د شکري ناروغي

ډاکټر امان شمس

114
د بدن ټولي حجرې د نورمال کار کولو لپاره خوږو يا ګلوکوز ته اړتيا لري. شکره د يوې مادې په مرسته چې انسولين نوميږي د بدن حجرو ته ننوزي تر څو په مصرف ورسيږي او انرژي يا قوت توليد کړي. د همدغه انرژي يا قوت پواسطه زموږ بدن خپله وظيفه سرته رسوي او موږ د کار کولو توان پيدا کوو. که ګلوکوز زموږ د بدن حجرو ته د انسولين په مټه داخل نشي، زموږ بدن ترې استفاده نشي کولای. که چيري انسولين په بدن کې په کافي اندازه شتون و نلري، او يا د انسان بدن د انسولين په وړاندي مقاومت وښيي، نو پر ځای د دې چې ګلوکوز يا شکره حجرو ته دننه شي او په مصرف ورسيږي، هغه زموږ په وينه کې راټوليږي او بې ځايه ګرزي راګرزي. کرار کرار يې کچه لوړيږي چې دغه حالت ته د شکري ناروغي وايي.
د شکري ناروغي ډولونه:
۱- هغه ناروغان چې لومړی يا اول ډول د شکري ناروغي لري، د هغوۍ بدن لږ او يا بيخي هيڅ انسولين نه شي جوړولای. لس فېصده ناروغان دغه ډول د شکري ناروغي لري.
۲- هغه ناروغان چې د شکري دوهم ډول ناروغي ولري د دوۍ وجود د انسولين په مقابل کې مقاومت لري. يعنې انسولين ورباندي سم تاثير نه کوي. کله کله د دې تر څنګ پدې ناروغانو کې د انسولين مقدار هم يو څه کم وي. دغه ډول د شکري ناروغي ډيره عامه ده چې نېږدې نوي فېصده ناروغان دغه ډول د شکري ناروغي لري.
د شکرې ناروغۍ علامې:
اوس نو چې د انسولين د کمبود او يا بې اغيزه توب له امله په وينه کې شکره را غونډه شوي، د ناروغ بدن د دې کوښښ کوي چې په يو چل نه يو چل د لوړې شکرې کچه را ټيټه کړي. د دې کار لپاره پښتورګي مټې را نغاړي چې يو څه د ادرار يا متيازو له لارې له وجوده وباسي. خو ګلوکوز له وجوده د بولو له لارې يوازي نه وزي بلکه له ځان سره ښې ډيرې اوبه هم راکښوي. لدې امله د شکرې ناروغ چې يا تشخيص شوی نه وي او يا يې شکره سمه نه وي کنترول، ډير تږی کيږي او ور سره ډيري متيازي کوي. مثلاً ناروغ د اوبو څښلو او تشو متيازو لپاره د شپې څو ځله له خوبه را پاڅيږي. له ګلوکوز څخه د نه استفادې له وجهې د ناروغ وجود د انرژي جوړولو لپاره پر خپل ځان مخ را اړوي او د بدن د عضلاتو او سپينې غوښي خوړولو ته ملا تړي، نو لدې امله ناروغان وزن له لاسه ورکوي.
د شکري لومړی ډول په چټکۍ سره خپلې نښې نښانې ښکاره کوي خو دوهم ډول يې کرار کرار وروسته له ډيره وخته خپلې علامې ښيي.
د شکري د ناروغۍ عمده علامې:
– زياته تنده
– د ادرار يا بولو زياتوالی
– د وزن له لاسه ورکول
که څه هم د شکرې ناروغۍ نښې نښانې ډيري ستونزمنې نه برېښي خو که دې ناروغۍ ته پاملرنه و نشي د وخت په تېرېدلو د انسان د بدن رګونه خرابوي او د لاندې جدي ناروغيو باعث ګرزي.
– د زړه حمله
– دماغي سکته يا د لويانو ګوزڼ
– د پښتورګو ناروغۍ
– د سترګو او ديد کمزوري کېدل او په ځني وختونو کې ړندېدل
– د لاسونو او پښو درد او يا د هغوۍ د حس له منځه تګ
– د پښو او ګوتو زخمونه چې عموماً د زخمونو د نه جوړيدلو له امله ناروغ د هغوۍ پريکولو ته اړ کيږي.
که چيري ناروغ د شکرې ناروغۍ ته ښه پاملرنه وکړي او کوښښ وکړي چې نوموړې ناروغۍ د ځان دښمنه نه، بلکه د ټول عمر ملګرې و بولې او خيال يې و ساتي نو ناروغ نېږدې نورمال ژوند کولای شي او نېږدې نورمال عمر درلودلای شي.
درملنه:
د شکرې تر ټول عامه ناروغي دوهم ډول شکره يا ټايپ ۲ ډايبېټيز ده چې عموماً په لويانو کې پېښيږي. له نېکه مرغه ډيری خلګ کولای شي چې د وزن کمولو يا کنترولولو پواسطه تر ډيره حده لدغې ناروغۍ ځانونه وژغوري.
د شکرې ناروغۍ لپاره وړ وړ درملونه شته، ځني د انسولين کچه او ځني نور بيا د هغه اغېز زياتوي. د مثال په ډول Metformin د انسولين اغېز او Gliclazide يې کچه لوړوي. ځني ناروغانو ته بيا پخپله د انسولين لګولو اړتيا وي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې نوموړي درمل بايد ټول عمر استعمال شي. له درمل سره سره ناروغان بايد وزن کم کړي او منظم ورزش يا تمرين وکړي. د صحي خوړو خوړل او د سګريټو نه څکول د درملنې مهمه برخه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.