د مجلس اداب

الحاج استاد عمر پاڅون

67

مونږ پخپل دروند ، خوږ او سپيڅلى کلتور کى ناسته پاسته ډيره لرو .

حجره، ديره، وستل ، پيتاوى ـ ـ زمونږ د مجلس ځايونه دى.

په ګران هيواد کى د شوروى يرغل څخه مخکى بيوزلى او غريبى ډيره وه خو پدى غربت کى مينه ورورولى ، صداقت او ايماندارى وه ـ

مجلسونه به موخواږه ، خو شحاله

 له دوستۍاو  ملګرتيا ، مينه او ورورولۍ څخه ډک و ـ

مګر دشوروى د يرغل سره سم پر مونږ جګړه(( جهاد)) او سياست تحميل شول  ـ بيا چى پرى دپاسه د امريکايانو حمله پيل شوه ـ

بس چى چيرى دوه درى افغانان سره ناست وى سر يى په سياست وى ـ

وايى چى په نيمه شپه کى په کومه بالاخانه کى شور او زوږ و ـ لاندى په کوڅه کى تيريدونکو خلکو ويل پاس په کوټه کى  برازيلان دى د فوټبال لوبه ګورى ، بل ويل نه

عربان دى په عيا شۍ اخته دى ، بل پرى ټوب کړل ويل دا افغانان دى په سياست کى خبرى کوى ـ هو په سياست کى خبرى زمونږ مرض او  عادت ګرځيدلى دى ـ ګرم او ملامته هم نه يو ځکه دوه نړيوالو زبرځواکونو پر مونږ پر له پسى   يرغل  وکړ چى دواړه مخ تورى او شرميدلى پسى لاړل ـ

خبره د مجلس او ادب وه اوس چى د تکنالوژ ۍ ،  ميډيا ، موبايل ، تجارت ، کاروبار ، قيمتى موټرو ، بنګلو ـ ـ ـ  دنيا شوه ـ

مجلس کى مو هغه پخوانى صداقت ، اخلاص ، لورونه ، مينه او محبت پاتى نشول ځاى يى  منفى سيالۍ ،حسد ، بغض ، کينه او کرکى ونيو ـ

اوس ځنى ځنى د مجلس اداب ته نه ګورى ـ

هر يو پدى کوښښ  کى وى چى ځان لوى معرفى کړى ـ غټى غټى خبرى به کوى پدى هم نه پوهيږى چى لويى په څه کى ده ?

داسى غټى غټى خبرى به کوى چى يوه يى هم په ده کى نه وى  پدى  هم نه پوهيږى چي خپله لمن پخپله په سر اړوى ـ

بله داچى په ناستو ملګرو کى به پوهيږى چى يو ملګرى يى ديو فکر څخه متاثره دى مګر بل به په شعورى ډول د هغه په فکر حمله کوى ـ منفى غيرى علمى انتقاد به کوى ـ دا بل چى د خپل فکر څخه دفاع ته مجبوره شى خبره جګړى ته ورسى نژدى وى چى لاس په ګريوان شى ـ

پدى يى سر نه خلاصيږى چى په اختلاف کى خير نشته شر دى ـ

د بل نظر هم په پام کى نيول پکار دى ـ

بله مهمه پکى  دا ده چى که کوم انډيوال تجارت، کاروبار يا يوه ښه دنده ولرى د خپل کاروبار ، د خپلى دندى او د ځان دومره ستاينه به کوى د مجلس ناستو ملګرو ته به وخت نه ورکوى چى بل خبرى وکړى ـ بس همدى به غږيږى پدى نه پوهيږى چى دا د مجلس اداب ندى حال داچى په مجلس کى  څوک غلى ناست وى الله تعالا ورته ډير ثواب ورکوى ،دروند هم ښکارى ـ

دعلما وينا ده چى کم غږيږه ډير اوره ـ

زمونږ دافغانانو له يوى خوا د سواد کچه ټيټه ده له بلى خوا ډيرى لوستى افغانان مو مطالعى سره هم اشنا ندى کتاب سره علاقه نلرى ـ

بس په مجلس کى په خبرو اخته يو ـ په سياست کى مونږ پوه يو ، په اقتصاد مونږ پوهيږو ، ادب او تارپخ پوهاند يو ـ بس په هر څه پوهيږو په هر څه په اوتو بوتو سر يو ـ

حال داچى په نورو ټولنو کى هر

سړى پخپل مسلک ، پخپل هنر او پخپله حاصه  پوهه کى خبرى کوى نور ورته غوږ وى ـ

پر مونږ کى ځنى ځنى په کهترى مرض اخته دى په مجلس کى پدى هڅه کى وى چى ځان لوى باتور خان معرفى کړى ـ

کاشکى پدى پوهيدلى چى هر ځوک چى هر څه دى هغه له تندى څخه له ورايه معلوميږى ـ

“” څه ښه وايى چى دځان ښودنى کوښښ مه کوه که ته څه کمال لرى يا کمال ته ورسيدى خپله ښکا ره

کيږى “”

 يو به خبرى کوى بل به يى په منځ کى ولويږى لکه په شړومبو کى چى  مچ ولويږى ـ

ټولنپوهنه وايى چى کوچنى پخپل کور کى د خپلى کورنۍ څخه ادب اخلى ـ بيا دخپلى ټولنى او چاپريال وروسته په ښونځى کى ښوونه او روزنه او اخلاق ذده کړى ـ

سربيره لدى سياسى ګوندونه او تنظيمونه هم سياسى اخلاق او اصول لرى ـ

له بده مرغه په خلقيانو حکومت کى چى به څوک خلقى نه و بس مرتجع ، وطن فروش ، خاين ـــ۔ ۔  ـ او د امريکى جاسوس وى ـ همدارنګه دمجاهيدينو په وخت کى په پيښور او کابل کى هر يو به د خپل تنظيم غړى مسلمان باله د بل تنظيم غړى به کافر او مرتد و ـ

د حامد کرزى او اشرف غنى په حکومت کى  که چا  به د امريکيانو مخالفت وکړ  طالب او ترهګر و

ځنى افغانان په زړونو کى کينه، حسد ، بغض او عقدى لرى ـ

 د يو حديث شريف خلص مطلب  به ياد کړم چى رسول (ص) يو اصحابى جنتى بللى و ـ حضرت عبدلله بن عمر رض غوښتل چى معلوم کړى چى دا اصحابى په کوم ښه کار کولو جنتى دى ؟ نو عبدلله بن عمر رض يي درى ورځى ميلمه شو ـ

حضرت عبدلله بن عمر پدى اصحابى کى کوم نوى څه ښه ونه ليدل اخر کى يى تر ى پوښتنه وکړه چى تاسى  په کوم نيک کار د الله رسول جنتى بللى ياستى ؟

اصحابى ورته وويل “” چى تاسى پخپلو سترګو وليدل چى زه خپل نور مال لمونځ ، تهجد تلاوت او عبادت کوم

هو !  د شپى چى وپده کيږم پخپله سينه لاس ږدم چى زما زړه له هر رنګه کرکى ، حسد ، بغض عداوت ، کينى او عقدى څخه پاک دى  بيا ويده کيږم ـ سهار هم همداسى په پاک زړه خپل کار و نه پيل کړم ـ””

بکار خو دا ده چى په ملګرتوب کى پيا خاص په مجلس کى مينه وى ، ورورولى وى ،  محبت وى ،

صداقت او لوروينه وى ــ  ــ چى هم مو اشتايى ثابته وى هم مو مجلس خوږ وى

حضرت عمر فاروق رض فرمايى : چى په مجلس کى په ملګرى سلام واچوه ، په خواکى ورته د ناستى ځاى ورکړه او په ښه او دروند نوم يى ياد کړه ـ

حديث شريف دى چى هر چا سره يواځى په مسکا مخاميدل هم صدقه يى جاريه ده

د مجلس په اداب که سړى ژور لاړ شى کتاب به شى ـ

خو کوښښ  او دوعا به کوو چى خپل زړونه له هر رنګه حسد،  کينه، بغض و عداوت او عقدو څخه پاک وساتو ـ

په پاى کى به په ملګرو او مجلس خپل يو شعر هم تاسى ته  ډالۍ کړم ـ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.