له کندهاره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوې صادرې شوي

167
فريدالله ظاهر / دویچه ویله
4 ساعتونه مخکې

د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې اداره وایي چې سږکال يې له دغه ولایت څخه د ۵۵ ميليونو ډالرو په ارزښت زرګونه ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې کړې دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا دویچه ویله ته وویل، چې سږ په کندهار ولایت کې باغوانانو له له خپلو باغونو ښه محصولات ترلاسه کړي او له طریقه یې ډېره ګټه هم کړې ده.

نوموړی وایي، سږ کال له کندهاره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کابو یو لک او څلوېښت زره ټنه تازه مېوې صادري شوې دي: «سږ کال تر قوس میاشت پورې یو لک او اتلس زره ټنه تازه مېوه له کندهاره صادره شوې ده، چې د هغې څخه غټ قلم ۷۲ زره څو سوه ټنه انار، ۳۳ زره ټنه انګور دي او پاتې زدالو، خټکي او هندواڼې دي. چې د دې مجموعي ارزښت ۵۵ میلیونه او ۵۴۷ زره امریکایي ډالر کیږي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا وایي، د دې تازه مېوو ډېره برخه پاکستان، هندوستان او قرغیزستان ته صادره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کندهار مېوو د محصولاتو يو دليل په دغه ولایت کې د اوبو ښه مدیریت دی، چې په وینا یې د دالې بند اوبه باغونو ته په منظمه توګه رسول شوې دي.

د کندهار ولایت باغوانان هم وایي، چې سږ کال د دوی محصولات ښه وو. دوی غوښتنه کوي، چې د کندهار تازه مېوو ته دې د هوایي کارګو له لارې زمینه برابره شي، څو د اروپا او نورې نړۍ بازارونو ته هم د کندهار تازه مېوې ورسول شي او په دې سره به دوی لا ډېر د خپلو محصولاتو ګټه ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.