د سعودي عربستان د چارواکو په حواله تر اوسه د حج د مراسمو په ترڅ کې تر ۵۵۰ ډېر حجيان مړه شوي دي. سږ کال د حج په ترڅ کې د مسلمانانو په مقدس ښار مکه معظمه کې تودښت تر ۵۰ سانتي ګراد درجو اوښتی.
دوو عربي ديپلوماتانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په مړو شويو کې ۳۲۳ مصري وګړي شامل دي چې ډېر یې د سختې ګرمۍ له کبله رامنځته کيدونکو ناروغيو ښکار شوي.
يوه دیپلومات وويل چې «هغوی ټول [مصريان] د ګرمۍ له کبله مړه شوي پرته له يوه کس چې په ټېل ماټېل کې سخت ټپي شوی وو.»
دې دیپلوماتانو وويل چې د مړو شويو دا ټولیزې شميرې د مکې د المعيسم سيمې د يوه روغتون د معلوماتو پر اساس وړاندې شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د شمیرو په حواله تر اوسه له څو هېوادونو څخه د راغلو ۵۷۷ حجيانو مړينه تائيد شوې ده.
دې سفارتي کارکوونکو ویلي دي چې د المعيسم روغتون کې چې د مکې مکرمې تر ټولو ستر روغتون دی، تر پرون ورځې پورې ۵۵۰ جسدونه راټول شوي دي.
تر ټولو ډېر مصريان مړه دي
تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ د مصر د بهرنيو چارو وزارت ویلي ول چې حکومت یې د حج په ترڅ کې د لادرکه شويو مصريانو په لټون کې له سعودي چارواکو سره مرسته کوي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت له خوا دا هم ويل شوي چې «ځانګړی شمېر کسان مړه شوي دي» خو له دې څخه دا نه څرګنديږي چې په مړو کې دې د مصريانو شمير تر ټولو ډېر وي.
د ګرمۍ له کبله په زرونه حجيان اغیزمن شوي
بل لوري ته سعودي چارواکو د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې د ګرمۍ له کبله په بېلا بېلو ناروغيو د اخته څه نا څه ۲۰۰۰ کسانو درملنه روانه ده. خو د يکشنبې ورځې راهېسې دا شمير نه دي تازه شوي.
په سعودي عربستان کې د ترسره شوې يوې څيړنې په حواله چې تېره میاشت خپره شوې وه، د اقليم د بدلون اغیزې پر حج باندې هم په ډېرې چټکۍ سره پرېوځي. په دې څېړنه کې ويل شوي چې په هغه سيمه کې چې د حج مناسک پکې پر ځای کیږي، په يوه لسیزه کې تودوښت د سانتي ګراد ۰،۴ درجو په سرعت سره د لوړېدو په حال کې دی.
د فرانسې خبري آژانس په حواله د دوشنبې په ورځ د مکې څخه دباندې په منی سيمه کې حجیانو پر ځانونو اوبه اچولې او رضاکارانو يخ شربتونه او آيس کريمونه ويشل.
د سعودي عربستان چارواکو حجیانو ته د ورځې په ډېر ګرمو برخو کې د چترۍ کارولو او ډېرو اوبو د څښلو لارښوونه کوله.
خو د حج د تر ټولو مهم رکن يعني د عرفات په میدان کې د وقوف په ګډون د يو شمير مناسکو د ادا کولو له پاره بايد حجيان څو ساعته دباندې پاته شي.
د سعودي چارواکو په حواله سږ کال تقريباً ۱،۸ میليونه کسانو د حج په مراسمو کې ګډون وکړ چې ۱،۶ ميليونه له د نورو ملکونو ورغلي ول.
تېر کال د حج په ترڅ کې د لږ تر لږه ۲۴۰ حجيانو د مړينې خبر ورکړل شوی وو چې اکثريت یې د اندونیزيا وګړي ول.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.