ولې سپکې و سپورې وایو؟

بریال حبیبي

139
اروا پوهان وایي:
کله کله ځینې خلک له نورو سره د مخ کېدلو پر مهال که له یوې خوا د خپلو ماتو او ناکامیو د پټولو لپاره بدو ردو ویلو ته پناه وړي، نو له بلې خوا دوی د هغو رواني ستونزو د تسکین هڅه هم پرې کوي، چې ورسره مخ شوي دي.
سپکې سپورې ویل یو ډول ژبنی/ شفاهي تاوتریخوالی دی او ممکن د انسانانو پر اروا لکه فزیکي هغه هغومره سختې اغېزې پرېباسي.
موږ او تاسو هم نن سبا ګڼ ځایونه له داسې تاوتریخوالي سره مخ کېږو؛ د بېلګې په توګه:
د ترافیکي سرې اشارې تر شا، په صف کې، د موټر چلونې پر مهال او آن په ښوونځیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمېنځ… .
 د سپکو و سپورو ویلو ښکارنده لکه بل هر اجتماعي او اخلاقي انحراف ځینې اروایي، ټولنیز او فرهنګي لاملونه لري، چې څو یې په لاندې ډول دي؛
۱ـ ناکامۍ او ماتې:
ټول انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له ناکامیو، ماتو او ډول ډول ستونزو او خنډونو سره مخ شوي او مخ کېږي؛ کله چې له هغوی نه په خوږه ژبه او سوله ایز شکل تېر شي، د دوی د بلوغ ښکارندویي کوي؛ خو که وګورو نو ټول انسانان له خپلو ناکامیو، ماتو او ستونزو نه په جوړ ګرېوان نه شي تېرېدلای، هغه وي چې ځینې له تاوتریخوالي نه ډک چلندونه ترسره او یا سپکو و سپورو ویلو ته مخه کوي.
داسې خلکو ته په ماشومتوب او یا ځواني کې ددې ښودنه نه ده شوې، چې له خپلو ناکامیو، ماتو، مایوسیو او ستونزو سره دې په ورین تندي مخ شي.
۲ـ ټولنیزه زده کړه:
ژبنی تاوتریخوالی په ژبه کېږي او که مو پام وي، نو ژبه هم ورزده او هم زده کېږي.
کله چې ماشومان په یوه له تاوتریخوالي نه ډک او تحقیر آمیز چاپېریال کې را لوی او یا یې والدین تل یو له بل سره په شخړو بوخت او یا همدوی، ملګري او… یې یو بل ته تل په ناوړو نومونو خطاب وکړي، هغوی زده کوي چې له نورو سره په اړیکو کې له څه ډول ژبې و کلام نه ګټه اوچته کړي؟
۳ـ د احساساتو په کنترول کې ستونزه:
ژبنی تاوتریخوالی په هغو خلکو کې هم لیدلی کېږي، چې خپل احساسات په درست ډول نه شي کنټرولولای؛ هغوی چې ژر غوسه کېږي او یا یې په شخصي او کاري ژوند کې ماتې خوړلې او ناهیلې وي، د خپلو هیجاناتو کنټرول نه شي کولای او د احساساتو دغه نه کنټرول یې په سپکو و سپورو ویلو کې راڅرګندېږي.
۴ـ د غوښتنو په نه پوره کېدلو کې ستونزه:
اروا پوهان وایي چې:
د ژبني تاوتریخوالي لاملونه باید د یو انسان په روان کې وپلټل شي.
هغه خلک چې اروایي اختلالات لري او چې کله نه شي کولای، په ژوند کې هغه څه ترلاسه کړي، چې دوی یې غواړي، ژبنی تاوتریخوالی خپل عادت ګرځوي او په سپکو و سپورو ویلو باندې پیل کوي.
۵ـ کرکه او دښمني:
ځینې داسې خلک هم شته، چې نورو ته د ځینو پېښو او مسایلو اړوند غوسه دي او یا یې ترې کرکه کېږي؛ دوی چې کله له یو بل سره مخ کېږي، له ناسالمو دفاعي مکانیزمونو نه ګټه اخلي او هڅه کوي، چې خپل احساسات په کلامي تاوتریخوالي او بدو و ردو ویلو سره را څرګند کاندي.
۶ـ د خبرو اترو مهارت نه لرل:
ځینې خلک بیا له دې سره سره چې په عمر لوړ وي، د خبرو کولو لازم مهارت نه لري او یا که چېرې یې شته هم وي، نو ډېر کمزوری وي؛ نو له همدې امله څرنګه چې خپل مطلب په واضح او ښکاره ډول نه شي بیانولای، کلامي خشونت او سپکو و سپورو ویلو ته مخه کوي.
۷ـ د حقارت احساس:
په ځینو حالاتو کې ځینې خلک د وړوکوالي او یا ټیټتابه احساس کوي او ددې لپاره چې خپل دا حس له مېنځه یوسي، کلامي خشونت او یا سپکې و سپورې راپیلوي.
۸ـ د یوې حللارې په توګه له سپکو و سپورو نه ګټه اخیستنه:
ځینې خلکو په ماشومتوب کې داسې روزنه ترلاسه کړې وي، چې ژبنی تاوتریخوالی له ستونزو و خنډونو نه د تېرېدلو یوه حللاره حسابوي او د دوی په فکر که چېرته ترې ګټه اخلي، نو خپلې موخې ته پرې رسېدلای او یا یې غوښتنې بشپړېدلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.