په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی

33

د آی‌ایچ‌آر بنسټ مشر: په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی

د ایران د بشري حقونو غیردولتي سازمان وايي، له کله چې څه کم درې کاله مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په ایران کې د افغان وګړو اعدامونه زیات شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو غیردولتي بنسټ په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو زیاتېدو خبر ورکړ.

په ایران کې چې قضايي سیستم یې د شفافیت په نه درلودلو تورن شوی، په ګڼو مواردو کې په بېلابېلو جرمونو تورن افغان وګړي د مدافع وکیل له لرلو هم محروم وي.

د ایران د بشري حقونو غیردولتي بنسټ (IHR) مشر محمود امیري مقدم د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د اعدام شویو افغانانو شمېر د تېر کال د همدې مودې پر تله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

امیري وايي: “له کله چې طالبانو واک اخیستی، اعدامونه زیات شوي او د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د افغانانو اعدامونه دوه برابره زیات وو.”

مقدم وايي، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۳ افغانان اعدام شوي چې ۶ کسان یې د عمدي قتل په تور او پاتې ۷ کسان د مخدره موادو په کار و بار تورن وو.

د ده په وینا، افغان وګړي په ایران کې د ټولنې تر ټولو زیانګالی قشر ګڼل کېږي چې تر ډېره د ایران د قضايي قوې د یواړخیزو پرېکړو ښکار کېږي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ایران د بشري حقونو غیردولتي بنسټ د مشر محمود امیري مقدم وینا، په ځینو مواردو کې بېګناه افغانان هم اعدام شوي چې چا یې ناره نه ده اورېدلې، هغه د ننګرهار د یوه اوسېدونکي مثال ورکړ او ویې ویل: “یو کس چې په سلواغې/ دلوې میاشت کې اعدام شو، اشرف کرم الله نومېده چې ۳۶ کلن او د جلال اباد اوسېدونکی و. دی د عمدي وژنې په تور قصاص او اعدام شو، حال دا چې اشرف په یوه عمومي شخړه کې غوښتل منځګړیتوب وکړي. د شخړې په وخت کې یوه تن په چړې حمله وکړه او د بل کس د قتل سبب شو. خو اشرف چې بېګناه و، د قتل په تور نیول کېږي او په اعدام محکومېږي.”

د ایران د بشري حقونو غیردولتي بنسټ مشر محمود امیري مقدم وايي، د اشرف پلار چې په ایران کې هټیوال و، په ۱۳۸۸لمریز کال کې د مخدره موادو د لرلو په تور په اصفهان زندان کې اعدام شوی، چې هغه هم بېګناه و.

د ده په وینا، هغه د ترکاریو په یوه مغازه کې کار کاوه، خو د مغازې خاوند مخدره مواد درلودل، کله چې پولیس راغلل د اشرف پلار یې د ښیښې په نوم د ۹۰۰ ګرامه مخدره موادو د لرلو په تور ونیوه او اعدام یې کړ.

مقدم وايي، زیات تورن افغانان د وکیل د ګمارلو وس نه لري، یوازې پر کاغذ مدافع وکیل لري، خو په واقعیت کې نه.

د ده په وینا، د افغان بندیانو او اعدام شویو کسانو په باب زیات وخت اطلاعات له رسنیو او نورو بنسټونو سره نه شریکېږي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د بندیانو د لېږد د کمېټې مشر عسکر جلالیان د غبرګولي یا جوزا پر ۲۳مه ویلي وو، دا مهال په ایران کې ۸زره بهرنیان بندیان دي چې ډېری یې افغانان دي، خو د طالبانو حکومت تېر کال ویلي وو چې په ایران کې د افغان بندیانو شمېر ۷زرو ته رسېږي.

په ایران کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه
په ایران کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه

د راپورونو له مخې د کابل او تهران ترمنځ د ١٣٨٥ کال د موافقې له مخې د ایران حکومت تېر کال شاوخوا ۸۵۰ افغان بندیان د طالبانو حکومت ته وسپارل.

تېر کال د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست محمد یوسف مستري ایراني رسنیو ته ویلي وو، د ایران مقاماتو د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې د ۲۵۰ افغان زندانیانو د اعدام حکم په زنداني کېدو اړولی دی.

په تېره مرغومي یا جدي میاشت کې د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو له چارواکو سره یې د افغان بندیانو پر برخلیک خبرې وکړي.

که څه هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ایران هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو دی چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.