له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ۱۰۰۰ ورځې؛ یونېسف یې د ۳ میلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې بولي
له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ۱۰۰۰ ورځې؛ یونېسف یې د ۳ میلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې بولي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف وايي، له ښوونځیو نه د نجونو د راګرځولو زر ورځې د ۳ میلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې دي.
یونېسف وایي، له ښونځیو د افغان نجونو راګرځول نه یوازې د ۱.۵ نجونو له حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې دې کار د هغوی فرصتونه ځپلي او رواني ستونزو سره یې مخ کړي دي.
یونېسف دغه څرګندونې نن پنجشنبه داسې مهال په یو بیان کې کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو څخه د نجونو د راګرځولو زر ورځې پوره شوې.
دغه صندوق نن ورځ یوه غمجنه او اندېښمنونکې ورځ بللې ده.
یونېسف وايي، له ښوونځیو نه د نجونو د راګرځولو زر ورځې د ۳ ميلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق زیاته کړې، د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاستوالو لهخوا یرغمل نهشي.
په بیان کې راغلي، له ښونځیو د نجونو منع کول پر نجونو سربېره د افغانستان پر اقتصاد او پرمختیا هم ناوړه اغېز کوي.
دغه شان وړاندې په کې ویل شوي، دغه بندیز روان بشري ناورین لا پسې زیاتوي او د افغانستان پر اقتصاد او پراختیایي لارو جدي اغېز کوي.
د دغه بنسټ په خبره، ښوونه او روزنه یوازې فرصتونه نه برابروي؛ بلکې په کم عمر کې نجونې د ودولو، خوارځواکۍ او نورو روغتیایي ستونزو څخه ساتي او د سېلابونو، وچکالۍ او زلزلې په څېر د افتونو پر وړاندې د دوی مقاومت پیاوړی کوي.
په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمېر زدهکوونکې وايي زر ورځې کېږي چې له زدهکړو لرې د هیلو او ناهیلو تر منځ ژوند تېروي.
هدیه د کابل اوسېدونکې چې د دولسم ټولګې زدهکوونکې وه ازادي راډيو ته وویل: “له تېرو درېیو کلونو راهیسي زه له زده کړو محرومه یم، په دې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخ شو، خو د ښوونځیو دروازې مو خلاصې نه شوې. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې زموږ ښوونځي خلاص کړي تر څو خپلې زده کړو وکړو.”
د کندهار ښار یوه اوسېدونکې بصیره چې د یولسم ټولګي زدهکوونکې وه، وايي چې هیله درلوده چې زده کړو ته دوام ورکړي، خو لا یې هم دا هیله همداسې هیله پاتې ده.
بصیره وايي: موږ لږ ترلږه سږ کال هیله درلوده چې ښايي د زدهکړو اجازه راکړل شي، خو بیا هم ونه شوه او لا هم د زدهکړو د پیل په هیله ورځې شپې تېروو.
هغې وویل: “زر ورځې کېږي چې زموږ د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي. موږ لږ ترلږه سږ کال هیله درلوده چې ښايي د زدهکړو اجازه راکړل شي، خو بیا هم ونه شوه او لا هم د زدهکړو د پیل په هیله ورځې شپې تېروو.”
دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د نجونو په وړاندې د زدهکړو دروازې پرانېزي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف هم په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې له طالبانو ورته غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د نجونو ملاتړ وکړي ځکه د یونېسف په خبره د دوی ملاتړ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم بېلابېلو سازمانونو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښونځي پرانېزي، خو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.
نن پنجشنبه د جون ۱۳مه د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د زدهکړو د دروازو د تړل کېدو زر ورځې پوره شوې.
طالبانو د دې ترڅنګ نجونې له پوهنتون او نورو هر ډول زدهکړو هم راګرځولي او دغه شان یې پر افغان ښځو او نجونو ګڼ نور محدودیتونه لګولي دي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.