د کډوالو نړیواله ورځ: څوک تښتي او چیري تښتي؟

75

یو نوی رپوټ ښیي چي په نړیواله کچه ۱۱۷ میلیونه انسانان په تیښته کي دي. دا چي دغه انسانان له کومو هیوادونو څخه دي او چیري تښتي، په دغه مطلب کي به ورته اشاره وکړو.

شخړي، تعقیب او نور خطرونه د دې باعث سول چي د ۲۰۲۳ کال ترپایه پوري  شاوخوا ۱۱۷ میلیونه انسانان له خپلو ټاټوبو څخه په تیښته کي سي. دغه رقم  د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتوعالي کمیشنرۍ UNHCR له نوي رپوټ څخه څرگندیږي. نوموړي کمیشنرۍ له دغو کډوالو سره د مرسته کولو دنده پرغاړه لري.

نوموړی رپوټ چي په روانه جون میاشت خپور سوی، د هغو انسانانو حالت ښیي چي په نړیواله کچه د کډوالو په توگه ثبت سوي او همدارنگه هغه کسان چي د پناه غوښتنې عریضې یې لا تر کار لاندي دي. همدارنگه هغه کسان هم پکښي شاملیږي چي د خپلو هیوادونو په دننه کي بې ځایه سوي دي.

پوښتنه داده چي ډیری انسانان له کومو هیوادونو څخه تښتي او کوم هیوادونه هغوی قبلوي:

نن ورځ د لس کاله مخکي په پرتله ډیر انسانان د تیښتي په حال کي دي. په ۲۰۱۴ م کال کي په نړیواله کچه په اوسط ډول له زرو انسانانو څخه ۸ کسان په تیښته کي وه. په ۲۰۲۳ م کال کي دغه رقم ۱۴ ته پورته سو.

په مجموعي ډول نن ورځ په نړیواله کچه د ۲۰۱۴ کال په پرتله،  څه ناڅه ۵۸ میلیونه زیات انسانان له خپلو ټاټوبو څخه بې ځایه سوي دي. دغه رقم د ټولې ایټالیا له نفوس سره برابر دی.

ډیری بې ځایه سوي په خپلو ټاټوبو کی پاتیږي

په نړۍ کی له شاوخوا ۱۱۷ اعشاریه ۳ میلیونو بې ځایه سوو څخه چی UNHCR ثبت کړي دي ، ۶۸ اعشاریه ۳ میلیونه یې داخلي  بې ځایه سوي کسان دي. هغوی که څه هم د خپلو کورونو او سیمو پریښودلو ته اړ سوي ، خو بیا هم د خپلو ټاټوبو له سر حد څخه نه دي وتلي. دغه رقم د ټول انگلستان له نفوس سره برابر دی.

د (یو اَن اچ سي آر) ادارې یوازي هغه انسانان شمیرلي دي چی  له زورزیاتيو او جگړو څخه په تیښته کی دي.

د بې ځایه کیدلو د څارنې نړیوال مرکز بیا په خپلو ټاټوبو کی له طبیعي ناورینونو او اقلیمي بدلون له امله نورو تښتیدلو کسانو شمیر څه ناڅه ۷ اعشاریه ۷ میلیونه ښیی.

ډیری داخلي بې ځایه سوي په افریقا او منځني ختیځ کي ژوند کوي

د ټولو ۶۸ اعشاریه ۳ میلیونو داخلي بې ځایه سوو کسانو څخه، څه ناڅه ۴۸ سلنه له افریقایي هیوادونو او شاوخوا ۲۱ سلنه له منځني ختیځ څخه دي.

له هغو لسو هیوادونو څخه چي تر ټولو ډیر داخلي بې ځایه سوي کسان لري، درې هیوادونه یې له افریقا او یاهم منځني ختیځ هیوادونه دي: په جنوبي امریکا کي کولمبیا  ۵ میلیونه، په مرکزي آسیا کي افغانستان ۴ اعشاریه ۱ میلیونه او په اروپا کي اوکراین ۳ اعشاریه ۷ میلیونه داخلي بې ځایه سوي کسان لري.

Gazastreifen, Rafah | Grenze zu Ägypten
له مصر سره په سرحد کی له غزې څخه راتښتیدلي فلسطینیانانځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance

له لسو پناه غوښتونکو څخه نهه یې فقط له لسو هیوادونو څخه دي

د  (یو اَن اچ سي آر) په حواله په نړیواله کچه څه ناڅه ۴۳ اعشاریه ۴ میلیونه انسانان له خپل هیواده بهر، د پناه غوښتونکو او یا هم کوم بل نړیوال پروگرام په چوکاټ لکه، د بشردوستۍ مؤقتي ویزې په درلودلو سره ژوند کوي. دغه رقم د پولنډ د ټول نفوس په اندازه دی.

د ټولو پناه غوښتونکو ۸۷ سلنه له افغانستان، سوریې، ونزویلا، اوکراین، فلسطیني سیمو، جنوبي سودان، میانمار، کانگو ډیموکراټیک جمهوریت او یا هم سومالیا څخه ده.

ډیری تښتیدلي کسان په گاونډیو هیوادونو کی د خوندیتوب په لټه کی دي.

هغه کوربه هیوادونه چې ډیری کډوال لري زیاتره یې له بشري کړکیچڼو په لرلو سیمو سره پوله لري. د (یو اَن اچ سي آر)  د رپوټ له مخي په ۲۰۲۳ م کال کی د بې ځایه سوو کسانو ۶۹ سلنه په گاونډیو هیوادونو ژوند کاوه.

ایران، ترکیه، کولمبیا او اردن  تر ټولو دمخه د هغوپناه غوښتونکو  کوربه هیوادونه دي چی تر ټولو زیات له افغانستان ، سوریې ، وینزویلا او فلسطیني سیمو څخه راتښتیدلي وي.

د مهاجرو د منلو تر ټولو استثنایی هیواد آلمان دی چی له لیرو هیوادونو لکه اوکراین، سوریې، افغانستان، عراق او اریتیریا څخه یې په سلونو زره انسانانو ته ځای ورکړی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.