۱۴/د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور

آصف بهاند

229

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۳مه برخه

 

پنجاب تهران په یوه خوله دي

دوی ملا تړلې چې کډوال بیرته شړینه

 

لکه زما داسې کډوال شې

چې درښکاره شي د ګډوال مجبوریتونه

 

د وطن غېـږه، د مور غېـږ ده

چې د مور غېـږې ته ورځو څه مو غمونه

 

د مهاجرو دې خدای مل شي

هم یې وباسي هم یې تش کاندي جیبونه

 

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:

لارۍ کډوالو نه شوې ډکې

ملیشه اوس هم د رشوت کړي سترگکونه

 

اوس خو راغلې ده گالو بې

بله لار نه شته خپل وطن ته به ورځونه

 

د وطن غېـږه، د مور غېـږ ده

چې د مور غېـږې ته ورځو څه مو غمونه

 

کډوالي ستونزه مجبوریت دی

په هر قدم کې د وطن ارمان درځینه

 

پرسمې لارې ترې رادرومه

د ملیشه غوږونه ناوري دلیلونه

 

ظلم دې وکړ پنجابیه

اخر به جگ شي د مظلومو اوازونه

 

ډکې لارۍ وطن ته راغلې

په‌کې سپاره دي مهاجر د دوئ بارونه

 

په هربدلون پسې بدلون دی

اوس که تیاره ده، بیا به بل شي څراغونه

 

کډوال خو ډلې ـ ډلې باسئ

اخر به جگ شي د ډک زړه جگ اوازونه

 

کاکړ، ککړ شو امر یې وکړ

خوار مهاجر نور څه کږی شي، بې صبرونه

 

په هرقدم کې پلټل دي

د پاکستان ملیشه هرڅه لوټوینه

 

په وطنوالو مې زړه‌سوځي

چې هرخوا ځي ورته راجگ د ستونزو غرونه

 

لارۍ بیا ډکې، ډکې راغلې

له مجبوریت نه پاس کډوال پرې سپاره دینه

 

پنجاب تهران په یوه خوله دي

دوی ملا تړلې چې کډوال بیرته شړینه

 

پرېـږده چې درست کډوال ستانه کړي

په یوه وار به مو خدای خلاص کړي احتیاجونه

 

د مهاجرو دې خدای مل شي

هم یې وباسي هم یې تش کاندي جیبونه

 

وخت به یې راشي لرې نه ده

چې بېوطن شي، دوی محتاج نورو ته شینه

 

لکه زما داسې کډوال شې

چې درښکاره شي د ګډوال مجبوریتونه

 

پنجابه څه نخرې دې وکړې

چې دې بې‌کور بې‌اور کړل ډېر ـ ډېر عالمونه

 

بې‌واکه ژوند څه په کار نه دی

په نوم ژوندون وي، څوک حساب نه پرې کوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.