خور او ورور

عبدالهادي هادي

165
خور او ورور
زه،
او زموږ د کور،
د مخې پارک کې،
یوه شنډه، زړه ونه.
خور او ورور یو.
هغه ماته منتظره،
زه د دې د دیدن تږی.
زه هم ،
ستړی یم له ژونده،
دا هم،
ستړې ده له ژونده،
یو او بل ته ،
پناه وروړو،
زه د دې پر دردو پوه یم،
دا زما دردونه اوري
دا ،
دنیا پر زړه داغلې.
زه،
یو چا پر زړه داغلی.
زه او ونه ،
خور او ورور یو،
هغه زما پر زړه خبره،
چې زه ډیر،
په زړه ماشوم یم،
لکه ځان ورته مالوم یم،
زه مې زړه ،
هغې ته سپړم،
هر یو درد مې،
ورته ژاړم،
پر هر راز مې ده خبره
پر آغاز مې ده خبره
زما انجام ورته مالوم دی
زما هر ګام،
ورته مالوم دی.
که دا ونه ،
خور مې نه وای،
د سفر،
غمو خوړلی،
زما زړه به وو،
چاودلی.
ښه ده خور مې دلته شته ده
زه او ونه ،
خور او ورور یو.
زه او ونه،
خور او ورور یو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.