روژتۍ لنډۍ/۱۲مه برخه

آصف بهاند

152

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۸۰مه برخه

ته د ملا نه ټپوس وکه

که په خولگۍ روژه ماتیـږي غرقه شومه

 

د روژه ماتي وخت کې راغلې

زه به ډوډۍ خورم که به ستا دیدن کومه

 

یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم
روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه

 

د روژې مبارکه میاشت خلاصېدو ته ورنږدې ده. هرکال په همدې میاشت کې زه د روژې په باب نوې تخلیق شوې لنډۍ راټولوم او انلاین کومه یې. تېرکال مې په همدې میاشت کې د روژې په مناسبت ښایسته ډېرې نوې لنډۍ راټولې او انلاین کړلې؛ خو سږ د روژې په باب د نویو تخلیق شوو لنډیو بازار یوڅه سوړ دی. تراوسه مې ایله د څلوېښتو نویو لنډیو په شاوخوا کې راخوندي کړې دي.

تېرکال مې هغو لنډیو ته چې د روژې په پار تخلیق شوې وې او ما راخوندي کړې وې، «روژتۍ لنډۍ» سرلیک غوره کړی و او په یولس برخو کې مې خپرې کړې وې، سږ یې هم تر همدې سرلیک لاندې وړاندې کوم.

د روژې په باب په میډیا کې ډېرې لنډۍ راترسترگو شوې، خو ډېره سلنه یې تکراري لنډۍ وې. د روژې په باب کومې نوې لنډۍ مې چې په سږنۍ روژه کې راټولې کړې دي، د «لنډۍ، د ثبتولو ستونزه» د لړۍ په دوو برخو کې به یې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.

پردی وطن، پردی ماښام دی
د روژه ماتې پکې نشته دي خوندونه

 

داسې په څنگ رانه تېرېـږې

لکه روژه درباندې ما نیولې وینه

 

اختر ته لس‌ورځې لا پاتې

جونو تالا کړل د نیکریزو دوکانونه

 

څنګه چې نن روژه شوه تېره

داسې به تېر شي د بېلتون تیاره وختونه

 

ماښام مې سترگو ته ولاړ وې

د اذان وخت و زه سلگو نیولې ومه

 

خپل روژه ماتی رانه هېر دی

په فکر ستا یم چې جانان به څنگه وینه

 

صبر کوه اختر به راشي

موږ خو روژې د صداقت نیولې‌دینه

 

ته د ملا نه ټپوس وکه

که په خولگۍ روژه ماتیـږي غرقه شومه

 

د روژه ماتي وخت کې راغلې

زه به ډوډۍ خورم که به ستا دیدن کومه

 

چې مې زړگی شي درنه صبر

په روژه ماتي خدای ته دا دعا کومه

 

روژه یې تېره په خدمت شي

خوارې مېرمنې روژه ماتي پخوینه

 

ملا چابک سه اذان وکړه

د ليلا دواړه شونډې وينې څڅوينه

 

روژه د خدای له ډاره نیسم

د پړشمي دوعا کې ستا نوم یادومه

 

له موره ورکه مساپره

چې پیشړمي ته به دې څوک راپاڅوینه

 

هیله لرم چې ته زما شې

په پېشلمي مې خدای ته ډېر کړي سوالونه

 

یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم
روژه دې ماته شي، شپېته به ونیسمه

 

چې ستا بیلتون مې خراب نه‌کړي

د پسرلي روژې مې نه خرابوینه

 

په پټو سترگو پوړشمی کړي

د ځوانی خوب یی لکه بنگه زنگوینه

 

د روژه ماتي نه پس راشه

پۀ روح افزا لړلې خولۀ به درکومه

 

ملا چابک شه اذان وکړه

د يار لویدلې سترگې زړه سوری کوينه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.