ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر وړاندې د ط الب ان و د ناوړه چلند ادعاوې څېړي

176
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري په وروستیو کې د هغه څه له امله چې دوی یې بې حجاب بولي په خپلسري ډول د ښځو د نیولو په تړاو اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې د بې حجابۍ په نوم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د نجونو او مېرمنو د نیولو په اړه لا هم ادعاوې موجودې دي، د ملګرو ملتونو سازمان وايي دوی د افغان مېرمنو پر وړاندې د دغه ناوړه چلند ادعاوې څېړي.

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د بې حجابۍ په تور د میرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندېښمن دي.

نوموړي وویل: “په افغانستان کې زموږ ماموریت د حجاب نه‌مراعتولو د ادعاوو په خاطر د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د غیرقانوني نیولو په اړه ژوره اندېښنه لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی دفتر یا یوناما له نجونو او ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او د هغو د بې دلیله نیولو ادعاوې څېړي او ښکاري چې د طالبانو له دې اقداماتو تر ډېره مذهبي او قومي اقلیتونه اغېزمن شوي دي.”

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

دی وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما اندېښنه لري چې د ښځو ځپنه او د دوی خپلسرې نیونې به افغان مېرمنې لا نورې انزوا ته بوځي او داسې وېره هم شته چې په کورنیو کې به د ښځو په وړاندې د نارینه‌وو تاوتریخوالی زیات شي.

دوجاریک وویل یوناما په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت له چارواکو سره خبرې کړي او غوښتنه یې ترې کړې چې ټولې نیول شوې مېرمنې سم دستي بېرته خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ له لومړیو د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د هغه ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په باور اسلامي حجاب یې نه دی مراعت کړی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې د بې حجابۍ په تور د مېرمنو نیول تایید کړي وو، خو ویلي یې وو چې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

خو د کابل د درېيمو مکروریانو یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې همدا تېره ورځ هم یوه ښځه د طالبانو له لوري د بدحجابۍ په تور ووهل شوه او وروسته پر نامعلوم لوري یوړل شوه.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نرګس سادات ادعا کوي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د ژوند کړۍ تنګېږي.

سادات وايي: طالبان هره ورځ، له سرکونو، کوڅو او جادو په بېلابېلو پلمو ښځي نیسي او پر نامعلوم لوري یې وړي.

هغه وايي: “د افغان ښځو لومړنۍ حقوق ترې طالبانو تروړلي دي، خو دوی لا هم د ښځو په وړاندې ورځ تربلې محدودیتونه زیاتوي، هره ورځ، له سرکونو، کوڅو او جادو په بېلابېلو پلمو ښځي نیسي او پر نامعلوم لوري یې وړي.”

دا غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت تر هغه په رسمیت ونه پېژني چې بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.

د بشري حقونو د بېلابېلو ملاتړو بنسټونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو حکومت په وار وار د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو نه په پراخه سرغړونه تورن کړي دی.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ورکړي، هغه ادعا چې افغان نجونې او نړیوال یې ورسره نه مني.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.