د ازموینو ملي ادارې نن پنجشنبه، غبرګولي دویمه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ۱۴۰۳کال د عمومي کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه.
په دې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل چې د روان کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.
د کانکور ازموینې لومړی پړاو به د روانې غبرګولې «جوزا» میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي چې پهکې به د ۱۶ ولایتونو له دولسم ټولګیو څخه فارغ شویو زدهکوونکو ازموینه واخیستل شي.
د نوموړي په وینا، د چنګاښ په لومړۍ او دویمه نېټه به د پلازمېنې کابل او ولسوالیو له دولسم ټولګیو فارغو زدهکوونکو د کانکور ازموینه واخیستل شي.
د چنګاښ په اوومه او اتمه به د بدخشان په ګډون ۱۱ولایتونو کې د کانکور ازموینه ترسره شي او څلورم پړاو کې به د چنګاښ پر ۱۴مه د اوو ولایتونو له زدهکوونکو کانکور ازموینه واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني په وینا، وروستۍ او پنځم پړاو کې د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل شي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.