د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۸مه برخه

آصف بهاند

248

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۷مه برخه

 

د پاکۍ تمه ورنه مه کړه

ککړستان دی، پاکستان یې یادوینه

 

کرکه له کرکې پیدا کېـږي

کرکه دې وکړه، بیا به درشي ځوابونه

 

چې څه کرې، هغه به رېبې

درته به بل شي له ویر ډک د اور فصلونه

 

ته د ایران ظلمو ته گوره

یا سوځول کړي یا اوبو ته غورځوینه

 

زموږ د دوو گاونډیانو له خاورې نه د افغانانو په زوره شړل ساده خبره باید ونه‌انگېرل شي، دا به په راتلونکو کې گڼې خطرناکې پایلې ولري چې یوه پایله سمدستي  د دې دواړو هېوادونو پرضد د ټولو افغانانو په زړونو کې د کرکې پیدا کېدل دي.

په دې لړ کې د پاکستاني مقاماتو یوبل د کرکې وړ سیاست دا دی چې له پاکستان څخه د افغانانو د شړلو عملي پروسه یې داسې چا ته سپارلې چې له بده شامته هغه هم پښتانه دي لکه: د پاکستان مؤقت صدراعظم  کاکړ. د انور کاکړ له خولې نه د پاکستاني سیاسیونو او نظامیانو هغه خبرې راوزي او عملي کېـږي چې هغه د پښتون قوم پرضد کرکه پاروي او په دې ډول پاکستاني مقامات هم پښتانه بدنامه کوي او هم خپل شوم پروگرامونه عملي کوي.

په همدې موضوع پورې اړوند تاند په یوه بل رپوټ کې د هیومن رایټس واچ په حواله لیکي چې پاکستاني پولیس له افغان گډوالو سره زورزیاتی کړی دی. دا هم د تاند لنډکی رپوټ:

«تاند (چهارشنبه، د قوس ۸ مه) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه کې له هغوی سره پراخ زورزیاتی کړی دی.

دې سازمان په یوه تازه راپور کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی دی، ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي د افغانانو خلاف په زور زیاتي کې له هیڅ راز فشاره ډډه نه ده کړې.

په راپور کې پر افغان نجونو د جنسي تیري یادونه هم شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستاني پولیسو افغان کډوال نیولي، ځورولي، بندیان کړي او حتي له ښځو یې د هغوی ګاڼې اخیستي دي.

دې سازمان ټینګار کړی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل او له هغوی سره زور زیاتی، د پاکستان د نړیوالو ژمنو خلاف او د نړیوالو بشري حقونو څرګند سرغړاوی دی.»

د پاکستاني نظام ټول عمر په چل او غولونه تېرشوی دی او اوس هم دهماغې پالیسۍ لارویان دی، خو د دوی حاکمان به پر دې باندې نه پوهېـږي چې دوی د خپلو راتلونکو نسلونو له‌پاره د کرکي تخم کري. همدااوس د دوی د ناوړه اعمالو پربنا د عامو افغانانو په نظر د دوی تصویر داسې دی لکه په دا لاندې لڼدیو کې چې انځور شوی دی:

د پاکۍ تمه ورنه مه کړه

ککړستان دی، پاکستان یې یادوینه

 

دا وار که خپل وطن ته لاړم

بیا مې توبه ده پاکستان ته نه راځمه

 

کسات مې پاتې دی پنجابه

ستا په هرکار کې ډېرپراته دي پساتونه

 

کرکه له کرکې پیدا کېـږي

کرکه دې وکړه، بیا به درشي ځوابونه

 

له یوې سوړې چیچل کېـږو

موږه ناپوه یو بیا همالته لاس وهونه

 

چې کډوالۍ ته خوشحال نه شې

خوشحالي نه وي، سراسر پرابلمونه

 

چې څه کرې، هغه به رېبې

درته به بل شي له ویر ډک د اور فصلونه

 

ته د ایران ظلمو ته گوره

یا سوځول کړي یا اوبو ته غورځوینه

 

خبر شوه هله گډه‌وډه

د لوټ تالان چې ورته وشولو امرونه

 

د ژوندون بار اسانه وړای شم

د هجرت پیټی خو مې ملا راماتوینه

 

بېرته راتگ دې مبارک شه

نور خو به نه وي د پردیو پېغورونه

 

له تسلی نه یې موږ تېر یو

موږ ته دې نه ټومبي له شا هزار تېغونه

 

موږ څه ازار وهلي نه یو

چې د گاونډ درگاه کې ټیټ کړو خپل سرونه

 

د وطن غمه نور مې پرېـږده

اوس مهاجر یم راله‌غاړې نور غمونه

 

د سپکېدو څه پاتې نه دي

دوی لا لگیا دي په شرمو، مو شرموینه

 

د گډوالۍ غم راله‌غاړې

ته چېرې لاړې پر میدان ولاړه یمه

 

د کډوال شپه پر مېـږتون ده

سبا یې تگ دی، د وطن په لوري ځینه

 

یو پټ قانون دی په ایران کې

یا یې منه، یا دې په نشت حسابوینه

 

گناه مو خپله د بل نه ده

وطن مو وران کړ اوس احتیاج د بل چا یونه

 

عمر مو ټول سرگرداني ده

څه ناپوهي ده، گاونډیان مو زغلوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.