د (عشق خموش) فلم نیمګړی خپور شوی.
هغه مهمې صحنې چې ما په کې رول لوبولی وو، له فلم څخه ایستل شوي دی
• د فلم کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې! زما په اند، د افتتاح او او یا پرانستنې روسته فلم کې بیا لاس وهنه غیر عادلانه عمل دی او بیا د لوبغاړې او د ډایرکټر له اجازې پرته د فلم بیا ایډیټ کول خورا نا انصافی ده. باید یادونه وکړم چې دا فلم په ۲۰۰۸ کال کې د افغان فلم او سینما د سترو شخصیتونو لکه صدیق برمک، انجنیر لطیف احمدي او د هنر او سینما د مینه والو په شتون کې بشپړ او پرانیستل شو. چی فلم دوه ساعته او پنځه څلوېښت دقیقې وو. د فلم جوړونکی له ستونزو سربیره ، یا تر فشار یا جبر لاندې، چې زه په سمه توګه نه پوهیږم، له بده مرغه د عشق خموش فلم نیمګړی خپور شوی.
ایا یو چا مکمل فلم پټ کړی یا یې د خپرولو مخه نیولې؟ زه ډیر خواشینی یم، مګر زه په پروډیوسر ادعا نه کوم. دا پوسټ یوازې زما د هنر مینه والو ته خبرتیا ده چې د اوږدې مودې راهیسې د دې فلم نشر کېدلو (ریلیز) ته انتظار ول. د دې فلم له خپرېدو وروسته مې د هنر مینوالو خواشینی ظاهره کړه چې په تریلر او اصل فلم کې هغه مهمې صحنې او سندری شتون نلري ډیری رسنۍ او د افغان سینما کارکونکې فلم باندی نيوکه کړی چې فلم گډوډ شوی د لنډيدو له کبله ډېرو یادونه وکړه چې په ۲۰۰۸ کې مونږ مکمل فلم د افتتاح په ورځ لېدلې و.
مینوالو غبرګون او کمنټونه کړی چې ولې هغه سندرې د ارین خان چی په فلم کې وې او په حقیقت کې دې فلم ته یې ښکلا اضافه کړې وه ، اوس نشته؟ نورو لیکلی موږ له ډېر وخت وروسته د افغان هنرمند ارین خان له خوا د یوه ښکلي فلم تمه لرله، چې کلونه کلونه ورته انتظار وو، اما له بده مرغه داسې ونشو لکه څنګه چی باید وای؟ فلم باید په بشپړ او په ښه کیفیت کې خپور شوی وای. د فلم د پرانیستې په ورځ د استقلال عالي لېسې په تالار کې چې کله دا فلم خپور شو، خلکو د فلم د احساساتي صحنو په لیدو ژړل. د بېلګې په توګه، دوی د فلم سندرې او د کنسرټ یوه برخه پرې کړې ده او د جایزې ترلاسه کولو او څو په زړه پورې او رومانټيکې صحنې یې په غیر منطقي توګه قطع کړل شوي چې دا د هغه کرکټر سره غیر عادلانه کار ده، کوم چې ما په فلم کې لوبولی دی.
د یو هنرمند لپاره تر ټولو غوره او ارزښتناکه موضوع د هغه هنر دی چې د بل چا له خوا ورسره ناځواني او حق تلف شوی دی.
زه پوهېږم چې زما د هنر لیدونکو او مینه والو لپاره یوازې زما نوم او شتون کافي دی. او اوس چې دا فلم خپور شوی، ما ته معلومه شوه چې دوی د فلم وخت په غلطو مشورو سره لنډ کړی دی، او د 165 دقیقې فلم یې په 80 دقیقو کې جوړ کړی چې د فلم کیسې ته یې ډیر زیان رسولی دی. او همدارنګه، په فلم کې بدلونونه د دې لامل شول چې د فلم ټول جوړښت او ترتیب ګډوډ شي. رښتیا هم دا فلم له ډېر وخت وروسته او له ټولو ستونزو سره یو ساعت او شل دقیقې د یوټیوب چینل له لارې خپور شو هغه رسنۍ او مینه وال چې د فلم د پرانیستې په ورځ یې فلم لیدلی و، پوښتنې او وړاندیزونه یې راته مطرح کړل.
چی د دې ليکنې لامل هم د يو شمېر رسنيو او د هنر مينه والو بېلابېلې پوښتنې مطرح کول دي، چې روښانه شي. د ټولو تخنیکي ستونزو سره، زه پوهیږم چې زما د رول یوه صحنه د لیدونکيو لپاره کافي ده. د ټولو نیمګړتیاوو سره، ټولو اداکارانو خپل رولونه په ښه توګه ترسره کړل. په هغه وخت کې دا فلم ډیر په مینه او نېک نیت سره جوړ شو، ټول ټیم د غوره کار مینه وال و خو په خپل وخت فلم متاسفانه خپور نه شو. نظرونه او پوښتنې
1- د فلم وروستی ایډیټ چې موږ په 2008 کال کې د استقلال لیسې په تالار کې د دې فلم په پرانیست غونډه کې لیدلی وو خورا توپیر لري … ولې؟
2- ولې د فلم کیفیت HD نه دی؟
3- د دې فلم پروډیوسر لینا عالم ده، ولې د فلم سیکونس د ډایرکټر له اجازې پرته قطع او یا لرې کړای شو؟
4- په غیر تخنیکي ډول د سانسور شوي فلم صحنې…
5- صحنې لږې او بی ترتیب کول
6- ډير د افسوس ځای دی چې ډیرې هغه صحنې چې موږ یې لیدو ته انتظار باسو پرې شوې.
7- ولې د فلم سندرې نه شته؟
8- د فلم په غیر مسلکي بیا ایډیټنګ کې ډېر بدلونونه د دې لامل شوي چې د فلم د صحنو ترتیب او د ارین خان کرکټر ګډوډ شي.
10- د ارین خان کرکټر په فلم کې ډیر غیر مسلکي بدلونونه د هغه نقش ضعیف ښودل او نور جالبې صحنې د دې فلم چې مونږ په پرانستلو غونډه کې لیدلي وې او اوس درک نلري. دا پورتنۍ پوښتنې او تبصرې ښیې چې دوی زما د نقش لوبولو حق او زما شخصیت تر پښو لاندې کړي، زه په مستقیم او غیر مستقیم ډول تل د مافیایي ډلو د کمزاد مخالفینو له تباهۍ سره مخ شوی یم. ځینې بیا حسد کوي او هڅه کوي چې زما استعداد پټ کړي، خو دا هېروي چې لمر په دوو ګوتو نه شي پټېدلی. د یادولو وړ ده چې: د غفار قطبیار صاحب روح دې ښاد او یاد دې تل پاتې وي.
همدارنګه د زبیر فرغند د غوره نقش وړاندې کولو دې هم یاد تل پاتې وي، او د دې فلم ډایرکټر رسول ایمان، زما ښه ملګری، تاسو د افغان سینما یو له غوره هنرمند او ډایرکټر یاست، په ژوند او کار کې دې برکت وي. (د فلم پروډیوسر او د دې فلم مرکزي کرکټر لینا عالم) ته يو مهربانه انسانه او رښتيني سينماگره يې، اوږد او خوشحاله ژوند ولري. تاسو ټول ټیم ته د عشق خموش د فلم خپریدو مبارکي وایم هیله لرم چې یوه ورځ په بشپړ ډول دا فلم خپور شي او تاسو به یې وګورئ.
په احترام او مینه اریان خان
Comments are closed.