(لنډه کیسه)-د ګوانتانامو لومړی تم ځای؟

خالق رشید

235

پرون مازدیګر پر کابل باندې سخته واوره اوریده، نرۍ سیلۍ پرې دپاسه زنګیده، له یوې خوا یې بلې او له بلې بلې ته وړه او راوړه، الکساندر چې دغه سړه ننداره ولیده، لاس یې سره ومښل خپل دنګرځنځیري سپي ته ځیرځیر شو، دهغه سترګو ته یې وکتل، زړه یې ورته راډک شو او درنه آه یې له یوې لنډې جملې سره ترخوله ورته را ویسته:

–  دا دومره کاله خو زه درسره وم،ومې ساتلې، اوس چې امریکا راته وایي زرله کابله راوځه، له تاسره څه وکړم؟ چا ته دې وسپارم … که زه نه وم ته به څه کوې … څه حال به دې وي ؟…

 خو سپي یې یوازې ظاهرآ پریشانه څیرې ته وکتل … ورته وسونګیده، داسې لکه چې دحال په ژبه ځواب ورکوي :

ـ ته روان یې، د خدای له پاره، د خدای په خاطرما دلته مه پریږده … ما مه پریږده، زه پوهیږم چې ما پرڅه راځي … اوس خولاښه یم ټول راته سپي، سپي وايي، خوکله چې ته رانه ولاړشې، نو بیا به مې ټول د الکساندر سپي بولي …هو، د الکساندر بدنام نازولي سپی …

  کیسه داسې وه چې الکساندر نژدې لس کاله پر کابل کې د امریکا له پاره خورا خطرنا ک ماموریت ترسره کړ، دهغه نوم الکساندرو خو دلته ټولوپه الکس سره پیژاند،اوس یې دوره نورد تل له پاره پای ته رسیدلې وه، نه یې غوښتل چې خپل دغه دنګرپه عمرزوړ او ناروغه سپی له ځان سره امریکا ته بوځي،داچې ډیره موده یې ورسره تیره کړې وه، ښکاریده چې زړه یې ورته خوږیده،ځکه خوپه دې لټه کې وچې همدلته یوه لاره چاره ورته جوړه کړي، یوچا ته یې یوازې دومره چې دی خپل سرترې پنا کړي روغ رمټ وسپارې، بیا چې هرڅه پرې راځې، نوراځي به …

په الکس پسې درګرده تلګرامونه راتلل چې زر ترزره باید له کابله ځان وباسي،خوده به هرتلګرام ته په بیړه همدا یوځواب ورکاوه:

 –  نه غواړم سپی مې راسره درولم، همدلته ورته دیوې چارې په لټه کې یم…کله چې دده یوڅه غم وخورم … بس نورنوبه مې دوه پښې څلوراوپه منډه منډه در روان یم …

 الکس هرچا پیژاند،هرچا ته معلوم و چې ده په دې دومره اوږده موده کې څومره بې ګناه خلک وځپل اوڅومره په وطن مین یې تراوسه په دغه اوهغه پلمه دمرګه پرپوله اړولي وو.دی هغه څوک وچې په همدغه سپي یې په سلګونواوزرګونو کسان داړلی او ځورولی وو،ان داچې ده په کابل کې ځانګړی زندان درلود، خلکو به له یوه اوبل سره په ډیر احتیاط داخبره کوله چې، دالکس کورد ګوانتانامولومړی تم ځای دی …ځکه هرڅوک به چې دده ترکوره راوستل کیدل، دهغوی دویم تم ځای خامخا هم هلته و… هغه خپل زندان په خپلوسپیو ساته، مانا داچې هغه نورسپی هم درلودل چې له هغو ټولو اوس همدغه وروستی زوړ ورپاتې و … د الکس دغه سپي هغه ته لویې لویې ګټې اولوی لوی ویاړونه ورپه برخه کړي وو، یوځل یې ښځه چې له ده سره یې دده په نارواووکې برخه اخیستی وه هم ورته وډاړله،غبرګ غاښونه یې دهغې په کوناټي کې ورننوتي وو،هغې دده په خاطر کابل پریښود، هم هغه یوځل چې راغله بیایی نه دالکس مخ ولید او نه یې پردعه لور رامخه شوه، چا به چې پوښتنه ترې وکړه چې میرمن دولي نه راځي؟

ورته په خندا به شو…دخپل دغه لیوني سپي پرمخ به یې لاس راتیرکړاو وبه یې ویل:

ـ هغه زما د سپي له ډاره نه شي راتلای … دغه وداړله … دغه … هاهاها …

یوه اوونۍ لا نه وه تیره چې دکابل هوا نوره هم مخ په سړیدوشوه،د پنجشیر شیرین جان ماما چې له اوږدې مودې یې له الکساندر سره د پخوونکي په توګه کارکړی و، دهغه حالت هم اوس ترسپي بدترشوی و،څوڅوځلې الکساندر ورته ویلي وو چې سپي واخلي، اوله هغه سره دې تریوه کاله په همدغه کورکې واوسي، کرایه اونورشیان به هم دي ورته برابرکړي، خو شیرین جان ماما ورته ویلي وو چې هغه داکارځکه نه شي کولای چې اوس دده سپي هرڅوک پیژني …دهغه ساتنه اوپالنه پرته له دې چې زما په مرګ تمامه شي بله څه نه شي کیدای … بله داچې شیرین جان ماماهم له هغه ترستونې راغلی و، ځکه چې هغه ناروغه و…ځکه خویی الکس ته ویلي وو :

ـ له دغه دځان خلاصي یوازنۍ لاره داده چې بس نور یی تیروه …  وخت یې پوره دي، زوړشوی،او ناروغه هم دی … بله داچې دلته خو امریکا نه ده چې څوک به سزا درکړي اویا به دې د حیواناتو د حقوقوساتونکي زندان ته واستوي … دلته د سپیو وروستي برخلیک، دهغو تیرول اوځان ترې خلاصول دي…سپی خواران د لته بله چاره نه لري …

الکس له دغې خبرې سره سم بیا د سپي سترګو ته وکتل، بیا یې په ذهن هم خبره ورتیره شوه :

ـ ته روان یې، د خدای له پاره، د خدای په خاطرما دلته مه پریږده … ما مه پریږده، زه پوهیږم چې ما پرڅه راځي… اوس خو لاښه یم ټول راته سپي وايي، خوکله چې ته رانه ولاړشې، نو بیا به مې ټول دالکساندر سپي بولي …هو، دالکساندربدنام نازولي سپی…

شیرین جان ماما یوازې اشپزنه و،هغه دالکساندردټولو کړو وړو طراح اولارښود و، ځکه خو دده مشوره تل ورته دکاڼۍ کرښه ښکاریده، هغه هرڅه چې ناروا وو ورته کول یې …څه به چې هغه دهرچا اوهرڅه په باره کې ورته وویل الکس ددې توان نه درلود چې هغه دې ونه مني …په دغه ورځ یې هم چې خپله وروستۍ خبره ورته وکړه، الکس سل زړونه سره یوکړل، د شیرین جان ماما خبره یې ومنله، ځکه خو یې ورغبرګه کړه :

–  واه واه، ماما جو، زه خو ایله نه درته وایم چې دسپی په ژبه دسپی نوکرډیرښه پوهیږي …سمه ده، بس یوه چاره یې وکړه …، که یې ماته ښه کارونه کړي، تا وان یې هم را رسیدلی دی … زما ښځه … هغه خو دده  په خاطربی طلاقه رانه ولاړه … نه پوهیږم چې اوس به دچا په غیږه کې پرته وي … اوس ناچارچې کله امریکا ته ورسیږم، بله ښځه راته پیداکړم … بس بس هرڅه چې پرې کوې ویې کړه …

په هغه شپه د جمعي مبارکه شپه وه، چې شیرین جان ماما د الکس سپي ته دزهرو میده کړې کوچوله دغوښې په پسته ټوټه کې په نازاونیاز سره ورکړه، دوی هم خپله ماښامني ورته خوړه، ترناوخته پورې یې ورته خندل، ورانتظارشول، خوپرسپي یې زراثر ونه کړ… الکس اوشیرین جان ماما هم په خپله نشه کې ورو ورو دومره ډوب شوي ووچې سپی اودهغه د مرګ وروستۍ شیبه ترې پاتې شوې وه، ځکه،کوم زهرچې دوی سپي ته ورکړي وو،هغه د دوی په خوړو کې هم دماما له لاسه تویې شوي وو … شپه لا پرنیمایی نه وه دریدلی چې نه په الکس، نه په سپي اونه په شیرین جان ماما کې دم ودوک پاتې و، دری واړو پریوه ځای اویوه شیبه کې خپل سرونه دیوه اوبل پرغیږ وکې ایښې له دنیا نه تللي وو…

یوه دوې ورځې خو ټول دخدای دغه حکمت ته حیران وو،نه پوهیدل … چا وژلي هم نه وو، د دری واړوخبراو تصویر چې خپل سرونه یې د یوه او بل په غیږو کې ایښې وو، په اخبارو کې راووتل… هرچا ته یوه معما ښکاریده… خو یوه اوونۍ وروسته عدلي پایلو وښوده چې درې واړو په یوډول زهروپه هم هغه کورکې چې دګوانتانامو لومړی تم ځای بلل کیده مړه شوي دي…

پای

د ۲۰۱۹ کال

 د فبروري دریمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.