بینېټ په افغانستان کې د ښځو وضعیت ټکان ورکوونکی وباله

42

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې هېواد کې د ښځو وضعیت ټکان ورکوونکی وباله.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دغه هېواد د ښځو او بشري حقونو په اړه د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۸مه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړ.

ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت ټکان ورکوونکی وباله او طالبان یې د ښځو او نجونو د حقونو پر نقض تورن کړل.

بینېټ وویل: “د طالبانو له‌خوا د جنسیتي ظلم د سیستم بنسټیز کول باید د انسان وجدان ته ټکان ورکړي. دا زموږ د ټولو دنده ده چې پرېکنده ګامونه پورته کړو، د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږو، عاملین یې حساب ورکولو ته اړ کړو او د ټولو لپاره کرامت، برابرۍ او عدالت تامین کړو.”

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

نوموړي په دغه راپور کې د زده‌کړو په برخه کې د ښځو پر وړاندې محدودیت، له کاره د ښځو منع کول، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسي او ګڼې نورې بشري ناخوالې یادې کړې.

هغه په خپل راپور کې وویل چې له ۲۰۲۱م میلادي کال راهیسې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز د جبري ودونو، پر نجونو د ظلم او ستم د زیاتېدو پر هغوی د جنسي تېري او جنسي ځورونې پېښې زیاتې کړي او ورسره د نسل پر بنسټ د افغانستان په ټولنه کې دا پدیده داسې ناوړه عواقب لري چې جبران به یې سخت وي.

اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې روان کړکېچ د راپور کېدو تر څنګ د پراخو سرغړونو د قربانیانو لپاره د حساب او عدالت تامینولو ته هم اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه

اندېشه وايي: “دا راپور ښيي چې په اوسنیو شرایطو کې د بنسټیزو بشري حقونو د سختې سرغړونې په برخه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو حل لپاره مکلفیتونه ډېر شوي، دوی باید د طالبانو د نورمال کولو یا مشروعیت څخه ډډه وکړي.”

په ورته وخت کې په افغانستان دننه یو شمېر نجونې او د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو راپور مهم بولي، خو وایي چې د دوی حقونو تامینېدو لپاره باید په عملي لارو چارو یې هم غور وشي.

د مزار شریف اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده‌کوونکې نادیه چې اوس له زده‌کړو محرومه ده، ازادي راډیو ته یې وویل: “د دغه سازمان او د بشري حقونو په اړه ناستو نه زموږ تمه دا ده چې زموږ د حقونو او تعلیم ته زموږ د لاسرسي په اړه بحث وشي.”

فاطمه محمدي وايي: راشئ او زموږ لپاره عملي ګامونه پورته کړئ.

په کابل کې د یوه انلاین خصوصي ښوونځي مشرې او د ښځو د حقونو فعالې فاطمې محمدي ازادي راډیو ته وویل: “زما غوښتنه د یوې افغانې ښځې په توګه چې په افغانستان کې ژوند کوي دا ده چې یوازې راپور جوړول موږ ته هېڅ ګټه نه لري او زموږ ژوند ورسره بدلون نه کوي، راشئ او زموږ لپاره عملي ګامونه پورته کړئ.”

د ښځو د حقونو یوه بلخ فعاله نسرین حمیدي وایي: “دا ډول غونډۍ او راپورونه که څه د نړیوالې ټولنې پام راړوي، خو دا ډول غونډې باید د حقیقي بدلون او عملي اقداماتو سره مل وي، نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونه ته په کار ده چې دوی باید یوازې خبرو او راپورونو پورې محدود نه وي بلکې د طالبانو پر وړاندې باید سخت او عملي ګامونه واخلي.”

طالبانو لا د ریچارډ بینېټ د دغه راپور په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د دوی حکومت بیا مخکې ډیری هغه راپورونه رد او یا د افغانستان له واقعیتونو لرې بللي چې د طالبانو حکومت او چارواکي په‌کې د ښځو او بشري حقونو په نقض تورن پېژندل شوي وو.

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده‌کړو بندیز لګولی دی، دغه راز یې په ډېری دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړي او له شرعي محرم پرته یې د دوی په سفر، ورزشي لوبغالو ته د دوی په ورتګ او نور ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.