ځانتنۍ ملي-علمي ربړې( مسألې د شننې په موخه مې دی د اښتنو پوښتنو جوگه کړ؛  هرگوره، په دغه ترڅ کې مې د ده د تاريخ ځپلې جوماتي او مدرسه يې (صرف و نحو) له ادرسه داسې ماويلو او تاويلو ته را ورسوله!

هسې خو  وار له مخه  ماخپلو زدکړيالانو ته سر له پنځوسمې لمريزې لسيزې په لمړنيو لکچرونوکې  اورولي ول او راروسته مې د اړوندو لوستکتابونو د  سريزو-يادښتونو په  ترڅ کې ورچاپ کړي هم دي!

له څرنگيز تر څومرييز رېکارډه

د زرگونو رسنيز- ديجيتلي ليکنو څېړنو تر څنگ يې کتابي بېلگې د پسرغښتي سانتېفيکې ژبپوهنې له پښويې، غږپوهنې، آرپوهنې، ماناپوهنې،گړنپوهنې، وييپوهنې+ ويرغاونې، ليکلارې… او نورو تيوريکي نښيرونو رانيولې؛ بيا تر پښتو بدلمېچ، ليکلارې، سبکپوهنې، له سايتېفيک- ژبپوهنيز زباد سره د پښتو او پښتنو تر تاريخي شاهکار او تر رېکارد کچې د نورو  پنډو پېړو پرکتيکل چاپ او ناچاپو اثارو پورې رسولي دي_ هرگوره، څه له پاسه سل ټوکه څېړلي گړدودونه مې، د ژبپوهنې اطلس پروژې  دپاتې څانگيز او مالي تخنيکي بهير له بشپړتياسره تړاو لري چې يوازې پښتو دامې  تر اويا اتيا ټوکو رسېږي؛ خو  له لويه سره يې منډو ترنډو ته يېکي يوازې همدازه  پر ميدان پاتې يم!

که داسې نه وای، د يوې يوازنۍ کره پښتو ليکلارې غوندې برخليک سازه ربړه  تشعشعيانو يوازې زما د پزې پېزوانولای؟

او ولې به مې  نه تش دوديز پوهان، بلکې دلمړي اکادميک پښت او بيا له يوې نيمې استثنأ سره د شوروي اوامريکايي پوهنتونو يو نيم ژبپوه، لکه واخلې، استاد تږی دخپلوخبرو له جوگه والي هم بېزارېدلم؛ چې ډاکتري تېزس يې په څو گوتشمېرو پښتو وييکو (اداتو)، دی يې، هغه هم د استاد په خبره،  د خپل کليوال گړدود پر بنسټ دفاع کړی دی!!؟

دېويد مېکنزي د استاد مورگنستيرن مشر، ((سېنيرانگرېز پښتو پوهاند د لندن پوهنتون د افريقايي او اسيايي او له لويه سره په نومېرلي ډول د آرياني مورينو ژبو د ستر مرکز (سواس)  د نوميالي الماني استاد (هېنينگ) ځايناستي په توگه اړوند لنډ تنگ ډاکتري تېزس [ناخجن اړيکوييکي(حروف ربط)،کمزوري نومځري  (متصل ضميرونه] : [چې، مې، يې… ] .

پر وړاندې يې  زه د همغه  ستر نارويژي استاد د کشروټي شاگرد په توگه داروپا د رسمي پوهنتونونو له  لوړترين پوهنتوني سېستم سره سم   د يوې ژبپوهنې ډېگري نه، بلکې  تر اتو- لسو  څانگو خرانگو او ماورأ پوهنو سره يې ، نن سبا، لکه (طبي علوم) ، (ژبني علوم) ټرم راخپل کړی دی!

څرگنده پرتله

هو کې، که  نومياليو  دوديزو استادانو د دارالعلومونو پر کچ خپلې لوړترينې ديني-عربي زدکړو له لارې  خپله  ملي پښتو  لږ ترلږه  په هماغه دوديزه ژبپوهنه او مېتود پخپله د عربي او بيا پارسي  ژبې سياله کړې وه او دويم ځوان اکادميک پښتني پښت ته يې لاره هواره کړې، خو تاسې درغلي ((ناخلفو)) کندهاري ځايناستو د پنډ غالو په لنډو تنگو مدرسه يي زدکړو ((خپله ژبه )) له عربېزمه بلهار کړې ده ؛ د استاد بېنوا په خبره چې عربي او پارسي ټکی يې خولوته ورځي ، پښتو دا نه کاروي! هممهاله زه  دا منښته(اعتراف) کوم چې د ډېرو سولېدلو اښتنو پوښتنو په ورغبرگولو سره مې خپل او ستاسې درنو دوستانو او پاڼوچلونکو گرانبيه  وخت  دهغو په لوستلو او خپرولو هسې بېځايه تالا ترغۍ کړ؛   دغه  کودنه او جنگ -جهل او جنايت ځپلې ډله خو بې له هغې، ژبپوهنه، او  لا له دې ناخبره چې ژبې انسان  د تمدن پړاو ته راگډ کړی او له منځه تگ  سره  يې  له سره بيرته بدويت او جهالت ته ورستنېږي…!

هو، همدا تاسې زما آرمخاطبين  پاتې شوي ياست ، له لويه سره او په ځانگړ ې توگه له پارسي استوگنو  سره د پښتني ټولنې بشپړتيايي(تکاملي) بهير  هميوني ،  له ځانځاني سيمييز + ټبريز (اکر وکره)، لنگوېستيکي سيالي او برابري  زموږ موخه د پښتني ټولنې بشپړتيايي(پړاو) ته ځانځاني سيمييز+ ټبريز  (لوړوالی) دی،  په نورو ټکو:

يوه- يوازنۍ کره ادبي پښتو

د يوې- يوازنۍ پښتني ټولنې او ملت رغاونې لمړنۍ بنسټ ډبره ده

 هغه تېره  درې پېړييزه مخينه يا تاريخچه به پرځای پرېږدو چې پرمختللو اروپايي خپلوانو ټولنو يا هېوادونو، ان د نژدې آريانې تربرې پارسي خپلوانې په گډون، خپلې معياري ژبې  د بېلابېلو گړدودونو په استازۍ هماغه يوشمېر د ټولنوټيز(اجتماعي-اقتصادي) او سياسي-فرهنگي  ځانگړتياوو سره   د پلازمېنو گړدودونه په يوه شاهي يا جمهوري  فرمان سره معياري گړدودونه، په نورو ټکو، معياري ژبې ټاکلې دي؛ هرگوره، لږو ډېر ونجونه بدلونونه له اړوندو لارښودونو اوبيا بېلابېلې  ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې، وييرغاونې لوستکتابونه… يې اکادميو او نورو بنسټونو ته ورپرېښې دي.

 دا هېرول په کار نه دي،  چې په هغه  ورته اروپايي مهالپېر(بُرهۀ زماني)، يانې  (۱۷۹-۱۷۳۵م) کلن  وياړلی هوتکي واکپېر، د استاد مورگنستيرن په خبره  د پښتني-افغاني ټولنې (رنساس) يوه وړنده کابو يا فرصت وو، په تېره بيا د شاه حسين هوتکي په ځلان و روښان فرهنگي پېر کې  چې د  پارسي درباررونو په سيالۍ يې  د خپل مهال ليکوال او شاعران راټول کړي ول او  تلياد فرهنگيال ((محمد هوتک))  يې د پټې خزانې دکښنې لپاره گومارلی وو، کولای شول، په يو فرمان سره د دواړو سترو ِ ( غلجي او دراني) گړدودو يو گډگړدودي غورچاڼ د سراسري معياري گړدود،  په بله وينا سراسري، (معياري پښتو)  په توگه هوکې کاندې؛ د دود او منښت شونتيا يې هم کومه ربړه ستونزه ځکه نه درلوده چې د زاړه او په تېره منځني يا کلاسيک ادبي پېر ويناوالو يې لا وار له مخه ېيلامه رانښلولې، او په طبيعي ډول  هم هغه مهال  لا د پښتني ټولنې پراختيايي او پرمختيايي بهير نه دومره پرمخ  تللی او نه يې ورسره ژبه  پر دومره سيمه ييزو او ټبريزو گړدودونو وېشل شوې  وه!

خو له بده مرغه  هغه  زرين تاريخي چانس مو په برخه نه شو،  او  په دې ترڅ کې نن سبا  د نومهالې ژبپوهنې ساينتېفيک آرونه (پرنسيپونه) رامنځته شول، نو دنورو پرمختيايي او بيا پر خپله شيند پر شيند ټبريزه (قبايلي)  پښتني  ټولنې ته يې  له يوه انقلابي وزمه غورځنگ پرته، د چا خبره بې له خيبره بله لار راپاتې نه ده؛  او ان  هغه احمد شاهي (قبايلي) کونفدراسيون هم بيرته تالا ترغۍ شو چې د ټولواکمنۍ يا اېمپراتورۍ د سوبمنيو (فتوحاتو)  په اوږدو کې يې څو څو ټبرونه سره پر يوه گډ سنگر راغونډول، او بيا يې گډ ښاري ژوند ته راهڅول چې نوی ((احمدشاهي) ښار يې غوره بېلگه وه؛

داسې چې له  مخځمکواکي (قبل فيوډالي)  او  ځمکواکي (فيوډالي) ژوندوژواکه پانگوالي پړاو ته  د پښتني ټولنې ورلوړولو بريالۍ هڅې  يې هغه پلازمېنه وه چې د سراسري آوېجې (قلمرو) او بيا د لوی افغانستان پر کچ يوه بېسارې مخبېلگه گڼل شوې ده، ان تر کابله او پېښوره وړاندې يې د امير شېرعليخان، امان اله خان  او ورپسې نادرشاهي -ظاهر شاهي واک پېر له ((پښتني استبلېشمنت )) سره يې اقتصادي-سوداگري کاروبارونه او ان فابريکې درواخله!

 استاد پوهاند رحيم الهام  چې د (ختيځ-ختيز يا لوېديځ-لوېديز) يانې داسمونو او صفتونو توپير د همده له نوښتونو بلل کېږي، له  لږوډېر مارکسېستی  ټولنپوهنې تر اغېز لاندې لوستی وو، د پښتو لپاره  زما او ملگرو هاندو هڅې په دې پلمه راننگولې:

(( پرېږدئ چې  پښتني ټولنه د نورو ټولنو په څېر پانگوالي پړاو ته لوړتيا ومومي، پښتو هم ورسره

يووالي او کره والي ته ورسي))!

او ما  داسې ورغبرگه کړه:

(( هماغسې چې نن سبا ښونه روزنه او د جهاني تمدن  نورې ښکارندې (پديدې) را باندې د زمانې جبر منلې او راتپلې دي، دغسې  يې هممهاله ورسره ژبه هم د يوې وسيلې په توگه، د يووالي او کره والي لپاره زازو ټاکلي  ژبپوهنيز آرونه ارادي او جبري پرکاراچول په کار دي، که نه تربره  معياري پارسي ژبه يې نوره هم پسې ترگونډو لاندې کوي)) !

 اوس راځو، دې ربړې ستونزې ته چې که  وغواړو ونه غواړو، نن سبا لا وار له مخه ورته ژبپوهنې    ټوليز او سراسري ساينتېفيک  نارمولونه په يو  پروسېجر کې  راوډلي (تدوين کړي) دي ، کټ مټ لکه  دولتي اساسي قوانين چې سرغړاوی ځنې ټاکلې سزاوې لري!

  په دې لړ کې د بلې هرې ژبې غوندې پښتو هم په دغه لړ کې  يو گوښې  اساسي قانون لري چې هغه يې پښويه يا گرامر دی:  هرگوره،پوره کره ډول  يې هماغه دی لکه څنگه چې ابراهم لېنکن يو ايډيال دېموکراتيک اساسي قانون راپېژندلی او  وړاندې کړی دی:

 [From the People ,By  the People, for the  People]

په دومره توپيرچې:

د يوسم سهي او کره  علمي گرامر اومه توکي د ژبپوهانو يا گړدود پوهانو له خوا له وگړو راخستل کېږي، او د ژبپوهاند يا  ژبپوهانو له خوارغول کېږي او تر هر چا لمړی د ښونيزو پازوالانو (مسولانو) ليکوالو، رسنوالو، او د پوهې فرهنگ گردو لارويانو په واک کې ورکول کېږي  چې د سرغړاوي  جزا يې د اړوندو  رښتينوڅانگپوهو (علمي-مسلکي) کره کتونکو (نقادانو) پر غاړه ده، نه  ستاسې د بې مسلکو  ا و ځانپلورلو   پر غاړه ، له دولتي اساسي قانون سره  يې توپير داچې (گرامر ) د پارلمان پرځای د اړوند ژبپوهاند يا ژبپوهانو له خوا  پر بېلابېلو زدکړيزو (سکول گرامرونو) او تيوريک- اکادميکو  بڼو ياويرژنونو رغول کېږي.

گرامري او رغاونيزه سپما  او وييپانگيزه پراختيا  ددوو لاملونو زېږنده ده:

(لمړی) د شلمې پېړۍ له پيله چې د ژبپوهنې پلار(فرانسي ژبي سويسي دې سوسور) له خوا ډاگيزه شوې وه چې هېڅ يوه  ژبه هم له گردو وړو او لويو پيلامونو يا علامو (سېمبولو) سره سره  په ټوله مانا د اړوندې ژبنۍ ټولنې گردې ذهني او رواني غوښتنې او اړتياوې  په بشپړډول نه شي انگازولای يا انعکاسولای؛ که څه هم ترڅنگ يې نورې ناغږيزې مرستيالې ژبې، لکه:  اشاري ژبه (ساين لنگوېج) او پژني يا د  بدني خوځښتونو  ژبه ( باډي لنگوېج) تر پوځي  وزلو وسيلو پورې کارول کېږي_ داسې چې تر غږيزې دې يې  زرگونه کاله وړاندې  شتون او دود لرلی دی خوبياهم آره غږيزه انساني ژبه   شل دېرش زره کاله پخوا رامنځته شوې چې همدغه  مهالپېر د انساني  مدنيت پيلامه  گڼل کېږي!

 په نومېرلې توگه، ستاسې  د بېنومه او پټو سترگو اوسني تشعشعي  پليوني لنډاندي کندهاري يوه درفشاني داه چې د کره ليکنۍ اوخلگو ژبې توپير نه شئ کولای ، او په په دغه تړاو انگرېزان باکلتوره او ژبه بې هم  د پوهې او ادب ژبه ده، په داسي چټي، بې گټي او بې ځايه شيانو هيڅکله خپل ارزښتناک وخت نه ابته کيي، يانې  نه اساسي قانون(گرامر) او او ورسرتړلي ليکني يووالي او نورې اړينې ژبپوهنيزې  مسألې له پامه غورځونه داړوندې گړېدونکې ټولنې له ښېگڼو څخه  گڼي او د لوړ کولتور ښکارندويه ، ولې  يې داهېره کړې ده (  انگرېزي د ربع مسکون يا د نړۍ د  ښکېلاک و زبېښاک او اپاتايد ژبه ده)،  دی تراوسه  له دې هم خبر نه دی چې زه د هېواد، سيمې  او ان درستې نړۍ پر کچ زما ترخدای بښلو استادانو په تېره ستر نارويژي استاد مورگنستيرن پرته چې د پښتو او بيا د گردو څه له پاسه پېنځوسو افغاني ژبو پلار بلل شوی ، او زه پر خپل وار د دغومره ژبپوهنيزو نښيرونو(اثارو) او زرگونو رسنيزو ليکنو له پلوه، هغه هم په څلورگونو (پښتو-پارسي- الماني او انگليسی ژبو) د رېکارډ څښتن کېدلای، که نه يې باوروې،  لرو برو پښتو ژبيو او له اروپايي ترافغاني پوهنتونو او همداراز مې دجرمني او انگرېزي نامي پوهنتونونو نيم پېړييزه استادي لا پرځای پرېږده ؛ لوړترينه دوکتورا او تقريضونه دې لا راچليپا کړي دي!

تا  ځانته يوه ښه پلمه پيداکړې  چې زما  پر [يوه-يوازنۍ کره ليکنۍ پښتو] دې سر نه خلاصېږي او له دې ناخبره پاتې يې چې ما  د آريانپوهانو د۲۵ مې کانگرې له پرېکړې او هوکړې سره سم او بيا يې په لارښونه د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې  د يوه مخکښ په توگه د پارسي او نورو لږکيو ژبو تر څنگ د پښتوژبې گړدودونه له اسلام کلا تر اسلام اباد او له بولانه تر واخانه ډېری پښتو گړدودونه په نړيواله ابېڅې کښلي، ثبت کړي  او ورسره ورسره د ويونکو شمېر مې  له اړوندو دولتي ادارو ترلاسه کړي دي…  او مټې  هله بيا اړوند ټيم  د شپږکلن بورس جوگه کړی يم او بيا مې د اطلس د  پراسس مشر پروفېسر ژارژ ردار  د سويس برن پوهنتون د ټوليزې  ژبپوهنې او هندو آرياني ژبپوهنې په نامه د امريکا او شوروي  يو اړخيز زدکړيزسېستم   پرځای  دلوېديزې اروپا له څو اړخيز هغه برخمن شوی يم چې د استادانو او زدکړيانو پر وبله همکارۍ يا تبادله ټيکاو لري له الماني او انگرېزي ژبو او څه ناڅه د  فرانسي استادانو  لکچرونه مې سهلای شول  خو د  اېټالي او اسپاني استادانو هغو په تړاو به مې د سويسي ټولگيوالو له الماني نوټونو څخه گټه اخستله!

د  کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو او بيا پښتو څانگې لپاره د نويو تيوريکي لوست ليکيو(درسي کتابونو) ، پښويې، وييپوهنې او ويرغاونې، غږپوهنې، ادبپوهنې، شعرپوهنې، ليکلارې، سبکپوهنې، آرپوهنې (اتمولوجۍ)، ماناپوهنې، او تر گردو ستر تاريخي نښير ((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې د نوو ساينتېفيکو (فارمولونو) په کارونگ سره ما کښلی دی…

خو له بده مرغه د يو شمېر وتليو اسيستانتانو په لړ کې مې له بده مرغه له  ( پوهنوال بايزيد اڅک) پرته، کوم بل   زما د  ځايناستۍ جوگه شوی په دی چې له اڅک پرته شاهي او جمهوري  چارواکو کوم سکالرشېپ يا فيلوشېپ ورباندې  نه دی لورولی او ده هم  تر استادۍ د انجوگانو لاره غوره انگېرلې وه!

 د (غږ) لرغونوالی  د دروگونو غوري پښتني ټبرونو فيروزکوهيانو، (تايمنيانو، چې ځانونه کاکر بولي: – ما کاکريم) ، (غخ)، لکه په (غخکش= ) کې، د يوې فولکلوري کيسې  اتل د چغوهونکي) په مانا،  دغه راز په پاميري  ساکي خپلوانو ژبو کې (غژغويی)  بله بېلگه ده چې پارسيو ان  يې(غژگاو) بولي!

شوغنيان، لکه نور پاميري ساکي خپلوان مو (ژ)  له يپتلي(يفتلي)  مورنۍ-پلرنۍ ژبې راخپل کړی او  په همدغه دک ودليل خپله ژبه شوغني نه، بلکې (ژوغني) بولي،  کټ مټ  لکه  دمنځنۍ  يا غلجايي پښتو گړدودي ډلې (ښx̌)  درواخله!

–  توپير او نه التباس،په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او گرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت وركول کېږي چې له نورو معياري امرليو (منتخبو) توكو سره يې توپيرو شي، په بله وينا، د التباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكو تر منځ توپير او نه التباس يو ژبنى آر او قانون گڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له (سوځل) سره يې ټكر راځي، د ننگرهار ي شينواري وايی: (غنم وسول، و نه سول) -لمړی سول د (سوختن) او دويم دا د (شدن) په مانا همدارنگه کندهارۍ يا سوېل- لوېديز گړدودي ډلې د کره منلو شويو فونېتيکي او ليکدودي تاريخي  ډلسيورى – سورى ، پسور- سور، خپور – خور … در واخله چې  په  څلرمه (شمال ختيزه گړدودي ډله کې) يې بېځايه غورځن (حذف) مانيز  او جوليز( لفظي ياليکدودي)  ټکر رامنځته کوي!

– دويوالى (باقاعده گي)، دا مانا چې له بېلابېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، نه لكه دا دوى (قاعده) چې – زور(- a) په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توگه په پام كې ونيول شي او ډېرگړې يې هم د- ې، بلکې (- e)پر  (-ي) ورواړوي. پايله يې داچې، يو ځانته دويمه پښتو پښويه رامنځته کاندې؛ په بله وينا، د نورو دروگونو گړدودي ډلو پر وړاندې يوه دويمه سوېل-لوېديزه يا كندهاري پښتو يو بل اساسي قانون(پښويه)  راخپله کړي او گړسره يوه دويمه ليک ژبه راورغوي،  کټ مټ،  لکه ناروېژي چې څو کاله مخکې پر دوه غبرگو  شمالي او سوېلي… ((ناروېژيو)) سره ووېشل شوه:

خجن خپلواك (واوېل) پايله /a/ _ پر\ ə \واړول شي او ə بيا پر فتحهa او داپر(يi)،لکه په ښځ- ə او (ښځي) کې  .
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان يې زورکی /ə/ د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناخجنۍ له كبله پر(ئ= yəy)اړوي او بيا يې ډېرگړى هم د _ɪi پرځاى پر _yəy پاى ته رسوي او داسې نور.

زما دغه نوميرنگ (تشخيص) يا برسېرونگ (کشف) ختيځپوهانو له فرانسي شارل کيفر او  انگرېز پښتو پوه دېويد مېکنزي نيولې تر امريکايي هربرت پنزل پورې چې څه له پاسه نيمه پېړۍ پخوا يې د کندهارۍ پښتو پښويه کښلې او استاد الهام پر پښتو را ژباړلې او راروسته  د پښتو او پارسي چکي خجپوهاند (برېچکا) يو ستر نوښت رارزولی دی ؛ مانايې داچې کندهارۍ پښتو گړدودي  ډله  د ځانتنۍخجپوهنې له کبله (۷)گوني  کره خپلواک (واوېل )دوه گرايه يانې (۱۴) ته رسوي- همداسې نرينه نومونه درواخله، لکه پياوړی، غښتلی… پر  (يياوړئ، غښتلئ) ، راغلئ دئ… د نورو درېگونونو گږدودي پښتو ډلو پرخلاف!

 ما د استاد.ش. رشاد د پوښتنې په غبرگون کې نيمه پېړۍ پخوا د کندهاري، نه سراسري سوېل لوېديزې گړدودي ډلې د دغې ځانتنۍ خجپوهنې پېښې يوازنۍ ساری يا مثال په  پارسي ژبه کې  ور پر گوته کړی وو:

هغه داچې له نه اټکلېدونکي مهالپېر راهيسې تنکيري (ی)، ارتباطي هغې ورته وينگ(ي)  راخپل کړی دی[استاد بېنوا د يو هېلمندي په توگه  ناکره پېښه بللې ده او دبرابرۍ له مخې يې دلندن پوهنتون د آريانپوهنې او بيا پښتو برخې استاد مېکنزي ورته  ټکري  غونډلې (جملې) راخستې دي:

او هغه د يوې گرداني ټولگې دننه دويم له کمزوری نومځری سره د دويم او درېم وگړي تر منځه گرامري او مانيز ټکر دی: ته راغلي او دوی راغلي!

ستا لويه تېر وتنه او ورانپوهاوی دادی چې گوندې دغه  معياري  آرونه او پرو سېجرونه ما رامنځته کړي او هغه هم له خپله ځانه،  د (يوې- يوازنۍ- کره ليکنۍ پښتو) لپاره، همداراز که  تا د  ژبپوهنې او بيا ساينتېفيکي پسرغښتي ژبپوهنې يوه ابېڅې هومره لوستی وای، انگرېزان به دې  په دې دک ودليل ((مهذب)) نه بللای چې  گوندې د خپلې ژبې د آرو معيار خيال دومره نه ساتي او تايې هم په پېښو  خپلسرې پښتو راخستې، له (کيي، نکيي…)؟هماغه خبره شوه چې له ولسه زه راغلم او له نرخه ته خبريې؟

ما لږ ترلږه ستا د منگ(عمر) نيمايي هومره په انگرېزي، په تېره برېتش پوهنتونو کې ښونه(تدريس) کړی ، په ډېرو نړيوالو کنفرانسونو، ناستو غونډو، مرکو کې مې برخه اخستې ، ليکنې څېړنې او شعرونه مې پکې ليکلي او خپاره کړي دي، خو هماغسې چې له سياست او ماس ميډا پلوه  د امريکنۍ انگليسي معيار او ليکدود پر وړاندې يوگام نه پرشاکېږي ؛ ان  که د طب پوهنځي په کانکور کې يو شاگرد د [programme] – پرځای امريکنی ليکدود  [program]وليکي، ناکامېږي!

او ته داسفسطه رامخته کوې،  گرامري لنډيزونه په سترگو کې راننه باسې چې  لمړی په(و)گړنۍ ژبه کې رامنځته شوي او هله يې د ژبپوهانو او سيندکښانو ورته ليکنی رسميت وربښلی، همداراز يې  سايلنټ (چوپ)  گرافيمونه يا توري  درواخله چې د گډې مېډل جرمن  ميراث په توگه يې هسې ليکي او وايي نه، خو جرمني مشره خور يې پکې  دالفبايي اوليکدودي ريفورم په موخه ادلون بدلون راوستی او له اړتيا سره سم  يې پرلپسې  راولي- لمړی يې درسالو يا پمفلېټو په بڼه خپروي او  روسته يې وار پر وار يوځايي لويو سيندو او سمندرو ته سپاري؛ دغه راز ريفورمونه له انگرېزۍ او فرانسۍ پرته، په نورو اروپايي، لاتيني او ژرماني دواړو ژبنيو ډلو کې يو همېشنی دود گرځېدلی دی!

دا به هم  ستا تر ژبنۍ پوهې  يا افاقي پوهې پورته وي چې د همدغو ټولمنلو معياري آرونو  پر بنسټ  د الماني، انگريزي يا بلې اروپايی خپلوانې يا لږتر لږه آرياني ژبې، لکه پارسي  له گڼو ټبريزو او سيمييزو گړدودو په تېره دروگونو ايراني -افغاني تش په نامه (دري) او تاجيکي څخه څنگه يوه داسې يوازنۍ کره علمي او فرهنگي پارسي  رامنځته شوې ده؟

په فرانسي پارلمان کې د  انگرېزي وارداتو پروړاندې بېخرته شخړې خو لا پرځای پرېږده ، هغه هم له دې لامله چې په کلاسيک يا منځني پېر کې يې دومره لاتين پانگه راخپله کړې چې خپله آره ژرمانيکه  هغه يې په زکات کې هم نه راځي، دا راخپلونې (اقتباس) د بېلگې په توگه يې (-سيون) روستاړی پر (-شن)روستاړي وراړولې، لکه (نېشن) پر(ناسيون) او داسې نور!

– سپما، د لنډون  د يه څېرمه ډول په توگه دامانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام او گونگوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دوو ته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه ده، اتو يا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډگر كې د يوه مطلب څو څو رازه څـرگندول له سپما څخه سرغړاوى نه گڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بديعي رنگارنگۍ منځته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هممانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك گڼي. سپما په كړاوړون (فعلي گردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلابيلو گړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل كېږي : لكه د (پوه شوم) پرځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پرځاى (ډوډۍ وخوړل شوه) . په ويي غونډونو (فقرو)، لكه په (كابل پوهنتون) کې، (د-) غورځي؛ نورې ورته بېلگې يې، لکه: (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار) … پر وړاندې . په نوېزونو كې، لكه: (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې؛ همداسې ل يي کرښيز لنډيزونه درواخله : کابل- کندهار سړک…

– اساني او رواني،په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينگ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ … له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري؛ دا آر په پښتو زد كړه او ښونه كې بيا په ځانگړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو) او راكړشو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، جړه د جرړه ؛ درون – درانه د دروند – درانده پر وړاندې جې ناتېر مهال گرداني سټه يې ؛ ځکه په نورو نژدې خپلوانو او ان  ناخپلوانو ژبو کې له لويه سره په/ن-/ پسې (-د) او (-گ) هسې د  موسقيت لپاره ور سرباري کېږي، لکه: چمن+د، روښان+د(روښاند) يا په کړنومونو کې د کندهارخواته: ليکن+گ، خوړن+گ،  (من) د پښتو، پارسۍ او نورو  په گډون له آره  همداسې  وو او پارسۍ پر (- مند) راواړاوه)

 د ننگرهار او پېښور لا څه د چې مخکښته درستې شمال ختيزې گړدودي ډلې (موږ ) هله پر(مونږ ) راړولی  چې وينگ يې  (مونگ) شوی_ داچې  د نوي سراسري سپمايي معياري  قانون پر بنسټ هغه درسته ډله د (ښول)  په بېلگه ځينې لنډيړونه را خپل کړي، يوه جلا خبره ده!

– لرغونوالى،په دې جاج چې د وييزو او گرامري وارينټونو په لړکې هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېر وي، لكه: (ځمكه) د (مځكه)، (پارسي زمين او هندي جماکه). (ولاړم) د (لاړم) يا (لاړشوم)پر وړاندې. دا چې له نجل – نجن، نجلۍ – نجنۍ، زما – دما، زموږ – دموږ، ستا – د تا او د ستاسې – د تاسې، ژغ – جغ، جندره – ژندره، ژرنده – جرنده، نږور – نگور (نگار!)… څخه روستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د اوسنيو پر خوا دى .

.[ پارسي چې ته يې د کرزي په پېښوله نازه ((دري)) بولې، ولې نه غندې چې له نوي آرياني يانې اسلامي پېرراهيسې يې عربي تر ٪۲۵ هم راکمه کړې ده او ستا تش په نامه لمړۍ ملي پښتو ،ورځ تر بلې ترگونډو لاندې کوي ،نه دفتر دېوان پېژني، نه لوړې پوهنتوني  زدکړې، ايا ته يې په طلوع او نورور تلويزيونوکې تازه تازه (نيولوجېزمونه)  ليدای او اورېدای نه شې!] که تا ته خپلې مورنۍ پښتو  تر عربي ارزښت درلودای، د هېواد دننه او بهر به دې پښتو ۲۵٪  نيولوجېزم دعربي ځايناستی کړی وای او زما له معياري پښتو به دې دومره سر نه ټکولای– ايا له حديث او قران پرته نور عربېزم له پښتو  سره دښمني نه ده؟

 مفغنات خو ترتاسې  دواړو پير و مريده زه ډېر کاروم(ماشوم-توپير، اورته،  يانې، بلکې …)ډېر کاروم، لکه:… .

همداسې د (لنډون) آر په لړکې له يې مخکړ (کړمختاړي(preverb) سره  د هرې بېلښتي بڼې(مشتق) يو(و) هم غورځول کېږي، لکه: کېښول، پرېښول. همداسې  له پلوي نومځريزو مخکړونو(را-در-ور) سره درواخله: راوښوه، دروښوه، وروښوه.

د (ښول)  په پرتله نور کړونه  د کړ ريښې منځتوک( زور يا زورکی) يا (theml vocal)غورځول کره راځي، لکه تر (کوَل)، (کول) يا په غږيزه بڼه تر  (kawal)، (kwal) کره بللای شو چې د شعري تول وتال له پلوه ترې  شاعر هم ښه ترا گټه اخستای شي!

هرگوره، نور هغه ډېری تېرمهالي لېږندکړونه(ماضي متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-(و) ولري، نوموړې شمال ختيزه گړدودي ډله يې پر (معدوله w) راړوي،لکه دپاسنۍ بېلگې (زېږ-ول)  غوندې: پرې-کول غورځ-ول،  ني-ول، ځغل-ول، پاڅ-ول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه[ له نومونو رغول شوي کړونه: ويپوهنه  مخ۱۵۶] تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې (فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي؛ خو سرچپه د پارسي (بود) انډول (وو) پر. يو(و) د(وو) د (بودند (ول)  انډولول، د خدای بښلې  پښتو ټولنې له ناسمو پاتوړو څخه ده؛ همداسې  د ډېری نومونو په سرکې د(الف-) او(و-)۰بېځايه کارونگ  درروا خله، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: اوربل، وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله: روسته، روستاړی (وروسته،وروستاړی)، ړوند د (وړوند)، ودرول- ودرېدل، کښل-کاږل (وکښل_وکاږل) او نوردرواخله!

ځکه لنډون د هرې کره ادبي ژبې  يو بنيادي آر و معيار دی، نو موږ هماغه لنډ گړدودي ځېل (وارينټ) تر هغې معياري ارزوو چې مانيز او هم ليکدودي ټکر رامنځته نه کړي، لکه کندهاری لمړی(نه لومړی)، خو نه کچنی د کوچني يا لا کره(کوشني)  پرځای چې مانيز ټکر پېښوي [د پښتو دنژدې سکه يا سکايي ترور ژبې باختري ژبې د ټولواکمن يا شهنشاه، کنېشکا په نامه کې] چې د اعظم صاحب په وينا زياتره کندهاريان (کوشنی) وايي؛ د سوېلي پښتونخوا له خورا لږکۍ استثنأ سره  له بولانه  د ژوب افغاني گومل او وزيرستان تر گډ بريد (گلکڅه) پورې او  همداسې له (ش) سره ادا کوي!

(۲)   له سوېلي پښتونخوا مېشتو کاسيانو سل دوه سوه کاله پخوا د ننگرهارسپينغر شمالي  ډډې ته له  راکوچېدلو  لر بر شينوارو نيولې ان مخکښته تر سوات و بونېر ومارگلۍ،لاڅه چې ان تر جېلم او کشميره درسته زږه ختيزه شمالي پښتو گړدودي ډله د(ښوول) لمړی واوېلي-و(o-) نه اداکوي، بلکې په ورپسې دويم نيمواک(-w) يا په عربي-ملايي نومَونه (معدوله-و) کې يې ادغاموي! ،لکه د استاد حمزه شينواری په  شعر کې:

               ژبه مې د(بې) پر ټکي بنده غوندې شوه

                           راغلې وه توبه، خو وتو ته مې پرېنښوه…

ما ان پر(۱۳۴۴ل.کال)  د استاد حمزه يا اجمل خټک اويا بل کوم کښيني شاعر پر پليونۍ يو غزل  په ورته رديف ويلی وو:

ته يوازې له ما ولاړې او غمو ته دې زه پرېښوم

په دې لړ کې زه ، ستا د پېغور او سپکاوي  پر وړاندې، خپل ځانگړي  سپيناوی در زبادوم  او هغه داسې چې د ننگرهار په هواره ناوه، هغه هم د شينواري_مومندي گډوله پښتو گړدود په راخپلولو سره، له بده مرغه په څلرمې يا شمالختيزې  پښتو گړدودي ډلې پورې تړل شوی يم چې نه يوازې کره زباده شوې نرمه منځنۍ يا غلجايي (ښ x̌) ډېروالی  او کره والی در زبادوم،  او راته خپله زږه خ(x)  په سترگو کې راننباسې چې ولې همدا ننگرهاۍ او له لويه سره همدا شمالختيزه(ښ= خx)) نه کاروم، هماغه متل شو: زه ورته وايم ولې زماشلتالو شوکوې، ته راته وايې: ولې دې ته ښځې ته پڼې نه اخلې!!؟

ما ان پر ۱۳۴۴ل د استاد حمزه، اجمل ختک يا بل کښيني شاعر  په هسې پېښو د خپل غزل د رديف په توگه کارولی دی:

ته يوازې له ماولاړې او غمو ته دې زه پرېښوم

            ستا پر مخ دې وي گلونه، که اغزوته دې زه پرېښوم…

د پېښور پوهنتون او پښتو اکادمۍ له ليکدودي کنفراسو مې هم ورته لنډون زده کړ!

په هر ډول دا پايله لاس ته راغله چې نه يوازې لربر شينواري  دغلته لمړی نيمواک يا سيمي واوېل)-و (و-w) ساکنوي يا  د دوديزو ژبپوهنانو په ناسمه نومَونه ،پر معدوله هغه يې اړوي او ورپسې  اوږد واوېلي-و (0)هغه غورځوي ، بلکې  تر جېلم او کشميره  يې  زياتره همداسې اداکوي؛ چې له ښه مرغه يې همدلته په اکسفورډ کې د اټک او مارگلۍ ترمنځ له مېشتو پښتنو  سره هم تگ راتگ لرو!

[يادښت: له دې سره يې زما کار نشته چې له بده مرغه گرده شمالختيزه پښتوگړدودي ډله له جلال اباد دوسرکې تر جېلم او کشميره گردو پښتنو د(ځ-څ-ژ -ږ) غوندې (ښ) هم له کره منځنی يا غلجايي وینګ سره له لاسه ورکړی،خو  داچې د استاد حمزه يا اجمل په څېر وتلي ويناوال يې لږ تر لږه په ليک کې سمه کاروی، کور يې ودان!]  د معياري پښتو د باړه گړۍ  ستر ې غونډې ته د دغو فونيمونو د کارونگ لرو برو، سوېل وشمال گردو ليکوالو ته اړينه بللې؛ چې خدای شته  گردو نوموتو ننگرهاريانو راسره منلې، لا  لمړۍ پلا يې  (مونږ) هم (موږ) راړولی دی!

هرگوره،نور  هغه ډېری لېږندکړونه(متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-و) ولري، نوموړې شمال ختيزه پښتوگړدودي ډله يې پر (معدوله-و) راړوي،لکه:  پر پاسنۍ بېلگې (زېږول)  غوندې: پرېکول، غورځول، نيول، ځغلول، پاڅول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې(فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: وربل (کاکل)، او(اوربل=Fire!) وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله!

په (ښول)  پسې درته دادي، د ډېرکارېدونکو ( مشهورغلطو) وييونواو ليکدودونو يو څو بېلگې وړاندې مشهور غلط) او ورپسې کره په لينديو(قوسونو) کې:

اړيکه-اړيکې( تماس، تماسونه)، اړيکی-اړيکي(رابطه)، بری (کاميابي)،بريا اوبرياينه (لاسته راوړنه)،ښکته(کښته)، اوسېلی(اسوېلی)، برالبه (بلاربه)  په کوټې کې (په کوټه کې) ځکه (په) سربل دومره زور نه لري چې ښځينه نوم بدل (مغيره) کړای شي …

}د وسمهالې او تېرمهالې پښتوژبپوهنې په رڼا کې د (يوې يوازنۍ-کره ليکنۍ پښتو) نيم پېړييزه سېستماتيکه

  اډانه (طرح)  
         
گرامري اوليکدودي همرنگي لغوي رنگارنگي
(يوازې تر قوسو بهرکره دي، دننه نه) (لمړۍ درېواړه سلنې پښتو ده او څلرمه ناپښتو
د  لرغونوالي،ډېروالي،لنډوالی، ۲۵٪گړدودي او سيمه ييزه پانگه
اسانوالي… پر بنسټ، لکه: (ښاغلی، ستونزه، کوشنی، اکر، تروړل…)
ورسېد (ورسېدئ، ورسېدلو…) ۲۵٪ زاړه وييونه: هېواد، نړۍ، ويی،يون، وياړ، برم، وېلاړ،اتل…
ورساوه(ورسولئ، ورسولو…) ۲۵٪ نوي وييونه: روغتون، ښونځی،پوهنتون، پوهنځی ژبپوهنه، پخلنځی، الوتکه، چورلکه…

(له قرآن و حديث پرته هر عربي پانگه راژباړای شو)

ورسول شو(ورسولی شو-شه) ۲۵٪ پور وييونه: دولت، حکومت، ولس، بانک،تېلېفون، تېلويزون ،يونسکو…

د پوهې-فرهنگ ترمينالوژيانې، خو  له يوناني، لاتيني، سانسکرېټ اونورو زړو هندو اروپايي زړو ژبو راهيسې دود لرلی؛ مانا يې داچې علمي-فرهنگی ويرغاونې تر څلورگوني انډول بهر د هرې اوړوني (گرداني) ژبې رښته پاتې شوې ده، که هغه زمو ژبنۍ کورنۍ ده يا سامي- حامي هغه، په تېره عربي، چې قرآن، حديث او نورې سپېڅلي متنونه يې  غورې بېلگې بلل کېږي!

دازما ځای دی (دا دېماجی ده(غلجايي يا منځنۍ پښتو گړدودي ډله)…د ډېرښت پر وړاندې ناکره راځي!  

ښځې ، دی او نور وييکي: مې،دې، چې، کې… تر(دئ، دوي)، مې،دې، دې،چې کې .. .ترسوېلي-لوېديز ( ښځي، مي دي، چي، کي…)  کره  راځي!

ولې خپله ننگرهارۍ يانې  شمالختيزه(خx)زه ورته د غلجايي نرمې x̌ د ويونکيو ډېروالی زبادوم، دی خرډگ  يې زما په سترگوکې راننه باسي چې

د /ښ/ پر بنسټ (۴گونې) پښتو گړدودي ډلې له لاسه ورکړې:

(۱)سوېل- لوېديزه يا کندهارۍ ډله [ښ= š (ورلاندې ټکی) سخت يا غبرگژبيز شين] (۲)، سوېل- ختيزه ياکرلاڼۍ (وزيرۍ) ډله لکه پارسي ش[ ښ= š ش]  (۳) شمال- ختيزه يا ننگرهارۍ- پېښورۍ ډله [ښ=xخ] او (۴) منځنۍ يا غلجايي ډله [ښ=x̌مښلې يانرمه خ] ، نو د ويونکيو د ډېري آر له مخې چې  پر آرو  تاريخي ټبرونو (هوتکو- سلېمانخېلو- تره کو- احمدزيو- اندړو ، ستانيزيو؛ د پکتيا بشپړ ډېري کرلاڼيانو د وردگو په گډون…)  او بيا شمال ته  لېږدېدلي او لېږدوليو زږې پښتو اړوندو ټبرونو، شينوارو، مومندو،  اپرېدو،ساپيانو  او د زږې پښتو نورو  اړوندو پښتنو په گډون جغرافيايي-تاريخي وېش په لاندې ډول دی:

  (۱) سوېل- لويديزه ډله  
   
 
منځنۍ

ډله

 
   
 (۳) سوېل-ختيزه ډله   (۴) شمال-ختيزه ډله
 

 

 

 

غلجاييx̌)

 

همدا  نرم- تالوييز- موښلی  غږ ښ/ x̌ /  په  ۲۵ گونو پاميري ساکي خپلوانوژبو کې شتون لري ان واخيان خپله ژبه  هم(ښيک)  بولي!ا نورستاني ژبو هم له  ورته وينگ سره ان له هماغې ۴زرکلنې زمانې څخه چې له له هندي او آرياني څانگې سره بېلابېلې جغرافياوې راخپلې کړې دي او ۵_۶ ژبو ته پراختيا موندلې په خپل اوسنۍ ټاټوبي(الينا)  کې سره مېشتې شوې دي…

دا نومېرنه (تشخيص) ما له خبله ځانه، نه بلکېد ستر ناروېژي استاد مورگننستيرن تر فرانسي  شارل کيفر او سېنير انگرېز شاگرد دېويد مېکنزي  او هله  يې  تر ما  کشروټي (جونير) شاگرده  پليونی شوی يم چې (له بولانه تر واخانه مې، ډگر څېړنې تر سره کړې دي نه ستا د لنډاندي لنډه گنډه جغرافيا (له امام صاحب ولسوالۍ تر اباسينه)) !!؟

هو   نه يوازې کره غلجايي  منځنۍ(خ) نرمې x̌ ، بلکې ورسره ورسره  ۷-۸  بايللي تاريخي اوازونه يا فونيمونه(ځ-څ-ژ–) ()هم له لاسه ورکړې، خو  ما يې پخپله  وينگ او ليکنگ دواړه راخپل کړي او   کاروم يې، د خيبر پښتونخوا باړه گلۍ د سراسري غونډې ته ور اورولي، خو  د لوی ننگرهار پر ليکوالو مې لږ تر لږه اړونده  ليکلاره منلې ده!!؟

شننه: د وېش دغه درېگوټ(مثلث) هممهاله د پښتو پرمختيايی بهيرڅلورگوني پړاوونه راڅرگندوي، او هغه هم ،که د استاد مورگنستيرن په خبره  (وڼېڅي يا ترينو ژبه) د پښتو دوه زرکلن گړدود و نه پاموو، لږترلږه يې له غور او بيا د ايراني گيلان ولايت اواسلام کلا له نورزيانو او ان له آر زېږځای (سيستانه) پيلامه را ونښلوو!

لمړی:  هغه  روستاړي چې  له يو شمېرنومونو يا نومسټو سره  بې گړدودي مخبېلگو بېلنگونه (  مشتقات) بې منځتوکه سيده نښلولای شو، لکه

اونيزه، نه اونَيزه يانې بې منځتوک (زوَره )  وينگ را خپل کاندې او د غږيزې ليکبڼې لنډون يي هم په سترگو وليدای شو!

نورې ورته بېلگې يې:

نوم يا يې سټه+روستاړی= بېلنگ (مشتق) :

موږد اونۍ د ورځو نومونه چې يوشمېر پښتو مينو ووبپاڼو چلونکيو  رغولي ول، د بنيادي- ژور رغښت په کره کاڼي وتلل او په ترڅ کې مو گرد سوچه دوڅپيزو ته رالنډکړل:

لومړنۍ پر (پيلنۍ)، يو شنبه يا اتوار پر(يونۍ)، د گل ورځ پر (دونۍ)، درېنۍ پر(درنۍ)، د زيارت ورځ-څلورنۍ پر(څلنۍ)، پنځه نۍ پر (پېنځنۍ) او د جمعې مبارکه ورځ- يااوونۍ پر (اونۍ) ورواړولې!

دغه راز مو د سپما يا لنډون په لړکې له څو گړدودي ځېلو (وارينټو)،  لکه  له (اخل،اخېستل-اخيستل- اخستل) څخه روستی دا کره وارزاوه او داسې نور.

د گرامري او رغاونيزې سپما  دا قانون د، فېلسوف ژبپوهاند او د امريکايي انساني- جهاني او گلوبالېستي تعرضي ناخوالونه پوخلا کېدونی مخالف (نوام چومسکي ترسانتېفيک ژبپوهنيز انقلاب لا وړاندې، له دې ليدتوگې سره رامنځته شوی: د نړۍ يوه  ژبه هم له ټولو  پراختيايي او پرمختيايي پړاوونو سره سره د دې جوگه شوې نه ده چې گرد ذهني پيداوار، پوهه، فرهنگ، فلسفې، تخنيک اند و واند(انديشه وخيال) رواني او ټولنيزو غوښتنو، موخو، ارمانونو…  څرگندويي او ښکارندويي  وکړای شي، نو د د ې لپاره ژبپوهانو او هومانېستو فېلسوفانو سره لاس يو کړی؛ چې د جومسکي په خبره د هرې ژبې مرگ  که هرڅومره وړکۍ  هم وي، د فرانسې د ستر (ورلې) موزيم د منځته تگ هومره بشري ناورين بلل کېږي!

ا و د مرگ لامل يې هم  تر هرڅه له مخه پر نړيوال کچ د وييپانگيزې روستوالی راپرگوته کوي، په تېره نن سبا  د الکترونيکي خبرتيايي تېکنالوژۍ له کبله او  پر وړاندې يې پښوييزه اورغاونيزه سپما او لنډون  وړانديزوي  او سپمولې انرجي، وخت و زغم د  وييرغاونې لپاره ځانگړې کوي او نه  يوه کندهاري سربل و- (ته) څخه ورتېرېږې!

۶ – خوږ غږي او بلاغت،چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (داكثريت له نظره) ركاكت او كراهت ونه لري. د ساري په توگه له فونولوجيكي او گرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه گرانښت او خوږوالى زيات وي، لكه: (هيلۍ ته لامبو ښول) د (كونډې ته غوول ښول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د(وخت گوډى) پر وړاندې … دا دواړه متله ولسي پانگه بلل کېږي، ته لنډ اندی هم ولس سپکوې او دڅانگپوه (ويژه شناس)  او ثبتونکي په توگه ماهم!

د ارواښاد  محمدين ژواک د متلونو ټولگه به هم  ستا ښه و نه اېسېږي چې ولې يې ولسي شډل او  سپک ورک ځېلونه هم پکې را خستې دي چې اويا-اتيا  کاله پخوا يې د پښتو ټولنې په چوکاټ کې يې  چاپ او خپاره کړي دي؛

نور رغاونيز او پښوييز لنډونونه او ډلبندۍ چې د مشر ناروېژي استادمورگنستيرن د شپېته کلنو ډگرڅېړنو (فيلدريسرچونو)  او بيا پسې د فرانسي پليوني شارل کيفر،  او سېنير (مشر) انگرېز شاگرد مېکنزي او بيا  تر ما جونير(کشر) پښتانه شاگرد  پورې يې پکې  سرونه سپين کړي دي!

او دويم سپکاوی دې دا چې زما په پته دې دغه گردې اوتې بوتې بېنومه رابربېښليک کړي يااېمېل کړې دي ، داهم ستا د ازاد دينۍ يا  رياکارانه سېکولرېزم راکښون وو چې زه دومره گرانبيه وخت در څخه بلهار کړم؛ هغه هم د شتو پښتو انډولونو  پرځای له بې کچه عربېزم سره ،  بې له دې چې د خپل کندهاري ارواښاد محمد گل نوري د دوه غبرگو  پښتو قاموسونو يوه پاڼه هومره دې تر کتنې تېره کړې اوسي؛  که تا پر ورځنيو خپرونو پر وړاندې دې  غوږونه نه کڼولای او سترگې نه ړندولای، د مقصد يا مخسد پرځای به دې نږه او سوچه(موخه) زده وای او کاروله به  دې؟

 بيا دې هم د بېلارې شوي او له زدکړو بې برخې پاته شوي پښتانه په توگه، په پښتني- فرهنگي مينه او مننه نازوم!

او هممهاله د سترو علمي فرهنگي سټو شهيد موسی شفيق او  بيا   په ميرويس نيکه پسې  دويم  ازاديپال او له نويو ارمنيانو ځنې د دويم  ژغوارند غلجي شهيد دوکتور نجيب الله سپېڅلو اروا ته د درناوي سر ټيټوم، او د لکه څنگه يې يو پوهنتوني استاد ي و بيا د سترې سياسي گرگې ې لا هغسې ارماني:

له بده مرغه هغه دېره اوجره چې له غازي امان الله راهيسې تر لويو سټو او  ان تر موږ پوهنتوني استادانو پورې يې د ليدنې او اوسېدنې وياړ په برخه شوی وو، خو له بده مرغه لکه نور په ميلونو چوپه خوله هېواد وال، هغه هر څه ولاړل، ان تر غازي امانه راروسته د شپږزر کلنو تاريخي- فرهنگي پاتوړو ( ميراثونو) دويم ژغوراند انسان،  دوکتور نجيب لله هم راځنې امينيانو او کارمليانو خپلو نويو ( اخواني-ستمي)  انډيوالانو ته وسپاره او هغوی پاکستاني قصابانو ته!

زيار له اکسفورډه- اکتوبر ۵-۲۰۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.