«د زمـرو کـور تـه کـتـل لـویه گناه ده»
د پاکستان د پوځ لوی درستیر عاصم منیر
غیرمسؤلانه خبرو ته لنډ ځواب
د پاکستان د پوځ لویدرستیر عاصم منیر پرون (۲۴/۰۱/۲۰۲۴) د زدهکونکو یوې غونډې ته داسې څه ترخولې راایستلي دي چې له هېڅډول دیپلوماتیک عرف سره اړخ نه لگوي. ده په رسمي ډول افغانستان د پاکستان دوښمن بللی دی، دا د هغه د خولې خبره ده:
«کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېـږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي.»
هغه په لوی لاس د باروتو گودام ته اور ورنږدې کړی دی.
د پاکستان د لوی درستیز دې غیر مسؤلانه خبرو ته افغانانو په میډیا کې غبرگون ښودلی دی او په لومړي سر کې ما ته د ښاغلي عصمت قانع یو شعر په مخه راغی، دا یې څوبیتونه دي:
«دا بيخي په سل سلنو کې رښتيا ده
دښمني مو د نيکونو لاپخواده
ستا نيکه به د انګريز پاپۍ مېنځله
زما نيکه ويل انګريز سره غزاده
باچاخان ويل دا سيمه افغاني ده
جناح ويل د پيرنګيانو د بابا ده…»
ما (آصف بهاند) هم د قانع صاحب د شعر ترلوستلو وروسته دا څو بیتونه ورته ولیکل:
د انـگــریــز بـچي تـــه وگـــوره چـې څــه کا
کـرښه سـره مـو لا ښـکاره مـنځ کې پخوا ده
د مــنــیــر عــاصــم گــنــاه نــه ده بـېشـکـه
تـنــظـیـمـيــانـــو ورښــوولې شـنــه رڼــــا ده
د پنجاب کوکري دې واوري، وخـت بـدل دی
تـنـظـیـمـي نــکل خـــوړلی کـــومې غـــوا ده
د افـغـان د ویــنـې یــوڅـاڅکی لا گــران دی
ستـا او ستـا د بــادار هـرڅـه چـې دونـیـا ده
ستـا قـایـٔـد او سـتـا اعـظـم و سـپی پالـونکی
د زمــرو کـــور تـــه کــتــل لــویــه گـنـاه ده
۲۵/۰۱/۲۰۲۴
هېدرسلیف
ډنمارک
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.