غزني کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

58
واحدالله جمعه زاده (پژواک) — غزني ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي چې د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه نشتون اندېښمن کړي او له حکومته یې د حل غوښتنه کوي.
د یادو کډوالو له ډلې محمدامان چې څه موده مخکې له پاکستانه هېواد ته راستون شوی، وویل، د غزني په زاړه ښار سیمه کې د خپلوانو په یوه نیمه‌ویجاړ شوي کور کې ژوند کوي.

هغه وايي: «پیسې نه لرم چې کرايي کور ونیسم، په راتګ کې حکومت لږې پیسې راکړې، وضعیت مو ډېر خراب دی، کاروبار هم نشته دی.»

دغه راز یو بل کډوال انارګل وویل چې له پاکستانه په زور ایستل شوي او دلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «په هره برخه کې مشکل لرو خو د کور مشکل له ټولو غټ دی، حکومت باید دغه مشکل حل کړي.»

همدرانګه یوې کډوالې ښځې شریفې وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای کور په کرایه ونیسي.

هغې زیاته کړه: «دلته په اسانه کرايي کور نه پیدا کېږي چې پیدا شي بیا کرایه دومره ډېره وي چې موږ یې نه شو ورکولای.»

یو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه د نشتون مشکل یې حل کړي.

بل لورته حکومتي مسوولین وايي، هڅه کوي د کډوالو ټولې ستونزې حل کړي.

په دې اړه د غزني والي حافظ امین‌جان عمري وویل، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې چې د هغوی روغتیایي، پوهنې او نورو ټولنیزو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

ده وویل، دوی هڅه کوي چې د کډوالو ټولې ستونزې حل کړي څو هوسا ژوند ولري.

همدارنګه د غزني د کډوالو چارو ریاست د بیا مېشتېدنې مسوول درمحمد کاکړ وويل، د اسلامي امارت رهبرۍ غزني کې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو پر طرزالعمل کار روان کړی چې په بشپړېدو سره به یې کډوالو ته ځمکې ووېشل شي.

نوموړي وویل، د کډوالو نورو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې له پاملرنې، خوړو نړۍوال پروګرام، د ډنمارک د کډوالو سازمان، ماشوم ساتنې اداره، ډاکار، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو سره هم د همغږۍ ناستې کړي څو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د یادونې ده چې تېر کال د نوامبر په میاشت کې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې تراوسه سلګونه زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او له ډلې یې ۱۸ سوه کورنۍ په غزني کې مېشتې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.