په ورته وخت کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وایي، د خپلو ماشومانو د راتلونکي چې له زدهکړو محروم شوي، په اړه یې اندېښمن دي.
له دې ډلې یوه افغانه، چې په قاچاقي توګه ایران ته تللې او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ماشومان ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.
هغه وايي: “یو کال کېږي چې ایران ته راغلي یوو، ځکه پاسپورټ او هېڅ نه لرو، نو قاچاقي راغلي یوو، د دې لپاره زموږ اولادونه په ایران کې د تعلیم او تحصیل حق نه لري، کنه زوی مې فعلاً په داسې حال کې دی چې باید ښوونځي ته شامل شي، عمر یې ښوونځي ته برابر دی.”
احمد هم ښوونځي ته د شاملېدو په شرایطو برابر څلور ماشومان لري، هغه ازادي راډیو ته وویل: “د دې دوو کلونو راهیسې چې موږ دلته راغلي یوو، ډېره هڅه مې وکړه چې لوڼې مې ښووځي ته شاملې کړم چې دوی له زدهکړو شاته پاتې نه شي. موږ بل هېواد ته د خپلو ماشومانو د زدهکړو لپاره راغلي یوو چې دوی بیا د تعلیم په برخه کې پرمختګ وکړي او زموږ د هېواد راتلونکي جوړونکي شي، خو له بده مرغه ومو نه شو کړای چې دوی ښوونځي کې شامل کړو.”
غلام اصغر او کورنۍ یې بیا په پاسپورټ ایران ته تللي، خو دی وایي، له هڅو سره سره لا نه دی توانېدلی چې خپل ماشومان ښوونځي ته شامل کړي.
هغه وویل: “دلته مو د کفالت دفتر ته د وګړو د کوډ ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړه، په لومړیو کې یې ناغېړي کوله چې نه کېږي او تاسو په سیاحتي پاسپورټ راغلي یئ. اوس یوه نوې طرحه ده چې نه پوهېږو د اسلامي جمهوري د کډوالو سیستم څرنګه دی چې ویلي یې دي هغه کسان چې په سیاحتي پاسپورټ ایران ته ننوتلي او هغه کسان چې له وړاندې د سرشمېرنې پاڼه لري که یې د پانګونې په طرحه کې ګډون کړی وي نو ماشومان یې په ښوونځیو کې شاملېدلی نه شي.”
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له لګېدووروسته، زدهکړو ته یې د ماشومانو د لاسرسي لپاره ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.
د ناروې د کډوالو او پناه غوښتونکو شورا د جون په ۱۰مه هم د یو راپور په خپرېدو په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو د محدودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د سواد زدهکړې د کورسونو په پیلولو سره یو شمېر افغان کډوال ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.