د ژوندی ذهن ملنګ جان شعري اصالت

انجنیر شیر ساپی

194

 

    ۱۳/۰۶/۲۰۲۴

ارواح ښاد ملي شاعر ملنګ جان د سردارمحمد داؤد خان د صدارت دوران په پرتم کې (پښتونستان تاکتیک) د پښتو ژبې یو خوږ ژبې شاعر چې د فصاحت له عظمته مبسوط، دَ خپلې زمانې د آزادۍ  او خپلواکۍ پاڅون  یو  ستر  الهام بښونکی واقعیت پال؛ د افغان انسان په شعور کې د هویت انعکاس ؤ.

د ویښ ضمیره ملنګ جان شعری فطرت د واقعیت مطابق فکر (جامع او کامل معرفت) د ټولنیز پراتیک له مبداء شروع شو او د ژوند فلسفه یي د هیواد پالنې لوړ درک او ملت عوښتنې له روحیې قوت او فیض وموند.

‍ د وقاد نظر څیښتن (ارواح ښاد ملنګ جان) د واقعیت خاصه ادبي څېره (ژانر) ده؛   دی اجتماعي ژوند د خپل له نظـره بیانـوی او د ټولنې په عیوب، نقایص او په نامناسب مظاهـرو نیوکې کوي او د ورځيني ژوند انځور د نــندارې تابلو  د جامعۀ عدالت او مـحـکــــمې ته تقدیم وي او د ټـولـنــې پر وړانـــدې مســـئولـیت او رسالت قبولوي. دغه ټولنیز مشخص موقف او متلپالنه خورا ارزښتناکه او د ډیر درناوی وړ دی.
حقیقت د انسان د ذهن یو آتریبوت، نعت او صفت دی. حقیقت د بهرني عیني واقعیت تطابق یا هغه انځورونه چې زموږ په ذهن کې مرتسم کیږي. حقیقت د انسان د فکر خصوصیت او ځانګړتیا ده او د دروغو پر خلاف.

د حقیقت په تیورۍ کې یو له مهمو ټکو څخه د ژبې سره د مغز اړیکه ده. په مغز کې واقعیت او د عقل د انعکاس له لارې په ژبه کې منعکس کیږي.

 د ژبې مهارت او د ژبې استعمال په ټولنه کې د اتصال او هویت دنده سرته رسوي.

نیمکله یا نیمګړې چاربیته … د حقایقو ډک واقعیت

د افسوس جنون

د افسوس جنون مې بیا راغی په ځان کې

                                     نم د سترګو مې شیبه شیبه وریږی

زړه ناچار شو  ترینه پورته  شول دودونه

                                    خولې  دغمه  بیا  شروع کړل فریادونه

*****

نن مې بیا زړګی له غمه واویلې کا

                                 کله وژاړی په زور کله ګیلې کا

وخت ته نه ګوری بې وخت را ته غـږیږی

                                 خدای دې خیر کړی چې به څه راته پيښیږی

راته وایی  رښتیا وایه  مه ویریږه

                                 سر نه ودانګه  صفا صفا  غږیږه

حاضرینونه معافی او  عفوه  غواړم

                               زړه مجبور کړم په خدمت کې ستاسو  ژاړم

امیدواریم  چې ژړا  ته مې  غوږ کیږدئ

                               لطف وکړئ  یو ساعت  غالمغال  پریږدئ

                      نظر واچوئ په غور  زما  بیان کې

د افسوس جنون مې بیا راغی په ځان کې

نن چې  گورمه هر قام او هر ملت ته

                               ټینګ ولاړ  دی خپلې  ژبې  حفاظت ته

د پښتو ژبې به څوک وکړی روزنه

                                چاته  لاړشمه  له چا  وکړم  پوښتنه

هر سړی  ته چې  ودریږم   وی(1) افغان یم

                                  خاص لمسی  د احمد شاه او خوشحال خان یم

د خوشحال  په پښتو ژبه  نه پوهیږی

                                 بله  ژبه کې  طوطی  غوندې  غږیږی

زه  دې  هسی  افغانیت  ته  حیرانیږم

                                حیران  څه  خدا یږو  ژړا  راځی  ژړیږم

              چې افغان په خپله  ژبه  نه پوهیږی

             نم د سترګو مې شیبه شیبه وریږی

یو غریب که خیانت وکړی زیات و کم

                                 په جزا باندی محکوم شی هغه دم

دې ملی خیانت ته نشته د چا خیال

                                راته  وایه  دا ثواب  دی  که  وبال

دې کې  نه کوم  ګیله خوار  او  فقیر نه

                                ګیله من یم  خپل رئیس  او  خپل وزیر نه

حق به وایم  سمدستی  که وژل کیږم

                                جذبات د شاعری  دی نه  ویریږم

خدای دپاره خپل وړو ته نصیحت کړئ

                                د پښتو  ژبې  خدمت  په  صداقت کړئ

                       نور  پرې اړوی د خاورو  انبارونه

                  خولې له غمه بیا شروع کړل فریادونه

د حسد او د کینی نه به څه ژاړم

                           دا دوا به زه د چا ځنې وغواړم

د ګوندې له لاسه ټول عمر بیماریم

                           بیمار څه چې په بلا کې ګرفتاریم

په دنیا کې جوړوی خلک ماشینونه

                          موږ یو بل ته جوړ وو تل اسبابونه

هسې رنګه دسیسه به کړو روی کاره

                           چې صادق د صداقت نه شی بیزاره

خدایه راکړې ملکانونه امان

                          دوی په دغه کار کې ډیر شول استاذان

              د مظلوم اوښکې به څو اوري ګریوان کې

              د افسوس جنون مې بیا راغی په ځان کي

یو د بل په ترقی نه خوشحالیږو

                            ورور د ورور په سپکاوی باندې خوښیږو

دا خو ځکه چې پښتو کړو پښتانه یو

                           چې ورور مړ کړو ځانته وایو نارینه یو

دوه خانان زمو ږه نه ځی یوه لارکې

                          یو دبل قتل ته وی په انتظار کې

چې خانان د قام سپن زیږی دغه کار کړی

                        دا کشران خواران به څوک موږ ته په لار کړی

زلمو غوره د پیمخو یارانه کړه

                           زمانې په پښتنو داسي کانه کړه

             په حجروکې به دوه درې ووړکی ګډیږی

            نم د سترګو مې شیبه شیبه وریږی

د رشوت له لاسه وژاړمه چاته

                      مګر لاړشم فریادي خپله الله ته

د چوکۍ په سر وی ناست غوښې د قام خوري

                     بعضی بعضی هسې نه وایم تمام خوري

يو خو غرق کړو ځینو ځینو شیخ صاحبانو

                     وایی درې ورځې ژوندون دی عزیزانو

دنیا کارونه واړه دی نیمګړی

                    په ژوندون یې پښتنونه جوړ کړه مړی

دنیا وخته قریب لاړه آسمان ته

هی افسوس زموږ دې ژوند او دې ګوزران ته

           د غمه چا په مونږه وکړل پساتونه

           خولې له غمه بیا شروع کړل فریادونه

..(1) وی = وایی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه : ډیر افسوس دی، چې دا چاربیته پوره نه شوه او مرحوم ملنګ جان وفات شو». (1)

 په تراست به ولیکم چې ووژل شو. د خدای  ورکړی ملک د ازادي غوښتونکو همدا برخلیک دي. د تل پاتی ملنګ جان د موت اسباب کیدای شئ همدا نیمګړې چاربیته وي.

مآخذ:

1 – د ملنګ جان خوږې نغمي. دریم چاپ (له نویو زیاتونو سره ) ، [ص. ۳۶۳ ـ  ۳۶۷]

د لعل پاچا ازمون په زیار ۱۳۷۰ لمریز کال

خپرندوی : د علامه سید جمال الدین افغان فرهنګي ټولنه (پوهاند دوکتور مجاور احمد زیاردفرهنګي ټولنې مشر)

چاپ ځای : د ښوونې او روزنې چاپخونه کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.