د فتوا په باره کي مختصر بحث ( ۱۶ برخه)

عبدالباري جهاني

191

له دین سره د تصوف ارتباط:

حدیث شریف دی: کُلُّ بدعةٌ ضلالةٌ و کُلُّ ضلالةٌ فی النار.

ترجمه: ټول بدعتونه ګمراهي ده او د ټولو ګمراهیو ځای دوږخ دی.

مُلایانو که د بدعت پر ضد، چي مخکي مو وویل، حضرت رسول اکرم ص ناروا بللی دی، اقدام کولای نو لومړی یې باید د تصوف د مفکورې او د صوفیانو د اعمالو او د صوفیانو زیارتونو ته د ساده ګانو او جاهلانو د ورتللو پر ضد عمل کړی وای؛ ځکه چي دا ټول بدعتونه دي او د ټولو نتیجه بالاخره شِرک ته رسیږي. شیخان له حق متعال سره د مستقیم ارتباط لرلو ادعا کوي او خپل هر عمل ته رحماني رنګ ورکوي. هر ګړی چي یې زړه سي ځانته له اسمان څخه الهام کوي او چي هر وخت یې زړه وغواړي نو پخپله حق متعال او یا رسول اکرم ص په خوب کي ویني او هدایتونه ورڅخه اخلي. په داسی حال کي چي د قرآن شریف ایة څرګند حکم کوي چي دا امتیاز یوازي د رسولانو او پیغمبرانو دی او هیڅ بشر له حق متعال سره خبری نه سي کولای.

و ما کان لبشرٍ ان یکلموالله الّا وحیاً او من ورآی حجاباً او یُرسِلُ رسولاً فیوُحی بِاِذنهِ ما یشاءُ اِنَّهُ علیٌ حکیم. سورة ۴۲ الشوری آیة ۵۱

(هیڅ بشر له الله سره خبری نه سی کولای مګر د وحی له لاري او یا د پردې له شا څخه او یا د رسول د رالېږلو له لاري چي د الله له اجازې او غوښتني سره سم د هغه پیغام ورسوي.)

په داسي حال کي چي سجده یوازي حق متعال ته راغلې ده او بل هرچاته سجده شِرک او کفر دی. خو شیخانو خپل مریدان سجدې ته بلل او دا یې د پیر د حق اداینه بلله. دا چي اوس عوام د شیخانو قبرونو ته سجدې کوي نو ګناه د لویو شیخانو ده چي خپل مریدانو ته یې ورښودلي او ورباندي واجب کړي دي. د صوفیانو په یوه کتاب کي راغلي دي:

« کله چي د ساز په وخت کي پر مرید باندي خاص حالت راسي او هغه خوښ سي نو دا سنت دی چي باید  د پیر خواته ورسي او مخ د هغه په پښو پوري وموږي. . . . دا حالت چي مرید ته پیدا کیږي دا د پیر احسان دی او پر مرید باندي پیر ته سجده واجبه ده. په دې سجدې سره مرید د حق تعالی شکر او د پیر حرمت پر ځای کوي. او دا په طریقت کي یو ستر اصل دی» مروزي، مناقب الصوفیة ص ص ۶۰-۶۱

که مُلایان او مولویان او شیوخ الحدیث د علم خبري کوي او په علمیت نازیږي؛ شیخان او پیران د « حال» خبري کوي او وايي چي «حال»هرچاته نه میسر کیږی بلکه یوازي د حق د نازولو او اولیاءالله امتیاز دی. په دې برخه کي د شیخانو لويی خبري او لاپي معمولاً کفر ته رسیږي او هر شیخ چي ډېر لوی کفر ووايی هغه تر نورو معتبر وي. د مشهور شیخ او ولي جنید بغدادي  ماما شیخ سِری سقطي، چي په عین وخت کي د جنید بغدادي پیر هم وو، یوه ورځ جنید ته وویل چي ته باید پر منبر باندي وعظ وکړې. خو جنید ورته ویل چي ته زما شیخ یې؛ چي ته موجود یې زه وعظ نه سم کولای او دا زما لپاره بې ادبي ده. جنید بالاخره مصطفی ص په خوب ولیدی او هغه ورته وویل چي ولاړ سه وعظ وکړه. کله چي سبا له خوبه راپاڅېد نو فیصله یې وکړه چي وعظ به کوي. سِري سقطي ورته وویل چي ما غوښتنه درڅخه وکړه ودی نه منله، د بغداد د شیخانو خبره دي ونه منله، د مریدانو خبره دي ونه منله اوس چي مصطفی ص درته وویل نو وعظ کوې؟ جنید ورته وویل چي ته څه پوه سوې چي ماته حضرت رسول اکرم ویلي دي چي وعظ به کوې. سری سقطی ورته وویل ما الله تعالی په خوب کي ولیدی او هغه راته وویل چي رسول ص مي جنید ته ورواستاوه چي ورته ووايی وعظ وکړه.( نعوذبالله! )عطار، تذکرة الاولیاء جلد دوم ص ۱۰

حق متعال پر پیغمبرص باندي امر کوي چي ته ورسه جنید وعظ کولو ته مجبور کړه. تر دې به نو لویه بې ادبي او حتی کفر چیري وي. په داسي حال کي چي جنید خبریږي چي د حق متعال په امر پیغمبرص ورته رالېږل سوی دی چي باید وعظ وکړي؛ دی بیا هم لا ناز کوی او خپل ماما ته وايي چي زه په دې شرط وعظ کوم چي تر څلوېښت تنه زیات به راته ناست نه وي. سري سقطي د جنید دا شرط ورسره مني او یوازي څلوېښتو تنو ته اجازه ورکوي چي د جنید د وعظ په مجلس کي برخه واخلي. کله چي جنید وعظ کوي نو د هغوی څلوېښتو تنو څخه ۱۸ تنه دومره د هغه د وعظ تر اغېزې لاندي راځي چی ځای پر ځای مري او نور ۲۲ تنه بېهوښه کیږي او خلک یې تر کورونو پوري په شا وړي. هغه کتاب هغه ځای.

جنید او سری سقطي باید داسي غټي لاپي کړي وای او د دونه لوړ مقام ادعا یې کړې وای چي د دوی تر وخته پوري هیڅوک ور رسېدلي نه ول. حضرت رسول ص په مدینه منوره کي یوولس کاله وعظونه وکړل. په یوه کتاب کي نه دي راغلي چي حتی یو تن د هغه د وعظ په اثر کوم وخت بېهوښه سوی وي. جنید به خدای خبر څه ویل چي ۱۸ تنه یې دونه تر اغېزې لاندي راغلل چي ځای پرځای یې ساه ورکړه. که اولیاءالله دونه لوی دروغ  و نه وایی نو کوچني دروغ خو معمولاً نه خلک تر تأثیر لاندي راولي او نه یې څوک قبرونو ته سجدې کوي.

 په زړه پوري خبره دا ده چي دا په اصطلاح اولیاءالله  معمولاً له وفات څخه ۵۰ یا حتی ۱۰۰ او زیات کلونه وروسته مشهور سوي دي. کله چي د هغوی له وفات څخه دوه سوه یا زیات کلونه تېر سي نو هغه کسان چی د هغوی په زمانه کي یې ژوند کړی وي ټول مړه وي او په ژوندیو کسانو کي هیچا ته په یاد نه وي. بیا چي نو هرڅه دروغ ویل کیږي عوام او جاهل خلک یې مني.

اخوند دروېزه، چي یو متشرع عالم وو، او تر اوسه پوري د پښتونخوا، په تېره بیا سوات پښتانه هغه ته ډېر زیات اخلاص لري او اخوند دروېزه بابا یې بولي، د خپلو نورو افسانو ترڅنګ یوه دا هم راوړې ده چي وايی ویل کیږي چي شیخ رکن الدین قدس سِرهُ ۱۵ میاشتي د مور په نس کي پاته سو. کله چي وزېږېدی نو نیکه یې شیخ بهاءالدین زکریا له هغه څخه په غوږ کي پوښتنه وکړه چي دونه ځنډ دي ولي وکړ. ده ورته وویل چي د مور په نس کي مي په هره میاشت کي دوې سيپارې قرآن شریف حفظ کاوه ځکه وځنډېدلم. دروېزه، ارشاد الطالبین ص ۲۹۳

له اخوند څخه د عقل او دین د دې مخالفي کیسی په باب هیچا د سوال کولو جرأت نه دی کړی چي که له شیح رکن الدین سره دونه کرامت وو چي خپل زېږېدل یې شپږ میاشتي ځنډولای سوای، چي په هیڅ توګه د منلو نه ده، او د مور په نس کي یې، په لومړۍ میاشت، دوې سیپارې قرآن شریف په یاد زده کولای سوای نو ولي یې له خپل دې کرامت څخه داسی کار نه اخیست چي قرآن شریف یې په یوه دقیقه کي په ياد کړی وای. ناوخته زېږېدلو ته به یې هیڅ ضرورت نه وای پیدا سوی او ده به هم د مور په نس کي څو زره ځلي قرآن شریف ختم کړی وای. مګر زه یقین لرم چي که اوس هم څوک دا پوښتنه وکړي زموږ مُلایان به یې وهابي وبولي.

احوند دروېزه دغه  راز لیکي چي ویل کیږي شیخ بهاءالدین زکریا ته شیخ شهاب الدین دعا کړې وه چي هر څوک چي تا وویني او یا ستا جنازه وویني او یا ستا له وفات څخه وروسته ستا د زیارت مناره وویني هغه به دوږخ ته نه ځي. کله چي شیخ فریدالدین شکر ګنج دا واورېده نو په زړه کي یې ور وګرځېده چي ماته خو شیخ قطب عالم هیڅ دعا ونه کړه. شیخ قطب عالم د ده په زړه پوه سو او دعا یې ورته وکړه چي هر څوک چي ستا مرید سي او چي تر قیامته پوري ستا په سلسله کي داخل سي هغوی به له دوږخ څخه په امان وي. او شیخ رکن الدین وايی چي یوه شپه مي حق تعالی په خوب کي ولیدی او راته وې ویل چي هر څوک چي په شپه کي دا درې نومونه درې ځله تکرار کړي یعني شیخ رکن الدین، شیخ صدرالدین او شیخ بهاءالدین هغوی مي تاته وبخښل. هغه کتاب هغه مخ

احوند دروېزه غوښتل د دې خُرافي او چټي کیسو په لیکلو سره د خپل کتاب صفحې زیاتي کړي او که یې ریشتیا دا کیسې منلي وې؟ که یې دا کیسې په ریشتیا هم منلي وې، چي زه یقین لرم منلي به یې وې نو په حقیقت کي ډېر ساده سړی وو. البته که سړی د صوفیانو نور کتابونه وګوري نو په دې عقیده کیږي چي اخوند دروېزه چنداني ملامت نه وو. ځکه چي دغه راز کیسو بازار او خریدار درلود.

اخوند دروېزه په خپل دغه کتاب کي دونه له شریعت سره مخالفي  او له عقل او منطق څخه لیري کیسې راوړي دي چي سړی وايی دا یې متشرع عالم وو نو له نورو څخه به، چي لا سم مُلایان سوي نه دي، څه ګیله وي.

شیخان دومره خودخواه او په عین وخت کي دومره بې پروا دي چي، په بنده ګي کي، په هیڅ عالي او ښه صفت نه قانع کیږي او مستقیماً د حق صفاتو ته د رسېدلو دعوه کوي. شیخ شهاب الدین سهروردي په خپل کتاب کي لیکي « او د اخلاقو د تبدیل کوښښ کوي، تر څو د ربوبیت اخلاق او د الوهیت ذات په خپل ځان کي وښيي ( متجلي کړي) ابوعلي فارمدي رحمه الله ویل چي له خپل شیخ ابوالقاسم کرکاني څخه یې اورېدلي چي ویل یې تر څو چي سالک د حق متعال په ۹۹ نومونو متصف نه سي هغه به له حضرت عزت سره واصل نه سي . . . » سُهروردي، عوارف المعارف ص ۱۰۷

شیخ په دې پوهیږي چي چنداني ښه خبره یې نه ده کړې او خلک به یې په کفر تورن کړي نو وروسته وايی چي انسان باید تر ممکنه حده پوري د حق تعالی صفات په ځان کي پیدا کړي. مثلاً حق تعالی رحیم دی؛ بنده باید رحمت او زړه سوی ولري او دغه راز نور.

شیخ په دې مخ کي وايي چي بنده باید د حق متعال ۹۹ صفتونه په ځان کي ایجاد کړي؛ خو په بل مخ کي وايي چي د صوفي تر ټولو ښه خصلت تواضع ده!!! همان کتاب ص ۱۰۹

د حق تعالی په ۹۹ نومونو کي داسي صفت نسته چی له هغه څخه تواضع څرګنده سي بلکه هغه ذات کبریا دی او له هغه سره تواضع نه ښايی او نه راتلای سي. شیخ شهاب الدین سُهروردي نه پوهیږي چي د حق متعال په مقابل کي خپله بې ادبي څرنګه توجیه کړي.

څرنګه چي د صوفیانو اکثریت مرشدین ځانونه د حق متعال په مقام کي ویني، چي وروسته به یې مثالونه ورکړو، نو د دې ادعا د اثبات لپاره له هیڅ ډول دروغو څخه مخ نه اړوي او حتی پر حضرت رسول ص او حضرت علي باندي څرګند دروغ وايي. میافقیرالله په خپل یوه مکتوب کي لیکی: « . . . په دنیا او د حشر په ورځ کي چي یې موږ لمني ته لاس اچوو یعني حضرت رسول صلی الله علیه وسلم ویلي دي چي هر چا چي زه ولیدلم په حقیقت کي یې حق تعالی لیدلی دی. د دې امت د صحابه او صوفیه په خبرو کي داسي ادعاوي زیاتي دي مثلاً علي کرم الله وجهه په ځینو خطبو کي ویلي دي چي زه هغه خدای یم چي په کوه طور کی یې له موسی سره خبري کړي دي. . . » جلال آبادي، ګزیده مکتوبات ص ۲۱

میافقیرالله وروسته لیکي چي کله انسان په حق متعال کي فاني سو نو هلته خپل انساني صفات له لاسه ورکوي او سړی « بقا بالله » ته رسیږي. دلته نو که څه اوري د خدای په وسیله یې اوري او که خبري کوي نو د خدای په وسیله خبري کوي. میا وروسته په یوه جعلي  حدیث قدسي استناد کوي او د حق تعالی له قوله وايي: « بنده د نفلونو په واسطه زما سره د نیژدې کېدلو تلاښ کوي څو زه یې دوست کړم او کله چي زه ورسره دوست سوم نو د هغه غوږونه او سترګي او لاس او پښې سم ( حدیث القدسي) » هغه کتاب ص ۲۴

که زموږ مُلایان دومره بېخبره وي چي د میافقیرالله جلا آبادي آثار یې، چي د احمدشاه بابا  د عصر سړی دی؛ او تقریباً ټول آثار یې موجود دي، نه وي لوستي نو بیا خو دوی ډېر بېخبره خلک دي او که یې د هغه آثار لوستي وي او د کُفر فتوا یې صادره نه کړي نو بیا خو د دوی قضاوت تر سوال لاندي راځي. ځکه چي میافقیرالله خو نه یوازي پر حضرت رسول ص او حضرت علي باندي دروغ ویلي دي نه یوازي یې قدسي حدیثونه جعل کړي دي بلکه د خدايي دعوه یې کړې ده او په هر صورت د کُفر د فتوا لایق وو.

حسین بن منصور حلاج د دغه ډول صوفیانو په کتار کي، چي د خدايی مقام ته یې ځانونه رسېدلي بلل، تر تولو مشهور دی او ډېرو صوفیانو د هغه د اناالحق نارې ته پلمې او لاري جوړي دي. مولنا جلال الدین رومي خو وايی چي منصور د اناالحق په ناره سره خپله تواضع وښودله او ځان یې د حق په مقابل کي نېست حساب کړ. مګر کله چي د هغه یوه نظم ته ګورو نو د مولنا خبره ډېره پر ځاي نه ښکاري. منصور نه یوازي تواضع نه کوي. نه یوازي ځان نېست نه بولي بلکه د خالق هستي له خپل وجود سره تړلې بولي.

نهان وآشکاری در تجلی

به هر چیزی ز هر چیزی تو یې بیش

نه نادانم که پوزش خواهم از تو

نه از شک و نه از خامی در اندیش

تویې هرچیز و جز من نیستی تو

چرا پوزش بخواهم خویش از خویش. مازینیونو قوس زندګی منصور حلاج ص ۳۳

هم په پټه هم ښکاره دي جلوه بله

په هر څه کي تر هر څه ډېر یې پخپله

نه ناپوه یم چي له تا غواړم بخښنه

نه له شک او نه اوموالي څخه اندېښنه کړم

ته هر څه یې چي زه نه یم نو ته نه یې

 زه پرڅه له ځانه خواست د بخښي وکړم .

منصور وايی که له هغه څخه چي زه یې په زړه کي لرم یوه ذره د دنیا پر غرونو باندي ولوېږي ټول غرونه به ویلي سي. او وايي چي ستا روح مي له روح سره داسي ګډ سو لکه عنبر چي له خالص مشک سره مخلوط سي. او ستا روح مي له روح سره داسي مخلوط سو لکه شراب چي له زلالو اوبو سره ګډ سي. هغه کتاب ص ۲۲

په دې باره کي د پیرانو کیسې دونه ډیري دي چي ښايی په دې مختصر بحث کي ځای نه سي. زما مطلب بیا هم د فتوا دی چي مُلایان او مفتیان د ځینو مشهورو اشخاصو او شیخانو د کفر څخه بېخبره دي او که له وېري څه نه وايي. د مثال په توګه د صوفیانو یو مشهور شیخ، ابوالحسن خرقاني، چي د بنده ګانو عالي مقاماتو ته رسېدلو د ده د خودخواهی تنده نه  سوای ماتولای نو د خپل مسلک د نورو لویو شیخانو په څېر یې له خدای سره د مستقیمو خبرو او حتی نعوذبالله! ټوکو ادعا کوله. نقل کا: یوه شپه شیخ پر لمانځه ولاړ وو او یو اواز یې واورېدی چی ویل یې اې بوالحسنه! غواړې چي خلک در خبر کړم او سنګسار دي کړي؟ شیخ وویل اې خدایه! غواړې چي ستا د رحمت په باره کي چي په څه پوهېږم او ستا د کرم په باره کي چي څه رامعلوم دي خلکو ته ووایم څو هیڅوک بیا سجده ونه کړي؟ آواز راغی چي نه به زه څه وایم او مه ته څه وایه. . . . او ویل یې خدای له نورو څخه د بنده ګۍ نښانه وغوښته او زما څخه یې د خدايي. او ویل یې کله چي د عرش کنګرې ته ورسېدم نو ملایکي مي مخي ته راوتلي وې او ویل یې موږ د حق ذکر کوو او پاکي یو. ما ورته وویل موږ هواللهیان یو. فرشتې خجالت سولې او مشایخ زما له دې جواب څخه خوشاله سول. عطار، جلد دوم ص ۱۷۸

په دې باره کي د شیخ خرقاني لاپي او کفرونه دونه ډېر دي چي که ډېر په تفصیل کي ځو نو زه بېرېږم چي د لوستونکو حوصله به ختمه سي. سوال دا دی چي چا په ژوند کي کوم مُلا لیدلی دی چي د ابوالحسن خرقاني یا بل  کوم لوی شیخ د کُفر فتوا یې صادره کړې وي؟ په داسي حال کي چي ټول مُلایان پر هر منبر باندي نارې وهي چي هر څوک چي دین بدل کړي مرګ یې روا دی. که د دین د بدلولو مطلب شرک وي نو دا لوی شیخان او پیران خو اکثر مشرکین دي.

د سُهروردیه طریقې موسس شیخ شهاب الدین سهروردي، چي د اهل تسنن د صوفیانو او علماوو یو له تر ټولو معتبرو او د احترام وړ شیخ دی، نه یوازي یې احادیث جعل کړي، نه یوازي یې د قرآن شریف آیات، په لوی لاس د خپلو تصوفي افکارو لپاره، تحریف کړي دي بلکه د شیخ خرقاني او نورو شیخانو په څېر خدای د ځان په جامه او ځان د خدای په جامه کي ویني. په داسي حال کي چي موږ ټول مسلمانان، سُني او شیعه، په دې عقیده یو چي د خدای او انسان ترمنځ ارتباط د بادار او بنده ترمنځ ارتباط دی او نور هیڅ ډول اړیکي نه ورسره لرو. شیخ په خپل یوه شعر کي وايي:

ای دوست وجود و عدمت اوست همه

سرمایه شادی و غمت اوست همه

تودیده نداری که ببینی اورا

ورنه ز سرت تا قدمت اوست همه.

ترجمه: اې دوسته ستا وجود او عدم ټول هغه دی

سرمایه د خوښۍ او د غم ټول هغه دی

ته سترګي د لیدلو د هغه نه لرې

کنه نو ستا له سر تر قدم ټول هغه دی.

د حق متعال وجود د بنده له وجود سره څه ارتباط لري؟ دا د هندو جوګیانو او عابدینو عقیده ده، چي موږ به وروسته اشاره ورته وکړو.

شیخ شهاب الدین نه یوازي د شیخی او مریدی په برخه کي، چي په اسلام کي یې هیڅ اساس نه درلود او، لکه مخکي چي مو وویل، حضرت رسول اکرم ص په خپل ټول ژوند کي یو ځل هم اشاره نه ده ورته کړې، احادیث جعل کړي دي. دغه راز یې نور احادیث هم جعل کړي دي او د حضرت رسول ص د دې حکم په اساس چي هر څوک په هغه پوري دروغ وايی خپل ځای دي په دوږخ کي وګوری، په هغه پوري مستقیم دروغ ویلي دي او د هغه مبارک له قوله وايي:«  له هجرت څخه دوه سوه کاله وروسته، تر ټولو فاضل او بهترین کس به هغه وي چي ملا او حال یې سپک وي. پوښتنه ورڅخه وسوه چی یا رسول الله ص حال څشی دی؟ په جواب کي یې ورته وویل هغه کسان چي نه مېرمن ولري او نه اولاد.

بشرحارث ته یوه چا وویل چي خلک پر تا باندي بد وايي. ویل ولي؟ هغه ورته وویل چي تا موءکّد سنن پرې ایښی دی یعني ښځه نه لرې. بشر حارث ورته وویل هغوی ته ووایه چي زه له فرض سره دونه مشغول یم چي د سنت ادا کولو ته مي وخت نه دی پیدا کړی» سُهروردی، ص ص ۸۶-۸۷

دا حدیث به سُهروردي له کومه کړی وي؟ موږ ټولو ته هغه حدیث معلوم دی چي حضرت رسول ص له یوه ځوان څخه پوښتنه کړې وه چي واده لرې؟ هغه ورته ویل نه. حضرت رسول ص ورته وویل ته د شیطان ورور یې. او حتی داسي حدیث لا هم موجود دی چي حضرت رسول ص وویل زما په امت کي تر ټولو بهتر هغه دی چي ډیري ښځي ولري. حضرت رسول اکرم ص هیڅ وخت د عزوبت یا مجردی تبلیغ او غوښتنه نه ده کړې بلکه تل یې خپل امتیان واده کولو ته تشویقول او واده لرل یې د زنا او شیطاني کارونو د مخنیوي یوازینی او حتمي وسیله بلله. ( النکاح سنّتی من رغب عن سنتی فلیس منی.) نکاح زما سنت دی. هر څوک چي زما له سنت څخه مخ اړوي هغه زما په امت کي نه دی.

سُهروردي، په لوی لاس او بې ضرورته، په حضرت رسول ص پوري دروغ ویلي او ځانته یې په سقر کي کوټه نیولې ده. ما له هیڅ مُلا او دیني عالم څخه نه دي اورېدلي چي یا یې د سهروردي عقیده محکومه کړې، چي مخکی یې ما یو نظم هم درته ولیکی او یا یې د هغه د احادیثو جعلول محکوم کړي وي. ملایان که په ریشتیا هم شِرک محکوموي نو د سهروردي په څېر لویو او مشهورو شیخانو خواته دي توجه واړوي. دا خبره ځکه کوم چي عوام که کافران هم سي ټولني ته یې د مشهورو شیخانو د شِرک په اندازه تاوان نه رسیږي. ځکه چي عوام د شِرک په اختیارولو سره یوازي ځان ته تاوان رسوي او ځان دوږخ ته اچوي مګر شیخان په سل ګونو او ځیني په زرګونو پیروان او مریدان لري او هغوی ټول له ځان سره کافران کوي.

مشهورو شیخانو، چي تر اوسه پوري یې د زهد او تقوا او کراماتو ستاینه کیږي، په لویو دعوو، کفر ویلو او د خدايي مقام ته د رسېدلو په دعوو کي رقابت سره کاوه. حسین بن منصور حلاج د اناالحق یا زه حق( خدای) یم دعوه وکړه او د هغې دعوې په اثر اعدام سو. نورو صوفیانو، د حسین بن منصور حلاج په څېر، یا د خدايی دعوې کړي یا وروسته ورپوري تړلي سوي دي خو مُلایانو او دیني عالمانو تر اوسه پوري هغوی محکوم کړي نه دي. بایزید بسطامي په دې خبره چي « لیس فی جبتي سواءالله » په خرقه کي مي له الله پرته بل څوک نسته، ډېر مشهور دی خو هیچا هیڅ نه دي ویلي. « ابویزید ( بایزید بسطامي) یوه ورځ په خلوت کي ذکر کاوه. له دروازې څخه دباندي چا ورباندي ږغ کړه چي هل ابویزید فی البیت؟ ابویزید کور دی؟ ابویزید له خلوته څخه ور ږغ کړل چي هل فی البیت الّاالله؟ آیا په کور کي له الله پرته بل څوک سته؟

حسین بن منصور حلاج په خپل یوه مناجات کي وايی:

لبیک لبیک یا سیدی و مولایی

لبیک لبیک یا قصدی و معنایی

یا عین عین وجودی منتهی هممی

یا منطقی و اشاراتی و انبایی

یا کل کل و یا سمعی و یا بصری

یا جملتی و تباعیضی و اجزایی . هجویری، ص ص ۲۳۱-۳۲

ترجمه:

لبیک لبیک زما ښاغلې زما مولا

لبیک لبیک زما مطلبه زما معنا

ته زما ټوله وجود یې سرتر نوکه

هم منطق یې او هم زېری محبوبا

 ټول وجود یې ته غوږونه ته مي سترګي

 هم مي کل هم د بدن ټوله اجزاء .

ابویزید په خلوت کي ناست وو او دباندي سړي ته وايي چي آیا په کورکي له الله پرته بل څوک سته؟ بایزید په دې خبري سره کفر کړی دی. د الوهیت د مقام دعوه یې کړې ده. مُلایانو که په هغه وخت کي بایزید کافر نه وي بللی نو اوس یې باید د کفر فتوا صادره کړي او که د هغه د کفر فتوا نه صادروي نو د کشف المحجوب د کتاب د لیکوال داتا ګنج بخش د کفر فتوا باید صادره کړي؛ چي هر کال یې زیارت ته په سل هاوو زره خلک ورځي او د اسلام د ټولو احکامو په خلاف نذرونه وروړي. هجویري یا د پاکستانیانو په اصطلاح داتاګنج بخش ځکه باید محکوم سي چي د شِرک د افکارو او عقایدو د خپرولو مسوول دی. ُملا ځکه د لویو شیخانو او مرشدینو د کفر فتوا نه سي صادرولای  چی د عوامو له ذهنیت څخه بیریږي. که دوی د دې فتوا د صادرولو جرأت وکړي نو خلک به دوی کافران او وهابیان وبولي.

کله چي حق متعال د حسین بن منصور ټول وجود، غوږونه او سترګي او د وجود ټول ذرات سي نو هغه باید د خدايي دعوه وکړي. دا هغه ادبیات دي چي د اسلام په دین کي هیڅ وخت موجود نه ول او ټول له بهر، په تېره بیا له هندو مذهب څخه اسلام ته راننوتلي دي. ځیني صوفیان لوی عالمان او د اسلام په دین کي وارد خلک ول او اکثر یې لوی شاعران ول؛ ځکه یې خپلو افکارو ته د اسلامي رنګ ورکولو لپاره په دلایلو خلکو ته قناعت ورکولای سوای. او ځکه یې خلک سوونه کلونه وروسته اوس هم زیارتونو ورځي او پر قبرونو یې طوافونه کوي او سجدې ورته کوي چي دوی ځانونه اولیاءالله بلل او خپلو ټولو کفرونو او مزخرفاتو ته یې د باطن رنګ ورکاوه. ساده عوام د هغوی د نامه له اخیستلو څخه بیریږي او چي د شیخانو هر بد عمل او هر کُفر ته ګوته ونیول سي دوی وايي دا د خدای دوستان ول او د هغوی په کارونو یوازي خدای ښه پوهیږي.

له کفارو سره جهاد پر ټولو مسلمانانو باندي فرض دی. مګر اوس داسي شرایط دي چي کفار د مسلمانانو سل چنده قدرت لري او که مسلمانان جنګ ورسره وکړي په یو څه وخت کي به ټول اسلام تباه سي. حق تعالی په قرآن شریف کي مسلمانانو ته حکم کوي چي په لوی لاس ځانونه مه وژنی. نو اوس بیرته هغه شرایط راغلي دي چي له هجرت څخه مخکي په مکه کي حاکم وه او د مسلمانانو شمېر تر ۳۵ تنو نه زیاتېدی. او مسلمانان باید اوس بیرته د الکافرون ۱۰۹ سورة په آیتونو تمسک وکړي او کفارو ته ووايی چي ستاسی خپل دین او زموږ خپل دین دی.

مګر که له کفارو سره د جهاد داعلانولو امکانات نسته نو د اسلام په داخل کي له شرک سره د مبارزې او مجادلې بشپړ امکانات موجود دي. او تر څو چي شِرک په اسلام کي دننه له منځه ولاړ نه سي اسلام به ورځ تر بلي کمزوری کیږي.

تاسي فکر کوی چي ملایان په دې حقیقت نه پوهیږي چي نن ورځ زیارتونه د شِرک مرکزونه دي؟ نو ولي یې، له تبلیغ څخه پرته، هیڅ عملي اقدام نه دی کړی. دوی هره ورځ نه ویني چي  ناپوه عوام پیرانو او شیخانو ته پر سجدو ورځي او د شِرک مرتکب کیږي؟ دوی هر څه ویني خو له یوې خوا، لکه مخکي چي مو وویل، د عوامو له ذهنیت څخه بیریږي او له بلي خوا یې د عوامو جهالت په ګټه دی. که عوام دونه هوښیار سي چي د پیرانو او زیارتونو د بنده ګۍ او غلامۍ کړۍ له غاړي وباسي او په دې وپوهیږي چي پیر او زیارت ته سجده کفر دی  نو بیا د دوی پر هره خبر او حکم  هم غوږ نه نیسي. اوس چي د ملایانو هر څوک  خوښ نه وي پر هغه باندي د کافر او وهابي نوم ایږدي او خلک یې ځکه هر امر په پټو سترګو مني چي له هغوی سره د حقیقت د معلومولو وسیله، چي پوهه ده، موجوده نه ده؛ او د دیني اطلاعاتو او دیني احکامو یوازینی وسیله یې مُلایان دي.

سید جمال الدین افغاني، له نن څخه زیات وکم ۱۵۰ کاله مخکي د سوات د اخوندصاحب، چي پخپله هم شیخ او مرشد وو او تر نني ورځي پوري یې په زهاوو عالمونه زیارت ته ورځي، په باره کي لیکي: « . . . کله چي هغه پوه سي چي د افغانانو په کوم ښار کي یو شیخ راپورته کیږي او یا دې ته تیار دی چي په خلکو کي تبلیغ وکړي او د خلکو په منځ کي مقام حاصل کړي نو شیخ دفعتاً د هغه د وهابیت حکم صادروي. څو د خلکو په ذهنیتونو کي نفرت ورته ایجاد کړی او په دې توګه یې په ډېر فجیع شکل بدنام کړي» افغاني، تتمت البیان، ص ۱۷۱

بایزید بسطامي ویل زه داسی سمندر یم چي نه یې ژوروالی چاته معلوم دی او نه یې سر اوپای معلومیږي. بایزید وویل زه عرش یم، زه کرسي او قلم یم. زه ابراهیم، موسی او عیسی یم. زه جبرییل، مکاییل او اسرافیل یم. بلې هر څوک چي په حق کي محو سي او د هر څه حقیقت ته ورسیږي بیا نو له حق څخه پرته بل څه نه ویني. عطار، تذکرةالاولیاء جلد اول ص ۱۶۰

« . . . بایزید ته چا وویل چي د قیامت په ورځ به ټول مخلوق د حضرت رسول ص تر بیرغ لاندي را جمع وي. بایزید وویل د خدای په خدايي مي دي قسم وي چي زما بیرغ به د حضرت رسول تر بیرغ لوی وي او ټول پیغمبران به زما تر بیرغ لاندي وي. ځکه چي زما په څېر به نه څوک په اسمان کي پیدا کړی او نه به په مځکه کي زما مثال پیدا کړي. زما صفات په غیب کي غایب دي . . . » هغه کتاب ص ص ۱۶۳-۶۴

بایزید دونه کفرونه کړي دي چي باید په یوه بېل کتاب کي ولیکل سي او په دې کفرونو کي شیخ عطار، شیخ جامي او ټول هغه شیخان شامل دي چي پر دغو صوفیانو یې کتابونه لیکلي دي او د هغوی دغو کفرونو او لاپو ته یې تبلیغات کړي دي.

دا کفرونه او دغه ډول کفر ډوله لاپي کشکي یوازي بایزید او منصور کړي وای. هر مشهور شیخ او صوفي کوښښ کړی دی چي په کفر او لاپو کي تر سیالانو پاته نه سی. ویل کیږي چي شبلي نعماني اودس کړی وو او مسجد ته د ننوتلو په حال کی وو چي ږغ ورباندي وسو یا ابابکر! اودس لرې چي په دې ګستاخي زموږ کورته داخلیږې؟ شبلي چي دا واورېده نو بیرته ستون سو. بیرته ږغ ورباندي وسو چي زموږ له کوره څخه ځې چیري به ولاړ سې؟ شبلي یوه لویه چیغه وکړه. بیرته آواز ورباندي وسو چي زموږ سره بې ادبي کوې؟ شبلي ځای پرځای خاموش ودرېدی. بیرته ږغ ورباندي وسو چی ته اوس زموږ د مصیبت په مقابل کي د تحمل دعوه کوی؟ شبلي په زوره ږغ کړه چي ستا څخه تاته شکایت کوم. هجویري. کشف المحجوب، ص ۲۷۸

سړی نه پوهیږي چي یو شیخ د حق متعال په برخه کي دومره بې ادبي څرنګه کولای سي؟ له اسمان څخه د ندا او آواز څخه یې دومره مسخره څرنګه جوړه کړې ده. که له مُلایانو څخه په دې باره کي پوښتنه وسي حتماً به د عوامو په څېر درته ووايی چي د خدای د دوستانو عجیب کارونه دي. موږ باید په دې باره کي خبري ونه کړو.

د صوفیانو یا د عوامو په اصطلاح د خدای په دوستانو کي یو هم عین القضاة همداني وو، چي د کفر او الحاد په تور  په ۵۲۵ هـ ق کي د ۳۳ کالو په عمر په همدان کي اعدام سو. هغه کیسه کوي چي « زه او پلار مي یوه ورځ د یوه صوفي په کور کي وو او د ښار مشهور امامان هم حاضر ول. موږ رقص کاوه او بوسعید ترمذي بیتونه ویل. زما پلار وویل چي خواجه احمد غزالي زموږ سره رقص کاوه او د مکاشفې په توګه یې د هغه د کالیو نښاني هم وویلې. په دې وخت کي ابوسعید وویل چي زه مرګ غواړم. ما ورته وویل چي مړ سه. هغه سمدستي بېهوښه سو او مړ سو. په دې وخت کي د ښار مفتي حاضر وو او ماته یې وویل چي ژوندی وژلای سې نو مړی هم ژوندی کولای سې؟ ما ورته وویل څوک مړ دی. مفتي وویل فقیه محمود وفات سوی دی. ما وویل خدایه فقیه محمود بیرته ژوندی کړه او هغه په هماغه ګړي ژوندی سو» جامي، نفحات الانس، ص ۴۱۵

شیخ عبدالرحمن جامي، چي تر اوسه پوري یې هر کال په زرهاوو خلک زیارت ته ورځي، د دغه ډول کفري کیسو د راوړلو او پر هغو باندي د کتاب لیکلو مستقیم مسوولیت لري او د لویو صوفیانو او په اصطلاح د خدای د دوستانو د شرک او ارتداد په ادعاوو کي ورسره شریک دی. ما له هیڅ مُلا څخه نه دي اورېدلي چي د عبدالرحمن جامي پر کتاب یې یو وخت انتقاد قدر کړی وي، محکومول او غندل خو یې لا هلته پرېږده. مسلمانان که فتوا ته ضرورت لري نو دغه یې ځای وو، نه دا چي د لمانځه په نه کولو د خلکو د کفر فتوا صادره کړي. د لمانځه د نه کولو تاوان یوازي پخپله هغه بنده ته رسیږي چي لمونځ نه کوي خو د جامي کتاب د عالمونو د ګمراهی سبب کیږي.

پخپله مولنا عبدالرحمن جامي څرنګه داسي یوه کیسه را اخلي چي هغه نه حقیقت لري او نه د اسلام د دین له اصولو او عقایدو سره برابره ده. جامي په دې نه پوهېدی چي د مړي بیرته ژوندی کول یوازي د حق متعال په وس کي دي؟ جامي په دې نه پوهېدی چی د مړي ژوندی کول د قضا د ګرځولو معنی لري؟ هغه په دې نه پوهېدی چي روح یوازي د حق متعال په اراده کي دی او بخښل او اخیستل یې هم یوازي په خالق تعالی پوري اړه لري؟

د حضرت رسول اکرم ص د لور( په حدیث کی یې نوم نه دی ښودل سوی) زوی یې په داسي حال کي آنحضرت ص ته راووړ چي وروستي نفسونه یې ایستل. اسامه وايي په هغه ورځ مبارک ص دونه وژړل لکه په سترګو کي چي یې د اوبو ډک مشک وي. بخاري، کتاب الجنایز حدیث ۴۴

په بل حدیث کي راغلي دي چي د حضرت رسول ص لور وفات سوه. دی یې قبر ته ناست وو او ژړل یې. هغه کتاب حدیث ۴۵

متوجه یاست؟ حضرت رسول اکرم ص خپل لمسي او لور ته چي ورپسي ژړل یې نفس نه سو ورکولای. عین القضات همداني به څوک وو چي مړي یې ژوندي کول او ژوندي یې ، یوازي په یوه خبره، مړه کول؟ د صوفیانو ټول کتابونه له دغه ډول مزخرفو کیسو څخه ډک دي او که دا ډول کیسې ونه لري هغه به د صوفیانو کتابونه  نه وي. خو سوال دا دی چي دلته فتوا څه سوه؟ مُلایان ولي د دې څرګند شِرک په مقابل کي چوپ دي؟

په اېران کي، چي په سیمه کي د تصوف یو لوی مرکز او ډېر لوی صوفیان پکښی زېږېدلي او مشهور سوي دي، د صوفیانو د دغه راز کیسو پر ضد چنداني څه نه دي خپاره سوي او ما پخپله یوازي د احمد کسروي یو وړوکی کتاب « صوفیګري» لوستی دی؛ چي د صوفیانو د دغه راز کیسو او د هغوی د مضرو افکارو او اعمالو پر ضد یې لیکلی دی. په افغانستان کي ما نه په دري او نه پښتو ژبه د صوفیانو د ژوند او عقایدو په باره کي داسي څه  لوستي دي چي هغوی دي د صوفیانو په باره کي د خلکو ذهنونه روښانه کړي. مُلایانو نه څه ویلي او نه به یې ووایی. او که څوک د حقیقت ویلو جرأت وکړي نو هغوی سمدستي د وهابي خطاب ورته کوي؛ ځکه دوی په دې پوهیږي چي د افغانستان خلک په وهابیت نه پوهیږي او تقریباً ټول فکر کوي چي وهابیان کافران دي. بالاخره باید یو څوک یو څه ولیکي او د وهابي نوم پر ځان قبول کړي. تاسی دې کیسې ته ځیر سی او قضاوت وکړی:

« سُفیان ثوري یوه ورځ روان وو او یوه مرغۍ یې ولیده چي په قفس کي یې ډېري غمګیني نارې وهلی او د ده ډېر زړه ورباندي وسو. هغه مرغۍ یې له صیاد څخه را نیوله او خوشي یې کړه. خو مرغۍ هیڅ خواته نه تله او له سُفیان سره ملګرې سوه؛ او کله چی به ده لمونځ او عبادت کاوه نو مرغۍ به ورته کتل لکه د ده ساتنه چي کوي. کله چي سُفیان وفات سو نو مرغۍ له هوا څخه د هغه پر قبر باندي را پرېوته او ځان یې وواژه. د سُفیان له قبر څخه یو اواز واورېدل سو او ویل یې چي خدای ځکه سُفیان وباخښه چي دهغه پر مخلوقاتو یې زړه سوی درلود» Rizvi, A History of Sufism in India Vol 1 P 32

لومړی خو سُفیان ثوري ( ۷۱۵-۷۷۸ میلادي) یو فقیه او محدث وو. هغه هیڅ وخت د کراماتو دعوه نه وه کړې او د هغه د کراماتو په باره کي چي څه لیکل سوي دي هغه ټول وروسته اختراع سوي کیسې دي؛ چي ټولي یا اکثري یې صوفیانو، د خپل تجارت لپاره، جوړي کړي دي. او که د کراماتو کیسه سي نو لومړی خو مرغه ته خدای دونه عقل نه دی ورکړی چي د احسان په بدل کي دي د قربانۍ احساس ورته پیدا سي. او که دا هم ومنو چي اولیاء کله کله عجیب کرامتونه کوي نو د سفیان ثوري له قبر څخه دا آواز چا واورېدی چي حق متعال هغه ته بخښنه وکړه.

             پاته لري

لومړۍ برخه  دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه  دلته ولولئ

څلورمه برخه  دلته ولولئ

پنځمه برخه  دلته ولولئ

شپږمه برخه  دلته ولولئ

اوومه برخه  دلته ولولئ

اتمه برخه  دلته ولولئ

نهمه برخه  دلته ولولئ

لسمه برخه  دلته ولولئ

یوولسمه برخه   دلته ولولئ

دولسمه برخه   دلته ولولئ

دیارلسمه برخه   دلته ولولئ

څوارلسمه برخه   دلته ولولئ

پنځلسمه برخه   دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.