ولې افغانان د وژل کیدلو، کورونو ورانیدلو، بیځایه کیدلو ا.د.ن. تاوان نه غواړي؟؟

ډ. ساپی زړور

204
( ولې افغانان او پښتانهء د تیرو څلویښت کلونو د وژل کیدلو، کورونو ورانیدلو، بیځایه کیدلو ا.د.ن. تاوان نه غواړي؟؟)
دا خو ټولې نړۍ ته جوته ده چې داتیرو دوه شلنو یا ۴۰ کلونو کښې لمړی د سور ښامار ، پخواني تش په نامه شوروي اتحاد په مستقیم یرغل ، د برحاله خلقی دیموکراتیک رژیم په سر کې حفیظ اله امین او ډیر شمیر ځوان افغان افسران او ملکیان ووژل شول ،پر کلیو ، باڼډو ، ښارونو د سکاټ او لونا تر بمونو واورول شول او په لس کلونو کې ۲میلیونه انسانان قتل ،مهاجر او معلول او وطن وران شو.
مګر بیرته د افغانستان دشمنه ډلګکیو په مداخله د پنجشیر د چیلی ! او ملا ربانینګ له خوا جنګي غرامات شورویانو ته وبښل شول؟؟ . د کوم ولس په اجازه ؟ ولې ؟ … د یو څو ورځو قدرت او په کونه پورې د چوکي نښلولو او بیا هم د ۶۰۰۰۰ زیات و کم کابلیانو پر قتل عام په بدل کښې ؟؟ . بیا طالب په اوله دوره کې او غربزده تکنوکراتانو کرزيخان! او دوهم متفکر غني ولد شاجانخان !! ولې د غراماتو غوښتنه خو ونه کړله ؛ لا دوباره ېې داځلي د یوې سپږې (اوثامه ..) په بهانه پر هیواد د القارعه ، ما القارعه مبارک سورت د یهودانو پر ترجماني او د تش په نامه م.م.م. په جعلي پریکړه لیک ، هغه څه چې نیم و نیمکله وطن او ولس کې روغ پاتې و ؛ د ډول ډول بمونو، راکټونو ، ډرونونو آن د ټرمپ د مور د بم  تر ذراتو لاندې ، د هیواد ځمکې شاړې او له کښته ووېستلې؛ ماشومان معیوب زیږیژي یا مړه پیدا کیژي!، ځوانان د بیکوریو، بیکاریو او جنګ له کبله پر خونخوارو ذلیلوونکو لیارو څوک د پنجابي ملیشو د تهاڼو ، څوک د سپاه آخوندان په قفسونو کې لکه شادیانو بند؛ څوک په زیتین بورنو او طوراني پلاستیکي قایقونو کې ډوب یا د کبانو خوراک ؛ څوک د یونان،بلغار، هنګریانو، سربیانو او… د سپیانو سره د اغزن تارونو په چنګ واوښتل او دا لړۍ ادامه لري!!؟؟..افغانستان په فساد کې او د مخدره موادو په تولید،استعمال کې اولنمبر شو ؛ خو د ولس ۹۶سلنه د فقر د کرښې لاندې زوند ته ټیل وهل شول او…او..داسې …نوور.
امریکونیانو ادعا وکړه ،او لا هم شخوند وهي ګواکې ۳ ټریلیونه ډالرې مالرې ېې خرچه کړي ؛ مګر دا چې پورتني جنایتونه ېې تر آخرنۍ وتلو ورځ پورې وکړل او لا هم د قطري شویو ط.ط. سره ېې د پټو دروازو شاته ، د کینسري(پوک ایسټین +- ازراییل!!) او فارشیعستان او کولابستان د بل بشري ناورین لپاره څه دامونه ایښي ، والله اعلم ؛
 لاکن د  هیواد ویښ او هوښیار لس میلیوني کتلوي ځوانان ، پیغلې او مسولیین باید د تاوانونو غوښتنه جدي وکړي .
دا د تش په نامه فایق مایک په مړې خولې او یا د اسپنتا په فانټا نکیژي !
دو ته د ارواښاد خوله ور امین،؛ یون صاحب، لیوال صیب؛ ځلاند استاذ، او د منظور غوندې سپیڅلي ځوان تر قیادت لاندې پي ټي اېم+ پي اس ډي پي+ افغان ملي تحریک ، +ودان افغانستان ا.د.ن. تر زعامت لاندې داد خواهي  پکار ده او دوامداره پکار ده.
دا چې په کوم میخانیکیت باید افغان ولس خپل حقه حقوق تر لاسه کړي ، هیله مند یم متخصص مشران لاس پکار شي تر څو مونږ ېې هم ترینه زده کړو. و من الله التوفیق.
ډ. ساپی زړور
څلوریزه
ط البجان وايي، موژ اِمارت کړو آزاد  ++++ زه وایم د ولس زړونه کړئ آباد
همارت او عمارت ،اسلام کې نسته! ++++ و شپېته ملیون ته کار وکړئ تل ډاډ
د لړم یا عقرب ۰۳/۱۴۰۱ش.ه.= د ربیع الاول ۱۴۴۴ق.ه. ۲۹== د اکتوبر ۲۵ /۲۰۲۲م.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.